دا پروژه يوه نيمګړې پروژه ده چې سمون يې روان دی۔ تاسو پکې د مالوماتو زياتولو سره لاښه والی راوستلی شئ۔
دا کينډۍ د ويکيپېډيا تګلار سره سم د ادابو ځينې لارښوونې راښي، چې دلته يې مونږ د ويکي اداب په نوم پېژنو، او دا اداب مونږ ته دا راښيي چې په ويکيپېډيا کې له نورو سره څه ډول چلند وکړو.
د ويکيپېډيا کارنان او سمونګران د بېلابېلو هېوادنوو او بېلابېلو کلتورونو سره تړاو لري، چې له کبله يې هر يو بېلابېل اندونه، ليدلوري، رايې او شاليدونه لري چې ځينې وختونه دا د دې سبب ګرځي چې د يوې سکالو يا موضوع اړوند د هغوی نظرونه او اندونه سره په ټکر کې واقع شي او شخړه رامنځته شي، نو ويکيپېډيا اداب مونږ ته دا توصيه کوي چې له نورو سره په دغې وخت کې له احترام، درناوي او ادابو سره سم چلند غوره کړو، ځکه له نورو سره په ښه ډول چلند په نړيوال انلاين پوهنغونډ کې د يوه بنسټيز او کليدي جوړښت په توګه ځای لري.
بې طرفي او ناپېيلتوب داسې ساتل کېږي: