Jump to content

د اوسپنې فلز علم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوسپنې فلزات، د اوسپنې او د هغې د الياژ فلزاتو علم له تاريخ څخه مخکې دوره کې پيل شو. په مصر کې له ميلاد څخه د مخکې څلورمې زريزې څخه، د اوسپني تر ټولو لومړني لاسي کارونه د اسماني کاڼي له اوسپنې او نکل څخه جوړ شوی وو. معلومه نه ده چې له فلز لرونکې تيږې څخه کله او چېرې د اوسپنې وېلي کول پيل شول، مګر له ميلاد څخه مخکې د دويمې زريزې په پای کې اوسپنه لږ تر لږه له مصر څخه تر هندوستان پورې او د افريقا د فرعي صحرا دښته کې د اوسپنې له فلز لرونکې تيږي څخه توليدېدله. د جوړې شوې اوسپنې څخه ګټه اخېستل، له ميلاد څخه مخکې لومړۍ زريزه کې پېژندل شوي وو او خپرېدنې يې د اوسپنې دوره (Iron Age) راوپېژنده. د منځنۍ دورې پر مهال په اروپا کې فلز کارانو له ساحلي توږل شوې اوسپنې (په دې برخه کې د اوسپنې تودې ټوټې يا pig iron په نوم پېژندل کېږي) څخه د زرو [سره او سپين زر] کورې په کارونې سره د جوړې شوې اوسپنې د توليد لاره ومونده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

له ميلاد څخه مخکې څلورمې پېړۍ کې سويلي هند لرغوني چين، افریقا، منځني ختيځ او اروپا ته د Wootz فولادو (د اوسپنې د تودې ټوټې يا pig iron او جوړې شوې اوسپنې wrought iron تر منځ د کاربن يوې برخې سره) لېږد پيل کړ. د توږل شوې اوسپنې د لرغون پېژندنې نښه له ميلاد څخه مخکې ۵ پېړۍ کې په چين کې راڅرګندېږي. د اوسپنې د carburizing ميلو په واسطه يې د سيمنټ کولو په پړاو کې د توليد نوې کړنلارې په ۱۷ پېړۍ کې رامنځته شوې. د صنعتي اوښتون پر مهال د لرګو سکارو لپاره د ځایناستي کوک سکارو له مخې د ميل اوسپنې [اوسپنې سيخ] د توليد نوي ميتودونه راښکاره شول او وروسته د فولاد و په توليدولو کې هم پلي شول، چې د اوسپنې او فولادو په ستر ډول زياتې شوې کارونه کې يوې نوې دورې ته لارښوونه کوي چې ځيني معاصر پوهان يې د نوې «اوسپنې دورې» په نوم يادوي. د ۱۸۵۰ ز کال په وروستيو کې Henry Bessemer د فولاد جوړونې يو نوی بړاو رامنځته کړ، چې د کاربن سوځولو لپاره د اوسپنې ويلي شوي تودې ټوټې په واسطه يې د هوا چلېدل راونغاړل او په همدې ډول يې ملايم يا نرم فولاد توليدول. دې او د ۱۹ پېړۍ نورو او د فولاد جوړولو وروستيو پړاوونو د جوړې شوې اوسپنې (wrought iron) ځای خپل کړ. نن ورځ جوړه شوې اوسپنه په سوداګريزه موخه نوره نه توليدېږي او پر ځای يې په وظيفوي ډول برابر ملايم يا لږ کاربن لرونکي فولاد کارېږي. [۹][۱۰][۱۱]

په نړۍ کې د ځمکې لاندې د اوسپنې لرونکې تېږې تر ټولو ستر او عصري معدن په Kiruna، Norrbotten Country او Lapland کې په کار اچول کېږي. هغه معدن چې د (Luossavaara-Kiirunavaara AB) په نوم د معدن کېندلو يو ستر سويدني شرکت يې څښتن دی، په کلني ډول د اوسپنه لرونکې تېږې له ۲۶ ميليون ټنونو څخه د زيات توليد وړتيا لري. [۱۲]

