د افريقا تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د افریقا تاریخ د لرغونو انسانانو او  شاوخوا ۳۰۰ تر۲۵۰۰۰۰کاله وړاندې په ختیځه افریقا کې له اناتوميکي پلوه د عصري انسانانو له ظهور سره پیلېږي، چې تر اوسه د متنوع او له سیاسي پلوه د پرمختللو دولتونو په توګه دوام لري. لومړنی ثبت شوی تاریخ لومړی په لرغوني مصر او وروسته په نوبیا،ساحل اومغرب کې راڅرګند شو.[۱]

د ۱۵مې پېړۍ په وروستیو کې اروپایانو د غلامانو یو مثلث ډوله سوداګرۍ پیل کړه، چې په ترڅ کې یې لومړی پرتګالیانو دغه غلامان د سوداګرۍ له لارې اخیستل،خو وروسته یې د اتلانتیک د غلامانو سوداګرۍ په توګه غلامان په جبر اخیستل کېدل، چې بیا به دغه غلامان له لوېدیځې، مرکزي او سویلي افریقا نه بهر هېوادونو ته لېږدول کېدل. په دې توګه په افریقا کې اروپایي استعمار په چټکۍ سره په ۱۸۷۰ز کال کې له ۱۰ سلنې نه ۹۰سلنې ته، په ۱۹۱۴ز کال کې پورته شو. په هر حال، د افریقا په ډېرو برخو کې د خپلواکۍ اړوند خوځښتونه پیل شول، اروپاله دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۳۹ز-۱۹۴۵ز کلونو) وروسته کمزورې اوافریقا د خپلواکي په لور کوټلي ګامونه پورته او په ۱۹۶۰ز کال کې اوج ته ورسېده.[۲]

د شفاهي تاریخ ثبتول، تاریخي ژبپوهنه او لرغونپوهنه د لرغوني افریقا لوی تمدن په بیا موندلو کې خورا مهمه ونډه لري.[۳][۴][۵][۶][۷]

له لیکلي تاریخ وړاندې زمانه[سمول]

مرکزي افریقا[سمول]

په مرکزي افریقا کې د لرغون پېژندنې موندنې په ګوته کوي چې د نوموړي سیمې تاریخ سل زره کاله پخوا زمانې ته رسېږي. په دې وروستیو کې په زیلوم، چاد او د چاد جهیل سویل لوېدیځ کې پراخ دیوالونه او استوګنځایونه موندل شوي چې تاریخ یې له زېږد وړاندې لومړۍ زریزي پورې رسېږي. سوداګرۍ او د کرنې پرمختللو تخنیکونو د ډېرو پېچلو ټولنو ملاتړ وکړ، چې د ساو، کانم، بورنو، شلوک، باګویرمي، او واډای لومړني تمدنونو ته یې لارهواره کړه. له زېږد ۱۰۰۰ کاله وړاندې بنتو کډوال په مرکزي افریقا کې د لویو جهيلونو سیمې ته رسېدلي وو. چې له زیږد وړاندې د لومړۍ زریزي په نیمایي کې بنتو د اوسنۍ انګولا په سویل کې مېشت شول.[۸][۹][۱۰]کينډۍ:Sfnp

لرغونتوب[سمول]

د شمالي افریقا لرغونی تاریخ له لرغوني ختیځ سره په غیر مستقیم ډول تړلی دی. چې دا په ځانګړې توګه د لرغوني مصر او نوبیا په اړه تر ټولوډېر صدق کوي. پخوانیو مصریانو له زېږد وړاندې په ۲۳۵۰کال کې د پونټ له ځمکو سره اشنا شول، پونټ د لرغوني مصر سوداګریز شریک و او داسې انګېرل کېږي چې دا په اوسنۍ عصري سومالیا، جیبوتي یا اریتریا کې پروت دی. د فونیشین ښارونه لکه کارتیج د مدیترانې د اوسپنې دورې او کلاسیک لرغونتوب یوه برخه وه، په هغو وختونو کې د افریقا فرعي صحرا په خپلواکه توګه وده کړې وه.[۱۱]

۱۹مه پېړۍ[سمول]

جنوبي افریقا[سمول]

