د "چک جمهوریت" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.2) (روباټ بدلول: eu:Txekia
و r2.5.1) (روباټ بدلول: na:Ripubrikin Tsiek
۲۵۱ کرښه: ۲۵۱ کرښه:
[[mt:Repubblika Ċeka]]
[[mt:Repubblika Ċeka]]
[[my:ချက်သမ္မတနိုင်ငံ]]
[[my:ချက်သမ္မတနိုင်ငံ]]
[[na:Republik Czechia]]
[[na:Ripubrikin Tsiek]]
[[nah:Chequia]]
[[nah:Chequia]]
[[nds:Tschechien]]
[[nds:Tschechien]]

د ۱۸:۱۳, ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۱ بڼه

د چېک جمهوريت
Česká republika
بيرغ نښان
Location of  چک جمهوریت  (dark green) – on the European continent  (green & dark grey) – in the European Union  (green)  —  [Legend]
Location of  چک جمهوریت  (dark green)

– on the European continent  (green & dark grey)
– in the European Union  (green)  —  [Legend]

نخشه
موقعيت
Location of  چک جمهوریت  (dark green)

– on the European continent  (green & dark grey)
– in the European Union  (green)  —  [Legend]

پلازمېنه
(او لوی ښار)
پراګ (پراها)
۵۰°۰۵′ شمال ۱۴°۲۸′ ختیځ / 50.083°شمال 14.467°ختيځ / 50.083; 14.467
حکومت پارلماني جمهوريت
جوړښت
 -  د بوهېميا پرينسيپالېټي c. 870 
 -  چېکسولواکيا 28 October 1918 
 -  چېک جمهوريت 1 January 1993 
EU accession 1 May 2004
نا خالص داخلي تولید (PPP)  اټکل
 -  ټولټال $258.959 billion[۱] 
 -  پر کس $24.832.[۱] 
GDP (nominal) 2010 اټکل
 -  ټولټال $199.012 billion[۱] 
 -  پر کس $19.084[۱] 
Gini (2008) 26 (low) (4th)
بشري پرمختيا (2007) 0.903 (very high) (36th)
پيسه چېکي کرون (CZK)
د وخت سيمه (UTC+1)
 -  اوړی (DST) CEST (UTC+2)
د موټر چلولو لوری right
د انټرنټ مخکښ شپول .cz³
1 30 June 2010 (See Population changes).
2 Rank based on 2009 IMF data.
3 Also .eu, shared with other European Union member states.
4 Shared code 42 with Slovakia until 1997.

د چېک جمهوريت يو صنعتي هېواد دی چې په مرکزی اروپا کېپروت دی. مساحت یی ۷۸۸۶۵ کېلومتره مربع دی او ۱۰۳۳۰۰۰۰ وګړی (نفوس) لری. پایتخت یی پراګ دی. د چک جمهوریت د اروپا د مشترکو هېوادو غړی دی. د چک جمهوریت په شمال کېله پولنډ سره، په سوېل کېله اتریش سره، په لویدیځ کېله آلمان سره او په ختیځ کېد سلواکيا له جمهوریت سره ګډې پولې لری. پراګ، برنو( Brno )، اوستراوا( Ostrava )، اولوموڅ( Olomouc ) او پلزن( Plzeň ) تر ټولو لوی ښارونه دی. د لابې سیند تر ټولو اوږد سیند دی. د چک جمهوریت صنعتی هېواد دی مګر په دغه هېواد کشې عصری کرهڼه هم شته.

