د مسو دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ډبرې دوره
مخکې له انسانه دوره (پليوسين)

د ډبرو لرغونې دوره

د ډبرې زړه لرغونې دوره
د ډبرې وروستۍ لرغونې دوره
هومو
د لومړیو انسانانو له خوا د اور کنټرول
ډبرينې وسيلې
د ډبرې منځنۍ لرغونې دوره
د ډبرو منځنۍ دوره
نيانډرټال
لومړنی عصري انسان
د عصري انسانانو وروستی افریقایي اصل ونسب
د ډبرې مخکنۍ لرغونې دوره
د ډبرې وروستنۍ لرغونې دوره
په چلندیزو ځانګړتیاوو کې عصریتوب, نېزه غورځوونکی,
Origin of the domestic dog

Epipaleolithic
د ډبرو منځنۍ دوره

Microliths, Bow, کانو
فرهنگ ناتوفی
دوره خیامی
Tahunian
Heavy Neolithic
Shepherd Neolithic
Trihedral Neolithic
له کولالۍ دمخه د ډبرو نوې دوره

د ډبرو نوې دوره

انقلاب نوسنگی,
اېلَونه
د ډبرو نوې دوره
کولالي
د مسو دوره
د مسو دوره (په انګلیسي: Chalcolithic) د لرغون‌پېژندنې یوه دوره ده چې څېړونکي یې دا مهال د ډبرو د نوې دورې یوه برخه ګڼي. پخوانیو څېړونکو د ډبرو د نوې دورې او زېړو (برونزو) د دورو تر منځ د انتقالي دورې په توګه تعریف کړې ده. د ختیځې اروپا په مورد کې لرغون‌پوهانو د اینيولېټيک (Eneolithic) پر ځای کالکولېټيک (Chalcolithic) اصطلاح یا نور دې ته ورته بدیلونه غوره بللي دي.[۱][۲]

د مسو په دوره یا کالکولېټیک کې د فلزکارۍ په تکنالوژۍ کې تر ډېره مس کارېدل. له دې امله دا د هغې موضوع تر کشف وړاندې دوره وه چې مسو ته د قلعي په ور زیاتولو سره برونز جوړولی شو چې تر نورو کلک او قوي فلزي الیاژ دی.

د سربیا په «روډنیک» غره کې د «بلووډه» په نامه د لرغون‌پېژندنې سیمه په لوړه تودوخه کې د مسو د ویلې کولو داسې باوري لرغوني شواهد لري چې د شاوخوا ۵۰۰۰ مخزېږد (تر نن ۷۰۰۰ کاله مخکې) مهال اړوند دي. په اروپا کې د مسو له زمانې څخه د برونزو یا ژېړو زمانې ته لېږد د پنځمې مخزېږدې زریزې د وروستیو او د درېیمې مخزېږدې زریزې د وروستیو تر منځ و. په لرغوني نږدې ختیځ کې د مسو په دوره کې هغه دوره شاملېږي چې د پنځمې مخزېږدې زریزې له وروستیو څخه پیل شوه او د برونزو د زمانې له پیل څخه تر شاوخوا یوې زریزې مخکې مهال پورې یې دوام درلود.[۳][۴]

نږدې ختیځ[سمول]

د فلزاتو علم ښايي لومړی په ښېرازه هلال [د منځني ختیځ د یوې تاریخي برخې نوم دی] کې رامنځته شوی وي. د سرپو لومړنۍ استفاده دلته د ډبرو د نوې دورې په وروستیو کې د عراق په «يریم تپې» سیمه کې ثبت شوې ده.

په لرغوني نږدې ختیځ کې د سرپو تر ټولو پخوانۍ موندنې یو «بنګړی» دی چې د شپږمې مخزېږدې زریززې اړوند دی او د شمالي عراق په «یریم تپې» سیمه کې موندل شوی؛ او یوه مخروطي‌ډوله د سرپو ټوټه ده چې د حلف دورې اړونده ده او موصل ښار ته نږدې په «عربجیة» سیمه کې موندل شوې ده. دا چې دلته ځايي سرپ ډېر نادر دي، نو دغه ډول لاسي شیان دا احتمال ډېروي چې ښايي د سرپو ویلې کول د مسو تر ویلې کولو هم وړاندې پیل شوي وي.[۵][۶][۷]

د مسو ویلې کول هم کابو په همدغه زماني دوره کې (تر ۶۰۰۰ مخزېږد کال لږ وروسته) په دغه ځای کې ثبت شوي دي، که څه هم داسې ښکاري چې د مسو تر ویلې کولو وړاندې هم له سرپو څخه کار اخیستل کېده. د فلزاتو لومړنی علم هم دغه ځای ته نږدې په «تل مغزالیه» سیمه کې ثبت شوی چې ښايي لرغونوالی یې تر دې هم زیات وي.

په تیمنا دره کې د ۷۰۰۰ تر ۵۰۰۰ مخزېږدو کلونو تر منځ د مسو د استخراج یا کیندنې شواهد موجود دي. په منځني ختیځ کې د ډبرو له نوې دورې څخه د مسو دورې ته د لېږد مشخصه په ډبرینو وسایلو کې د خامو او باکیفیته موادو د کارېدو کمېدل دي. دغه لوی بدلون په ټوله سیمه کې لیدل کېږي چې له دې ډلې یوه د ایران «تهران دښته» ده. د دغې دښتې په اتو لرغونو ځایونو کې څېړنو نه یوازې دا چې په ډبرینو وسایلو کې د باکیفیته توکو د کارېدو کمښت وښود، بلکې په ډبرینو وسایلو کې یې د ښکلاوو بېلابېلوالی هم مشخص کړ. فاضلي او د هغه همکاران د څېړنو د دغو پایلو پر بنسټ وايي چې د مسي وسایلو د استفادې په ډېرېدو سره په لاسي صنایعو کې تخصص له منځه لاړ. د تهران دښتې موندنې د خامو توکو او ډبرینو صنایعو د متخصصانو پر سیستمونو د مسي تکنالوژۍ د راتلو اغېزې ښيي. داسې ښکاري چې هغه تخصصي شبکې چې د ډبرو په نوې دوره کې را پورته شوې وې، د مسو په منځنۍ دوره (شاوخوا له ۴۵۰۰ تر ۳۵۰۰ مخزېږد) کې له منځه لاړې او ځای یې هغو کورنیو ډبرینو وسایلو ونیو چې له ځايي توکو څخه تولیدېدل.[۸]

اروپا[سمول]

په سربیا کې د لرغون‌پېژندنې یوه ساحه د مسو د جوړېدو تر ټولو لرغوني او داسې باوري شواهد لري چې د شاوخوا ۷۵۰۰ مخزېږد کال اړوند دي. په ۲۰۱۰ کال کې دغې موندنې د مسو د ویلې کېدو مخینه شاوخوا ۸۰۰ کاله زیاته کړه او ویې ښوده چې هغه مهال ښايي د مسو ویلې کول د اسیا او اروپا په جلا جلا برخو کې اختراع شوي وي، نه دا چې له یوې ګډې سرچینې څخه دغه چاره پراخه شوې وي.[۹]

د سربیا په «پروکوپلیه» سیمه کې یو مسي تبر پیدا شو چې تر نن شاوخوا ۷۵۰۰ کاله مخکې (په ۵۵۰۰ مخزېږد کال کې) په اروپا کې د فلزاتو د استفادې ښکارندوی دی. د مسو د کارولو پوهه د فلزاتو تر پوهې ډېره پراخه وه. په اروپا کې د تبرونو د جګړې په فرهنګ یا دود کې هغه ډبرین تبرونه کارېدل چې بېلګه یې له مسي تبرونو څخه اخیستل شوې وه. اوتزي کنګلي سړی (Ötzi the Iceman) چې په ۱۹۹۱ کال کې د اوتزال په الپ غرونو کې پیدا شو او د پاتې‌شونو لرغونوالی یې شاوخوا ۳۳۰۰ مخزېږد کال ته رسېږي، تر څنګ یې یو «مانډسي مسي تبر» وموندل شو.[۱۰][۱۱]

په اروپا کې د مسو د دورې په فرهنګونو کې «ویلا نوا ډې سائو پډرو» او «لاس میلارز» شاملېږي چې په ایبري ټاپو وزمه کې دي. د «بېکر» د خلکو خاورین لوښي په دغو دواړو ځایونو کې موندل شوي دي چې لرغونوالی یې په دغه سیمه کې د مس‌کارۍ تر پیل څو پېړۍ وروسته مهال ته رسېږي. داسې ښکاري چې بېکر فرهنګ له هندو اروپايي ژبو سره یوځای په اروپا کې د مسو او برونزو تکنالوژي هم خپره کړې ده. په بریتانیا کې مس د ۲۵مې او ۲۲مې مخزېږدو پېړیو تر منځ کارېدل، خو ځینې لرغون‌پېژندونکي له دې امله په بریتانیا کې د مسو دوره په رسمیت نه پېژني چې وايي دلته یې تولید او استفاده په کمه کچه کې وه.[۱۲][۱۳][۱۴]

سوېلي اسیا[سمول]

د پارپولا په وینا، د مسو په دوره کې د ۴۳۰۰ او ۳۳۰۰ مخزېږد کلونو تر منځ د سند درې د تمدن، سوېلي ترکمنستان او شمالي ایران تر منځ د کلالۍ د صنعت شباهتونه د پام وړ خوځښت او سوداګرۍ ښکارندويي کوي. د مسو دوره یا «کالکولېټيک» اصطلاح د سوېلي اسیا د ډبرو د زمانې په مورد کې هم کارېدلې ده. په بیرانا کې چې د سند درې د تمدن یوه لومړنۍ ساحه ده، مسي بنګړي او د غشیو سرونه موندل شوي دي. په اوسني پاکستان کې د مهرګرې سیمې اوسېدونکو د ۷۰۰۰ او ۳۳۰۰ مخزېږدو کلونو تر منځ له ځايي مسي ډبرو څخه وسایل جوړول. د اوسني پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشهرو سیمه کې چې ۴۵۰۰ کاله لرغونی تاریخ لري، د کلالۍ په یوه کارخونه کې ۱۲ چاړې یا د چاړو ټوټې وموندل شوې. دغه چاړې له ۱۲ تر ۱۸ سانتي مترو (له ۵ تر ۷ اېنچو) او ۱.۲ تر ۲ سانتي مترو (۰.۵ تر ۰.۸ اېنچو) اوږدوالی لري او نسبتاً نازکې دي. د لرغون‌پېژندنې ازمېښتونه ښيي چې دغه چاړې د مسي وسایلو په مرسته جوړېدې او د خاورینو لوښو په جوړولو یا کلالۍ کې به د ناپخو لوښو د اصلاح کولو او شکل جوړولو لپاره کارېدې. د ډبر پېژندنې تحلیلونه د ځايي خاورینو لوښو د تولید ښکارندويي کوي، خو د ځینو داسې سپینو او تورو خاورینو لوښو شتون هم ښيي چې د سند درې اړوند نه دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تر کلمب مخکې امریکا[سمول]

په لومړیو کې په سوېلي امریکا کې «اند تمدنونو» د مسو ویلي کول په خپلواک ډول اختراع کړي وو.[۱۹]

