ابن عربي
ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي (عربي: أبن عربي)، د اسلامي نړۍ له سترو فلسفيانو، صوفيانو او عالمانو څخه دى. په تصوف کې د شيخ اکبر مقام ته رسېدلې. هغه په 1165 کال کې په مورسيا کې زېږېدلی وه او په 1240 کال کې په دمشق کې مړ شو.[۲] نومابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي (Script error: The function "Lang" does not exist.) چې په غربي نړۍ کې د ډوکټور ماکزيموس په نامه يادېږي او په اسلامي نړۍ کې د محيي الدين "Revivifier of religion" او الشيخ الأکبر ("لوی استاد") په لقبونو هم ياد شوی. ابن عربي په عقيدوي لحاظ دوحدة الوجود دعقيدې قايل دي او اکثر کتابونه يې له خرافاتو ډک دي چې داسلام داصيلي عقيدي ضد او د عيسويت او بوديزم له عقايدو څخه اخيستل شوي. ابن عربي دخپل کتاب فصوص الحکم په اړه وايې چې : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم د٦٢٧م کال دمحرم په وروستۍ لسيزه کې په دمشق (سوريه) کې وليد چې دهغه په لاس کې يو کتاب ؤ ، ما ته يې وويل : د دفصوص الحکم کتاب دى دا کتاب واخله او خلکو ته يې ورسوه ترڅو ترې گټه واخلي ، ما ورته وويل : په سترگو ... او په آخر کې زياتوي چې دا همغه کتاب دى چې رسول الله ماته راکړى ؤ پرته له څه کمښت او زياتواي !!!! ابن عربي پخپلو ليکنو کې داسي واضح کفر ويلى چې داسلامي تاريخ په اوږدو کې هيڅ انسان هم دهغې جرئت نه و کړى . ابن عربي ځان له ټولو پيغمبرانو غوره گڼي او ځکه چې هغه وايي چې څه خاتم الاولياء يم لکه څنگه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خاتم النبيين دى او ولي ځکه په پيغمپر غوره دى چې پيغمپر دوحى پواسطه دالله پيغام انسانانو ته راوړي او ولي مخامخ له الله سره اړيکې لري. ابن عربي دصليبي نړي او په ځانگړى توگه دمستشرقينو له خوا ډير مشهور کړاى شو او دهغه کتابونه مختلفو ژبو ته وژباړل شول . ابن عربي دقرآن په تفسير او ترجمه کې داسې تحريف او غلطۍ کړي چې يو عادي مسلمان هم دهغه دعقيدې په خرابۍ پوهيږي . ابن عربي دخپل عصر او له هغه وروسته دډيرو علماؤ له لوري تکفير شو چې دلته دځينو عالمانو نومونه وړاندې کوو :
الله تعالى دې مونږ ته دصحيح دين پوهه راپه برخه کړي . ژوندليکابن عربي ته اکثراً د يو مرموز فيلسوف په سترگه کتل کېږي. د هغه د ژوند په مهال هغه ته په سوفيت کې يو ډېر اهم او لوړ سوفي ښوونکی او لارښود گڼل کېده. ژوند او حالاتابوبکر محمد بن علي بن احمد بن عبدالله بن حاتم طايي چې په ابن عربي سره مشهور دى، د روژې د مياشتې په ۱۷مه نيټه کال ۵۶۰ هجري لمريز د اندلس (ننني سپېن) په مشهورښار مرسيه کې زېږېدلې دى. له زده کړې څخه وروسته ۳۰ کاله په اشبېله کې واوسېده او بيا يې د ختيز پر لور خپل يون پېل او د ډېرو ملکونو سفرونه يې وکړل، چې دمشق ښار ته ورسېد. ابن عربي د وحدت الوجود د نظريي لاروې ؤ، او د لومړي ځل لپاره دا نظريه همده وړاندې کړه. دده په نزد باطني روښنايي خپله لارښوونه کوي، او ځينو پوهانو دده دا نظريه د الحاد او کفر سره برابره ښوولې او دې يې زنديق گرځولې. مگر دده لارويان او نور صوفيان يې د شيخ الاکبر په نامه يادوي. دده ليکنې څه باندې ۳۰۰ درې سوه دي، چې لدې ډلې څخه يې د الفتوحات المکيه په نامه کتاب ډېر مشهور دى، دا کتاب ۴۰۰۰ پاڼې لري، او په ۵۶۰ څپرکيو وېشل شوې دى. دا کتاب د تصوف په علم کې لوړ مقام لري. ابن عربي شاعر هم ؤ، دده د عارفانه نظمونو ټولگه د ترجمان الشواق په نامه خپره شوې ده، چې ددې کتاب انگرېزي ژباړه د ډاکټر نکلسن کړې ده. ليکلي آثاراهمې ليکنې
رسالېابن عربي گڼ شمېر رسالې ليکلي چې په دې توگه دي:
سرچينې
دا هم وگورۍباندنۍ تړنې
|
- Pages using the JsonConfig extension
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- CS1 maint: date format
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- د ويکيسازنې لپاره نومېدلې ليکنې
- د ويکيسازنې لپاره ټول نومېدلي مخونه
- هغه ليکنې چې بې سرچينو څرگندونې لري
- هغه ليکنې چې بې سرچينو څرگندونې لري since February 2007
- د ويکيپېډيا کينډۍ
- Articles with invalid date parameter in کينډۍ
- صوفيان
- عرب فيلسوفان
- مسلمان فيلسوفان
- موريش ليکوالان
- ستورپوهان
- مورسي خلک
- اندولسي پوهان
- فيلسوفان
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره