د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ً
 | دا مخ د ويکيپېډيا تګلار ده نو د ټولو کارنانو لپاره لازمه ده چې د دې پيروي وکړي. خو دا بلکل اخری قانون نه دی بلکې دا هم کېدای شي چې د پازوالانو لخوا دا قانون بدل شوی وي۔ تاسې په دې مخ کې سمون کولای شئ خو د داسې سمون نه ډډه وکړئ، چې د چا د مخالفت سره مخامخ شي، که نيوکه لرئ نو د خبرې اترې پر مخ مو خپل اند وليکئ |
 | ځغلنده کتنه: کله چې يو شخص داسې سرليک په ويکيپېډيا کې وپلټي چې په هغې بېلابېلې ليکنې وي، نو د اصلي ليکنې موندل پکې ستونزمن شي، نو د دې لپاره اړينه ده چې څومانيز مخونه او د هغوی ترمنځ تړنې برابرې شي، ترڅو پلټونکی څومانيز مخ پرانيزي او په لنډ ډول د هرې ليکنې اړوند پوه شي او د خپلې خوښې وړ ليکنې لينک باندې کلېک وکړي او ليکنه ومومي. |
کينډۍ:لارښود لړليک
په ويکيپېډيا کې څومانيز مخونه هغه مخونو ته وايي چې په ورته سرليک باندې څو بېلابېلې ليکنې شوې وي يا دا چې يو ويوکی په څو بېلابېلو ماناوو کارول شوی وي، د هغې تفصيل او تشريح لپاره چې کوم مخ جوړيږي، نو دا ډول مخونو ته څومانيز مخونه وايي، داسې ډېر ويوکي شته چې په بېلابېلو ځايونو او بېلابېلو علمونو کې بېلابېلې ماناوې لري، خو ليکل او ويل يې يو شان وي، نو دا چې په ويکيپېډيا کې په دې ويوکي باندې د هرې برخې بېلابېله ليکنه په کار وي، نو ويوکی ګونګ او څومانيز کيږي، چې له کبله يې په اسانۍ سره د نظرو وړ موضوع موندل ستونزمن کيږي، نو د دې ستونزې د حل په موخه يو نوی مخ جوړيږي، په هغې کې ټول ورته ويوکي او د هغې بېلابېلې ليکنې د يو جدول يا لړليک په شکل ليکل کيږي او د هرې ليکنې لينک ورسره تړل کيږي، دا ډول مخ ته څومانيز مخ ويل کيږي.
Lua error in Module:Navbox at line 885: table index is nil.
|
|