غلام محي الدين زرملوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
غلام محي الدين زرملوال

غلام محی الدين زرملوال (زوکړه ۱۲۹۸ ل ل کال، پکتيا ولايت، زرمل - مړينه د ۱۳۸۹ ل ل کال زمری، کاناډا) (په انگرېزي: Ghulam Muhaiudeen Zarmalwal) يو افغان پښتو ژبی ليکوال او د ويښ ځلميانو د غورځنگ پخوانی غړی ؤ[۱] .


مخينه

غلام محي الدين زرملوال

غلام محی الدين زرملوال په ۱۲۹۸ هـ. ل. کال کې د پکتيا ولايت د زرمل ولسوالۍ د محال د کلالگو په کلي کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې عبدالصمد او د نيکه نوم يې عطا محمد دی. [۲] ښاغلی زرملوال لومړی هندوستان ته مهاجر شو او بيا په ۱۹۹۱ م کال کې د کاناډا په لور مهاجرت ته اړوت او د اټاوا په ښار کې له خپلې کورنۍ سره يو ځاي مېشت شو. هغه څلور زامن، څلور لوڼې او پېنځه لمسيان لري. زرملوال د فکري استقلاليت غوره سمبول دی، د خپل پلرني ټاټوبي افغانستان خپلواکۍ ته د گواښ په وخت کي يې تر هر چا ډېرې چيغې وهلې دي. هغه د عمر له پلوه يو بوډا خو په خورا مېړانه او پوره انرژۍ سره يې د افغانستان د ملي گټو قلمي سنگر تود وساته.

زده کړې

غلام محی الدين زرموال لومړنۍ زده کړې تر نهم ټولگي پوري په افغانستان او تر دولسم ټولگي پورې يې د هند د بمببي په ښار کې وکړې. په ۱۳۰۵ ل کال د زرملي د کتخېلو په لومړني ښونځي کې شامل او بيا د سقاوي پېر د بلواگانو په سبب له زده کړې څخه يو څه موده بې برخې شو، خو تر يو څه مودې وروسته په ۱۳۱۰ ل. کال کې په کابل کې د قبايلو په ښوونځي کې شامل او د رشديې د فراغت نه وروسته د ناروغۍ له کبله له ښوونځي څخه وايستل شو. کله چې د هند بمبي ته په سفر ولاړ نو هلته يې د بکلوريا تر کچې زده کړې وکړې.

دندې

ښاغلی زرملوال د ۱۳۲۰ ل. کال د ليندۍ مياشتې په لومړۍ نېټه د اقتصاد وزارت د انطباعاتو په لوی مديريت کې د اقتصاد د مياشتنۍ مجلې د محرر په توگه او په ۱۳۲۲ ل کال د اقتصاد د مجلې د سرمحرر په توگه وټاکل شو. په ۱۳۲۳ ل کال کې په فوايد عامې وزارت کې د پلټنې د مدير په توگه او په ۱۳۲۴ ل کال کې د قلم مخصوص مدير په توگه په کار وگومارل شو. په ۱۳۲۵ کال د همدې وزارت د قلم مخصوص او ارتباط مدير او په ۱۳۲۷ ل کال کې د فوايد عامې وزارت د پلټنې د مدير دنده وروسپارل شوه.

زرملوال په ۱۳۳۰ ل کال کې د ماليې وزارت د مالياتو پر عايداتو لوی مدير او په ۱۳۳۲ لمريز کال کې د احصائيې او املاکو د لوی مدير په توگه مقرر شو؛ تر يو کال وروسته په ۱۳۳۳ کال د پکتيا ولايت د مستوفي دنده وروسپارل شوه. په ۱۳۳۴ ل کال له پکتيا نه تبديل او د شمالي ولاياتو د مستوفي په حيث وټاکل شو. په ۱۳۳۵ کال د وزيرانو شورا د محاسباتو د تفتيش د څانگې د رئيس په توگه وگومارل شو. په ۱۳۴۴ ل کال د کابل ولايت د املاکو د تصفيې د رئيس په توگه وگومارل شو. په همدې کال يې په غبرگولي مياشت کې له رياست نه استعفا وکړه او د پکتيا ولايت په زرمل ولسوالۍ کې د ولسي جرگې| د غړيتوب لپاره کانديد شو.

غلام محی الدين زرملوال د رسمي دندو په دوام کې د ۱۳۴۵ ل. کال د وږي په مياشت کې په ماليې وزارت کې د تقاعد رياست د رئيس او د ۱۳۴۶ ل. کال د زمري مياشتې په ۱۵ نېټه د ماليې وزارت د پلټنې د رئيس په توگه وگومارل شو. د ۱۳۴۶ ل. کال په وري مياشت کې يې له دې کار نه هم ډډه وکړه. زرملوال صاحب تر څه مودې وروسته په ۱۳۴۹ ل کال د صکوکو د مطبعې د رئيس په توگه دنده ترسره کړه.

سياسي هلې ځلې

غلام محی الدين زرملوال د ويښ ځلميانو د غورځنگ د بنسټ ايښودونکو له ډلې نه دی[۱][۳]. نوموړی د افغانستان د ولسي جرگې د غړيتوب لپاره څو ځله ځان کانديد کړی، خو د خپلو سياسي اندونو او د وخت د رژيم سره د بډوالي (مخالفت) له لامله يې د ولسي جرگې غړيتوب نه دی ترلاسه کړی.[۴].

زرملوال يو له هغو سياسي شخصيتونو څخه دی چي تر انفرادي مبارزې په يوه سياسي سازمان کي د وطن لپاره خدمت ته ارزښت ورکوي.[۵]

که څه هم په ۱۳۵۴ کال کې زرملوال ته د مرحوم سردار محمد داود خان له خوا د هغه په گوند کې د غړيتوب بلنه ورکړ شوه، خو زرملوال صاحب ځکه و نه منله چې د ويښ زلميانو د غورځنگ د تاسيس نه، چې د همدغه غورځنگ فعال غړی وو، د سردار داود خان له کړو سره مخالف وو. هغه چې کله په کاناډا کې مېشت وو، نو د کوم سياسي گوند غړېتوب يې نه درلود. سره له دې چې ډېر سپين ږيری وو، بيا هم د ټولو هغو پوهانو او روڼ اندو سره يې اوږه په اوږه د خپل هېواد افغانستان د ابادۍ او ښيرازۍ په خاطر شپه او ورځ هلې ځلې کولې، او غوښتل يې چې له ناخوالو څخه د وطن د خلاصون په خاطر په سوله ييزو سياسي فعاليتونو لاس پورې کړي، او د يوې معقولې او منطقي کړنلارې په چوکاټ کې د يو ملي گوند بنسټ کښېږدي.

ارواښاد زرملوال نه يوازي په کاناډا بلکې د ټولو حقپالو افغانانو په منځ کې د قدر وړ مشر او د يو غښتلي پوه په توگه دروند ځای لري. هغه د مهاجرت له ټولو ستونزمنو شرايطو او سپين ږيرتوب سره، په ټولو هغو کنفرانسو، غونډو او محفلو کې فعاله برخه اخيسته، چې د افغانستان په اړه به د نړۍ په بېلابېلو هيوادو کې جوړېدل. د زرملوال ليکنې او ژباړې په افغان رساله، آئينه افغانستان مجله، دعوت اونيزه، روزگان ملي مهالنۍ خپرونه او دننه په هېواد کې هم په زيات شمير ورځپاڼو او مجلو کې خپرې شوې دي. د دې ترڅنگ د نوموړي يو شمير ليکنې په انترنت ويب پاڼو کې هم وخت په وخت خپرېدلې.

ځانگړې وړتياوې

زرملوال په څلورو ژبو يعني پښتو، دري، اردو او انگليسي ښه لوست ،ليک او خبرې کولای شي، او د دې تر څنگ ئې په ۱۳۴۰ ز کال د روسي ژبې هغه کورس چې د ښوونې او روزنې وزارت لخوا جوړ شوی و دوه نيم کاله ولوست اوپه عالي درجه ئي د فراغت سند ترلاسه کړی.

په پښتو اودري ژبه د ښاغلي زرملوال ليکنې او ژباړي د هغه وخت په ډله ايزو رسنيو لکه اقتصاد، وټه، انگار، زيری، آريانا دايرۀ المعارف په جغرافيايي قاموس او د کابل په نورو مجلو کې خپرې شوي دي .

د زرملوال په اړه د ځينو اندونه

ښاغلی الحاج غلام محي الدين زرملوال د افغانستان د معاصر تاريخ د افغاني فرهنگيانو د کاروان يوه مخکښه څېره گڼل کېږي. د نوموړي په ليکنو کې هغه ارزښتونه چي افغانانو ته ملي هويت ور په برخه کوي په کافي اندازه غبرگون او انعکاس موندلی دی. د هغه ليکنې د ملي جذباتو، افغانيت، وطن پالنې، اصوليت او ديانت پر محورونو باندې څرخي او دغه ارزښتونه د هغه په ليکنو کې په منطقي تړاو کې ليدل کېږي. زه د ښاغلي زرملوال سره لومړی ځل په ۱۹۹۸ م کال يو نړيوال کنفرانس کې چي کاناډا کې جوړ شوی وو، معرفي شوم. دوهم ځل مو هغه وخت سره وليدل کله چي په ۲۰۰۷ م کال کې ښاغلی زرملوال صاحب زما په بلنه په هالنډ کې په هغه کنفرانس کې د گډون لپاره راغلی وو، چي د افغانستان د مسلو په اړه جوړ شوی و..

