Jump to content

د افغانستان او چین اړیکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان او چین ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکي په اتلسمه پیړۍ کي هغه وخت جوړې سوې، چي پر افغانستان د احمد شاه دراني او چین باندي د کیان لونګ واکمني وه. د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزي اړیکي لږ تر لږه د هان تر کورنۍ پوري رسیږي چي د ورېښمو له لارې یې تأمینولې. اوس مهال چین په کابل کي او افغانستان په بیجینګ کي سفارت لري، او دواړه هیوادونه ۹۲ kم (۳۰۲٬۰۰۰ فوټه) سرحد لري.

د شلمې پیړۍ په اوږدو کي چین د سړې جګړې په لومړیو کي د افغانستان د پرمختګ لپاره اقتصادي مرستي او څو ملیونه ډالره پورونه افغان حکومت ته ورکړل. یاده دوستي د چین-شوروي تر وېش او پر افغانستان د شوروي له یرغل (1979) وروسته د لنډي مودې لپاره په افغانستان کي ودرول سوه، خو له افغانستان څخه د شوروي پوځونو له وتلو او له هغه وروسته د روسيې او چين تر منځ اړيکي په ۲۱مه پېړۍ کي بیرته د پام وړ ښې سوې چي دې کار پر افغانستان هم مثبته اغېزه وکړه.

په افغانستان کې د ناټو د وروستۍ جګړې په ترڅ کي د چین سیاسي ښکیلتیا په پیل کي یو څه محدوده وه، [۱] خو له افغانستان سره د تر ټولو لوی سوداګریز شریک په توګه د چین سوداګریزې اړیکي لا هم دوام لري او چین د ذکر سوي جګړې په اوږدو کي له افغانستان سره په ملیونونو ډالره مرسته وکړه. [۲] په افغانستان کي د چین نفوذ او ډیپلوماتیک رول په وروستیو کي مخ پر زیاتیدو دی او چین کولای سي ترڅو په هیواد کي د سولي او ټېکاو په راوستلو کي مرسته وکړي. [۲] وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د هېواد واک تر لاسه کړ ، چین هم د نورو ټولو هېوادونو په څېر تر دا مهاله پوري بیا جوړ سوی اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني خو سفارت ته یې په دغه هېواد کي د فعالیت اجازه ورکړې ده. [۳]

له شلمي پېړۍ راپدېخوا اړیکي

[سمول]

د سړې جګړې پر مهال د چین د خلکو جمهوریت د افغانستان شاهي واکمني په ۱۹۵۰ کال کي په رسمیت وپیژندله. دا په داسي حال کي چي د دیپلوماتیکو اړیکو پیل تر ۱۹۵۵ کال پورې وځنډېد، او ۱۹۵۵ کال کي عبدالسلام په پیکینګ کي د افغانستان لومړی سفیر وټاکل سو. افغانستان هم په دې توګه د هغه لومړیو هېوادونو څخه وو چي د چین د خلکو جمهوريت یې په رسمیت وپیژندی.

د چین د وخت لومړي وزیر ژو انلای او د لومړي وزیر مرستیال هی لونګ په ۱۹۵۷ کال کي افغانستان ته سفر وکړ، چي دا د چین له خوا افغانستان ته تر ټولو لومړی سفر وو. د یاد سفر په ترڅ کي د چین لومړی وزیر او د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه سره لیدنه وکړه، او ددې ترڅنګ یې د افغانستان د لمړي وزیر محمد داوود خان، د لومړي وزیر مرستیال علي محمد او د لومړي وزیر دویم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد نعیم سره هم خبري اتري وکړې. د چین د لومړي وزیر سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لوړوالي سبب سو او د چین او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه بنسټ کښېښودل سو. په اکتوبر ۱۹۵۷ کال کي د افغانستان لمړئ وزیر محمد داوود چین ته ددغه هیواد د بلنې له مخې بیا سفر وکړ، او د سفر په ترڅ کي یې د چین د کمونیست ګوند د مشر ماؤ زېدونګ، د نائب رئیس ژو دي او د ملي خلکو د کانګریس کمیټې د رئیس لیو شاوچي سره خبرې وکړې.

د پاکستان تر جوړښت وروسته چین د ډیورنډ کرښي پر سر د پښتونستان په اړه د افغانستان د غوښتنو هیڅ ملاتړ ونه کړ، چي دې کار له کابل سره ددوی اړیکي سړې کړې، او ورپسې د چین- شوروي منفي اړیکي هم ددې سبب سوې ترڅو افغانستان له چین څخه څه ناڅه لیري واوسي خو اړیکي یې عموماً زیاتي خرابي نه وې. تر یادو پیښو وروسته په ۱۹۶۰ کال کي د دواړو هېوادونو ترمنځ ځیني سوداګریزو تړونونو هم لاسلیک سول.

په ۱۹۶۳ کال د نومبر په ۲۲ نېټه پیکنګ او کابل یو سرحدي تړون لاسلیک کړ، چي پر بنسټ یې د افغانستان تر لاس لاندي واخان او د چین د شینجیانګ اویغور خودمختارې سیمي ترمنځ ځمکنۍ پوله په ډاګه سوه. یاده پوله اوس وخت د چین-افغانستان رسمي ۹۲.۴۵ کیلومتره اوږد سرحد دی.

