اېلَونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اېلول یا اهلي کول (په انګلیسي: Domestication) یوه د څو نسلونو یوه پرله‌پسې اړیکه ده چې په لړ کې یې انسانان د ژوندي موجوداتو د یوې بلې ډلې د تکثر او څارنې کنټرول په لاس کې نیسي ترڅو له هغې ډلې څخه د لا زیاتو سرچینو د تامینولو زمینه برابره کړي. د نباتاتو او ژویو اېلونه یو ستر هڅوبي نوښت ؤ چې د وسایلو په تولید او د لفظي ژبې په پراختیا سره یې خورا ارزښت وموند.

چارلس داروین ډېر لږشمېر صفتونه ونومېرل چې د هغو له‌مخې د ژویو د اېل ډولونو او پخوانیو ځناورو نسلونو ترمنځ توپیر کېږي. همدا راز، هغه لومړی کس ؤ چې د ارادي انتخابي نسل‌اخېستنې (چې انسان په‌کې د خوښې وړ صفتونه په مستقیمه توګه ټاکي) او غیرارادي انتخاب (چې په هغه کې صفتونه د طبیعي انتخاب د فرعي محصول په توګه یا د نورو صفتونو د ټاکلو له‌مخې څرګندېږي) ترمنځ توپیر په ډاګه کړ. د اېل او ځناورو ژویو ترمنځ یو جنتیکي توپیر شتون لري. همدا راز، د اېلونې صفتونه (چې څېړونکي یې د اېلونې په لومړنیو پړاوونو کې اړین ګڼي) او تکاملي صفتونه (چې د ځناورو او اېل ژویو له بېلولو راهیسې څرګند شوي دي) سره توپیر لري. د اېلونې صفتونه، په ټولیز ډول، په واړو اېل شویو کې ثابتېږي او د یوه بوټي یا ژوي د اېلونې د لومړي پړاو په اوږدو کې ټاکل شوي دي؛ په داسې حال کې چې تکاملي صفتونه یوازې په یوشمېر اېل شویو کې شتون لري، که څه هم امکان لري چې په فردي جنسونو یا سیمه‌ییزو جمعیتونو کې ثابت شي.

سپی د اېل شویو ژویو لومړی ډول دی او په ټوله اوراسیا کې د وروستي پلیستوسېن پېر تر پای او د نورو ژویو تر اېلولو او تر کرنې او بزګرۍ ډېر موده مخکې دود وموند. د لرغون‌پوهنیزو او جنتیکي معلوماتو له‌مخې داسې برېښي چې د ځناورو او اېل ژویو ترمنځ (د خرو، اسانو، د پخوانۍ او نوې نړۍ اوښانو، پسونو او خنځیرانو په شمول) د جېن اوږدمهال دوه‌اړخیز اوښتون متداول ؤ. انسانانو ته د هغه اهمیت لرلو او د تکامل او ډېموګرافۍ بدلون د یوه موډل په توګه د هغه ارزښت ته په کتو سره، د لرغون‌پوهنې، لرغوني ژوندپوهنې، انسان‌پوهنې، بوټپوهنې، ژوپوهنې، جنتیک او د چاپېریال‌پوهنې علومو د څېړونکو پام اېلولو ته اوښتی دی. د الوتونکو په منځ کې، د اوس‌مهال تر ټولو ستر اېل شوی ډول «چرګه» ده، چې د غوښې او هګیو مهمه سرچینه ګڼل کېږي، که څه هم د اقتصادي ارزښت لرونکو مرغانو په کتار کې کیکر، تیتر او ګڼ‌شمېر نور ډولونه هم شامل دي. له تورانیو څخه نیولې تر توتیانو پورې، ډېرشمېر الوتونکي د قفس مرغانو په توګه ساتل کېږي. تر ټولو پخواني بې‌شمزۍ اېل شوي ژوي د شاتو مچۍ او د ورېښمو چینجي دي. ځمکني حلزونونه د خوراک لپاره روزل کېږي، په داسې حال کې چې د څوګونو فایلمونو بېلابېل ډولونه د څېړنې لپاره ساتل کېږي او پاتې یې د بیولوجیکي آفاتو د کنټرول لپاره روزل کېږي.[۱]

