ويکيپېډيا:ښه راغلئ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پښتو ویکیپیډیا یو وړيا پوهنغونډ او ذخیره ده چې د خپلو لوستونکو په مرسته او همکارۍ لیکل شوې. دا وېب پاڼه خپلو کاروونکو ته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د مالوماتو لیکلو لپاره وړیا چاپېریال چمتو کوي، دلته هرڅوک کولی شي نږدې هره ليکنه سمه کړي. د ليکنې د سمون لپاره د پاڼې په سر کې "سرچينه سمول" باندې کلیک وکړئ، د اړوند ليکنې د سمون بکس به خلاص شي. هلته اړین بدلونونه وکړئ او لاندې د "بدلونونو خپرولو" تڼۍ باندې کلېک وکړئ، په څو ثانیو کې به دا بدلونونه په ليکنه کې ښکاره شي.

لومړنۍ خبرې[سمول]

که تاسو دلته کومه ليکنه خوښوئ، د ليکنې د منځپانګې په اړه کومه پوښتنه لرئ یا هر ډول بحث لرئ، تاسو کولی شئ خپل نظر یا پوښتنه د اړوند ليکنې د "خبرې اترې" مخ کې وليکئ. د دې لپاره لومړی په "خبرې اترې" کلېک وکړئ او بیا "سرچينه سمول" کلېک کړئ، خپل نظر د متن بکس کې دننه کړئ چې دلته خلاصیږي او په "بدلونونه خپرول" باندې کلېک وکړئ. موږ خوښ یو چې ستاسو نظرونه یا پوښتنې واورو.

که تاسو د یوې ځانګړې ليکنې په لټه کې یاست او نه یې شئ،موندلی، په ويکيپېډيا:له موږ سره اړيکه کې موږ سره اړیکه ونیسئ.
که تاسو غواړئ د یوې موضوع په اړه یوه ليکنه ولولئ چې لا تر اوسه په پښتو ویکیپیډیا کې نشته، د ويکيپېډيا:ليکنې لپاره درخواست ته خپله غوښتنه ولیکئ.

سمون او اوډون[سمول]

هر څوک کولی شي په پښتو ويکيپېډيا کې تقريبا هره ليکنه سمه کړي. د سمون کولو لپاره، د پاڼې په پورتنۍ برخه کې په سرچينه سمول کلېک وکړئ، د متن بکس به راښکاره شي، دلته اړین سمونونه وکړئ او د دې بکس لاندې بدلونونه خپرول باندې کلېک وکړئ، په څو ثانیو کې به ستاسې بدلونونه په ليکنه کې راڅرګند شي. تاسو اړتیا نلرئ چې دلته د یوې ليکنې سمولو لپاره ګڼوڼ جوړ کړئ، مګر دا غوره ده چې د سمون کولو لپاره یو ګڼوڼ جوړ کړئ.

زموږ سره د مرستې لپاره ترټولو اسانه لار د نورو پوهنځیو او پوهنغونډونو په څېر ویکیپیډیا لوستل دي. چېرته چې تاسې کومه ليکنه يا کرښه يا نوم ناسم ووينئ، په سمون کلېک وکړئ او غلطي سمه کړئ. له تېروتنې مه وېرېږئ، ځکه هغه تېروتنه هم اصلاح کېدای شي. پښتو ويکيپېډيا ويکيپېډيا اوس مهال ۱۷٬۳۹۵ ليکنې لرياو ورځ په ورځ زياتېږي. ( تازه حال يې په ځانگړی:شمار کې وګورئ)، تاسو کولی شئ دلته نوې ليکنې هم ولیکئ. که تاسو اندېښمن یاست چې په ليکنه کې ستاسو سمول به د هغې سینګار خراب کړي ، خپل شخصي تمرين مخ ته لاړشئ ، دا پاڼه ستاسې د تمرين کولو لپاره جوړه شوې ده. د اصلاح کولو وروسته یې په اصلي ليکنه کې پیسټ کړئ.

دا به ښه وي که تاسو لومړی ويکيپېډيا:د پښتو ويکيپېډيا تگلاره ولولئ.

غواړئ ګډون وکړئ؟[سمول]

که څه هم هر څوک کولی شي پرته له دې چې یو ګڼون جوړ کړي ويکيپېډيا تدوين کړي، خو د ګڼون له جوړولو وروسته به ډېرې ګټې او اضافي اسانتياوې ولري او نور کارنان به هم وکولای شي چې له تاسو سره په اسانۍ اړيکه ونيسي، نو که غواړئ چې يو ګڼون جوړ کړئ، نو دلته يې وګورئ. د همدې پاڼې فارم کې اړین مالومات دننه کړئ او یو ګڼون جوړ کړئ. د ګڼون له جوړولو وروسته، تاسو به په پښتو ويکيپېډيا کې د خپل کارن پاڼه هم ولرئ، چې په عام ډول د پروفايل په نامه يادېږي، او د ګڼوڼ له جوړولو سمدستي وروسته به تاسو په خپله د خبرې اترې په پاڼه کې د ښه راغلاست پيغام ترلاسه کړئ، چې تاسو بايد په دقت سره هغه ولولئ.