د لومړیو انسانانو له خوا د اور کنټرول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انسانانو په تکنالوژیکي تکامل کې د لومړیو انسانانو له خوا د اور کنټرول یو مهم ټکی و. اور د تودوخې او رڼا او له ښکاري حیواناتو څخه  (په ځانګړي توګه د شپې) د ساتنې سرچینه چمتو کړه. همدارنګه یې د ډېرو پرمختللو ښکاري وسایلو د جوړولو یوه لار او د خوراکي توکو د پخولو لپاره یوه طریقه ده. دغو کلتوري پرمختګونو د انسان جغرافیایي خپرېدلو، کلتوري نوښتونو او په خوراکي توکو او چلند کې بدلونونو ته اجازه ورکړه. پردې سربېره، د اور رامنځته کولو انسانانو ته اجازه ورکړه چې، ان په تیاره او د ماښام په سړو ساعتونو کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د هومو له غړیو څخه د یوه له خوا د اورد کنټرول غوڅواو څرګندو لومړنیو شواهدو په اړه ادعاوې له ۱.۷ څخه تر ۲.۰ میلیونه کلونو دمخه تاریخ ته ورګرځي.[۱] د هومو ایریکټوس له خوا د کنټرول شوي اور کارولو په توګه د " لرګیو د ایرو مایکروسکوپي نښو" شواهد، چې نږدې ۱ میلیون کلونه دمخه پیل شول، له پراخ علمي ملاتړ څخه برخمن دي.[۲][۳] نږدې ۳۰۰،۰۰۰ کلونه دمخه، په اور کې سوځول شوي د فلانټ نرۍ ډبرې په موراکو کې د لومړیو، خو په نا بشپړ ډول عصري هومو ساپینز فوسیلونو سره نږدې وموندل شول. نږدې ۱۶۴،۰۰۰ کلونه وړاندې، د پیناکل پواینټ په سویلي افریقایي برخه کې اور په منظم او سیستماتیک ډول د لومړنیو عصري انسانانو له خوا کارول کېده،[۴] ترڅو د وسایلو اوسامان الاتو د جوړولو په موخه د سیلکریټ ډبرې د ټوټه کېدلو وړتیا د لوړولو په برخه کې دغې ډبرې ته تودوخه ورکړي.[۵] له اناتومي پلوه د عصري انسانانو له خوا، د اور د کنټرول پراخو شواهدو تاریخ، نږدې ۱۲۵،۰۰۰ کلونه وړاندې زمانې ته ور ګرځي.[۶]

د اور کنټرول[سمول]

د اور کارول او کنټرول یوه تدریجي پروسه وه، چې له یوه څخه ډېر پړاوونه وهي. یو پړاو یې له ګڼ ځنګل څخه، چېرته چې ځنګلي اورونه عام وو، تر سوانا (ګډ واښه/د لرګیو ځمکې) پورې چېرته چې ځنګلي اورونو لوړ شدت درلود، د استوګنې په ځای کې بدلون و. دا ډول بدلون ښایي نږدې ۳ میلیونه کلونه وړاندې پېښ شوی وي، کله چې سوانا د سور او وچ اقلیم له امله په ختیځه افریقا کې خپاره شول.[۷][۸]

لکه څرنګه چې په بېلابېلو وحشي ځناورو کې ولیدل شول، په بل پړاو کې له سوځېدلو مناظرو سره تعامل او د ځنګلي اورونو په پایله کې د خوراکي توکو لټول شامل دي.[۷][۸] په افریقایي سوانا کې، هغه ژوي چې په دې وروستیو کې په سوځېدلو سیمو کې په ترجیحي توګه د خوراکي توکو په لټه کې دي، په هغوی کې د سوانا شامپینزي (د پان ټراګلوډیټس ویروس یو ډول)،[۷][۹] وروټ بیزوګانې (سرکوپیتیکس ایتیوپس)[۱۰] او یو ډول مرغان، چې ځینې یې د وښو د اور په پایله کې حشرات او نور کوچني د ملا تیر درلودونکي موجودات ښکار کوي، شامل دي.[۱۱][۹]

