د انسانانو ډلبندي یا ټکسانومي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انسانانو ډلبندي په ژولوژیکي ډلبندۍ کې د انساني بڼو ډلبندي ده (سیسټماټیک نوم یې لاتیني کلیمه: هومو سیپینز «عاقل انسان»). د هومو سیسټماټیک جنس د دې لپاره جوړ شوی، چې هم له اناتوميکي پلوه د اوسنيو انسانانو او هم د لرغونو انسانانو له منځه تللي ډولونه په کې شامل شي. اوسني انسانان د هومو ساپینس د فرعي ډولونو په توګه ټاکل شوي دي، چې د ځینو په وینا له مستقیمو نیکونو، یعنې له هومو ساپینس ایدالتو (Homo sapiens idaltu) نه توپیر لري (ځینې نورې څېړنې ښیي، چې د هغو پر ځای idaltu او اوسني انسانان د فرعي نسلونو په توګه ډلبندي کېږي).[۱][۲][۳]

په ۱۸مه پېړۍ کې د سیسټماټیکو نومونو له معرفي کېدو راهیسې، د انسان د تکامل اړوند پوهه په پراخه کچه لوړه شوې او په ۲۰مه پېړۍ او د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې یو شمېر منځګړي ډولونه وړاندې شول. په دې برخه کې تر ټولو ډېره منل شوې او ډلبندې شوې ډله د هومو نسل اړوند کېږي، چې له دوو تر دریوو میلیونو کلونو دمخه رامنځته شوی او لږ تر لږه په دوو ډولونو وېشل کېږي، لرغونی هومو ایریکتوس او اوسنی هومو سایپینس پرته له نړیوالې پیژندګلوۍ د بېلابېلو ډولونو لپاره شاوخوا دولس نور وړاندیزونه لري.

د هومو نسل د هومیني په قبیله کې د پان (شمپانزي) تر څنګ ځای پر ځای شوی دی. داسې اټکلېږي چې دا دوه نسلونه په یوه اوږده موده کې له هایبریدیزیشن نه په اوږده موده کې توپیر لري، چې کابو ۱۰ تر ۶ میلیون کاله مخکې موده په کې شاملېږي او له احتمالي ترکیب سره لږ تر لږه ۴ میلیون کاله مخکې له یو بله جلا شوي دي. استرالیوپیتیسینا په ۱۹۳۹ز کال کې له ناڅرګند اعتبار سره یوه فرعي ډله، چې د «مخکني انسان» یا «پاراـانسان» لرغونې ډلبندي د هومو پېن Homo-Pan له وېش نه کوچنی دی.

د وود او ریچموند (۲۰۰۰ز) پرمټ وړاندیز، هومینینا له استرالیوپیتیسینا سره د فرعي قبیلې په توګه معرفي کوي، چې هومو په هومینینا کې یوازینی پېژندل شوی جنس دی. له بل پلوه د سلا-کوند او ایالا (۲۰۰۳ز) په تعقیب له «انسان نه مخکې» یا «پرتو-انسان» جنس، د Australopithecus، Ardipithecus، Praeanthropus، او احتمالا Sahelanthropus جنس ټول ښایي په مناسبو شرایطو کې د هومو له جنس سره راوړل شي. آن راډیکالي لیدلوری هم د جلا جنس په توګه د پان او هومو وېش ردوي، چې د لومړیتوب د اصل پر بنسټ به د هومو پانسیسس په توګه د شامپانزیانو د بیا ډلبندۍ په معنا وي.[۴]

د فینوټایپونو پر بنسټ د انسانانو ډلبندي کول یوه ټولنیزه جنجالي موضوع ده. بیولوژیستانو په لومړیو کې بېلابېل توکمونه د فرعي ډولونو په توګه ډلبندي کول، خو اوسني انسان پېژندونکي د انسانیت درک کولو لپاره د توکم مفهوم د یوې ګټورې وسیلې په توګه ردوي او د دې پرځای انسانیت یو پېچلی او یو له بل سره تړلی جنیتیکي تسلسل بولي. د هومینین ډلبندي خپل تکامل ته دوام ورکوي.[۵][۶]

تاریخ[سمول]

د انسان ډلبندي له یوې خوا د انسانانو په ډلبندۍ کې د انسان راوړلو (لویو شامپانزیانو) او له بل لوري په بېلابېلو ډولونو او د اړتیا پر مهال پر کوچنیو ټولګو باندې د لرغونو او اوسنیو انسانانو وېشل په کې شامل دي. د کارل لینه پرمټ اوسنۍ ژولوژیکي ډلبندي له ۱۷۳۰ نه تر ۱۷۵۰ لسیزو په لړ کې رامنځته شوې. هغه په ۱۷۵۸ز کال کې د هومو ساپینس په توګه د انسان له یو ډول نه د هومو جنس له ډلې د یوازینۍ بڼې په توګه یادونه وکړه، چې له لویو توکمونو سره په سمون کې پر څو کوچنیو ډلو باندې ووېشل شو. لاتیني نوم یې homō (genitive hominis) دی، چې د «انسان» معنا لري. د هومندایي Hominidae سیسټماټیک نوم د جان ادوارد ګري (۱۸۲۵ز) پر مټ د لویو شامپانزیانو د کورنۍ لپاره وپېژندل شو. همدارنګه ګري Hominini د قبیلې د نوم په توګه وړاندې کړ، چې دواړه د شامپانزه «د پن جنس» او انسان «د هومو جنس» په کې شامل و. [۷]

د لرغوني منقرض شوي انسان د لومړنۍ بڼې کشف له فوسیلي ریکارډ نه د ۱۹مې پېړۍ په منځنۍ دورې پورې اړوندېږي. هومو نیاندرتالنسیس، چې په ۱۸۶۴ز کال کې ډلبندي شوی و، له هغه وخت راهیسې یو شمېر نور لرغوني ډولونه نومول شوي دي، خو د شمېر د کره والي په هکله یې نړیواله اجماع نشته. د H. neanderthalensis له کشف وروسته، چې آن که «لرغونی» هم په ښکاره د انسان په توګه د تشخیص وړ وي، د ۱۹مې پېړۍ له وروستیو نه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې د یو څه مودې لپاره د هومو او پان تر منځ د «ورکې شوې حلقې» په موندلو بوخت و. په ۱۹۱۲ز کال کې د پیلتداون انسان «Piltdown Man»  مسخره یا دوکه د داسې انتقالي ډولونو جعلي پریزنټشن و. د شلمې پېړۍ له نیمایي راهیسې د هومیني د پرمختګ په هکله پوهه ډېره کره شوې او د ډلبندۍ اصطلاحات څو ځلې د هغو د منعکس کولو لپاره بدل شوي دي.

د هومینني په قبیله کې د هومو او پان تر څنګ د درېیم نسل په توګه د Australopithecus معرفي کول، د ریموند دارت (۱۹۲۵ز) له امله ده. Australopithecina د یوې فرعي قبیلې په توګه او دغه راز د بروم په وینا Paranthropus (۱۹۳۸ز) لري، چې د ګریګوری او هېلمن (۱۹۳۹ز) پرمټ وړاندیز شوي دي. د استرالیوپیتیکینا فرعي قبیلې ته په دې وروستیو کې وړاندیز شوي اضافي موارد Ardipithecus (1995)  او Kenyanthropus (2001) شامل دي، په هومیني کې د Australopithecina په پرتله د Sahelanthropus (2002) ځای روښانه نه دی. Cela-Conde او Ayala (2003) د Australopithecus، Ardipithecus، Praeanthropus، په رسمیت پېژندل او Sahelanthropus او incertae sedis د جلا او ځانګړي جنس په توګه وړاندیز کوي. [۸][۹]

په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د تانزانیا په اولدووای دره کې د ډبرینو وسایلو له کشف وروسته، د هومو جنس کابو دوه میلیونه کاله مخکې رامنځته شو. هومو هابلیس (Leakey et al., 1964) د تعریف له مخې لومړنی ډول «انسان» دی، چې (د هومو جنس غړی) دی او بېلګه یې (OH 7) فوسیلونه دي. په دې توګه د دې ډول نورو فوسیلونو کشف له Australopithecus نه د H. habilis د ټاکلو په هکله دا ډول بحث پای ته رسولی دی. په تېره بیا د الاشې د هډوکي اړوند فوسیل LD 350-1 چې په ۲۰۱۳ز کال کې کشف شو، چې د ۲.۸ مایا تاریخ لري، د دواړو تر منځ د یو لېږد او انتقال په توګه استدلال شوی دی. همدارنګه په دې اړه هم اختلاف شته چې ایا H. habilis لومړنی هومینین انسان و، چې ډبرینې وسیلې یې وکارولې او که نه؛ لکه څنګه چې Australopithecus garhi ډول یې د شلمې پېړۍ اړوند ۲.۵ مایا له ډبرینو وسیلو سره موندل شوی دی. د KNM-ER 1470 فوسیل په ۱۹۷۲ز کال کې کشف شوی، چې د الیکسییف پرمټ په ۱۹۷۸ز کال کې کشف شو او د Pithecanthropus rudolfensis په نامه نومول شوی دی، چې اوسمهال د انسان درېیم ډول یا د هومو د درېیم ابتدايي ډول په توګه لیدل کېږي. (H. habilis او H. erectus) شاوخوا دوه میلیونه کاله مخکې لیدل شوی او د Australopithecus او Homo د بدیل په توګه ارزول شوی دی. [۱۰][۱۱][۱۲]

ووډ او ریچموند (۲۰۰۰ ز) وړاندیز وکړ، ترڅو د ګري هومینیني قبیله «هومینینز» د تعریف له مخې د شمپانزي – انسانانو له وروستیو ګډو نیکونو نه وروسته د ټولو ډولونو د شاملو بڼو په توګه وپېژندل شي، د Australopithecines او له انسان نه مخکې یا پارا انسان د نورو احتمالي ډولونو (لکه Ardipithecus اوSahelanthropus) د شاملولو لپاره وټاکل شي، په داسې حال کې، چې د ګري هومینیني پرمهال نه وو پېژندل شوي. په دې وړاندیز کې د هومینینا نوې فرعي قبیله باید په ځانګړې توګه د هومو په جنس کې شامله وي، داسې چې هومینیني دوه فرعي قبیلې یعنې Australopithecina او Hominina ولري، چې Hominina Homo یوازینی پېژندل شوی جنس دی. اورورین ۲۰۰۱ د Australopithecina په توګه نه، بلکې د هومینینا احتمالي لرغوني نیکه په توګه وړاندیز شوی دی.[۱۳][۱۴]

د هومینینا لپاره یو شمېر بدیل نومونه دا دي: Australopithecinae د ګریګوري او هیلمن پر مټ په ۱۹۳۹ز کال کې، Preanthropinae د سیلاکوند او التابا پرمټ په  ۲۰۰۲ز کال کې وړاندې شول.[۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Stringer, Chris (June 12, 2003). "Human evolution: Out of Ethiopia". Nature. 423 (6941): 693–695. Bibcode:2003Natur.423..692S. doi:10.1038/423692a. PMID 12802315. S2CID 26693109. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Herto skulls (Homo sapiens idaltu)". talkorigins org. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stringer, C. (2016). "The origin and evolution of Homo sapiens". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. Series B, Biological Sciences. 371 (1698): 20150237. doi:10.1098/rstb.2015.0237. PMC 4920294. PMID 27298468. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jared Diamond in The Third Chimpanzee (1991), and Morris Goodman (2003) Hecht, Jeff (19 May 2003). "Chimps are human, gene study implies". New Scientist. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. K. Wagner, Jennifer (2016). "Anthropologists' views on race, ancestry, and genetics". American Journal of Physical Anthropology. 162 (2): 318–327. doi:10.1002/ajpa.23120. PMC 5299519. PMID 27874171. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "AAA Statement on Race". American Anthropological Association. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. J. E. Gray, "An outline of an attempt at the disposition of Mammalia into Tribes and Families, with a list of genera apparently appertaining to each Tribe", Annals of Philosophy, new series (1825), pp. 337–344.
  8. Cela-Conde, C. J.; Ayala, F. J. (2003). "Genera of the human lineage". Proceedings of the National Academy of Sciences. 100 (13): 7684–7689. Bibcode:2003PNAS..100.7684C. doi:10.1073/pnas.0832372100. PMC 164648. PMID 12794185. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Introduced for the Florisbad Skull (discovered in 1932, Homo florisbadensis or Homo helmei). Also the genus suggested for a number of archaic human skulls found at Lake Eyasi by Weinert (1938). Leaky, Journal of the East Africa Natural History Society (1942), p. 43.
  10. Villmoare, B. (2015). "Early Homo at 2.8 Ma from Ledi-Geraru, Afar, Ethiopia". Science. 347 (6228): 1352–1355. Bibcode:2015Sci...347.1352V. doi:10.1126/science.aaa1343. PMID 25739410. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Some paleoanthropologists regard the H. habilis taxon as invalid, made up of fossil specimens of Australopithecus and Homo. Tattersall, I. & Schwartz, J.H., Extinct Humans, Westview Press, New York, 2001, p. 111.
  11. De Heinzelin, J; Clark, JD; White, T; Hart, W; Renne, P; Woldegabriel, G; Beyene, Y; Vrba, E (1999). "Environment and behavior of 2.5-million-year-old Bouri hominids". Science. 284 (5414): 625–9. Bibcode:1999Sci...284..625D. doi:10.1126/science.284.5414.625. PMID 10213682. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kaplan, Matt (8 August 2012). "Fossils point to a big family for human ancestors". Nature. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wood and Richmond; Richmond, BG (2000). "Human evolution: taxonomy and paleobiology". Journal of Anatomy. 197 (Pt 1): 19–60. doi:10.1046/j.1469-7580.2000.19710019.x. PMC 1468107. PMID 10999270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Reynolds, Sally C; Gallagher, Andrew (2012-03-29). African Genesis: Perspectives on Hominin Evolution. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107019959. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Brunet, M.; et al. (2002). "A new hominid from the upper Miocene of Chad, central Africa". Nature. 418 (6894): 145–151. Bibcode:2002Natur.418..145B. doi:10.1038/nature00879. PMID 12110880. S2CID 1316969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Cela-Conde, C.J.; Ayala, F.J. (2003). "Genera of the human lineage". PNAS. 100 (13): 7684–7689. Bibcode:2003PNAS..100.7684C. doi:10.1073/pnas.0832372100. PMC 164648. PMID 12794185. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Wood, B.; Lonergan, N. (2008). "The hominin fossil record: taxa, grades and clades" (PDF). J. Anat. 212 (4): 354–376. doi:10.1111/j.1469-7580.2008.00871.x. PMC 2409102. PMID 18380861. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)