لرغونی مصر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Egypt.Giza.Sphinx.02.jpg
Ancient Egypt map-en.svg

د تمدن زانګو هر هغه موقعیت ته ویل کېږي چې هلته تمدن په خپلواک ډول را پورته شي. دا مهال باور دا دی چې د تمدن زانګو یوه نه وه، بلکې د تمدنونو ګڼې زانګوګانې په خپلواک ډول رامنځته شوې دي. داسې ګومان کېږي چې میسوپوټمیا [بین‌النهرین]، لرغونی مصر، لرغونی هند او لرغونی چین په پخوانۍ نړۍ کې لومړني تمدنونه وو. دا چې د نږدې ختیځ او سیند درې لومړنیو تمدنونو او د ختیځې اسیا (لرې ختیځ) چیني تمدن په خپلو کې پر یو بل څومره اغېز درلود، لا هم بحث ته اړتیا لري.[۱][۲][۳]

څېړونکي وايي چې په منځنۍ امریکا کې «المېک تمدن» چې په اوسنۍ مکسیکو کې و، همدا راز په «کارل سیوپ» کې رامنځته شوی تمدن چې په اوسنۍ «پرو» سیمه کې و، د قدامت له نظره د لرغونې نړۍ د تمدنونو سیالي کوي او په خپلواک ډول را پورته شوي دي.[۴]

څېړونکو د بېلابېلو معیارونو له مخې تمدن تعریف کړی؛ لکه لیکنې، ښارونه، طبقاتي ټولنه، کرنه، مالداري، عمومي ودانۍ، فلزکاري او معماري. «د تمدن زانګو» اصطلاح بېلابېلو سیمو او فرهنګو ته کارېدلې ده؛ په ځانګړي ډول په کالکولېټيک دوره کې لرغوني نږدې ختیځ ته وکارېده چې ښېرازه هلال [د منځني ختیځ د یوې تاریخي برخې نوم دی] هم په کې شامل و. لرغوني هند او لرغوني چین ته هم کارېدلې ده. دغه اصطلاح لرغونې اناتولي، شام او د ایران لوړو سطحو ته هم ویل کېږي او د فرهنګ مخکښانو ته د اشارې لپاره هم استفاده ترې کېږي؛ لکه لرغوني یونان ته، چې د لوېديځ تمدن د سرلاري په توګه پېژندل شوی دی.[۵][۶]

د مفکورې تاریخچه[سمول]

«د تمدن زانګو» اصطلاح، د ډېرو بحثونو موضوع ده. د زانګو مجازي معنا «هر هغه ځای یا سیمه چې هر شی په ابتدايي پړاو کې هلته روزل کېږي یا ساتل کېږي» د اکسفورډ انګلیسي ډېکشېنرۍ سپېنسر (۱۵۹۰) ته منسوبه کړې ده. د رولین (۱۷۳۴ز) لرغونی تاریخ بیانوي چې: «مصر په لومړیو کې د سپېڅلي ملت زانګو وه».[۷]

د تمدن پيل[سمول]

د ځايي کېدو د کلتور لومړنۍ نښې نښانې تر میلاد وړاندې په ۱۲۰۰۰ کال کې په ختيځه نړۍ کې موندای شو. هغه مهال چې ناتوفي کلتور مېشت او ځايي شو، تر میلاد وړاندې تر ۱۰۰۰۰ کال پورې پر یوه کرنیزه ټولنه بدل شو. د یوې ثابتې او پریمانه خوراکي سرچینو د ساتنې لپاره د اوبو اهمیت د ښکار، کب‌نیونې او غلو دانو د راټولولو لپاره د مناسبو شرایطو په دلیل، یو پراخ ابتدايي اقتصاد رامنځته کړ چې په پایله کې یې دایمي کلي جوړ شول.[۸][۹]

لومړني ښاري مېشت‌ځایونه چې زرګونه کسان په کې اوسېدل، د ډبرو د دورې په وروستیو وختونو کې رامنځته شول. لومړني ښارونه چې لسګونه زره کسان په  کې مېشت وو، تر میلاد وړاندې په ۳۱مه پېړۍ کې ممفس او اوروک ښارونه وو.[۱۰][۱۱][۱۲]

‌یوګونې او څوګونې زانګوګانې[سمول]

د تمدن د خپرېدو په اړه یوه دودیزه تیوري دا ده چې، تمدن له ښېرازه هلال څخه پیل او نورو ځایونو ته خپور شو، خو دا مهال څېړونکي په دې باور دي چې، تمدنونه په دواړو نیمو‌کُرو کې په خپلواک ډول په ګڼو ځایونو کې رامنځته شوي دي. دوی وايي چې په بېلابېلو ټاکلو وختونو کې ټولنیز-کلتوري بدلونونه رامنځته شوي دي. «ځايي» او «کوچیاني» ټولنو، خپلو پراخو تعاملاتو ته دوام ورکاوه، خو په بنسټیز ډول د بېلابېلو کلتوري ډلو تر منځ نه وېشل کېدل. د تمدن د زانګو مفهوم پر هغه ځای متمرکز دی، چې هلته خلکو د ښارونو پر ودانولو، د لیکنيو سیستمونو پر جوړولو، د خاورینو لوښو د جوړولو لپاره د تخنیکونو پر ازمېښت او د فلزاتو پر کارولو، د څارویو پر اهلي کولو او د طبقاتي سیستم په ګډون د پېچلو ټولنیزو جوړښتونو پر پراختیا پیل کړی دی.[۱۳][۱۴]

اوسنۍ څېړنې په ټولیز ډول شپږ داسې ځایونه راپېژني چې هلته تمدن په خپلواک ډول راپورته شوی دی:[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

  • ښېرازه هلال
    • د دجلې او فرات دره
    • د نیل دره
  • د سیند او ګنګ دښته
  • د چین د شمال دښته
  • د اند ساحل
  • د منځنۍ امریکا خلیجي ساحل

د تمدن زانګوګانې[سمول]

ښېرازه هلال[سمول]

بین‌النهرین[سمول]

تر میلاد مخکې په شاوخوا ۱۰۲۰۰ ز کال کې د ډبرو دورې تر  وروستیو وختونو پوره پرمختللي لومړني فرهنګونه، چې تر میلاد مخکې د ۷۶۰۰ - ۶۰۰۰ کلونو د مهال اړوند وو، په ښېرازه هلال کې راڅرګند شول او له هغه ځایه د ختیځ او لوېديځ لوري ته خپاره شول. د دغه مهال یو تر ټولو مهم مېشت‌ځای «جریکو» ښار دی چې په شام سیمه کې و او ګومان کېږي چې د نړۍ لومړنی ښار و. په بین‌النهرین کې د دجلې او فرات سیندونو نږدیوالي پراخه ښېرازه خاوره او د خړوبولو لپاره د اوبو سرچینه رامنځته کړه. هغه تمدنونه چې د دغو سیندونو په شاوخوا کې راپورته شول، لومړنۍ «غیر کوچیاني» کرنیزې ټولنې وې. له همدې امله ښېرازه هلال په ځانګړي ډول بین‌النهرین ډېری مهال د تمدن زانګو بلل کېږي. په دې خړوبه دښته کې لومړنۍ پېژندل شوې دوره د عبید دوره (تر میلاد مخکې شاوخوا ۶۵۰۰ تر ۳۸۰۰) بلل کېږي، که څه هم په ډېر احتمال تر دې مخکې نورې دورې هم شته(موجودې) دي. د عبید په دوره کې د ښاري کېدو پر لور حرکت پیل شو. په ځايي ټولنو په ځانګړي ډول په شمالي بین‌النهرین کې په پراخه کچه کرنه او مالداري کېده او په سوېل کې هم پراخه هایدرولیکي کرنه پيل شوه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

لرغونی مصر[سمول]

د ډبرې دورې د وروستیو وختونو پرمختللي کلتورونه، چې (تر میلاد مخکې ۱۰۲۰۰) او (تر میلاد د مخکې ۷۶۰۰ نه تر ۶۰۰۰) دورو اړوند وو، په ښېرازه هلال کې راڅرګند شول او له هغه ځایه د ختیځ او لوېديځ لور ته خپاره شول. له دې سره هم‌مهاله د تېغونو په مرسته د غلو دانو د میده کولو فرهنګ د ښکاریانو، کب‌نیوونکو او هغو خلکو د فرهنګ ځای ونیو چې، له ډبرینو وسایلو سره به د نیل رود پر غاړه راټولېدل. د ځمک‌پوهنې شواهد او د کمپیوټري اقلیم د ماډل جوړونې څېړنې هم ښيي چې د طبیعي اقلیم بدلونونو تر میلاد شاوخوا ۸۰۰۰ کاله وړاندې د افریقا په شمال کې د پراخو کرنیزو ځمکو پر وچولو پيل وکړ او بالاخره یې صحرا جوړه کړه. د وچکالۍ دوام د مصریانو لومړني نیکونه اړ کړل چې د نیل په شاوخوا کې په دایمي ډول استوګن شي او غیر کوچیاني ژوند غوره کړي. په مصر کې د ډبرې دورې د وروستیو وختونو پوره پرمختللی او تر ټولو پخوانی فرهنګ «فیوم» دی چې تر میلاد مخکې د ۵۵۰۰ کال په شاوخوا کې پیل شو.[۳۱][۳۲]

لرغونی هند[سمول]

د هند په نیمه وچه کې د ډبرې دورې د وروستیو وختونو یو تر ټولو پخوانی ځای «بیرانا» دی چې د اوسني هند په هریانه ایالت کې د ګهګر هاکرا لرغوني سیند په اوږدو کې پروت دی او لرغونوالی یې تر میلاد مخکې شاوخوا ۷۶۰۰ کال ته رسېږي. په نورو لرغونو ځایونو کې یو «لاهورادوا» دی چې د منځني ګنګ په سیمه کې دی او بل «جوسي» دی چې د ګنګ او یامونا سیندونو د یوځای کېدو سیمې ته نږدې پروت دی او د دواړو لرغونوالی تر میلاد مخکې نژدې ۷۰۰۰ کال ته رسېږي.[۳۳][۳۴][۳۵]

خافري اېنتونید

سرچینې[سمول]

  1. Charles Keith Maisels (1993). The Near East: Archaeology in the "Cradle of Civilization. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-04742-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Singh, Upinder (2008). A History of Ancient and Early medieval India : from the Stone Age to the 12th century. New Delhi: Pearson Education. د کتاب پاڼې 137. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788131711200. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cradles of Civilization-China: Ancient Culture, Modern Land, Robert E. Murowchick, gen. ed. Norman: University of Oklahoma Press, 1994
  4. Mann, Charles C. (2006) [2005]. 1491: New Revelations of the Americas Before Columbus. Vintage Books. د کتاب پاڼي 199–212. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-3205-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Haviland, William; et al. (2013). Cultural Anthropology: The Human Challenge. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 250. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1285675305. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Understanding Early Civilizations: A Comparative Study, Trigger, Bruce G., Cambridge University Press, 2007
  7. Lin (林), Shengyi (勝義); He (何), Xianrong (顯榮) (2001). 臺灣--人類文明原鄉 [Taiwan — The Cradle of Civilization]. (په چينايي ژبه کي). Taipei: Taiwan fei die xue yan jiu hui (台灣飛碟學硏究會). OCLC 52945170. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-957-30188-0-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ofer Bar-Yosef. "The Natufian Culture in the Levant, Threshold to the Origins of Agriculture" (PDF). Columbia.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. La protohistoire de l'Europe, Jan Lichardus et al., Presses Universitaires de France, Paris. کينډۍ:ISBN, 1987, chapter II.2.
  10. Carr, Edward H. (1961). What is History?, p. 108, کينډۍ:ISBN.
  11. Britannica 15th edition, 26:62–63.
  12. Sharer, Robert J.; Loa P. Traxler (2006). The Ancient Maya (الطبعة 6th (fully revised)). Stanford, CA: Stanford University Press. د کتاب پاڼې 71. OCLC 57577446. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8047-4817-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Rise of Civilization in the Middle East And Africa". History-world.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Mann, Charles C. (2006) [2005]. 1491: New Revelations of the Americas Before Columbus. Vintage Books. د کتاب پاڼي 199–212. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-3205-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Understanding Early Civilizations: A Comparative Study, Trigger, Bruce G., Cambridge University Press, 2007
  16. "Rise of Civilizations: Mesopotamia to Mesoamerica", Archaeology, Wright, Henry T., vol. 42, no. 1, pp. 46–48, 96–100, 1990
  17. "AP World History". College Board. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "World History Course Description" (PDF). College Board. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Civilization". The Columbia Encyclopedia. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Edwin, Eric (27 February 2015). "city". Britannica.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Africanafrican.com" (PDF). Africanafrican.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. The Ancient Hawaiian State: Origins of a Political Society, Hommon, Robert J., Oxford University Press, 2013
  23. Kennett, Douglas J.; Winterhalder, Bruce (2006). Behavioral Ecology and the Transition to Agriculture. University of California Press. pp. 121–. کينډۍ:ISBN. Retrieved 27 December 2010.
  24. Bellwood, Peter. First Farmers: The Origins of Agricultural Societies. 2004. Wiley-Blackwell
  25. Akhilesh Pillalamarri (18 April 2015). "Exploring the Indus Valley's Secrets". The diplomat. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Jericho – Facts & History". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Ubaid Civilization". Ancientneareast.tripod.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Adams, Robert MCC. and Wright, Henry T. 1989. 'Concluding Remarks' in Henrickson, Elizabeth and Thuesen, Ingolf (eds.) Upon This Foundation – The 'Ubaid Reconsidered. Copenhagen: Museum Tusculanum Press. pp. 451–456.
  29. Carter, Robert A. and Philip, Graham Beyond the Ubaid: Transformation and Integration in the Late Prehistoric Societies of the Middle East (Studies in Ancient Oriental Civilization, Number 63) The Oriental Institute of the University of Chicago (2010) کينډۍ:ISBN p.2, at http://oi.uchicago.edu/research/pubs/catalog/saoc/saoc63.html; "Radiometric data suggest that the whole Southern Mesopotamian Ubaid period, including Ubaid 0 and 5, is of immense duration, spanning nearly three millennia from about 6500 to 3800 B.C".
  30. Pollock, Susan (1999). Ancient Mesopotamia: The Eden that Never Was. New York: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-57334-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Bellwood, Peter. First Farmers: The Origins of Agricultural Societies. 2004. Wiley-Blackwell
  32. Barich et al. (1984) Ecological and Cultural Relevance of the Recent New Radiocabon dates from Libyan Sahara. In: L. Krzyzaniak and M. Kobusiewicz [eds.], Origin and Early Development of Food-Producing Cultures in Northeastern Africa, Poznan, Poznan Archaeological Museum, pp. 411–17.
  33. Fuller, Dorian (2006). "Agricultural Origins and Frontiers in South Asia: A Working Synthesis". Journal of World Prehistory 20: 42. doi:10.1007/s10963-006-9006-8. http://www.homepages.ucl.ac.uk/~tcrndfu/articles/JWP20.pdf. 
  34. Tewari, Rakesh et al. 2006. "Second Preliminary Report of the excavations at Lahuradewa, District Sant Kabir Nagar, UP 2002-2003-2004 & 2005–06" in Pragdhara No. 16 "Electronic Version p.28" Archived 28 November 2007 at the Wayback Machine.
  35. "Haryana's Bhirrana oldest Harappan site, Rakhigarhi Asia's largest: ASI". The Times of India. 15 April 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)