د نباتاتو اېلونه لږ تر لږه ۱۲،۰۰۰ کاله دمخه په منځني ختیځ کې له غلاتو او کدوانو څخه پیل شوې ده. کرنه په ټولې نړۍ کې، لږ تر لږه په ۱۱ بېلابېلو مرکزونو کې پراختیا وموندله او په هغو کې بېلابېل نباتات او ژوي اېل شول.

ټولیزه کتنه[سمول]

د انګلیسي «domestication» ګړنه له لاتین «domesticus» څخه اخېستل شوې ده، چې معنی یې «کور ته اړوند» ده او «د څو نسلونو یوه باثباته او پرله‌پسې متقابله اړیکه ده چې په ترڅ کې یې یو ژوندی موجود د بل ژوندي موجود په تکثر او څارنه کې خورا اغېزمن کنټرول ترلاسه کوي ترڅو له هغه څخه د ګټې د سرچینې تامینولو زمینه برابره کړي او د اېلونې د لړۍ له‌لارې همزیسته ژوندی موجود د هغو موجوداتو په پرتله چې د دغې اړیکې له دایرې څخه بهر دي، غوراوی ترلاسه کوي؛ په پایله کې هم د اېلوونکي او هم د اېلېدونکي د وړتیا کچه لوړېږي». دغه تعریف د اېلونې د بهیر دواړه بیولوجیکي او هڅوبي اړخونه او پر انسانانو او اېل شویو بوټو او ژویو باندې اغېزې تاییدوي. د اېلونې پخوانیو ټولو تعریفونو کې د انسانانو او بوټو یا ژویو ترمنځ اړیکه شامله وه، خو توپیر یې په‌دې کې دی چې کوم ډول د اړیکې اصلي شریک په توګه په پام کې نیول کېږي. دغه نوی تعریف داسې یوه متقابله اړیکه په ګوته کوي چې په هغې کې دواړه خواوې ګټې ترلاسه کوي. اېلونې د کرنیزو بوټو، ژویو او کورنیو څارویو د تکثر محصول کچه، د هغو د پخوانیو ځناورو نسلونو په پرتله، خورا لوړه کړې ده.[۲]

کورني او تزییني نباتات هغه بوټي دي چې د ښکلا او ډول لپاره د کور دننه او شاوخوا اېل کېږي، په داسې حال کې چې په لویو کچو کې د خوراکي توکو د تولید په موخه روزل شویو نباتاتو ته کرنیز محصولات ویل کېږي. هغو اېل شویو نباتاتو ته چې په لاسي ډول یې بڼې اوښتې دي او یا د خوښې وړ ځانګړنو لپاره غوره شوي دي، «کولتیجېن» ویل کېږي. هغه ژوی چې په کور کې د ساتنې لپاره اېل شوی وي، د «کورني ژوي» په نامه یادېږي، په داسې حال کې چې د خوراکي توکو د تولید یا د کار لپاره اېل شوي ژوي «څاروي» ګڼل کېږي.

ژوي[سمول]

تیوري[سمول]

د ژویو اېلونه د ژویو او انسانانو ترمنځ هغې اړیکې ته ویل کېږي چې په ترڅ کې یې انسان د ژوي پر تکثر او څارنه باندې اغېزمن تمامېږي. چارلس داروین لږشمېر صفتونه جوت کړل چې هغو ته په کتو سره د اېل شویو ژویو ډولونه له پخوانیو ځناورو نسلونو څخه په توپیر کې څرګندېږي. همدا راز، هغه لومړی کس ؤ چې د ارادي انتخابي نسل‌اخېستنې (چې انسان په‌کې د خوښې وړ صفتونه په مستقیمه توګه ټاکي) او غیرارادي انتخاب (چې په هغه کې صفتونه د طبیعي انتخاب د فرعي محصول په توګه یا د نورو صفتونو د ټاکلو له‌مخې څرګندېږي) ترمنځ توپیر په ډاګه کړ.