د مسو د زمانې یا کالکولېټيک اصطلاح هغو امریکايي تمدنونو ته هم کارول کېږي چې د اروپایانو تر ورتلو زرګونه کاله مخکې یې مس او د مسو الیاژونه کارول. په متحدو ایالتونو کې اوسنيو میشیګان او ویسکانسین ایالتونو مس د وسایلو، وسلو او شخصي سینګارتوکو په ډول استخراج او جوړ کړل. د ویلې کولو هغه شواهد یا الیاژونه چې په شمالي امریکا کې موندل شوي دي، په اړه یې د نظرونو اختلاف دی. د لرغون‌پېژندونکو یو معمول فرض دا دی چې پر دغو شیانو په ساړه حالت کې کار شوی. د دغو ساحو یا ځایونو د ځینو اثارو تاریخي لرغونوالی ۴۰۰۰ تر ۱۰۰۰ مخزېږد کلونو ته رسېږي چې په دې توګه په نړۍ کې د مسو دورې د ډېرو لرغونو ځایونو په کتار کې درېږي.[۲۰][۲۱][۲۲]

سرچینې[سمول]

  1. The New Oxford Dictionary of English (1998) کينډۍ:ISBN, p. 301: "Chalcolithic /,kælkəl'lɪθɪk/ adjective Archaeology of, relating to, or denoting a period in the 4th and 3rd millennium BC, chiefly in the Near East and SE Europe, during which some weapons and tools were made of copper. This period was still largely Neolithic in character. Also called Eneolithic... Also called Copper AgeOrigin early 20th cent.: from Greek khalkos 'copper' + lithos 'stone' + -ic".
  2. Aeneolothic was once fairly often spelled Æneolithic, but the habit of using a ligature in ae and oe words of Greek and Latin derivation (fœtid, etc.) largely died out by the mid-20th century.
  3. "Serbian site may have hosted first copper makers". UCL.ac.uk. UCL Institute of Archaeology. 23 September 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bruce Bower (July 17, 2010). "Serbian site may have hosted first copper makers". ScienceNews. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Moorey 1994: 294
  6. Craddock 1995: 125
  7. Potts, Daniel T., المحرر (2012-08-15). "Northern Mesopotamia". A Companion to the Archaeology of the Ancient Near East. 1. John Wiley & Sons, 2012. د کتاب پاڼې 302. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-6077-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Fazeli, H.; Donahue, R.E.; Coningham, R.A.E. (2002). "Stone Tool Production, Distribution and Use during the Late Neolithic and Chalcolithic on the Tehran Plain, Iran". Iran: Journal of the British Institute of Persian Studies. 40: 1–14. doi:10.2307/4300616. JSTOR 4300616. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bruce Bower (July 17, 2010). "Serbian site may have hosted first copper makers". ScienceNews. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Ancient axe find suggests Copper Age began earlier than believed". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. J. Evans, 1897
  12. C.M.Hogan, 2007
  13. D.W.Anthony, The Horse, the Wheel and Language: How Bronze-Age riders from the Eurasian steppes shaped the modern world (2007).
  14. Miles, The Tale of the Axe, pp. 363, 423, n. 15
  15. A.Parpola, 2005
  16. Vasant Shinde and Shweta Sinha Deshpande, "Crafts and Technologies of the Chalcolithic People of South Asia: An Overview" Indian Journal of History of Science, 50.1 (2015) 42–54
  17. Méry, S; Anderson, P; Inizan, M.L.; Lechavallier, M; Pelegrin, J (2007). "A pottery workshop with flint tools on blades knapper with copper at Nausharo (Indus civilisation ca. 2500 BC)". Journal of Archaeological Science. 34 (7): 1098–1116. doi:10.1016/j.jas.2006.10.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Possehl, Gregory L. (1996)
  19. American Chemical Society (24 April 2007). "An Ancient Inca Tax And Metallurgy In Peru". Science Daily. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. R. A. Birmingham and L. E. Eisenberg. Indian Mounds of Wisconsin. (Madison, Univ Wisconsin Press. 2000.) pp.75–77.
  21. T.C.Pleger, 2000
  22. Neiburger, E. J. 1987. Did Midwest Pre-Columbia Indians Cast Metal? A New Look. Central States Archaeological Journal 34(2), 60–74.