Jump to content

سلېمان لايق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سليمان لايق
Sulaiman Layeq
سليمان لايق
سليمان لايق

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۲ اکتوبر ۱۹۳۰[۱]
پکتيا ولايت، افغانستان
مړینه 31 جولای 2020 (90 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
جرمني   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد غړيتوب افغان
نسل پښتون
ګوند ا.خ.د.گ (پرچم گوند)
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال او شاعر
کاروونکي ژبه پښتو   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

سلېمان لايق (د ۱۳۰۹ لمريز کال د تلې ۲۲، پکتيکا ولايت، ښرنه - د ۱۳۹۹ ل کال د زمري ۱۰، جرمني = د ۱۹۳۰ ز کال د اکتوبر ۱۲- د ۲۰۲۰ ز کال د جولای ۳۱) (په انگرېزي: Sulaiman Layeq) د افغانستان يو اوڅار پښتو او پارسی ژبی لیکوال، شاعر او سیاستوال وو.

نوم او مخينه

سلېمان لايق د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارگوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې دی. د هغه آر نوم غلام مجدد دی چې د نوښتگر مانا لري. د لايق پلار مولوي عبدالغني له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل زوی کېښود. د هاشم خان د حکومت پر مهال د سلېمان لايق پلار نظر بند شو. لايق په ۵ کلنۍ کې د پلار په غوښتنه کابل ته راوستل شو، له رارسېدو سره سم د کوي ناروغي ورپېښه شوه او په مټکې له مرگه بچ شو. مور يې د ژغورلو او پاللو په نيت دی بېرته د ځان سره کلي ته بوت او تر ۲ کاله پورې په کلي کې د مور سره پاتې شو، خو وروسته يو ځل بيا د پلار په غوښتنه له مور سره يو ځای کابل ته ولاړ. دا سفر لايق ته تر لومړني سفر ډېر بدمرغه وو، پلار يې په کابل کې بله ښځه کړې وه، مور او کشر ورور يې په څو ورځو کې د کولرا په ناروغۍ اخته شول چې په پايله کې يې دواړه يو په بل پسې مړه شول او دی د ميرې ځورونو او کړاوونو ته پاتې شو.

زده کړې

لايق په ۱۳۱۹ لمريز کال کې چې عمر يې د ښوونځي د شمول تر نورمه اوښتی و، د حبيبيې لېسې دوهم ټولگي ته ومنل شو. چې بيا له همدې ټولگي څخه د زده کړې تر پايه د يوه ممتاز او بې سياله زده کوونکي په ډول پرمخ لاړ. له بده مرغه ده د حبيبيې لېسه د کورنيو ستونځو له کبله په پينځم ټولگي کې پرېښوده او دوه کاله وروسته يې د لمړنۍ دورې د دوو قضاکړيو ټولگيو آزموينه تېره کړه او به ۱۳۲۶ کې د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. هلته يې هم ډېر ژر نوم پېدا کړ او د مدرسې په زده کوونکو کې ممتازه څېره شو.

په ۱۳۳۱ لمريز کې چې لايق د مدرسې وروستنی ټولگی پای ته رساوه، د مدرسې زده کوونکو د ادارې د ځينو زياتيو په وجه د لايق په مشرتابه په اعتصاب او مارشونو لاس پورې کړ. په دې پايله کې لايق د خپلو ټولو تحصيلي، اخلاقي او دسپليني ښېگڼو سره سره په وحشيانه توگه مجازات شو او د وهلو ټکولو او تحقير نه ور پورته د څو نورو زده کوونکو سره يوځای له مدرسې اخراج او د کابل له ښاره په شړنه محکوم شو. خو د لايق پلار چې يو پخوانی د استعمار ضد جنگيالی وو، د لايق او دده د ملگرو ملاتړ ته ېې راودانگل او د پوهنې وزارت يې دې ته قانع کړ چې اخراج شوي طالبان بیا په مدرسه کې ومني.

دندې

ښاغلې لایق په کمونسټي پیر کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ.ښاغلې لایق په کمونسټي رژیمونو کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ. ښاغلي لايق د سياسي کارونو سره سره د پښتو او دري ژبو په ادبياتو کې هم لاس وهلی نو په دې توگه دی نه يواځې د افغانستان په سياسي چارو کې ښکلېل ؤ بلکې د افغانستان په ادب کې ېې هم ځان آزمويلی او د ښه محافظه کارۍ شعرونه ېې ويلي.

پر ۱۳۷۱ لمريز کال چې کله د هېوادمشر ډاکتر نجيب الله واکمني پای ته ورسېده او په هېواد کې جهادي تمظیمونه واکمن شول، لايق لومړی د څمکنیو سیمې او بیا له هغه ځايه د مشهور سیاستوال عبدلولي خان دېرې ته لاړ. هلته یې له عبدلولي خان نه د څه مودې لپاره پنا وغوښته، ولي خان له پاکستاني حکومت څخه له ده سره د نه غرض غوښتنه وکړه او پاکستان شرط کېښود، چې لایق به نه سیاست کوي، نه به نورو پاروونکو ربړو سره کار لري، یوازې به ژوند کوي او غلی به وي.