په ۱۸۵۰ لسیزه کې، بریتانوي او الماني مذهبی مبلغان او سوداګر اوسنۍ نمیبیا ته ننوتل. په دې وخت کې د نامه او دهیرور تر منځ د ټوپکو او نورو وسلو لپاره سیالۍ روانه وه، چې په پایله کې یې په دغه سیمه کې المانیان ان د برټانویانو په پرتله ډیر پیاوړي شول.[۱۲]

په ۱۸۸۴ز کال کې د المانیانو ساحلي سیمه د نارنج سیند نه تر کنین سیند پورې د المان د سویل لوېدیځ افریقا یوه برخه اعلان کړه او غوښتل یې د سپین پوستو د مېشت ځایونو لپاره د ځمکې پراخولو تیری کوونکی تګلاره تعقیب کړي. دوی په دې ډول د نامه او هیرور تر منځ له سیالۍ نه ناوړه ګټه پورته کړه.[۱۳]

هیریروله المانیانو سره ائتلاف جوړ کړ او فکر یې کاوه چې دوی به وکولای شي، تر څو په نامه باندې واکمن شي. المانیانو د هیریرو په پلازمېنه کې یو ګارنیزیون جوړ کړ او د سپین پوستو د مېشت ځایونو لپاره یې د څړځایونو په شمول د هیریرورانو د ځمکو تخصیصول پیل کړل او هم یې له خلکو د مالیې او کارګرانو د ورکړې غوښتنې پیل کړې.

هیریرو او اومبندرو په بغاوت لاس پورې کړ، خو بغاوت یې مات شو او مشران یې اعدام شول.ریندرپیسټ د ۱۸۹۶ز او ۱۸۹۷ز کلونو تر منځ د هیریرو او ناما اقتصاد سخت زیانمن کړ او د سپین پوستو لپاره د مېشت ځایونو پراختیایي تګلاره هم ټکنۍ شوه. المانیانو د ځمکې او څارویو په نیولو سره د نامیبیا د سپین پوستو دمېشت ځایونو تګلارې ته دوام ورکړ، او آن هڅه یې کوله چې د هیریرو کارګر سویلي افریقا ته ولېږدوي.

په ۱۹۰۴ز کال کې هیریرو بیا بغاوت پیل کړ. د جرمني جنرال لوتر وون تروتا د واټربرګ په جګړه کې د تباهۍ تګلاره پلي کړه، چې هیریرو یې د کلهاري دښتې لوېدیځ ته واړوله او په دې توګه د ۱۹۰۵ز کال په پای کې، له ۸۰۰۰۰هیریرریانو نه یوازې ۱۶۰۰۰هیروریان ژوندي پاتې شول. [۱۴]

۲۰مه پېړۍ[سمول]

په۱۸۸۰ز لسیزه کې نږدې ټوله افریقا داروپایي قدرتونو تر منځ وېشلې شوې وه (یوازې ایتوپیا او لایبریا خپلواک پاتې  وو). اروپايي قدرتونو تر دویمي نړیوالې جګړې پورې پر افریقا واکمني وکړه، خو کله چې د ملتپالنې خوځښتونه پیاوړي شول، په ۱۹۵۰ز او ۱۹۶۰ز کلونو کې مستعمره شوي افریقايي هېوادونه په خپلواکو دولتونو بدل شول. دا لړۍ معمولا سوله ییزه وه، خو څو اوږدې خونړۍ کورنۍ جګړې هم په الجزایر، کینیا او نورو ځایونو کې تر سره شوې. په ټوله افریقا کې د ملتپالنې خوځښتونه د سازماني مهارتونو پر مټ رامنځته شول، چې اوسېدونکو یې له بریټانیې، فرانسې او نورو نه په نړیوالو جګړو کې زده کړې کړې وې. ملتپالو سازمانونو د دودیزو او نوو استعماري جوړښتونو پر وړاندې ګواښونه پیل کړل. د ملتپالو غورځنګونو مشرانو هغه وخت واک په لاس کې واخیست، کله چې اروپايي چارواکي له واکه لرې شول؛ ډېرو یې په لسیزوواکمني وکړه یا ترهغه په واک کې پاتې شول چې مړه شول. په دغو خوځښتونو کې سیاسي، تعلیمي، مذهبي او نور ټولنیز سازمانونه شامل وو. په وروستیو لسیزو کې، ډېری افریقایي هېوادونه د ملي هویت له بریا او ماتې سره مخامخ شول، په دې لړ کې د مرکزي دولت واک او د چارسنبالي دولت ځای بدل شوی دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

لومړۍ نړیواله جګړه[سمول]

د اروپا تراستعمار لاندې د افریقا پر ډېرې برخې سربېره ، نړیوالې جګړې هم د افریقا په جیوپولیټیکی تاریخ کې مهمې پیښې وې. افریقا د جګړې تیاتر وه او په دواړو جګړو کې د سختو جګړو شاهده وه. په ډېرو خورا مهمو سیمو کې، د استعماري قدرتونو جګړو د سرچینو د تخصیص، شمولیت او مالیه ورکولو له لارې د افریقا پر حکومتولۍ اغیزه وکړه. متحدو ځواکونو په ځانګړې توګه بریتانیې، فرانسې، بلجیم، سویلي افریقا او پرتګال هڅه کوله، چې المانیان له خپلو افریقایي مستعمرو نه وباسي.  متحدینو په پای کې د المان ټولې مستعمرې فتحه کړې، خو په ختیځه افریقا کې الماني ځواکونو له تسلیمۍ ډډه وکړه، که څه هم دوی ونه شو کولای، له ۱۹۱۷ز کال وروسته کومه سیمه ونیسي.

تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په افریقا کې د المان پخوانۍ مستعمرې د فرانسې، بلجیم او بریتانوي سترواکۍ له خوا ونیول شوې او وروسته دغو استعماري قدرتونو پر خپلو افریقایي سیمو باندې خپل کنټرول ټینګولو ته نور هم دوام ورکړ.

ستراقتصادي ناورین د افریقا پراقتصاد ډېره اغېزه وکړه، چې تر ټولو مهم اغېز یې د لوېدیځو بازارونو لپاره د اجناسو د تولید پر صنعت و. لکه څنګه چې د ۱۹۳۰ز کال په وروستیو کې تقاضا زیاته شوه، د افریقا اقتصاد هم وده وکړه. افریقا په ۱۹۳۰ز  کال کې د فاشیستې سیمو له لومړنیو بېلګو نه ګڼل کېده. ایټالیا په ۱۸۹۰ز کلونو کې د ایتوپیا د فتح کولو هڅه کړې وه، خو د ایټالو - ایتوپیا په لومړۍ جګړه کې له ماتې سره مخامخ شوه. ایتوپیا د دوو ایټالوي مستعمرو، ایټالوي سومالیلنډ او اریتریا تر منځ پرته وه، چې د ۱۹۳۵ز کال په اکټوبر کې پرې برید وشو. د۱۹۳۶ز کال د می په میاشت کې ایټالوي ځواکونو د ایتوپیا پلازمېنه ادیس ابابا ونیوله او بریا یې اعلان کړه. ایتوپیا او د دوی نورې مستعمرې په ختیځې افریقا کې سره یوځای شوې.

دوېمه نړیواله جګړه[سمول]

د افریقا لویه وچه له جغرافیایي اړخه د جګړو پر مهال سستراتیژیک ارزښت درلود. شمالي افريقا د ايټاليا او جرمني پر وړاندې د بریتانوي او امريکایي سترو مبارزو صحنه وه اوختیځه افریقا د ایټالیا پر وړاندې د بریتانوي لویو مبارزو سنګر وو.د افریقا پراخې جغرافیوي لویې ټرانسپورټي لارې او اسانتیاوې رامنځته کړې وې، چې متحده ایالات یې له منځني ختیځ او مدیترانې سیمو سره نښلول. په دې سربېره د اورګاډي پټلۍ د بریتانوي جګړې هڅې لا پسې اسانه کړې وې.

د سویلي افریقا اتحادیې واکمن حیثیت درلوداو تر ډېره بریده په خپل اختیار کې وه.د نفوس او شتمنۍ له پلوه، بریتانویانو د افریقا ترټولو بډایه برخه کنټرولوله، نه یوازې له جغرافیایي اړخه، بلکې د انساني ځواک او طبیعي زیرمو له پلوه هم بریتانویان ګټیالي وو. د برتانوې مستعمرو چارواکو د افريقا د زېربناوو د لوړولو، د کرنې د ودې، د نړۍ له اقتصاد سره د استعماري افریقا د یوځای کولو او د یو نیم میلیون نه د زیاتو سرتیرو د استخدام لپاره ځانګړې هڅې او هلې ځلې وکړې.[۲۰][۲۱]

د افریقا اقتصادي تاریخ[سمول]

په افریقا کې لومړني انسانان ښکاریان وو.له هماغه وخته په افریقا کې د پام وړ سوداګرۍ وه، چې په اوږدو واټنونو کې به ترسره کېدله. په دې اړه لرغونپوهانو د تجملي  توکو (قیمتي فلزاتو او صدفونو)د سوداګرۍ شواهد هم موندلي دي.

