له کلاسیک وروسته تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له کلاسیک وروسته تاریخ (Post-classical history)، چې په نړیوال تاریخ کې هم په دې نامه یادېږي، له ۵۰۰ زېږېدیز کال څخه تر ۱۵۰۰ زېږدیز کال پورې ادامه لري (او نږدې د اروپا د منځنیو پېړیو سره سمون لري). د دې دورې ځانګړنه دا ده چې په هغې کې تمدنونو په جغرافیوي لحاظ پراختیا ومونده او د تمدنونو تر منځ د سوداګرۍ شبکې رامنځته شوې. [۱][۲]

په آسیا کې د اسلام خپرېدلو یوه نوې امپراطوري او اسلامي زرین عصر رامنځته کړ چې هلته د آسیا، افریقا او اروپا لویو وچو تر منځ سوداګري روانه او د منځنیو پېړیو په اسلامي نړۍ کې ساینسي پرمختګونه تر سره کېدل. ختیځې آسیا د چین امپراطورۍ د  بشپړ ځواک جوړېدل تجربه کول چې له امله يې ګڼې شتمنې شاهي کورنۍ رامنځته شوې او په کوریا، ویتنام او جاپان يې اغېز درلود. په چین کې له کلاسیک څخه وروسته پېر کې باروت جوړ شول. د مغولو امپراطورۍ اروپا او آسیا سره ونښلوله او د دواړو سیمو ترمنځ يې خوندي سوداګري او ثبات رامنځته کړ. په دې پېر کې د نړۍ نفوس دوه چنده شو او په ۵۰۰ زېږېدېز کال کې انساني نفوس له ۲۱۰ میلیونه تنو څخه په ۱۵۰۰ زېږدېز کال کې ۴۶۱ میلیونه تنو ته لوړ شو. په دې عصر کې که څه هم نفوس په چټکۍ سره وده ومونده خو د ځینو پېښو له امله بېرته رالږ شو لکه د جسټانیان طاعون، د مغولو ښکېلاکونه او تور مرګ. [۳][۴][۵][۶]

دې پېر ته د منځنیو پېړیو پېر، له پخواني تاریخ وروسته پېر، له لرغونې زمانې وروسته پېر او له عصري تاریخ څخه وړاندې پېر هم وايي.

تاریخ لیکنه[سمول]

اصطلاحات او دوران بندي[سمول]

لیونارډو بروني، د رېنسانس پېر تاریخپوه چې د "منځنیو پېړیو" د مفهوم په رامنځته کولو کې يې مرسته وکړه

له کلاسیک وروسته تاریخ هغه دوران بندي ده چې په هغې کې تاریخپوهان تاریخ ته د نړۍ د تاریخ له اړخه کتنه کوي، په ځانګړې توګه دا مکتب د ۲۰مې پېړي او ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې رامنځ ته شو. د نړۍ تاریخ څخه بهر، دا اصطلاح ځینې مهال د منځنیو پېړیو، منځني پېر او تورو پېړیو (وګورئ د منځنیو پېړیو فرهنګ/عقیده یا Medievalism) سره د اشتباه کولو د مخنیوي په پار کارول کېږي، خو بیا هم په نړیوال دریځ له کلاسیک وروسته اصطلاح کارول خپله ستونزه لري او کېدای شي د اروپا په  فرهنګ یا تاریخ پورې تړلې وبلل شي. [۷][۸]

له کلاسیک وروسته دوره نږدې د ۵۰۰ څخه تر ۱۴۵۰ زېږدیزو کلونو سره سمون لري. د دې پېر د پیل او پای نېټې ښايي د سیمو پر بنسټ توپیر ولري ځکه دا پېر د پخواني کلاسیک پېر په پای کې پیل کېږي: د هان چین (پای په ۲۲۰ زېږدیز کال)، لویدیځه رومي امپراطوري (په ۴۷۶ زېږدیز کال کې)، د ګوپتا امپراطوري (په ۵۴۳ زېږدیز کال کې)، او د ساسانیانو امپراطوري (په ۶۵۱ زېږدیز کال کې). [۸]

د کلاسیک وروسته پېر یو له هغو سترو پنځو یا شپږو دورو څخه دی چې تاریخپوهان يې کاروي:

  1. لومړني تمدنونه
  2. کلاسیکې ټولنې
  3. له کلاسیک وروسته
  4. لومړنی عصري پېر
  5. اوږده نولسمه پېړۍ، او
  6. معاصر یا نوی پېر. (ځینې مهال نولسمه پېړۍ او د نوي عصر پېر سره یوځای کېږي).[۸]

که څه هم له کلاسیک وروسته پېر د لویدیځې اروپا د منځنیو پېړیو مترادف دی، خو بیا هم اړینه نه ده چې له کلاسيک وروسته پېر اصطلاح دې د لوېدیځې اروپا د کلاسیک، منځني او معاصر تاریخ د درې ګونې دودیزې دوره بندۍ برخه وي.

تګلارې[سمول]

د نړۍ د تاریخ په تاریخي ډګر کې په ګڼو کلتورونو او سیمو کې پر ګډو موضوعاتو بحث کېږي او دې برخې له ۱۹۸۰مو کلونو راپه دې خوا ډېره پراختیا موندلې ده. له دې سره سره، د نړۍ تاریخ څېړنې په لومړني عصري نړیوالتوب (چې په ۱۵۰۰ کې پیل شو) او راوروسته پرمختګونو پام ورټول کړی دی او له کلاسیک وروسته تاریخ ته د افریقا او اوراسیا پورې تړلي تاریخ په سترګه ګوري. تاریخپوهان د دوره بندۍ په رامنځته کولو او ګډو موضوعاتو په تشخیص کې ستونزې پېژندلې دي چې په هغې کې نه یواځې دا سیمه بلکې، د بېلګې په توګه، د امریکا لویه وچه هم شاملېږي، که څه هم دوی له کلمبايي مبادلې (Columbian Exchange) څخه مخکې له افرو-اوراسیا سره لږ اړیکه درلوده. له همدې کبله وروستیو څېړنو پر دې پام ورټول کړی دی چې: "د ۵۰۰ او ۱۵۰۰ کلونو تر منځ نړیوال تاریخ اوس هم خپلې کمبودۍ او نواقص لري" او دا چې "تاریخپوهانو ایله اوس د منځنیو پېړیو په نړیوال تاریخ کار پیل کړی دی". [۹][۱۰]

د نړۍ په ډېری سیمو کې، تثبیت شوې تاریخي پېښې شته. که څه هم په اروپا کې د منځني پېر مطالعاتو ته په نولسمه پېړۍ کې پام وشو او تمرکز يې د هر دولت-ملت لپاره د انفرادي تاریخي پېښو په رامنځته کولو و، خو په شلمه پېړۍ کې د څېړنو ډېر کار، په بریالۍ توګه، د منځني پېر د یولاس تاریخ په رامنځته کولو متمرکز و. په ورته توګه اسلامي نړۍ هم غني سیمه ییزه تاریخ لیکنه لري چې په څوارلسمه پېړۍ کې له ابن خلدون څخه راونیسه بیا په شلمه پېړۍ کې تر مارشال هاګسن او نورو پورې. په متقابله توګه، د سوداګریزو مرکزونو شبکو په اړه څېړنه چې له لارې به يې په ختیځ کې د چین او په لوېدیځ کې د اتلانتیک ټاپوګانو څخه توکي او مفکورې لېږدول کېدل هم ډېره پرمخ تللې ده – دې دوران ته د نړیوالتوب لومړنی تاریخ هم ویل کېږي؛ جنت ابولغد د دې ډګر یو کلیدي تاریخپوه دی. په توره افریقا (جنوب الصحراء) او یا امریکا کې، په پرتلیزه توګه، په ارتباطاتو پوهېدنه ډېره محدوده ده. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له همدې کبله، اوسنۍ تاریخ لیکنې د لرغونې نړۍ د تاریخ لیکلو د امکاناتو په پلټلو پیل وکړ او لکه څرنګه چې هغه مهال بشري فعالتیونه یو له بل سره ډېر تړلي و نو د نورو کلتوري سیمو، لکه امریکا او اقیانوسې سره يې تړاو رامنځ ته کړ. د جېمز بلیچ، جان ډاروین، مارګرېټ فرېنز او کرېس ویکام د ارزونې له مخې، نړیوال تاریخ ښايي حدود ونلري، خو نړیوال تاریخپوهان حدود لري.

نړیوال تاریخ خو پدې مانا نه دی چې د هرڅه، هرځای او  هر وخت تاریخ دې پکې وي. [...] درې تګلارې [...] تر ډېره بریده سمې ښکاري. یوه نړیوال تاریخ دی چې د وخت، فضا او تخصص پالنې په پام کې نیولو سره په سترو تاریخي ستونزو پسې ګرځي. دا چاره ځینې مهال د 'پرتلیز' تاریخ بڼه هم خپلوي. بله یې اتصال دی، لکه انتقالي اړیکې. دریمه تګلاره د نړیوالتوب مطالعه ده. نړیوالتوب داسې یوه اصطلاح ده چې د اوس څخه باید وژغورل شي او د تېر څخه راخلاصه شي. د نړیوالتوب دا تعریف چې تل ټوله نړۍ رانغاړي، اوسنۍ پایلې د ډېر لرغوني بهیر پرځای اشتباه نیسي. [۱۷]

یو شمېر مبصرین د ځمکې اقلیمي تاریخ په منځنیو پېړیو کې د نړۍ د تاریخ لپاره یوه ګټوره تګلاره بولي، ځکه مشخصو اقلیمي پېښو پر ټولو انسانانو اغېز درلود. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

عمده لیدلوري[سمول]

د کلاسیک څخه وروسته پېر د ګڼو ګډو پرمختګونو یا موضوعګانو شاهد و. هلته په نویو جغرافیوي سیمو کې د تمدن پراختیا او وده موندله؛ د نړۍ د درېیو سترو دینونو راپورته کېدل او/یا پراختیا؛ او همدا ډول سوداګري او د سوداګرۍ شبکې په چټک ډول پراخې شوې. 

د تمدن وده[سمول]

پیکوېلاکتا، د واري سترواکي ښاري اداري مرکز، د جنوبي امریکا د آند تمدن چې د ۵مې څخه ۸مې زېږدیزې پېړۍ يې دوام درلود.

لومړۍ په نویو جغرافیوي سیمو کې تمدن پراختیا او وده ومونده لکه آسیا، افریقا، اروپا، منځنۍ امریکا او لوېدیځه جنوبي امریکا. لکه څرنګه چې نړیوال تاریخپوه پیټر اېن سټیرنز وايي، له کلاسیک وروسته دورې پرمهال ګډو نړیوالو سیاسي تګلارو شتون نه درلود، دا یو داسې پېر و چې دولتونه او نورې چارې تر ډېره په خلاص مټ تنظیمېدې، خو ګډې سیاسي تګلارې رامنځته نه شوې. په آسیا کې، چین خپل تاریخي سلسله يي څرخ ته ادامه ورکړه او ډېر پېچلی شو چې له امله يې اداري چارو لاښه والی وموند. د اسلامي امپراطوریو جوړېدو په منځني ختیځ، شمالي افریقا او منځنۍ آسیا کې نوی ځواک رامنځته کړ. [۲۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. The Post‐Classical Era Archived 2014-10-31 at the Wayback Machine. by Joel Hermansen
  2. Stearns, Peter N. (2017). "Periodization in World History: Challenges and Opportunities". In R. Charles Weller (المحرر). 21st-Century Narratives of World History: Global and Multidisciplinary Perspectives. Palgrave. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-62077-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Thompson, John M. (2010-10-19). The Medieval World: An Illustrated Atlas (په انګلیسي ژبه کي). National Geographic Books. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781426205330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Times Books (Firm), cartographer., Harper Collins atlas of world history, د کتاب پاڼې 128, OCLC 41347894, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780723010258 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Klein Goldewijk, Kees; Beusen, Arthur; Janssen, Peter (2010-03-22). "Long-term dynamic modeling of global population and built-up area in a spatially explicit way: HYDE 3.1". The Holocene. 20 (4): 565–573. Bibcode:2010Holoc..20..565K. doi:10.1177/0959683609356587. ISSN 0959-6836. S2CID 128905931. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Haub (1995): "The average annual rate of growth was actually lower from 1 A.D. to 1650 than the rate suggested above for the 8000 B.C. to 1 A.D. period. One reason for this abnormally slow growth was the Black Plague. This dreaded scourge was not limited to 14th century Europe. The epidemic may have begun about 542 A.D. in Western Asia, spreading from there. It is believed that half the Byzantine Empire was destroyed in the 6th century, a total of 100 million deaths."
  7. Catherine Holmes and Naomi Standen, 'Introduction: Towards a Global Middle Ages', Past & Present, 238 (November 2018), 1-44 (p. 16).
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Stearns, Peter N. (2017). "Periodization in World History: Challenges and Opportunities". In R. Charles Weller (المحرر). 21st-Century Narratives of World History: Global and Multidisciplinary Perspectives. Palgrave. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-62077-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bentley, the Late Jerry H. (2012). Bentley, Jerry H (المحرر). The Oxford Handbook of World History. 1. doi:10.1093/oxfordhb/9780199235810.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199235810. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Michael Borgolte, 'A Crisis of the Middle Ages? Deconstructing and Constructing European Identities in a Globalized World', in The Making of Medieval History, ed. by Graham Loud and Martial Staub (York: York Medieval Press, 2017), کينډۍ:ISBN, pp. 70-84.
  11. Graham A. Loud and Martial Staub, 'Some Thoughts on the Making of the Middle Ages', in The Making of Medieval History, ed. by Graham Loud and Martial Staub (York: York Medieval Press, 2017), کينډۍ:ISBN, pp. 1-13.
  12. Patrick Geary, 'European Ethnicities and European as an Ethnicity: Does Europe Have too Much History?', in The Making of Medieval History, ed. by Graham Loud and Martial Staub (York: York Medieval Press, 2017), کينډۍ:ISBN, pp. 57-69.
  13. Jinty Nelson, 'Why Reinventing Medieval History is a Good Idea', in The Making of Medieval History, ed. by Graham Loud and Martial Staub (York: York Medieval Press, 2017), کينډۍ:ISBN, pp. 17-36.
  14. Michael Borgolte, 'A Crisis of the Middle Ages? Deconstructing and Constructing European Identities in a Globalized World', in The Making of Medieval History, ed. by Graham Loud and Martial Staub (York: York Medieval Press, 2017), کينډۍ:ISBN, pp. 70-84.
  15. Michael Borgolte, 'A Crisis of the Middle Ages? Deconstructing and Constructing European Identities in a Globalized World', in The Making of Medieval History, ed. by Graham Loud and Martial Staub (York: York Medieval Press, 2017), کينډۍ:ISBN, pp. 70-84 [81-83].
  16. Michael Borgolte, 'A Crisis of the Middle Ages? Deconstructing and Constructing European Identities in a Globalized World', in The Making of Medieval History, ed. by Graham Loud and Martial Staub (York: York Medieval Press, 2017), کينډۍ:ISBN, pp. 70-84 [80-81].
  17. James Belich, John Darwin, and Chris Wickham, 'Introduction: The Prospect of Global History', in The Prospect of Global History, ed. by James Belich, John Darwin, Margret Frenz, and Chris Wickham (Oxford: Oxford University Press, 2016), pp. 3–22 [3] کينډۍ:DOI.
  18. William S. Atwell, 'Volcanism and Short-Term Climatic Change in East Asian and World History, c. 1200-1699 Archived 2018-09-28 at the Wayback Machine.', Journal of World History, 12.1 (Spring 2001), 29-98.
  19. Richard W. Bulliet, Cotton, Climate, and Camels in Early Islamic Iran: A Moment in World History (New York: Columbia University Press, 2009), کينډۍ:ISBN.
  20. Ronnie Ellenblum, The Collapse of the Eastern Mediterranean: Climate Change and the Decline of the East, 950-1072 (Cambridge: Cambridge University Press, 2012).
  21. John L. Brooke, Climate Change and the Course of Global History: A Rough Journey (Cambridge: Cambridge University Press, 2014), کينډۍ:ISBN, کينډۍ:DOI.
  22. Victor Lieberman, ‘Charter State Collapse in Southeast Asia, c.1250–1400, as a Problem in Regional and World History’, American Historical Review, cxvi (2011), 937–63.
  23. Bruce M. S. Campbell, The Great Transition: Climate, Disease and Society in the Late-Medieval World (Cambridge, 2016).
  24. Birken 1992، صص. 451–461.