ويکيپېډيا:ورانکاري
| دې مخ کې د پښتو ويکيپېډيا کړنلار او لارښوونې بيان شوي، په کومو چې د ويکيپېډياګرانو اجماع ده، په همدې ډول دا د ټولو کارنانو لپاره لازمي معيار دی. تاسو په دې پاڼه کې سمون کولی شئ، خو پام مو وي چې ستاسو سمون د نورو د اجماع خلاف نه وي. |
| اخلاقي لارښوونې |
|---|
د ويکيپېډيا په منځپانګه کې په ناسمه توګه د يو څه زياتول، ړنګول يا په هغې کې داسې يو سمون کول چې له کبله يې د ويکيپېډيا بشپړتيا له منځه لاړه شي، ورانکاري بلل کيږي. يا د بېلګې په توکه که ووايو چې د ويکيپېډيا په مخونو کې د ليکنې سره د نه تړاو لرونکو انځورونو، بربنډو انځورونو يا خندا وړ ليکنو ځايول يا په غير منطقي توګه د تګلارې مخالف له ځينو ليکنو څخه يو څه ړګول او يا په ځينو مخونو کې په واضح ډول د بې کاره او غير ضروري موادو ځای پرځای کولو ته د ويکيپېډيا ورانکاري وايي. يانې ورانکاري هر هغه عمل دی چې د ويکيپېډيا ليکنې او مخونه خرابوي يا يې بې باوره کوي يا دا چې د ويکيپېډيا مالومات ګډوډ کوي.
ورانکاري منع ده
[سمول]د کارنانو د هڅونې په پار بايد وارنکاری کارن د هغې د ورانکارۍ په اړه خبر کړای شي، د څو پرله پسې ورانکاريو يا د نه منع کېدو په صورت کې ويکيپېډيا:پازوالان کولی شي چې په هغې د څه مودې لپاره بنديز ولګوي.
د ورانکارۍ مخنيوی څنګه وکړو
[سمول]کوښښ وکړئ چې وروستي بدلونونه پاڼه او په ځانګړې توګه نوي مخونه وڅارئ!.
د ورانکارۍ ليدلو پرمهال بايد څه وکړو؟
[سمول]که تاسو په کومه ليکنه يا مخ کې ورانکاري ووينئ، نو هغه ورانکارې برخه يې لرې کړئ، يا ټوله ليکنه سمه کړئ.
خو که کوم مخ داسې وي چې د هغې د ليکنې موخه، ناسم مواد يا په څرګند ډول ورانکاري وي، نو تاسو کولی شئ چې د هغې ليکنې ړنګېدو غوښتنه وکړئ، د غوښتنې تګلار دا ه چې د يادې ليکنې په سر کې دا کينډۍ ولګوئ {{ړنگول|ړنګولو سبب وليکئ|تاريخ}}. که ورانکاري يو ګڼوڼ لرونکي کارن کړې وي، نو د هغې د خبرو اترو پرمخ پيغام پرېږدئ او د ژر سمون په اړه اقدام وکړئ.
نويو کارنانو ته لارښوود
[سمول]سمون ورانکاري ده، يا تېروتنه
[سمول]بايد وکتل شي چې کارن دا ډول بدلونونه د سمون په نيت ترسره کړي يا د ورانکارۍ په نيت، يانې د کارن موخه په ليکنه کې د بدلون څخه د ليکنې ورانول و، يا سمول۔
بېرته ګرځول
[سمول]د مخ نېټه وګورئ او د ورانکارۍ دمخه تاريخ ليکنه بېرته راوګرځوئ.
خبرداری
[سمول]کارن ته خبرداری ورکړئ، ترڅو بياځلي دا ډول تېروتنه او ورانکاري ونه کړي.
د وران شوي مخ څارنه وکړئ!
[سمول]دا مخ تر هغې وڅارئ، ترڅو ډاډه شئ، چې نور په ياد مخ کې کوم څوک ورانکاري نه ترسره کوي.
پازوال خبرول
[سمول]د پرله پسې ورانکارۍ په صورت کې پازوال ته خبر ورکړئ، چې په ياد کارن بنديز ولګوي، يا په اړه لازم اقدام وکړي.
نور وګورئ
[سمول]
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||