ويکيپېډيا:انځورونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويكيپېډيا (انځور پورته كول) دا لارښود تاسې ته درزده كوي چې څرنګه د ويكيپېډيا پوهنغونډ په پاڼو كې انځور واچوئ. كه چېرې مو كوم انځور د پوهنغونډ لپاره غوره كړې وي، او تر دمګړۍ مو نه وي وراچولې، نو تاسې بايد د (بارګذاري تصوير) انځور پورته كوونې له لړۍ څخه پېل وكړئ. كه چېرې وغواړئ د پوهنغونډ له انځورونو څخه ګټه پورته كړئ، نو پدې لړ كې كولې شئ د ((انځور څخه كار اخيستنه)) لړۍ څخه پيل وكړئ. ر پورته كوونه == پدې اړه اصلي ليكنه ولولئ ويكيپېډيا انځور پورته كوونه مخكې لدې چې انځور ويكيپېډيا ته پورته كړئ، اړينه برېښي ترڅو پدې اړه پوه شئ، چې په ويكيپېډيا كې له انځور څخه ګټه پورته كوونې قانون سره اشنا اوسئ. پام مو وي، چې زياتره هغه انځورونه چې په نورو وېبپاڼو او بلاګونو كې وي، د بيا خپرولو حق يې خوندي وي، او تاسې د نوموړو ټولنو، بلوګونو يا وېبپاڼو د چلوونكيو پرولې. په لنډ ډول پوهنغونډ كې د انځور خپرولو لړۍ په لاندې ډول دي:
  1. د پوهنغونډ پانې په ښي اړخ د .... لاندې د لېمسه پورته كوونه كېمنډۍ (كلېك كړئ)
  2. د هغو لارښوونو په رڼا كې چې په نوې پاڼه كې به ستاسې مخې ته راشي، انځور د خپل سولګر (كمپيوټر) له ډراېو څخه خوښ او پوهنغونډ ته را اوچت كړئ.
  3. هركله چې انځور په بشپړ ډول پورته شو، نو تاسې به په اتومات ډول د انځور پاڼې ته ورشئ.

د انځور كارونه[سمول]

په لومړي سر كې اړينه برېښي د انځور هغه پاڼې ته ولاړ شئ، چې غواړئ نوموړې انځور په نورو پاڼو كې واچوئ. د انځور د لېمسې (فايل) نوم چې په هغه پاڼه كې ښكاري، د همدې انځور لرونكې پاڼې په سرليك كې ښكاري. تاسې بايد دا نوم په ښه ډول په ياد ولرئ.

bust kala

په پورته انځور مثال كې: د انځور نوم چې (Gol-mikhi-2.png) دى، په پوره ډول د پاڼې په سرليك كې ښكارېږي. په لاندې مثالونو كې موږ همدا انځور په كار اچوو، تاسې بايد دا نوم په ياد ولرئ. ددې لپاره چې د ويكيپېډيا د نورو پاڼو په دننه برخه كې د كوم انځور ښوونه وكړو، نو اړنه ده چې لدې كوډ څخه كار واخلو:

[[انځور: انځوري_لېمسې_نوم]] ددې لپاره چې د ګل مېخي ۲ له انځور څخه د همدې پراګراف لاندې راولو، نو له پورته كوډ [[انځور:Gol-mikhi-2.png]] څخه ګټه پورته كوو:

پدې ډول زموږ د كار پاېله په پورته ډول راووته. د يادولو وړ ده، چې كله موږ غوړو يوې پاڼې ته انځور ورعلاوه كړو، نو د ويكيپېډيا سمادول پاڼه كې د انځور لپاره دا [[Image:image_name.jpg]] زموږ مخې ته راځي. نو د هغه انځو نوم چې موږ پوهنغونډ ته پورته كړې، پدې ليندۍ كې داسې ځاى پرځاى كوو: [[انځور: Gol-mikhi-2.png]]

د انځور سمادول[سمول]

په زياتره ځايونو كې يواځې انځور ښوونه يا راوړنه زموږ موخه نه وي. زموږ د غوښتنې سره سم بايد انځور، ښي، كيڼ، منځ پورته ددې لپاره راوړل شي، ترڅو د هغه متن سره يوځاى شي، چې موږ يې غواړو: ويكيپېډيا موږ ته دا اسانتياوې راپه برخه كوي، ترڅو موږ د خپلې خوښې انځور هرچېرې چې وغواړو، يوسو، او هرڅومره چې وغواړو، ستر يا كوشنې كړو. د انځور دا سمادول په لاندې ډول دى:


ازمويېل[سمول]

هرهغه څه مو چې زده كړي، ددې پاڼې په ...... كې وازمايئ.