د ډبرې دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د ډبرې دوره، له تاریخ وړاندې یوه اوږده دوره وه، چې له ډبرو څخه په پراخه کچه د وسایلو د جوړېدو په برخه کې ګټنه کېدله. دغې دورې نږدې ۳.۴ میلیونه کاله دوام وکړ چې له میلاد څخه د وړاندې ۴۰۰۰ کلونو او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ هغه مهال چې له فلزاتو څخه کار اخیستل رامنځته شول، پای ته ورسېده. په داسې حال کې چې د ډبرو په دوره کې هم له یو شمېر چکش خوړونکو فلزاتو، په ځانګړې توګه له طلا او مسو څخه د تزئیني چارو په موخه ګټنه کېدله، خو دا د فلزاتو او د مسو ویلي کېدل و چې د ډبرو د دورې پای یې څرګند کړ. په لویدیځه آسیا کې دغه چاره له میلاد وړاندې نږدې ۳۰۰۰ کاله پخوا هغه مهال رامنځته شوه، کله چې له برنزو ګټنې پراختیا ومونده. د برونزو د دورې اصطلاح د ډبرو د دورې وروسته دورې د تشرېح لپاره کارول کېږي، همدارنګه هغه کلتورونه تشریح کوي چې د مسو د الیاژ (برونز: په اصل کې مس او ارسنیک، وروسته مس او قلعي) د تخنیکونو او تکنالوژي څخه یې ډبرو پر ځای د وسایلو په جوړولو او نورو مواردو کې ګټنه کوله.[۱][۲][۳]

د ډبرو دوره د درې دوره یي سیسټم لومړۍ دوره ده چې په لرغون پوهنه کې په مکرر ډول کارول کېږي او له تاریخ وړاندې انساني تکنالوژیکي تاریخ په ځانګړو دورو ویشي، له دغې دورې وروسته دوه نورې دورې په ترتیب سره د برونزو دوره او د اوسپنې دوره ده.

مادي کلتور[سمول]

وسایل[سمول]

ډبرین وسایل له بېلابېلو ډولونو تېږو جوړېدل. لکه اورلګوونکې او چرت ډبرې به یې د وسلې یا غوڅوونکې وسیلې په موخه تېرې کولې، په داسې حال کې چې بازالت او رسوبي ډبرې په سطح باندې د کارول کېدونو ډبرینو توکو لکه د میچنې د ډبرې د جوړولو په موخه کارول کېدلې. همدارنګه لرګی، هډوکی، د یو شمېر ژوندیو موجوداتو بیرونی اسکلیټ او نور دغه ډول توکي په پراخه کچه کارول کېدل. د دغې دورې په وروستیو کې له یو شمېر رسوباتو (چیني خاورې/مټې) څخه د خټینو لوښو د جوړولو لپاره کار اخیستل کېده. کرنې وده وکړه او یو شمېر ځانګړي حیوانات هم اهلي کړای شول.[۴][۵]

خوراک او څښاک[سمول]

دپالوئیتیک دورې د ښکار کوونکو راغونډونکو خوراکي سرچینې بوټي او وحشي حیوانات و چې له خپل چاپېریال یې راغونډول. هغوی د ینې، ګردو او مغزو په ګډون د حیواناتو غوښه خوښوله. لوی دانه لرونکي حبوبات له کرنیز انقلاب وړاندې د انساني غذايي رژیم برخه و، هماغه ډول چې په اسرائیلو کې د کیبارا غار د موسترین طبقو د لرغون پېژندنې په شواهدو کې څرګندېږي. له دې سربېره وروستي شواهد ښيي انسانانو۰۰۰ ۲۳ کاله وړاندې د پالوئتیک لرغونې دورې پر مهال د وحشي غلاتو دانې راټولولې او له هغو یې ګټنه کوله.[۶][۷]

له ۱۵۰۰۰ کلونو څخه تر ۹۰۰۰ کلونو پورې وړاندې د ویسکناسین یخبندان د مهال پای ته نږدې په آسیا، اروپا، شمالي امریکا او اسټرالیا کې د لوی بدن لرونکو حیواناتو لکه ماموت فیلانو ټولیز انقراض رامنځته شو. دا د هولسن انقراض لومړنۍ پېښه وه. چې په ډېر احتمال سره یې په هماغه دوره کې د انسانانو په خوراکي عادتونو کې اجباري اصلاحات له ځان سره لرل، همدارنګه د کرنیزو لارو چارو په رامنځته کېدو سره نباتي خوراکي توکي د غذايي رژیم په منظمه برخه واوښتل. له کچې زیات ښکار کول او همدارنګه ځنګل وهنه او اقلیمي بدلونونه د انقراض د لاملونو په توګه ښوول شوي. د دغو عواملو خالص اغېز دا و چې دغو حیواناتو ته د اړتیا وړ پراخه محدوده یې له منځه یووړه او هغوی یې په جلا جلا ډول په بېلابېلو برخو کې له منځه یووړل.[۸]