د افغانستان تر کمونسټ اوښتون وروسته چین د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت په اړه بیخي منفي غبرګون ښود، او دغه هېواد یې د شوروي ملاتړۍ او د ایران او پاکستان سره د خپلو دوستانه اړیکو لپاره ګواښ وباله. پیکنګ تر کمونسټ انقلاب دوې اوونۍ وروسته نوی افغان حکومت په رسمیت وپېژندی.

په ۱۹۷۹ کال کي د دسمبر پر ۲۷ نېټه شوروي پوځونه افغانستان ته داخل سوه، او د همدې میاشتي پر ۳۰ نېټه د چین حکومت د شوروي د پوځي یرغل په اړه اعلامیه خپره کړه چي له مخي یې د شوروي ملاتړي کرمل حکومت په رسمیت و نه پېژانده، او په کابل کي یې د چین سفارت د استازولۍ درجې ته راکښته کړ، چي یوازی یې د ویزې کارونه مخته وړل.

تذ ۱۹۷۹ کال وروسته د شوروي ملاتړ لرونکو افغان کمونسټانو اړیکي له چین سره ډېر ژر کړکېچني سولې، او د شورویانو په لمسون یې د چین د هغه وخت دښمن (ویټنام) ملاتړ ته لاس ورکړ. چین یاد اقدام ته د ځواب ورکولو لپاره د افغان مجاهدینو ملاتړ ته راودانګل او د افغانستان سره په نیږدې شینجیانګ کي یې خپل پوځي شتون هم زیات کړ. چین ددې ترڅنګ د امریکا څخه د ځان د دفاع لپاره پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړه، تر څو د شوروي له احتمالي بریدونو څخه ځان خوندي کړي.

تر ۱۹۸۰ میلادي کلونو پوري چین افغانستان د شوروي اتحاد سره د اړیکو له امله د یو دښمن په توګه پېژنده، او د شوروي اتحاد له افغانستان څخه د وتلو غوښتنه ددوی لپاره یوه له مهمو شرایطو څخه وه. چین د شوروي حضور د خپل ځان او همدارنګه د خپل متحد پاکستان لپاره ګواښ ګاڼه.

د شوروي اتحاد تر پرځېدو وروسته په (۱۹۹۱) کال کي چین د طالبانو د راښکاره کېدو وروسته له افغانستان څخه ځان لیري کړ، او له هغوی سره یې خپلي دیپلوماتیکي اړیکي بشپړي پرې کړې. یاده کړنه د طالبانو له لوري د ختیځ ترکستان د ترهګرو سازمانونو سره د اړیکو له امله وه.

په ۱۹۹۹ کال کي چين د طالبانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی افغانستان ته ولېږه، او ددې ترڅنګ په نومبر ۲۰۰۰ کي په پاکستان کي د چین استازی لو شولين د غیر مسلمان هېوادونو لومړۍ لوړپوړی استازي سو چي له ملا عمر سره یې ولیدل.

د طالبانو د رژیم تر پرځېدو وروسته چي په ۲۰۰۱ کال کي د چین او افغانستان ترمنځ اړیکي بیرته مثبت لوري ته ولاړې، او د همدغه کال په دسمبر میاشت کي یې افغانستان ته د بهرنیو چارو وزارت یوه کاري ډله هم ولېږله، ترڅو د افغانستان د موقتي ادارې د منځ ته راتګ په مراسمو کي ګډون وکړي او ولسمشر حامد کرزي ته یې د تبریکي پیغام ورساوه.

د افغانستان د نوي حکومت جوړښت دواړه هېوادونه یوځل بیا نږدې کړل، او په ۲۰۰۲ کال کي ولسمشر کرزي چین ته سفر وکړ، چي هلته یې په جلا جلا توګه د چینایي ولسمشر جیانګ زېمین او صدراعظم ژو رونګي سره وکتل. په دې لیدنه کي ولسمشر جیانګ زېمین اعلان وکړ چي چین به افغانستان ته د بیا رغونې لپاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو مرستې برابر کړي. همدارنګه د چین سفارت په افغانستان کي د ۲۰۰۲ کال د فبرورۍ په ۶ نېټه بیا پرانستل سو.

سوداکریزه همکاري

[سمول]
هغه هیوادونه چي د یو کمربند او یوې لارې د نوښت په اړه یې د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي دي.

چین په افغانستان کي تر ټولو لوی بهرنۍ پانګه اچونکی ګڼل کیږي، په دې مانا چي د چین لوی شمېر جنسونه په افغانستان کي پراخه بازار لري. [۲] [۱]

چین له ۲۰۰۷ کال راهیسي د افغانستان بېلابېل مخابراتي وسایل او څیزونه برابر کړي دي، [۲] او د نایابه معدنونو په حقونو کي هم ښکېل پاته سوی دی.

