د راتلونکي څېړنې
د هغو فزیکي علومو پر خلاف چې څه ناڅه محدود او مشخص سیستم په کې څېړل کېږي، د څېړنو راتلونکی په یوه ډېر لوی او پېچلي نړیوال سیستم پورې اړوند دی. د طبیعي علومو او ټولنیزو علومو لکه ټولنپوهنې او اقتصاد په پرتله یې ډېره کمه مېتودولوژي او پوهه موجوده ده. د دې څانګې د علموالي او هنروالي په اړه هم بحث موجود دی او کله ناکله علم وزمه څانګه بلل کېږي؛ له دې سره سره، په ۲۰۰۲ کال کې د راتلونکي د څېړونکو مسلکي ټولنه جوړه شوه او په ۲۰۱۷ کال کې یې د راتلونکي د لیدلوري یو ماډل جوړ کړ او دا مهال یې اکاډمیکه مطالعه د برلین په فري پوهنتون کې د ماسټرۍ په کورسونو کې موجوده ده.[۵][۶][۷][۸][۹] تاریخچه[سمول]منشاء[سمول]«یوهان ګالټونګ» او «سهیل عنایت الله» په «لوی تاریخ او لوی تاریخ لیکوال» کې استدلال کوي چې د ټولنیز بدلون د لویو بېلګو پلټنه «سیما کیان» (۱۴۵ تر ۹۰ مخزېږد کلونه) او د فضلیت په اړه د هغه تیورۍ ته ور ګرځي، که څه هم د ابن خلدون (۱۳۳۲-۱۴۰۶) «مقدمه» او نورې څېړنې داسې بېلګه ده چې ښايي د معاصرې ټولنپېژندنې لپاره لا ډېره قانع کوونکې یا د پوهېدلو وړ وي. په لوېدیځو بېلګو کې د «سر توماس مور» اثر «اوټوپیا» شاملېږي چې په ۱۵۱۶ کال کې خپور شوی دی او د افلاطون د «جمهوریت» اثر پر بنسټ ولاړ دی چې په هغه کې د ښه ژوند لپاره راتلونکې ټولنې پر بېوزلۍ غلبه کړې ده. دا اثر هومره اغېزناک و چې اوټوپیاګانې چې په اصل کې یې معنا «بې مکانه» ده، د داسې مثبت او خوښ راتلونکي د څرګندولو لپاره رامخته شوې چې د ټولو اړتیاوې په کې پوره کېږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] لومړني هغه اثار چې د راتلونکي لپاره یې سیستماتیکه وړاندوېینه لرله، په ۱۸مه پېړۍ کې ولیکل شول. د «شلمې پېړۍ خاطرات» چې په ۱۷۳۳ کال کې «ساموېل مډن» لیکلی دی، د لیکلو بڼه یې په ۱۹۹۷ او ۱۹۹۸ کلونو کې د ډيپلوماټیکو لیکونو د مجموعې په ډول ده چې په بهرنیو ښارونو قسطنطنیه، روم، پاریس او مسکو کې د بریتانیا له استازو څخه لیکل شوي دي. د دې تر څنګ، د شلمې پېړۍ ټېکنالوژي د ښاغلي مډن د زمانې په څېر ده – په راتلونکي کې د نړۍ پر سیاسي او مذهبي وضعیت تمرکز کېږي. مډن لیکلو ته دوام ورکړ او «د شپږم جورج واکمني، ۱۹۰۰-۱۹۲۵» یې ولیکه. په دې کې یې (هغه مهال د کانال د جوړولو په برخه کې) د اوبلارې یوه لویه شبکه تصور کړه چې په بنسټیز ډول یې د ژوند الګوګانې بدلې کړې – "کلي پر ښارګوټو بدل شول او ښارګوټي پر ښارونو واوښتل". رښتینی شپږم جورج په ۱۹۳۶ کال کې واک ته ورسېد. [۱۴][۱۵] نور پرمختګونه[سمول]نړیوال ډیالوګ یا خبرې اترې د راتلونکو څېړنو د نړیوال فدراسیون (WFSF) په چوکاټ کې چې په ۱۹۶۷ کال جوړ شو، بنسټیزې شوې چې مخکښ ټولنپوه «یوهان ګالټونګ» یې لومړنی مشر و. په متحدو یالتونو کې «اډوارډ کورنیش» دغو مسائلو ته په کتو سره «د راتلونکي نړیواله ټولنه» جوړه کړه. دا سازمان تر ډېره پر عادي مینهوالو متمرکز و. د راتلونکو څېړنو د مسلکي څېړونکو ټولنه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه او په ۴۰ هېوادونو کې څه باندې ۴۰۰ غړي لري. د دوی ماموریت "د ستراتیژيکو راتلونکو څېړنو د ارزښت په څرګندولو سره" د مسلکي ارتقا لوړوالی دی. د راتلونکو څېړنو په برخه کې د دوکتورا لومړنی پروګرام په ۱۹۶۹ کال کې د «کریسټوفر ډيډي» او «بیلي روجاس» لهخوا په ماساچوسټ پوهنتون کې پیل شو. د نورو زدهکړو بل پروګرام (د ماسټرۍ په کچه) هم په ۱۹۷۵ کال کې د «کریسټوفر ډيډي» لهخوا په «هیوسټون کلیر لیک» پوهنتون کې پیل شو. «الیور مارکلي» ته په ۱۹۷۸ کال کې په اېس.ار.ای انستېتیوت کې سپارښتنه وشوه چې پروګرام لا ډېر عملي او مسلکي لوري ته بوزي. دا پروګرام په ۲۰۰۷ کال کې هیوسټون پوهنتون ته ولېږدول شو او نوم یې هم (Foresight) ته واوښت. د دې پروګرام تمرکز پر دې و چې د راتلونکو څېړنو په برخه کې مسلکي پوهان وروزي او په سوداګریزو، دولتي، ښوونیزو او غیر انتفاعي برخو کې اشخاصو او سازمانونو ته د لوړ کیفیت زدهکړې وړاندې کړي. په ۱۹۷۶ کال کې د مانوا په هاوايي پوهنتون کې د عمومي سیاست په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام جوړ شو. د دغو دوو پروګرامونو تر جوړېدو په را وروسته کلونو کې د راتلونکو څېړنو په اړه په ټولو ښوونیزو کچو کې منفرد کورسونه زیات شول، خو بشپړ پروګرامونه کم موندل کېدل.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] په ۲۰۱۰ کال کې د برلین فري پوهنتون د راتلونکو څېړنو په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړ چې دا په جرمني کې لومړنی پروګرام بللی شو. په ۲۰۱۲ کال کې د فنلنډ د راتلونکو څېړنو مرکز د تورکو پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د راتلونکو څېړنو په برخه کې د ماسټرۍ یو پروګرام پیل کړ.[۲۰][۲۱] سرچينې[سمول] |
- ↑ James Joseph O'Toole (2017). "Futurology | social science". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 11 May 2020.
- ↑ "Futurology | Definition of Futurology by Lexico". Lexico Dictionaries | English (in انګليسي). بياځلي په 11 May 2020.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Voros, Author Joseph (2017-02-24). "The Futures Cone, use and history". The Voroscope (in انګليسي). بياځلي په 2020-07-13.
{{cite web}}
:|first=
has generic name (help) - ↑ "Futurology". Wordnet Search 3.1. Princeton University. بياځلي په 16 March 2013.
- ↑ کينډۍ:Cite dictionary
- ↑ William, F. Williams (2013-12-02). "Encyclopedia of Pseudoscience: From Alien Abductions to Zone Therapy".. 122–123. ISBN 9781135955229. “Many scientists reject the notion of futurology being a science, while others quibble at the use of the unscholarly word 'futurology'.”
- ↑ Hines, Andy (2004). "The History and Development of the Association of Professional Futurists". The Knowledge Base of Futures Studies.
- ↑ Hines, Andy; Gary, Jay; Daheim, Cornelia; van der Laan, Luke (2017). "Building foresight capacity: Toward a Foresight Competency Model" (PDF). World Futures Review. 9 (3): 123–141. doi:10.1177/1946756717715637. S2CID 115261787 (PDF).
{{cite journal}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Zukunftsforschung". www.ewi-psy.fu-berlin.de (in الماني). 2 December 2013. بياځلي په 30 October 2021.
- ↑ Galtung, Johan and Inayatullah, Sohail (1997). Macrohistory and Macrohistorians. Westport, Ct: Praeger.
- ↑ Khaldun, Ibn (1967), The Muqaddimah, Trans. Franz Rosenthal, ed. N.J. Dawood. Princeton: Princeton University Press
- ↑ Anderson, Janna. "Futures Studies Timeline". www.elon.edu. بياځلي په 25 February 2018.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Bell, Wendell (1997). Foundations of Futures Studies: Human Science for a New Era. New Brunswick, New Jersey, USA: Transaction Publishers. ISBN 978-1-56000-271-0.
- ↑ "Samuel Madden's Memoirs of the Twentieth Century" Paul Alkon. Science Fiction Studies Vol. 12, No. 2 (Jul., 1985), pp. 184-201 Published by: SF-TH Inc
- ↑ Margolis, Jonathan (2000-11-06). "And now for the forecast". The Guardian.
- ↑ Markley, Oliver (1998)"Visionary Futures: Guided Imagery in Teaching and Learning about the Future", in American Behavioral Scientist. Sage Publications, New York.
- ↑ Peter Bishop & Andy Hines, Teaching about the Future, Houndsmill, UK: Palgrave Macmillan, p.xv.
- ↑ Andy Hines, "A training ground for professional futurists," The Futurist, Vol. 43, September/October 2014
- ↑ Jones, Christopher (Winter 1992). "The Manoa School of Futures Studies". Futures Research Quarterly: 19–25.
- ↑ Master of Arts in Futures Studies at Free University of Berlin
- ↑ "Finland Futures Research Centre". www.utu.fi (in انګليسي). بياځلي په 2020-07-13.