بل پړاو به یې د لوړې تودوخې درلودونکي داسې ځایونو د پاتې شونو څخه ګټه پورته کول وي، چې د ځنګلي اورونو په پایله کې رامنځته شوي دي. د بېلګې په توګه: هغه خواړه چې د ځنګلي اورونو په پایله کې موندل کېږي، یا به سوځېدلي او یا به هم په سمه توګه پاخه شوي نه وي. دا ښایي په یوه ګرمه نقطه باندې د نیم پاخه شوو خوړو د اېښودلو یا د سوځېدلو د خطر په حال کې له اور څخه د خوړو را اېستلو لپاره انګیزه وي. دا کار له اور او د هغه له چلند سره بلدتیا ته اړتیا لري.[۸][۱۲]

له سوځېدلو سیمو څخه نا سوځېدلو سیمو ته د دې لېږدول او په اور کې د هغوی روښانه کول به، د اور د کنټرول په برخه کې لومړنی ګام وي چې د کار خوړو په ترلاسه کولو کې ګټور برېښي. د یوې اوږدې مودې، ان د یوه موسم (لکه وچ موسم) لپاره د اور ساتل، ښایي د کېږدۍ وهلو بنسټیزو ځایونو د پراختیا لامل شي. د ډبرو د دایرې په څېر د نغري یا د اور لګولو ځایونو جوړول به، ښایي وروستنی پرمختګ وي.[۱۳] د اور رامنځته کولو وړتیا، په عمومي توګه په نرمو لرګیو د کلکو لرګیو په موښلو سره (لکه لیندۍ ډوله برمه) ښایي وروستنی پرمختګ وو.[۷]

له دې پړاوونو څخه هر یو په بېلابېلو شدتونو کې واقع کېدلای شي، چې له کله ناکله یا "موکه غوښتونکي" څخه تر "عادي" او له هغه څخه "مجبور" پورې (له دې پرته، د ژوند کولو توان نه لري) دوام لري.[۱۳][۸]

د لومړۍ ډبرې دورې شواهد[سمول]

د لومړۍ ډبرې دورې پرمهال د اور کنټرول شوي کارولو په اړه ډېری شواهد ناڅرګند دي او د علماوو له خوا یې ملاتړ محدود دی.[۱۴] ځینې شواهد بې پایلې دي، ځکه چې د موندنو لپاره د طبیعي بهیرونو په څېر نور منطقي توضیحات شته دي.[۱۵] وروستۍ موندنې ښیي چې، د کنټرول شوي اور د کارولو تر ټولو لومړنۍ پېژندل شوې بېلګه ،د سویلي افریقا په ونډرویرک غار کې نږدې ۱.۰ میلیونه کلونه وړاندې لیدل شوې وه. [۱۶][۱۴]

افریقا[سمول]

د سویلي افریقا په شمالي کیپ ولایت کې د ونډرویرک غار څخه ترلاسه شوې موندنې د اور کنټرول شوي کارولو لومړني شواهد برابروي. سالم رسوبات، د مایکرومورفولوژیکي ارزونې او د فوریر ټرانسفارم انفراریډ مایکروسپیکټروسکوپي (mFTIR) په کارولو سره تحلیل شوي او د سوځېدلو هډوکو او ایره شويو بوټو د پاتې شونو په بڼه یې شواهد ترلاسه کړي، چې دغه سوځېدنه، په نوموړې ساحه کې ۱.۰ میلیونه کلونه وړاندې ترسره شوې ده.[۱۴]

د بارینګو جهيل، کوبي فارا او په کینیا کې اولورجیسیلي ته نږدې د چیسوانجا په څېر د ختیځې افریقا سیمې، ځینې احتمالي شواهد ښیي چې، د لومړنیو انسانانو له خوا اور کنټرول شوی و.[۱۵]

په شیسووانجا کې لرغونپوهانو، د خټې داسې سرې ټوټې وموندلې، چې لرغون والی یې ۱.۴ میلیونه کلونو ته رسېږي. د ډبرو دغو ټوټو ته ښایي، تر ۴۰۰ درجې سانتي ګراد (۷۵۰ درجې فارنهایټ) پورې تودوخه ورکړل شوې وه، څو سخت شي. که څه هم، د ختیځې افریقا د بوټو په اور کې سوځېدلي د ونو ډډونه، سوځېدلې ټوټې تولیدوي، چې کله د ائتکال په پایله کې مات شي، د هغو په څېر دي، چې په شیسووانجا کې بیان شوي دي. په شیسووانجا کې د اور کنټرول شوي کارول ثابت شوی نه دی.[۱۵]

په کوبي فورا کې داسې ځایونه شته چې، ۱.۵ میلیونه کلونه دمخه د هومو ایریکټوس له خوا د هغو سرو رسوباتو په موندنو سره د اور د کنټرول شواهد ښیي چې ښایي له ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ درجې سانتي ګراد (له ۴۰۰ تر ۷۵۰ درې فارنهایټ) پورې د تودوخې په پایله کې رامنځته شي.[۱۵]

د سویلي افریقا په سوارتکرانس سیمه کې موندل شوي، د انسانانو له خوا د اور کنټرول په احتمالي شواهدو کې ډېری سوځېدلي هډوکي شامل دي،[۱۷] چې په دې کې هغه څه هم شامل دي، چې له اچولین او د هډوکي د وسایلو ترڅنګ د هومینین له خوا رامنځته شوي د پرې کېدلو نښې هم په کې دي. نوموړی ځای په هومو ایریکټوس کې د غوښې خوړوونکو چلند ځیني لومړني شواهد هم ښیي.[۱۵]

" د نغري په څېر ټیټ ځای" چې د هډوکو سوځولو لپاره به کارول کېده، د کینیا په اولورجسیلي کې په یوه ځای(سایټ) کې وموندل شول. که څه هم، په دې کې هېڅ سکاره نه وو او د اور هېڅ نښې په کې نه دي لیدل شوې. ځیني مایکرو سکوپي سکاره وموندل شول، خو دا د وښو طبیعي اور په پایله کې رامنځته شوي دي. [۱۵]

د ایتوپیا په ګدب کې، د اور غورځوونې په پایله کې د رامنځته شوو ډبرو ټوټې، چې سوځول شوې ښکاري، په 8E سیمه کې موندل شوې، خو د ډبرو بیا اور اخېستنه، ښایي د سیمه ییزاور غورځوونکي فعالیت له امله پېښ شوي وي. [۱۵]

د منځني آواش سیند په دره کې د سرې خټې داسې مخروط ډوله ټیټ ځایونه وموندل شول، چې د ۲۰۰ درجې سانتي ګیراد (۴۰۰ درجې فارنهایټ) تودوخه کې ښایي رامنځته شوي وي. دا ځانګړتیاوې، چې فکر کېږي، د ونې د ډډونو په سوځېدلو سره رامنځته شوي، داسې انګېرل کېږي چې، د لومړنیو انسانانو له خوا چې د وڼې ډډونه یې روښانه کول، تولید شوي دي، څو وتوانېږي د خپل استوګنې ځای څخه اور لرې کړي. که څه هم دا نظریه، په پراخه کچه نه ده منل شوې. سوځېدلې ډبرې هم په اواش دره کې موندل شوې دي، خو د اور غورځوونې په پایله کې رامنځته شوې ډبرې هم، په دغه سیمه کې موندل شوې چې سوځېدلې ډبرې تشرېح کولای شي. [۱۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. James, Steven R. (فبروري 1989). "Hominid Use of Fire in the Lower and Middle Pleistocene: A Review of the Evidence" (PDF). Current Anthropology. 30 (1): 1–26. doi:10.1086/203705. S2CID 146473957. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 12 دسمبر 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 4 اپریل 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  2. Luke, Kim. "Evidence That Human Ancestors Used Fire One Million Years Ago". د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۳. An international team led by the University of Toronto and Hebrew University has identified the earliest known evidence of the use of fire by human ancestors. Microscopic traces of wood ash, alongside animal bones and stone tools, were found in a layer dated to one million years ago الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Miller, Kenneth (May 2013). "Archaeologists Find Earliest Evidence of Humans Cooking With Fire". Discover. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 7 June 2017 باندې). Oldest Fossils of Homo Sapiens Found in Morocco, Altering History of Our Species. The New York Times.
  5. Brown, Kyle S.; Marean, Curtis W.; Herries, Andy I.R.; Jacobs, Zenobia; Tribolo, Chantal; Braun, David; Roberts, David L.; Meyer, Michael C.; Bernatchez, J. (14 August 2009), "Fire as an Engineering Tool of Early Modern Humans", Science, 325 (5942): 859–862, Bibcode:2009Sci...325..859B, doi:10.1126/science.1175028, PMID 19679810, S2CID 43916405 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "First Control of Fire by Human Beings – How Early?". د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ Pruetz, Jill D.; Herzog, Nicole M. (2017). "Savanna Chimpanzees at Fongoli, Senegal, Navigate a Fire Landscape". Current Anthropology. 58: S000. doi:10.1086/692112. ISSN 0011-3204. S2CID 148782684. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ Parker, Christopher H.; Keefe, Earl R.; Herzog, Nicole M.; O'connell, James F.; Hawkes, Kristen (2016). "The pyrophilic primate hypothesis". Evolutionary Anthropology: Issues, News, and Reviews. 25 (2): 54–63. doi:10.1002/evan.21475. ISSN 1060-1538. PMID 27061034. S2CID 22744464. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gowlett, J. A. J. (2016). "The discovery of fire by humans: a long and convoluted process". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 371 (1696): 20150164. doi:10.1098/rstb.2015.0164. ISSN 0962-8436. PMC 4874402. PMID 27216521. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Herzog, Nicole M.; Parker, Christopher H.; Keefe, Earl R.; Coxworth, James; Barrett, Alan; Hawkes, Kristen (2014). "Fire and home range expansion: A behavioral response to burning among savanna dwelling vervet monkeys (Chlorocebusaethiops)". American Journal of Physical Anthropology. 154 (4): 554–60. doi:10.1002/ajpa.22550. ISSN 0002-9483. PMID 24889076. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Burton, Frances D. (29 September 2011). "2". Fire: The Spark That Ignited Human Evolution. UNM Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8263-4648-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gowlett, J. A. J.; Brink, J. S.; Caris, Adam; Hoare, Sally; Rucina, S. M. (2017). "Evidence of Burning from Bushfires in Southern and East Africa and Its Relevance to Hominin Evolution". Current Anthropology. 58 (S16): S206–S216. doi:10.1086/692249. ISSN 0011-3204. S2CID 164509111. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Chazan, Michael (2017). "Toward a Long Prehistory of Fire". Current Anthropology. 58: S000. doi:10.1086/691988. ISSN 0011-3204. S2CID 149271414. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ Berna, Francesco; Goldberg, Paul; Horwitz, Liora Kolska; Brink, James; Holt, Sharon; Bamford, Marion; Chazan, Michael (15 May 2012). "Microstratigraphic evidence of in situ fire in the Acheulean strata of Wonderwerk Cave, Northern Cape province, South Africa". Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 109 (20): E1215–20. doi:10.1073/pnas.1117620109. ISSN 0027-8424. PMC 3356665. PMID 22474385. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ ۱۵٫۳ ۱۵٫۴ ۱۵٫۵ ۱۵٫۶ ۱۵٫۷ James, Steven R. (فبروري 1989). "Hominid Use of Fire in the Lower and Middle Pleistocene: A Review of the Evidence" (PDF). Current Anthropology. 30 (1): 1–26. doi:10.1086/203705. S2CID 146473957. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 12 دسمبر 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 4 اپریل 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  16. Gowlett, J. A. J. (23 May 2016). "The discovery of fire by humans: a long and convoluted process". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 371 (1696): 20150164. doi:10.1098/rstb.2015.0164. PMC 4874402. PMID 27216521. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Renfrew and Bahn (2004). Archaeology: Theories, Methods and Practice (Fourth Edition). Thames and Hudson, p. 341