له ۲۰۱۰ کال راهیسي چین په افغانستان کي خپلې اقتصادي مرستې او پانګونې پرله پسې زیاتي کړي دي، په ځانګړې توګه بیا د چین د فلزاتو بنسټ (MCC) له خوا د عینک د مسو د کان د پراختیا لپاره د ۳.۵ میلیارده ډالرو ژمنه هم ترسره سوې ده. [۴] یاد هیواد له هم هغه وخت راهیسي له کابل څخه بهر د مسو استخراج مخته وړي.

د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ چين له افغانستان سره د ۲۴۰ مليونو ډالرو مرستي کړي دي. [۲]

په 2016 کي دواړو هیوادونو د تفاهم یو لیک لاسلیک کړ چي له مخي یې بیجینګ له کابل سره د لږ تر لږه 100 ملیون ډالرو ژمنه وکړه. ورپسې د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کي لومړی مستقيم اورګاډئ له چين څخه حيرتان ته راورسېدی. ددې کارونو ترڅنګ د ارمچي او کابل ترمنځ د هوايي دهلېزونو پلان هم سته. [۱]

چین له 2017 راهیسې د افغانستان لپاره نوري فایبر کیبلونه هم جوړ کړي دي. [۲]

د ۲۰۱۸ کال په جون میاشتي کي چین د امو سیند په حوزه کي د تیلو استخراج په رسمي ډول پیل کړ،[۲] او د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کي یې د سنکیانګ د مرکزي اسیا د پټرولیم او ګاز شرکت (CAPEIC) د طالبانو تر مشرۍ لاندي حکومت سره په لومړي کال کي د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت او تر ۲۰۲۶ کال پوري د ۵۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تېلو د استخراج د لا پراخولو په موخه خپل لومړنی لوی تړون لاسلیک کړ. د تړون پر بنسټ د امو دریا حوزې څخه او د هیواد په شمالي سر پول ولایت کي د چین له خوا د تیلو زیرمي رامینځته سولې. یادي پروژې په سیمه کي شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، او همدارنګه د چین د کان کیندنې یو شرکت په ختیځ لوګر ولایت کي د مسو د یوه کان د دوام لپاره د سرچینو د تړون د بیا نوي کولو په اړه خپلي خبري له طالبانو سره رواني ساتلي دي.

د 2024 کال د دسمبر له 1 څخه چین د ټولو هغو هیوادونو څخه چي ملګري ملتونه یې لږ پرمختللي بولي او د چین سره ډیپلوماتیکي هم اړیکې لري، د افغانستان په ګډون د ټولو هیوادونو څخه ټاکل سوي تعرفې لیري کړې. [۵]

د یوه کمربند او یوې لاري نوښت

[سمول]

د معلوماتو له مخي د چين د يو کمربند او يوې لارې د نوښت (BRI) برياليتوب د چين د ګاونډي افغانستان په ثبات او برياليتوب کي مهم رول لري. [۲] افغانستان به په دې توګه په BRI کي له ګډون سره د چین، منځني ختیځ، عربي خلیج او عربي سمندر تر منځ لنډه لار چمتو کړي؛ او د افغانستان د زیربنا په پراختیا او ترمیم کي به هم ښه ثابت سي. [۱]

د سیمه ییز ثبات برعکس په سیمه کي بې ثباتي به نه یوازي BRI بلکي د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) هم له ګواښ سره مخ کړي.

له اقتصادي اړخه یو لوی نوښت د پنځه هیوادونو د اورګاډي پټلۍ ده چي چین، ایران، قرغزستان، افغانستان او تاجکستان او همدارنګه [۶] افغانستان له پاکستان سره نښلوي. [۱]

د CPEC پروژه به په BRI کي د افغانستان د ادغام لپاره ترټولو اغیزمنه لاره وي، چي افغانستان به د پاکستان له لاري له نژدې سمندر سره ونښلوي، خو د پاکستان شوم نیت او له ترهګرۍ څخه ددغه هیواد ملاتړ د CPEC په پروژه کي د افغانستان بشپړه مخه نيسي. د پاکستان او هند تر منځ د دښمنۍ سره سره د چین په دوه اړخیزه همکارۍ باندي هند موافقه کړې ده چي له پاکستان سره به په دې هڅه کي پوره همکاري وکړي. [۱] چین او هند په نوي ډیلي کي د افغانستان د ډیپلوماټانو د روزني په برخه کي هم همکاري کړې ده، او د افغانستان امنیت د دواړو هیوادونو لپاره مهم څېز دی. چین او هند دواړه القاعده، داعش-خراسان، ETIM، د پاکستان اړوند لشکر طیبه، حقاني شبکې او د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU) د سیمي سولي او سوکالۍ ته لوی ګواښ ګڼي.

د ژاو هونګ په وینا افغانستان له چین سره پوره مرسته کوي ترڅو د 'مارچ ویسټ' ستراتیژي پلې کړي، او په منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او هاخوا کي اقتصادي او ستراتیژیک نفوذ پراخ کړي. [۷]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ . 18 February 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ ۲٫۶ ۲٫۷ . June 2018. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . 1 December 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  4. . 22 March 2021. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  5. . 2024-10-29. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  6. . 2017-09-05. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  7. . 2013. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)