د استوګنې او ژوند کولو ځای[سمول]

باور په دې دی، چې نږدې ۲ میلیونه کاله وړاندې، هوموهابیلیس انسانانو/ ماهر انسانانو د انسان په لاس جوړ لومړنی جوړښت/استوګن ځای په ختیځه افریقا کې جوړ کړی، چې د ډبرو د ساده تنظیم کولو څخه په کې د ونو د شاخونو د ساتلو په موخه کار اخیستل شوی. همدغه ډول ډبرین جوړښت چې ګمان کېږي نږدې ۳۸۰ زره کلونه مخینه لري د فرانسي نایسي ته څېرمه په تیرا اماتا کې کشف شوی. په ټوله نړۍ کې ګن شمېر انساني استوګن ځایونه چې ګمان کېږي د ډبرو دورې ته اړوند دي کشف شوي، چې لاندې استوګن ځایونه په کې شاملېږي:

  • د فرانسي په نایسي کې Grotte du Lazaret ته څېرمه په یو غار کې د خیمې په څېر جوړښت.
  • د چک جمهوریت په Dolni Vestonice کې کشف شوی هغه جوړښت چې په چت کې یې له لرګیو کار اخیستل شوی، او له میلاد څخه وړاندې نږدې ۲۳۰۰۰ کاله وړاندې مهال ته اړوندېږي. دیوالونه یې له خټینو بلوکونو او ډبرو جوړ شوي.
  • په ختیځه اروپا او سایبریا کې د ماموت له هډوکو جوړ ګڼ شمېر استوګن ځایونه کشف شوي. هغو کسانو چې دغه ځایونه جوړ کړي، ښکاري چې د ماموتونو د ښکار متخصصین دي. د دغه ډول جوړښتونو نورې نمونې د اوکراین د ډینیپر سیند درې په اوږدو کې له دې ډلې Chernihiv او Moravia ته څېرمه، په چک جمهوریت او د پولنډ په سویلي برخو کې موندل شوې.
  • د څارویو ساتلو یو خیمه چې له میلاد څخه نږدې ۱۵۰۰۰ څخه تر ۱۰ زره کلونو وړاندې مګدلانین کلتور ته اړوندېږي، د فرانسې په پلازمینه پاریس ښار کې موندل شوې.

هنر[سمول]

په هنري اثارو کې له تاریخ وړاندې هنر څرګند دی. له تاریخ وړاندې موسیقي هم له موندل شویو سازونو څخه استنباط کېږي، په داسې حال کې چې په ډبرو باندې د لیکلو هنر کېدلای شي په هر ډول ډبرو کې وموندل شي. دویمي ډول یې هم په ډبرو انځورونه او نقاشۍ دي. امکان لري چې له دغو هنرونو څخه د آن مذهبي ګټنه هم شوې وي او یا هم نه وې شوي.[۹]

په ډبرو نقاشۍ[سمول]

په پالوئتیک مهال کې، تر ډېره څاروي نقاشي کېدل، له تیوریکي پلوه دا یا د غذايي موادو او یا هم د هغو د پیاوړتیا د څرګندولو په موخه و، لکه کرکډن او یا هم لویې پشکې (لکه د شووه په غار کې). کله هم د ټکو په څېر نښانې رسم کېدلی. په نادرو انساني نقاشیو کې د هغوی د لاسونو نښانې او یا هم د نیمايي انسان/ نیمايي حیوان نقاشۍ شاملېږي. د فرانسې په Ardèche département سیمه کې د شووه غار د پالوئتیک دورې ته اړوندې په غارونو کې د ننه تر ټولو مهمې نقاشۍ لري، چې لرغونتیا یې له میلاد څخه نږدې ۳۶۰۰۰ کلونو پخوا ته اړوندېږي. په هسپانیا کې د التمیرا غار نقاشۍ له میلاد څخه نږدې ۱۴۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ کلونو وړاندې ته اړوندېږي چې د نورو شیانو په خوا کې سمندري غویان هم په کې نقاشي شوي. د فرانسې په دوردون کې د لاسکو غارونو ټولګه له میلاد څخه ۱۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ کلونو وړاندې ته اړوندېږي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د ګڼ شمېر دغو نقاشیو معنی ناڅرګنده پاتې ده. کېدای شي هغه به د موسمي رواجونو لپاره کارول شوي وي. له حیواناتو سره داسې علایم کارول شوي چې د هغو د جاوديي ګټنې د احتمال څرګندويي کوي. په لاسکوس کې غشي ته ورته نښانونه ځینې مهال د جنتري او یا هم د کلنۍ دورې د څرګندولو په موخه تفسیر کېږي، خو تر اوسه دغه شواهد بې تفسیره پاتې دي.[۱۳]

ورته مهال د میزولیتیک مهال یو شمېر شواهد کېدلای شي ټایپ شي، له همدې امله د هغو د مختلفو بدلونونو اړوند قضاوت نسبتا واضح دی. یو له دغو څخه د غشي لرونکو د منظمو ډلو ترمنځ د جګړې صحنه ده. د بېلګې په توګه، «لاریون کوونکي جنګیالي»، د هسپانیې د کاستلین ښار په Cingle de la Mola کې په ډبرو نقاشي ده چې لرغونتیا یې له میلاد څخه ۷۰۰۰-۴۰۰۰ کلونو پخوا ته اړوندېږي چې ښيي ۵۰ تنه غشي لرونکي په دوه ډلو کې یو بل ته مخامخ روان دي، هر سړی په یو لاس کې کمان او په بل کې غشي له ځان سره لري. له پنځو کسانو څخه جوړه یوه ډله هم د یوې ډلې مشري کوي چې یو له هغو «لویه تاج لرونکې خولۍ» په خپل سر لري.

په بله صحنه کې نارینه له سر څخه تر زنګنو زیورات اغوستي خو له یو بربنډ سړي سره جګړه کوي. یو شمېرو نور صحنو کې وژل شوي او ټپیان انځور شوي چې په تیزو غشو ویشتل شوي. په یوه بله کې هم د مسو د دوران مومیايي شوی اوتزي یخي سړی ښوول کېږي، چې په شا کې د غشي لګېدلو وروسته د ډېری وینې په له لاسو ورکولو غورځي ، هغه چې په الپ کې د طبیعي یخچال د ویلي کېدو پر مهال را څرګند شو.  [۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. "Oldest tool use and meat-eating revealed | Natural History Museum". 18 August 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Stone Age". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Goody, Jack (2012). Metals, Culture, and Capitalism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Barham & Mitchell 2008, p. 74
  5. Barham & Mitchell 2008, p. 108
  6. Efraim Lev; Mordechai E. Kislev; Ofer Bar-Yosef (March 2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mousterian vegetal food in Kebara Cave, Mt. Carmel"]. Journal of Archaeological Science 32 (3): 475–484. doi:10.1016/j.jas.2004.11.006. 
  7. Dolores R. Piperno; Ehud Weiss; Irene Holst; Dani Nadel (5 August 2004). "Processing of wild cereal grains in the Upper Palaeolithic revealed by starch grain analysis". Nature 430 (7000): 670–673. doi:10.1038/nature02734. PMID 15295598. Bibcode2004Natur.430..670P. http://anthropology.si.edu/archaeobio/Ohalo%20II%20Nature.pdf. 
  8. Turvey, Samuel T. (2009). "Chapter 2: In the shadow of the megafauna: prehistoric mammal and bird extinctions across the Holocene". In Turvey, Samuel T. (المحرر). Holocene Extinctions. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 16–17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ranger, Terence O.; Kimambo, Isaria N. (1976). The Historical Study of African Religion (په انګلیسي ژبه کي). University of California Press. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-03179-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Groeneveld, Emma (12 February 2017). "Chauvet Cave". World History Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Anita Quiles, Hélène Valladas, Hervé Bocherens, Emmanuelle Delqué-Kolic, Evelyne Kaltnecker, Johannes van der Plicht, Jean-Jacques Delannoy, Valérie Feruglio, Carole Fritz, Julien Monney, Michel Philippe, Gilles Tosello, Jean Clottes, and Jean-Michel Geneste "A high-precision chronological model for the decorated Upper Paleolithic cave of Chauvet-Pont d'Arc, Ardèche, France" PNAS 2016 113 (17) 4670–4675; published ahead of print 11 April 2016, doi:10.1073/pnas.1523158113 [۱]
  12. (په December 2016 باندې). Chauvet cave: The most accurate timeline yet of who used the cave and when. Los Angeles Times.
  13. Aczel, Amir D. (2000). The Cave and the Cathedral: How a Real-Life Indiana Jones and a Research Scholar Decoded the Ancient Art of Man. Hoboken: John Wiley & Sons Inc. د کتاب پاڼي 157–158. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Martínez, Antonio Beltrán (1982) [1979]. Rock art of the Spanish Levant. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 48–51. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)