د افریقا اقتصادي تاریخ زیاتره پر بې وزلۍ تمرکز کوي او نور اړخونه، لکه:  د افریقایي بزګرانو ، سوداګرو او دولتونو د لاسته راوړنو، د خوړو خوندیتوب او د اقتصادي ودې پېښې پټوي.

د افریقا پوځي تاریخ[سمول]

د افریقا پوځي تاریخ په نړۍ کې یو له پخوانیو پوځي تاریخونو نه ګڼل کېږې. افریقا له ډېروسیمو جوړه یوه لویه وچه ده، چې توپیري نفوس لري، په سلګونو بېلابېلو ژبو خبرې کوياو د کلتورونو او مذهبونو لړۍ تمرین کوي.دا ډول اختلافات له زرګونو کلونو راهیسې د ډېرو جګړو سرچینه هم وه. د افریقا پوځي تاریخ هم د افریقا د تاریځ په څېرد سیمو له مخې وېشل کېږي؛ لکه شمالي افریقا د مدیترانې کلتورونو یوه برخه وه او په کلاسیک لرغوني تاریخ کې، د پوځي تاریخ څانګه بلل کېږي، ختیځه افریقا په تاریخي ډول بېلابېل دولتونه لري چې ډېری وختونه یې د نړۍ له ځینو ځواکمنوسره هم جګړې کړې دي. د عصري افریقا پوځي تاریخ پر دریوو پراخو دورو؛ لکه له استعمار دمخه، د استعمار په لړ کې اوتر استعمار وروسته باندې وېشل کېږي.

سرچینې[سمول]

  1. "Evolution of Modern Humans: Early Modern Homo sapiens". www2.palomar.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Visit Africa: History of Africa". visitafrica.site. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Meyerowitz, Eva L. R. (1975). The Early History of the Akan States of Ghana. Red Candle Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780608390352. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Africa Information
  5. "The Portuguese in Africa, 1415–1600". www.metmuseum.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "African Slave Trade, 1788". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hargreaves, John D. (1996). Decolonization in Africa (الطبعة 2nd). London: Longman. OCLC 33131573. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-582-24917-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Philippe Lavachery; Scott MacEachern; Christophe Mbida Mindzie; Tchago Bouimon (2012). Komé – Kribi: Rescue Archaeology Along the Chad-Cameroon Oil Pipeline, 1999–2004. Africa Magna Verlag. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-937248-28-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. J. Cameron Monroe; Akinwumi Ogundiran (2012). Power and Landscape in Atlantic West Africa: Archaeological Perspectives. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-00939-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Peter Mitchell et al., The Oxford Handbook of African Archeology (2013), p. 855: "The relatively recent discovery of extensive walled settlements at the transition from the Neolithic to the Early Iron Age in the Chad Basin (Magnavita et al., 2006) indicates what enormous sites and processes may still await recognition."
  11. Simson Najovits, Egypt, trunk of the tree, Volume 2, (Algora Publishing: 2004), p. 258.
  12. Shillington (2005), pp. 218, 327–329, 340–342.
  13. Shillington (2005), pp. 218, 327
  14. Shillington (2005), pp. 218, 327
  15. Alistair Horne, A savage war of peace: Algeria 1954–1962 (1977).
  16. David Anderson, Histories of the hanged: The dirty war in Kenya and the end of empire (2005).
  17. Gabriel Almond and James S. Coleman, The Politics of the Developing Areas (1971)
  18. Festus Ugboaja Ohaegbulam, Nationalism in colonial and post-colonial Africa (University Press of America, 1977).
  19. Thomas Hodgkin, Nationalism in Colonial Africa (1956)
  20. David Killingray and Richard Rathbone, edfs. Africa and the Second World War (1986).
  21. Ashley Jackson, The British Empire and the Second World War (2006) 171–239.