که څه هم ترسره شوې مطالعې ښیي چې اېلونه د انسان تر څارنې لاندې د ډېریو ژویو لپاره د پایښت بڼه لري، د اېل شویو او ځناورو ژویو ترمنځ یو توپیر شتون لري. همدا راز، د اېلونې صفتونه (چې څېړونکي یې د اېلونې په لومړنیو پړاوونو کې اړین ګڼي) او تکاملي صفتونه (چې د ځناورو او اېل ژویو له بېلولو راهیسې څرګند شوي دي) سره توپیر لري. د اېلونې صفتونه، په ټولیز ډول، په واړو اېل شویو کې ثابتېږي او د یوه بوټي یا ژوي د اېلونې د لومړي پړاو په اوږدو کې ټاکل شوي دي؛ په داسې حال کې چې تکاملي صفتونه یوازې په یوشمېر اېل شویو کې شتون لري، که څه هم امکان لري چې په فردي جنسونو یا سیمه‌ییزو جمعیتونو کې ثابت شي.

د ژویو اېلول او رامول نباید په تېروتنې سره، ورته وګڼل شي. رامول د یوه ژوي شرطي چلندي اصلاح ته ویل کېږي ترڅو ژوی د انسان حضور وزغمي او له هغه څخه د مخ ګرځونې طبیعي صفت ضعیف شي. اېلېدنه د ژویو د یوه روزل شوي ډول دایمي جنتیکي اصلاح ده چې له‌امله یې اېل شوی ژوی د انسان شتون ته ارام غبرګون ښیي.

د حیواناتو ځانګړي ډولونه او په هغو کې یوشمېر ځانګړي ژوي، یوازې له خپل ځان څخه په دفاع کولو کې د بې‌وسۍ له‌امله، د اېلونې لپاره تر ټولو غوره ګڼل کېږي. دغه ژوي له ځانه ځانګړې چلندي ځانګړنې ښیي.

الوتونکي[سمول]

اېل شوي الوتونکي په اصل کې هغو مرغانو ته ویل کېږي چې له غوښې او هګیو څخه یې د ګټې‌اخېستنې په موخه روزل شوي دي: یو شمېر چرګ‌ډوله مرغان (چرګان، کیکر، تیتر) او قازډوله مرغان (د اوبو مرغان: هېلۍ، قاز، قو). همدا راز، ډېرشمېر الوتونکي د قفس مرغانو په ډول اېل شوي دي، لکه توراني او توتیان؛ دوی هم شوقي او هم په څېړنیزو موخو ساتل کېږي. کورنۍ کوتره هم د خوراک او هم د لېرې پرتو سیمو ترمنځ د ارتباطي وسیلي په توګه ساتل کېږي؛ د څېړنو له‌مخې، کوتره کابو ۱۰،۰۰۰ کاله دمخه اېل شوې ده. په چین کې د چرګانو د فوسیلونو لرغونتیا ۷،۴۰۰ کلونو ته رسېږي. د چرګانو ځناور پخوانی نسل «ګالوس ګالوس» ګڼل کېږي چې د سویل‌ختیځې اسیا سور ځنګلي چرګ دی. داسې برېښي چې په لومړیو کې دغه مرغه د خوراک لپاره نه، بلکې د سیالۍ او چرګانو جنګولو لپاره ساتل کېده.[۳][۴][۵][۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Domestication". Encyclopædia Britannica. (2016). 
  2. "Domesticate". Oxford Dictionaries. Oxford University Press. 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Avicultural Society of America". Avicultural Society of America. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite dictionary
  5. Lawler, Andrew; Adler, Jerry (June 2012). "How the Chicken Conquered the World". Smithsonian Magazine (June 2012). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Blechman, Andrew (2007). Pigeons – The fascinating saga of the world's most revered and reviled bird. University of Queensland Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7022-3641-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)