کله چې له مجبورې ورځې کوزې پښتونخوا ته کډوال شو نو شاعر لايق هلته يوه نامتو بوللـه (قصيده) وليکله چې د دغې بوللې سربيت دا دی:

دا زمونږ د سترگو وړاندې «غني» گوره څه تېریږي؟

یو باتور ملت غرقیږي، یو مضبوط وطن نړیږي

سلېمان لایق یو نیم کال د عبدالولي خان په دېره کې وو، تر هغې وروسته اروپا ته ولاړ او په جرمني هېواد کې مېشت شو.

مړينه

بله وېره نشته د لایق د مرگ په پېښه کې

ډک جام به یتیم شي، لب ‌شکرې به شي پاتې

د افغانستان دغه ستر ادبي شخصيت د ۲۰۱۹ ز کال د سپتمبر پر ۵ نېټه د کابل ښار په ششدرک کې د هېواد د دښمنانو له لوري په یوه ځانمرگې چاودنه کې د ټپې کېدو په يايله کې د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري پر ۱۰ د ادینې (جمعې) پر ورځ او د لوی اختر پر لومړۍ ورځ (د ۲۰۲۰ زېږدي کال د جولای مياشتې پر ۳۱)، له دې نړی څخه سترگې پټې کړې.

د خدای بښلي سلېمان لايق جنازه د ۱۳۹۹ ل کال د زمري مياشتې پر ۲۰ د دونۍ (دوشنبې) پر ورځ د گهيځ د اوو بجو شاخوا کې له جرمني هېواده د کابل هوايي ډگر ته راولېږدول شوه. د ۱۳۹۹ ل کال د زمري پر ۲۱ نېټه د منځنۍ (سه شنبې) پر ورځ د گهيځ له اتو بجو د غرمې تر لسو بجو يې په څلورسوه بستريز روغتون کې د درناوي او مخه ښې مراسم ترسره شول. پر همدغه نېټه يې د غرمې پر ۱۱ بجو په عيدگاه جومات کې د جنازې لمونځ ترسره او تر هغه وروسته يې جنازه د کابل ښار د مرنجان غونډۍ ته ولېږدول شوه. د لايق صاحب جنازه د غرمې د دولسو بجو په شاوخوا کې پر مرنجان غونډۍ خاورو ته وسپارل شو. د جنازې په مراسمو کې د هغه د کورنۍ غړيو، خپلوانو، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت کالخوای (سرپرست) وزير محمد طاهر زهير، ددغه وزارت مرستيال پوهاند محمد رسول باوري، د افغانستان د پوهنو اکاډېمۍ سرپرست عبدالظاهر شکيب، ددغې اکاډېمۍ يو شمېر غړيو، ليکوالو، شاعرانو، د ډاکتر محمد نجيب الله د واکمنۍ يو شمېر چارواکیو لکه عبدالرشید ارين، احمد بشير رويگر او د لايق صاحب د پنځونې نورو مينه والو گډون کړی وو چې شمېر يې سلگونو کسانو ته رسېده. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چابي اثار

  1. چونغر - شعري جونگ - چاپکال ۱۳۴۱، ۱۳۶۱ ز. کال
  2. کيږدۍ - شعري جونگ - چاپکال ١٣٥٤، ١٣٦٠ ز. کال
  3. يادونه او درمندونه - شعري جونگ چاپکال ١٣٥٧ ز. کال
  4. بادبان - شعري جونگ (دري) ١٣٥٨
  5. قصې او افسانې - شعري جونگ (پښتو) ١٣٦٠
  6. د اباسين سپېدې - (پښتو) ١٣٦٢
  7. شپيلۍ (پښتو) ١٣٦٢
  8. د پښتو لنډيو يو تحليلي رساله - (پښتو) ١٣٦٢
  9. سمت روشن جاده ها - شعري جونگ (دري) ١٣٦٣
  10. ساحل - شعري جونگ (پښتو) ١٣٦٣
  11. سپرغکې - شعري جونگ (پښتو) ١٣٨٣

د سلېمان لایق انځورونه


سرچينې

۱- https://yaraan.com/saliman-liaq-bator-milat/ Archived 2021-01-19 at the Wayback Machine.

۲- https://khpalwaak.com/archives/19234 Archived 2020-08-12 at the Wayback Machine.

۳- بينوا عبدالروف، اوسني ليکوال، دويم چاپ، ۹۸۲ مخ.


باندنۍ تړنې

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fr2zxw — subject named as: Sulaiman Layeq — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