تاریخ

د کلټ قبیلو په ۴۰۰ کال ق.م. کې په مرکزی اروپا کې یو دولت تاسیس کړ. هغه د کلټ قبیله د بویون ( په لاتین: بوهیم ) په نوم یادېږی. د دی لپاره د چېک دولت هم د بوهیما په نوم یادېږی. په پنځمه پیړی کې سلوانی (Slovanic ) قبیلې د آسیا څخه مرکزی اروپا ته راغللې او په بوهیما کې یی سلوانی دولت جوړ کړ. په ۷ پېړۍ کې په بوهیما کې لمړی قوی دولت تاسیس شو. هغه دولت په اوس وخت کې د سامو دولت په نوم یادېږی. په ۸۳۰ کال کې په بوهیما او موراوا کې یو لوی او قوی دولت تاسیس شو . دغه دولت په اوس وخت کې لوی موراوا (Morava ) په نوم یادېږی. دغه لوی دولت به ۹۰۷ کال کې په پوهیما او موراوا تقسیم شو. د لوی موراوا د تقسیمولو وروسته په بوهیما کې لمړی د چېک دولت د پږېمسل کورنۍ لخوا تاسیس شو.په ۱۰ پېړۍ کې د پږیمسل حکمرانانو موراوا او سلواکېا ونیول. په ۹۷۳ کال کې په بوهیمیا کې د اسقف مقر جوړ شو. په ۱۲۱۲ کال کې د چېک دولت په چېک پاچایۍ بدله شوه. په ۱۲۵۳ کال کې پښيميسل اوتاکار ۲ ( Přemysl Otakar II ) د چېک پاچا شو.پښيميسل اوتاکار ۲ د واده او توره په مرسته د چېک پاچایی پراخه وکړه او په دی ډول د چیک پاچایی د اروپا تر ټولو قدرتمن ( پیاوړی ) هېواد شو. مګر پاچا پښيميسل اوتاکار ۲ په ۱۲۷۸ کال کې په جګړه کې د اتریش د اردو لخوا ووژل شو. زوی یی واتسلاف دوهم ( Václav II ) په ۱۲۸۳ کال کې د چېک پاچا شو. پاچا واتسلاف دوهم پر پولند برید وکړ او په ۱۳۰۰ کال کې د پولند پاچا شو. په ۱۳۰۱ کال کې زوی یی واتسلاف ۳ د اوهری ( هنګری ) پاچا شو او په ۱۳۰۶ کال کې واتسلاف ۳ ( Václav III ) د خپل پلار تر وفات وروسته د چېک پاچا شو. واتسلاف ۳ په ۱۳۰۶ کال کې په اولوموڅ کې وژل شو. د پاچا واتسلاف ۳ تر وفات وروسته د چېک پاچایی د لوکسیمبرګ ( Luxenburg) د حکمرانانو لاس ته ورغله. په ۱۳۴۴ کال کې په پراګ کې د لوی اسقف مقر تاسیس شو. په ۱۳۴۶ کال کې کارل څلورم د چېک پاچا شو. پاچا کارل څلورم د چېک تر ټولو مشهور پاچا وو. کارل ۴ په پراګ کې یو مشهور پوهنتون تاسیس کړ. په اوس وخت کې دغه پوهنتون د کارل پوهنتون ( Karlova universita) په نوم یادېږی او دغه پوهنتون په مرکزی اروپا کې تر ټولو زوړ پوهنتون دی. پاچا کارل ۴ په پراګ کې هم یو مشهور پل جوړ کړ. په اوس وخت کې دغه پل د کارل د پل په نوم يادېږی او د پراګ تر ټولو مشهور یادګار دی. د پاچا کارل د حکومت په وخت کې پراګ د چېک د پاچایی او د مقدس روم دامپراطوری پایتخت شو. پاچا کارل څلورم دوه زامن لرل. د کارل ۴ تر وفات وروسته زوی یی واتسلاف څلورم د چېک پاچا شو او زوی یی زیکموند ( Zikmund) د اوهری پاچا شو. واتسلاف ۴ ډېر نالایق او عیاش پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری کاوه او پېغلې یی خوښی وی. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی یان هوس ( Jan Hus) وو په پراګ کې په یوه کلیسا کې پر کاتولیکې روحانیونو انتقاد وکړ.یان هوس خلکو ته وویل چې کاتولیکې روحانیونه او چېکې اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نکوی او دغه روحانون پر خلکو ظلمونه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د مذهبی مشرانو ټولنې ته دعوت کړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورځی نو روحانیونو هغه ونیو. په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس په اور کې ووژل شو. د یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې لوی قیام پېل شو.په ۱۴۲۰ کال کې صلیبی اردو د چېک پاچایی ته ورسېده. مګر دغه اردو په پراګ کې د قیامکوونکې لخوا ماته وخوړله. په ۱۴۵۸ کال کې یرژی پودیبراد ( Jiří z Poděbrad) د چېک پاچا شو. په ۱۴۷۱ کال کې د پولند پاچا د یرژی پودیبراد تر وفات وروسته د چېک پاچا شو. په ۱۴۷۵ کال کې لمړی چېکي چاپخانه جوړ شوه. په ۱۵۱۶ کال کې لودیک یاګېلون د چېک پاچا شو. پاچا لودویک یاګیلون په ۱۵۲۶ کال کې په جګړه کې د ترکې پوځ لخوا وژل شو. په ۱۵۷۳ کال کې د هبزبورګ امپراتور رودولف ۲ ( Rudolf II) په پراګ کې خپل مقر جوړ کړ. په دی وخت کې پراک د علم او ثقافت مرکز وو. په ۱۶۱۵ کال کې دیرش کلنه جګړه پېل شوه.

د چیکسلواکېا جمهوریت

د چیکسلواکېا جمهوریت ( ۱۹۱۸-۱۹۳۸ ) په ۱۹۱۸ کال کې ېې بنسټ کېښودل شو. د چیکسلواکېا لمړی ولسمشر توماس ګاریک ماساریک ( Tomáš Garrigue Masaryk ) و چې د پراګ په کلا کې د ولسمشر اداره یې جوړه کړه . په ۱۹۳۹ زېږديز کال کې نازي پوځ چېک او موراوا ونیول. په ۱۹۴۵ کال کې روسی پوځ پراګ ته ورسېده او چکسلواکېا د روسي پوځ لخوا خپلواکه شوه. په ۱۹۴۸ کال کې د کمونسټ ګوند مشر کلمنت ګوتوالد ( Klement Gottwald) د چکسلواکېا ولسمشر شو. په ۱۹۶۸ کال کې د چکسلواکېا حکومت سیاسی بیا جوړول اعلان کړ. مګر په ۲۱.۸.۱۹۶۸ کې روسي پوځ د چکسلواکېا په جمهوریت تیری وکړ. ډیر خلک مجبور شول چې د چکسلواکيا څخه کډه وکړي.

د چېک جمهوریت

د چېک جمهوریت په کال ۱۹۹۳زېږديز کې د چکسلواکېا تر وېشلو وروسته منځ ته راغی .

سياست

د سیاست سیستیم پارلماني دیموکراسي دی. د چېک پارلمان د خلکو لخوا انتخابېږی. پارلمان دوې ادارې لري. د چېک جمهوریت یو ولسمشر لری چې د پارلمان لخوا ټاکل کېږی. تر ملی ټول ټاکنو وروسته حکومت د بریالی شوی ګونډ له خوا ټاکل کېږی.

انځورتون

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ "چېک جمهوريت". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړنې

کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA