لرغونی نږدې ختیځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لرغونی نږدې ختیځ د لومړنیو تمدنونو کور و، هغه سیمه چې نږدې معاصر منځنی ختیځ دی، چې بین النهرین (معاصر عراق، د ترکیې سویل ختیځ، د ایران سویل لویدیځ، د سوریې شمال ختیځ او کویټ)، لرغونی مصر، لرغونی ایران (عیلام، میډیا، فارسیا او فارس)، اناتولیا، کوچنۍ آسیا او د ارمنستان لوړې برخې (د ترکیې ختیځه اناتولیا سیمه، ارمنیا، شمال لویدیځ ایران، سویلي جورجیا او لویدیځ اذربایجان)، شام (معاصره سوریه، لبنان، اسرائیل، فلسطین او اردن)، قبرس او عربي ټاپووزمه په کې شاملېدل. لرغونی نږدې ختیځ ، د لرغوني نږدي ختیځ په زده کړو، د نږدې ختیځ په لرغون پېژندنه او لرغوني تاریخ کې مطالعه کېږي.[۱][۲]

د لرغوني نږدي ختیځ تاریخ له میلاد څخه په وړاندې څلورمه زریزه کې د سومر په راڅرګندېدو سره پیلېږي، په داسې حال کې چې د پای نېټه یې بېلابېله ښوول شوې. دغه اصطلاح، په سیمه کې د برونزو او اوسپنې دورې، له میلاد څخه په وړاندنۍ ۶ مه پېړۍ کې د هخامنشي سترواکۍ فتوحات، له میلاد څخه په وړاندنۍ ۴ مه پېړۍ کې مقدوني سترواکي او په اوومه میلادي پېړۍ کې د مسلمانانو فتوحات رانغاړي.

لرغونی نږدې ختیځ د تمدنونو زانګو بلل کېږي. همدغه ځای و چې په کې د ټول کال په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه کرنه  وشوه، چې د لومړنیو متراکمو استوګن ځایونو د جوړېدو لامل وګرځېده او له مخې یې ګڼ شمېر تمدني معلومې پراختیاوې رامنځته شوې، لکه:  ټولنیز وېش، متمرکز دولتونه او سترواکۍ، منظم عقاید او منظمه جګړه. دغه سیمه د لیکلو د لومړني سیستم، د لومړنۍ الفبا (ابجد)، په تاریخ کې د لومړي پولي واحد، حقوقي قوانینو، د ستور پوهنې او ریاضیاتو د بنسټونو په برخه کې لومړنیو لاسته راوړنو او د څرخ د اختراع شاهده وه.[۳]

د نږدې ختیځ مفهوم[سمول]

د «لرغوني نږدې ختیځ» عبارت، په ۱۹ مه پېړۍ کې د بریتانوي سترواکۍ د پام وړ نړیوالو سیمو په توګه د نږدې ختیځ او لرې ختیځ ترمنځ توپیر ته نغوته کوي. دغه توپیر کول، د کریمه د جګړې پر مهال پیل شول. د دغو دوو اصطلاحاتو ترمنځ د ختیځ وروستی مهم وېش د نوولسمې پېړۍ د وروستۍ دیپلماسۍ، له ۱۸۹۴-۱۸۹۶ ز کال پورې د عثماني سترواکۍ له خوا په حمیدیه عام وژنه کې د ارمنیانو او اشوریانو د وژلو او له ۱۸۹۴-۱۸۹۵ ز کال پورې د چین او جاپان د لومړۍ جګړې له مخې و. د بریتانیا د سترواکۍ واکمنانو او سلاکارانو دغه دوه صحنې د «نږدې ختیځ» او «لرې ختیځ» په نوم ونومولې.

په داسې حال کې چې په نږدې ختیځ کې تر ډېره د عثماني سترواکۍ تر کنټرول لاندې سیمې شاملېدلې، د دغې سترواکۍ په له منځه تلو سره، په دیپلماسي کې د نږدې ختیځ اصطلاح خپل ځای منځني ختیځ ته پرېښود. په ورته مهال لرغونی نږدې ختیځ بیا له دې جلا دی.

تاریخچه[سمول]

د برونزو لومړۍ دوره[سمول]

سومر او اکد[سمول]

سومر د بین النهرین په سویل کې د نړۍ تر ټولو لرغونی پېژندل شوی تمدن دی. د سومر لرغونی څېړل شوی ځای Tell el-'Oueili دی چې لرغونتیا یې له میلاد څخه وړاندې ۷ مې زریزې ته رسېږي، په داسې حال کې چې آن د دې احتمال شته دی چې دغه ځای دې لا له پخوا نیول شوی وي. اکدي سترواکي چې د لوی سارګون له خوا یې بنسټ کېښودل شو، له میلاد څخه وړاندې له ۲۴ مې پېړۍ څخه یې تر ۲۱ مې پېړۍ پورې دوام وکړ، چې ډېری یې د نړۍ تر ټولو لرغونې سترواکي بولي. په پایله کې اکدیان په آشور او بابل ووېشل شول.[۴][۵]

عیلام[سمول]

د سومر او اکد په ختیځ کې لرغوني عیلام شتون درلود، چې د معاصر ایران په لرې لویدیځ او سویل لویدیځ کې موقعیت لري او د خوزستان له ټیټو سیمو څخه تر ایلام ولایت پورې دوام لري. په لرغوني عیلامي دوره کې له میلاد څخه ۳۲۰۰ کاله وړاندې، د انشان په مرکزیت او له میلاد څخه وړاندې دویمې زریزې له نیمايي څخه د خوزستان په ټیټو ځمکو کې د شوشان په مرکزیت، د ایران په سیمه کې کې سترواکۍ شتون درلود. له میلاد څخه وړاندې له ۹ مې تر اوومې پېړۍ پورې عیلام په آشوري سترواکۍ کې یوځای کړای شو، په  ورته مهال دغه تمدن له میلاد څخه وړاندې ۵۳۹ ز کال پورې تر هغه مهاله دوام وکړ ، کله چې د ایراني فارسیانو له خوا له منځه یووړل شو.

آموریان[سمول]

آموریان سامي کوچیان وو چې له میلاد څخه د وړاندې درېیمې زریزې په دویمه نیمايي کې یې د فرات لویدیځ هېواد ونیو. د سومریانو د لرغونو منابعو له مخې، چې له میلاد څخه ۲۴۰۰ کاله مخکې مخینه لري، د آموریانو سیمه ("the Mar.tu land") په لویدیځ کې وه، چې سوریه او کنعان په کې شاملېدل، په داسې حال کې چې کېدای شي، د هغوی سرچینه له سعودي عربستان څخه وي. په پایله کې هغوی په بین النهرین کې میشت شول او په ایسین، لارسا او وروسته یې په بابل واکمني وکړه. [۶]

د برونزو د دورې نیمايي[سمول]

  • آشور، د میتاني له لنډ مهالې واکمنۍ وروسته له میلاد څخه وړاندې ۱۳۶۵ ز کال کې د لومړي آشور-اوبالیت له واکمنۍ څخه د میلاد څخه وړاندې ۱۰۷۶ ز کال پورې د لومړي تیګلات پیلسر تر مړینې په لوی ځواک واوښت. په دغه دوره کې آشور د مصر سیال و او د نږدې ختیځ په لویه برخه یې واکمني وکړه.
  • بابل چې د آموریانو له خوا د دولت په توګه رامنځته شو، د ۴۳۵ کلونو لپاره یې ځان د کاسایانو تر واکمنۍ لاندې راوست. دغه ملت د کاسیانو د واکمنۍ پر مهال له کړکېچ سره مخامخ شو او بابل ځان د آشور یا عیلام تر واکمنۍ لاندې ولید.
  • کنعان: اوګاریت، کادش، مګیدو.
  • د هیتي سترواکي له میلاد څخه وړاندې ۲۰۰۰ کلونو څخه لږ وروسته تاسیس شوه، چې د یوه پیاوړي ځواک په توګه پاتې شوه، له میلاد څخه تر ۱۲۰۰ کاله وړاندې پورې یې په کوچنۍ آسیا او شام واک درلود.

د برونزو وروستۍ دوره[سمول]

له میلاد څخه نږدې ۲۵۰۰ کاله وړاندې هوریانو د بین النهرین په شمال او د هغو په ختیځو او لویدیځو څنډو کې ژوند کاوه. هغوی په ډېر احتمال سره له قفقاز څخه سرچینه لرله او له شمالي لوري څخه دلته راغلي وو، خو دا قطعي نه ده. د هغوی پېژندل شوې اصلي سیمه په سوبرتو کې د خابور سیند دره ده، چې وروسته یې ځانونه د بین النهرین په شمال او سوریه کې د کوچنیو پاچاهیو واکمنان وښوول. د هوریانو تر ټولو لوی او اغېزمن ملت د میتاني پاچهي وه. هوریانو د هیتي په تاریخ کې مهم رول درلود.[۷]

د اوسپنې دوره[سمول]

د اوسپنې د دورې په لومړیو کې له میلاد څخه ۹۱۱ کاله وړاندې، نوې آشوري سترواکي رامنځته شوه، چې له بابل او د سیمې له نورو کوچنیو واکمنیو سره یې د سیمې پر سر سیالي کوله، تر هغه مهاله چې له میلاد څخه وړاندې اتمه پېړۍ کې د درېیم تیګلات پیلسر له خوا یو لړ اصلاحات رامنځته شول او هغه یې په یوه پیاوړې او پراخه سترواکۍ واړوله. د برونزو د دورې په وروستیو کې د آشوري مهال په نیمايي کې، آشور د شمالي بین النهرین (معاصر شمالي عراق) واکمني وه چې پر سویلي بین النهرین باندې یې د واکمنۍ په موخه له خپل سیال بابل سره سیالي کوله. له میلاد څخه وړاندې ۱۳۶۵- ۱۰۶۷ کلونو پورې په مهم سترواک ځواک واوښت او د مصر او هیتي له سترواکیو سره یې سیالي کوله. د دویم اداد نیري په لښکر کشیو سره دا په پراخه سترواکۍ واوښت او د مصر د ۲۵ مې لړۍ په ګوښه کولو سره یې مصر، منځنی ختیځ، د کوچنۍ اسیا لویه برخه، لرغونی ایران، قفقاز او د مدیترانې ختیځ ونیو. نوې آشوري سترواکي د منځنۍ آشوري دورې (له میلاد څخه وړاندې ۱۴ مې پېړۍ څخه تر ۱۰ مې پېړۍ پورې) ځای ونیو. [۸][۹][۱۰]

سرچینې[سمول]

  1. Nemet-Nejat, Karen Rhea (1998). Daily Life In Ancient Mesopotamia. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313294976. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Armenian Highland". Encyclopædia Britannica. (August 28, 2017). 
  3. Samuel Noah Kramer, History Begins at Sumer, (tr. Mendelson, F. A., Moscow, 1963).
  4. Huot, Jean-Louis; Vallet, Régis (1990). "Les Habitations à salles hypostyles d'époque Obeid 0 de Tell El'Oueili". Paléorient. 16 (1): 125–130. doi:10.3406/paleo.1990.4527. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Altaweel, Mark; Marsh, Anke; Jotheri, Jaafar; Hritz, Carrie; Fleitmann, Dominik; Rost, Stephanie; Lintner, Stephen F.; Gibson, McGuire; Bosomworth, Matthew; Jacobson, Matthew; Garzanti, Eduardo (2019). "New Insights on the Role of Environmental Dynamics Shaping Southern Mesopotamia: From the Pre-Ubaid to the Early Islamic Period". IRAQ (په انګلیسي ژبه کي). 81: 23–46. doi:10.1017/irq.2019.2. ISSN 0021-0889. S2CID 200071451. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Amorite (people)". Encyclopædia Britannica. (April 17, 2014). 
  7. James P. Mallory, "Kuro-Araxes Culture", Encyclopedia of Indo-European Culture, Fitzroy Dearborn, 1997.
  8. Frye, Richard N. (1992). "Assyria and Syria: Synonyms". PhD., Harvard University. Journal of Near Eastern Studies. And the ancient Assyrian empire, was the first real, empire in history. What do I mean, it had many different peoples included in the empire, all speaking Aramaic, and becoming what may be called, "Assyrian citizens." That was the first time in history, that we have this. For example, Elamite musicians, were brought to Nineveh, and they were 'made Assyrians' which means, that Assyria, was more than a small country, it was the empire, the whole Fertile Crescent. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignoreکينډۍ:Dead Youtube links
  9. "Assyrian Eponym List". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tadmor, H. (1994). The Inscriptions of Tiglath-Pileser III, King of Assyria.pp.29