محمد عثمان روستار تره کی


ښاغلي الحاج غلام محي الدين زرملوال د افغانستان په منورو حلقو کي يو منلی ملي شخصيت او د ويښ زلميانو د تحريک له مخکښانو څخه وروستی ژوندی مبارز دئ..

محمد معصوم هوتک


زرملوال شخص خوش صحبت ،آرام و متواضع است، بسيار نرم و مؤثر صحبت ميکند و در مشاجرات سياسي هيچگاه عصباني نشده است. زرملوال صاحب يک افغان متقي، نمازخوان و مفسر قران است؛ به ادبيات پشتو و دري دسترس کافي دارد..

سيد خليل الله هاشميان د آينه افغانستان د خپرونې مسول مدير - د آيينې مجلې په ۱۱۷ گڼې ليکنې


ما فکر کاوه چي زرملوال صاحب د خپلو دوؤ کتابونو په ليکلو سره د زړه بړاس ايستلی وي خو ټول وينو چي د هغۀ مقالې او ليکنې په پرله پسې ډول د افغانانو په ويب پاڼو، اخبارونو او مجلو کي راؤځي..

ډاکټر نبي مصداق - ليکوال او وگړپوه


ښاغلی زرملوال صاحب د لسو کالو راپدې خوا د افغان رسالې سره قلمي همکاري لري او هميشه ئي په خپلو مشورو او معقولو وړانديزونو سره دا خپرونه نازولې ده.

احمد شاه هوتک د افغان رسالې مسول مدير


زرملوال صاحب يو ډير خوږ مجلسي او ټوکی سړۍ دی، هغه ته ډيرې تاريخي قصې تر اوسه ورپياد دي او په زيرو زور ئي کوي . د هغه په مجلس او خبرو څوک نه مړېږي سړۍ علاقه پيدا کوي چي يوازي د هغه خبرې واوري، دومره خوږې خبرې کوي او په خبرو کې هرومرو يوه نيمه ټوکه هم کوي چي د سړی له خندا هغه د چا خبره پښتورگی چوي..

حبيب الله غمخور د روزگان خپرونې مسول مدير


لاس ته راوړنې

  • په ۲۰۰۸ م کال کې د کاناډا د آنتريو د والي ښاغلي ډيويد اونلي لخوا د تورانتو د پارلمان په ودانۍ کې د بشر د حقوقو، د ادب او فرهنگ مډال او ستاينليک ورکړ شو.

چاپي آثار

ښاغلی زرملوال په ليکوالۍ کې هم لاس درلود او د يو يو شمېر چاپو شويو کتابونو نومونه يې دا دي:

  1. د ويښ زلميانو مبارزه او د استبداد عکس العمل.
  2. پر افغانستان در پنج قرن اخير کتاب باندي له نويو زياتونو سره د انتقادي مقالو مجموعه.
  3. افغانستان تر وروستي افغانه (په سياسي تاريخ کي لنډه څېړنه). د دې کتاب پر لومړی مخ ښاغلي زرملوال داسې کښلي: دا کتاب د هېواد هغو نوميالو زامنو او لوڼو ته وړاندې کوم چي د هغوی په سپېځلو وينو باندې خپل او پردي دواړو لوبې کړې دي او کوي يې.

ناچاپه آثار

  1. د ليکنو د ټولگې دوهم ټوک د چاپ لپاره تيارېږي.

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ويښ ځلميان - د محمد عالم بڅرکي اثر - ۱۴ مخ
  2. دا څېرې د هېرېدو نه دي - د حبيب الله غمخور د ژوند ليکونو لړۍ - د غلام محی الدين زرملوال ژوندليک.
  3. زرملوال په ۱۹۹۳ کال په خپله يوه ليکل سوې رساله کې چي د((افغانستان د مسلمانو مهاجرينو سازمان)) لخوا خپره شوې، پوهاند عبدالحی حبيبي، عبدالروف بينوا، محمد رسول پښتون، عبدالشکور رشاد، محمد ابراهيم خواخوږی، عبدالرزاق فراهي، گل پاچا الفت، غلام حسن خان ساپی، مولوي قيام الدين خادم، پوهاند صديق الله رښتين، غلام محی الدين زرملوال چي هغه وخت يې تخلص روښان وو، نور محمد تره کی او نيک محمد پکتيانی د ويښ ځلميانو بنسټ اېښودونکي بللي.
  4. دا څېرې د هېرېدو نه دي - د حبيب الله غمخور د ژوندليکونو لړۍ.
  5. انفرادي مبارزه بې حاصله او بې نتېجې ده . . . دموکراسي او په غربي يا شرقي قالب کې نور وارداتي مکاتب زموږ دردونه نشي دوا کولی. په پټو سترگو له شرقي او غربي آدابو او رسوم څخه پيروي بې له بدبختۍ، فحشأ او فساد څخه بله کومه گټه نلري..

    —افغان رسالې ۱۲۱ مه گڼه - د زرملوال يوه ليکنه

باندنۍ تړنې