د اسماني کاڼي (شهابي) اوسپنه

[سمول]

اوسپنه د اوسپنې او نيکل له الياژونو څخه تر لاسه کېدله، چې پر ځمکه باندې د غورځېدونکو اسماني کاڼو نږدې ٪۶ يې جوړول. دا سرچينه زياتره د يادې مادې د بې ساري بلوري بڼو له امله هغه وخت په ريښتيني ډول سره مشخص کېدلی شي، چې تر کار لاندې فلز د سوړوالي يا ټيټي تودوخې درجې پر مهال وکتل شي. په دې لاسي شيانو کې د بېلګې په ډول په ايران کې له ميلاد څخه مخکې د ۵ زريزې مرۍ او له ميلاد څخه مخکې ۴۰۰۰ کلونه له لرغوني مصر او سومر څخه د تورو يا نېزو څوکې او ګاڼه يادولی شو. [۱۳]

د اوسپنې دا پخوانۍ کارونه ښکاري چې، په پراخه ډول په مراسمو او سينګار پورې تړلې وه. شهابي يا له اسماني تيږې څخه جوړه اوسپنه خورا لږه (نادر) ده او فلز هم شوني ده خورا ګران بيه او شايد بيه يې له سرو زرو څخه هم لوړه وه. پخوانيو Hittites او له ميلاد څخه مخکې د دويمې زريزې په لومړۍ پېړۍ کې د پخواني اسيري سترواک (Old Assyrian Empire) هغه لومړني پېژندل شوي خلک دي، چې اوسپنه يې پر سپينو زرو د اوسپنې وزن د ۴۰ برابره په اندازه کې بدلوله [جنس په جنس].  [۱۴]

شهابي اوسپنه نږدې ۱۰۰۰ کال شمالي قطب کې هغه مهال د توکو سينګار کې هم وکارېدله، چې د ګرينلېنډ د Thule وګړو د Cape York اسماني کاڼو له ټوټو څخه د اوسپنې ازغنې تورې، چاقوګانو، ulus او نورو څنډه لرونکو توکو جوړول پیل کړل. په نمونه يي ډول د نخود په اندازه د فلز ټوټې د څټک وهلو په واسطه هوارې شوې وې او د هډوکي په لاستي کې برابرې شوې. دا لاسي جوړ شوي توکي د شمالي قطب نورو قومونو سره د سوداګريزو توکو په توګه هم کارېدلي وو: د Cape York له اسماني کاڼي څخه جوړ شوي توکي د لرغون پېژندنې له ۱۰۰۰ ميل يا ۱۶۰۰ کېلو مترو څخه لرې ځايونو کې موندل شوی دي. کله چې امريکايي قطب څېړونکي Robert Peary په ۱۸۹۷ ز کال په نيويارک ښار کې د امريکا د طبيعي تاريخ موزيم ته د اسماني تيږو يوه تر ټولو ستره ټوټه ولېږدوله، تر اوسه يې له ۳۳ ټنونو څخه زيات وزن وکړ. د شهابي اوسپنې د وروستۍ کارونې يوه بله بېلګه د نږدې ۱۰۰۰ ميلادي کال يوه ترښځ ده، چې په سويډن کې وموندل شوه. [۱۵]

اصلي اوسپنه

[سمول]

په فلزي حالت کې اصلي يا ذاتي اوسپنه د تورو مرمرو په ښکاره تيږو کې د کوچنيو راګډونو په توګه خورا لږه پېښېږي. د شهابي اوسپنې تر څنګ د ګرينلېنډ د Thule وګړو د Disko سيمې اصلي اوسپنه هم کارولې ده. [۱۵]

د اوسپنې وېلې کول او دوره

[سمول]

د اوسپنې وېئلې کول يا له اکسېجن سره د ترکيب شوې اوسپنې لرونکې فلزې تيږې څخه د کارونې وړ فلز تر لاسه کول د قلعي يا ټيم او مسو د وېلې کولو په پرتله خورا ستونزمن دي. په داسې حال کې چې دا فلزات او د دوی الياژونه د کار له مخې سړېدلې يا په پرتليز ډول ساده تنور يا کوره کې وېلې کېدلی شي (لکه هغه بټۍ جې د خاورينو لوښو لپاره کارېږي) او همدارنګه قالب کېدلی شي چې وېلې شوې اوسپنه تود کار ته اړتيا لري او يوازې په ځانګړي ډول جوړو شويو تنورونو يا کورو کې وېلې کېدلی شي. اوسپنه د مس لرونکو فلزي ډبرو کې يوه عامه ککړتيا ده [دې ډول ډبرو کې اوسپنه حتمن شته] او د اوسپنې ډبره ځيني وختونه د يو Flux [هغه ماده چې يو له بل سره د کاني موادو او فلزاتو په ويلي کېدلو کې مرسته کوي] په توګه کارېدلې ده؛ نو پر همدې بنسټ د حېرانتيا خبره نه ده، چې انسانانو د برونز فلز د راايستنې او ورڅخه د ګټې اخيستنې څخه يوازې څو زرونه کلونه ورسته د وېلې شوې اوسپنې ټيکنالوژي رامنځته کړه. [۱۶]

د اوسپنې وېلې کېدنې د موندنې لپاره ځای او وخت د يوې برخې په توګه ځکه نه دی معلوم، چې له نيکل لرونکو فلزي ډبرو او ګرم کار کړای شويو شهابي اوسپنې څخه د په لاس راغلي فلز بېلول ستونزمن وو. د لرغون پېژندنې نښې له ميلاد څخه مخکې په درېيمه زريزه کې د برونز دورې پر مهال د منځني ختيځ سيمې ته اشاره کوي. که څه هم جوړ شوي اوسپنيز لاسي توکي له ميلاد څخه مخکې تر ۱۲ پېړۍ پورې لږ يا يو لطافت (نری توب) پاتې شو.

د اوسپنې دوره له دود سره سمه د برونز وسلو او توکو پر ځای د اوسپنيزو او فولادي توکو او وسلو د پراخه ځای پر ځای کوونې له مخې مشخص کېږي. ياد لېږد په بېلابېلو ځايونو کې د ټيکنالوژي د خپرېدنې له مخې په بېلابېلو وختونو کې پېښ شو. بين النهرين له ميلاد څخه ۹۰۰ کلونه پخوا په بشپړ ډول د اوسپنې دوره کې وه. که څه هم مصر اوسپنيز لاسي توکي توليد کړل، مګر له ميلاد څخه مخکې ۶۶۳ کالونو کې د Assyria له لوري د فتحې تر وخته پورې په کې برونز حاکم پاتې شول. په هند کې د اوسپنې دوره له ميلاد څخه ۱۲۰۰ کاله مخکې، مرکزي اروپا کې له ميلاد څخه ۸۰۰ کلونه پخوا او په چين کې له ميلاد څخه نږدې ۳۰۰ کلونه پخوا پيل شوه. له ميلاد څخه نږدې ۵۰۰ کلونه مخکې د حبشې اوسېدونکو، چې له Assyria له وګړو څخه يې د اوسپنې کارونې زده کړه کړې وه او له مصر څخه ايستل شوي وو، د اوسپنې ستر توليدونکي او لېږدونکي شول. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

لرغونی نږدې ختيځ

[سمول]

په Anatolia کې يو له تر ټولو لرغونې وېلې شوې اوسپنې لاسي توکی په يو هاتي [قوم دی] قبر کې د اوسپنيز پل لرونکی يو خنجر و، چې له تاريخ يې له ميلاد څخه ۲۵۰۰ کلونه وړاندې ته ورګرځي. له ميلاد څخه نږدې ۱۵۰۰ کلونه پخوا په بين النهرين، Antolia او مصر کې د ناشهابي وېلې شويو اوسپنيزو شيانو زياتېدونکی شمېر څرګند شو. د Tutankhamun په نوم د مصري امير په قبر کې د يو طلايي لاستي لرونکي اوسپنيز خنجر، د هروس سترګې (Eye of Horus)، موميايي شوي ولاړ سر او د يو کسب ګر د توکو د ۱۶ نمونو په ګډون نولس شهابي اوسپنيز شيان وموندل شول. ياد امير له ميلاد څخه مخکې ۱۳۲۳ کال کې مړ شوی دی. د فرعوني Merneptah د نوم اړوند يوه لرغونې مصري توره او د اوسپنيز پل او سروزرو سينګار شوی د برونزو لاستي په لرلو سره د جګړې يو تبر د Ugarit په کيندنه [قبر کيندنه] کې موندل شوي وو. [۲۱][۲۲]

سرچینې

[سمول]
  1. Rehren, T. (2013). "5,000 years old Egyptian iron beads made from hammered meteoritic iron" (PDF). Journal of Archaeological Science. 40 (12): 4785–4792. doi:10.1016/j.jas.2013.06.002.
  2. Photos, E. (1989). "The Question of Meteoritic versus Smelted Nickel-Rich Iron: Archaeological Evidence and Experimental Results". World Archaeology. 20 (3): 403–421. doi:10.1080/00438243.1989.9980081. JSTOR 124562. S2CID 5908149.
  3. Riederer, Josef; Wartke, Ralf-B.: "Iron", Cancik, Hubert; Schneider, Helmuth (eds.): Brill's New Pauly, Brill 2009
  4. Early Antiquity By I.M. Drakonoff. 1991. University of Chicago Press. ISBN 0-226-14465-8. p. 372
  5. Rao, Kp. "Iron Age in South India: Telangana and Andhra Pradesh" (in انګليسي). {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  6. Miller, Duncan E.; van der Merwe, N.J. (1994). "Early Metal Working in Sub-Saharan Africa: A Review of Recent Research". Journal of African History. 35: 1–36. doi:10.1017/s0021853700025949.
  7. Stuiver, Minze; van der Merwe, N.J. (1968). "Radiocarbon Chronology of the Iron Age in Sub-Saharan Africa". Current Anthropology. 9: 54–58. doi:10.1086/200878. S2CID 145379030.
  8. Waldbaum (1978).
  9. Iron and Steel in Ancient China p.408"Donald B. Wagner (1993). Iron and Steel in Ancient China. BRILL. p. 408. ISBN 978-90-04-09632-5.
  10. Williams, David (1867), "The Iron Age [weekly journal]", Iron Age, New York: David Williams, ISSN 0021-1508, LCCN sc82008005, OCLC 5257259
  11. Tylecote (1992).
  12. "Kiruna Iron Ore Mine, Sweden". mining-technology.com. 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 2010-05-29. بياځلي په 2010-08-29.
  13. Tylecote (1992). p. 3.
  14. Veenhof, Klaas; Eidem, Jesper (2008). Mesopotamia : Annäherungen. Saint-Paul. p. 84. ISBN 978-3-525-53452-6.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Photos, E. (1989). "The Question of Meteoritic versus Smelted Nickel-Rich Iron: Archaeological Evidence and Experimental Results". World Archaeology. 20 (3): 403–421. doi:10.1080/00438243.1989.9980081. JSTOR 124562. S2CID 5908149.
  16. Tylecote (1992). p. 3.
  17. Waldbaum (1978). pp. 56–58.
  18. Marco Ceccarelli (2000). International Symposium on History of Machines and Mechanisms: Proceedings HMM Symposium. Springer. ISBN 0-7923-6372-8. pp 218
  19. White, W. C.: "Bronze Culture of Ancient China", p. 208. University of Toronto Press, 1956.
  20. Collins, Rober O. and Burns, James M. The History of Sub-Saharan Africa. New York:Cambridge University Press, p. 37. ISBN 978-0-521-68708-9.
  21. Richard Cowen, The Age of Iron, Chapter 5 in a series of essays on Geology, History, and People prepares for a course of the University of California at Davis. Online version Archived 2010-03-14 at the Wayback Machine. accessed on 2010-02-11.
  22. The Tomb of Tut-Ankh-Amen: Discovered by the Late Earl of Carnarvon and Howard Carter, Volume 3