ويکيپېډيا:د پښتو ويکيپېډيا تگلاره
د پښتو ويکيپېډيا لپاره د تگلارې او قوانينو اړتيا!
په دې وروستيو کې ډېرې ناندريزې ليکنې او بحثونه چې په نتيجه کې د بېلابېلو مخالفتونو د رامېنځ ته کېدنې سبب شوي او يو شمېر ويکيپيډياگرانو باندې بنديزونه لگېدلي. زه د پښتو ويکيپېډيا د بنسټگر او مشر پازوال په توگه چې اکثراً د خپلو نورو ورځينيو کارونو په خاطر نه يم توانېدلی چې له دغو پېښو څخه ځان باخبره وساتم، دا دی د فرصت سره سم همدا ليکنه دلته خپروم. هيله ده چې د گڼ شمېر ورانپوهاويو او مخالفتونو د هواريو لپاره د يو لارښود په توگه وکارېږي. موږ په پښتو ويکيپېډيا کې ۱ پازوالان لرو. دا چې د هرې ژبې ويکيپېډيا د خپلو کارونکو، سمونگرانو او پازوالانو د سلا او مشورو سره سم خپل ځان ته بېلابېلې تگلارې غوره کړي، نو پښتو ويکيپېډيا هم اوس د بېلابېلو نظرونو، بېلابېلو فکرونو، د گډوډۍ د مخنيوۍ، د لهجوي گډوډۍ له مخې خپل دريځ او تگلاره روښانه ساتلی. زه اوس د داسې يو قانوني تگلارې د رامېنځ ته کېدو ضرورت او اړتيا تر هر بل څه ډېره وينم. لکه پورته چې ووييل شول د ليکوالو، سمونگرانو، پازوالانو تر مېنځ د همغږۍ او همکارۍ نه شتون دې ته اړ کړم چې همدا ليکنه وکړم او په همدې خاطر د ټولو ليکوالو او پازوالانو څخه په دې برخه کې مرسته غواړم. په همدې مخ کې د قانوني مادو په بڼه او د پښتو ويکيپېډيا د هر يو اړخ اړونده غواړم تاسو ته بلنه درکړم چې خپل نظرونه زموږ سره شريک کړئ او په آخر کې به د پښتو ويکيپېډيا د لارښود او د يو اساسي قانون په توگه يو منل شوی قانون سره په گډه جوړ کړو او د ولسواکۍ د دود له مخې هره هغه ماده چې تر ټولو ډېره رايه ترلاسه کړه هغه به د دې ويکي د قانون په توگه په ټولو پلي کېږي. دا چاره به د خپلسري ليکنو، خپلسري ړنگونو، خپلسري کينډۍ جوړولو، خپلسري وېشنيزو او خپلسري دوتنه پورته کولو مخه ونيسي. هر څوک به وکولی شي چې د قانون او د ليکنو د خپراوي د لارښود سره سم خپلې ليکنې پرته له دې چې د کوم ډول گواښ سره مخ وي خپرې کړي. د پښتو ويکيپېډيا د تگلارې ضرورت[سمول]د پښتو ويکيپېډيا تگلاره له پخوا څخه په پښتو ژبې طرح شوې. د انگرېزانو د پوهېدلو اړتيا پکې نه شته. هره ويکيپېډيا ځانته تگلاره لري او هره ويکيپېډيا کولی شي چې خپله تگلاره پلي کړي. تگلارې اکثراً د يوې ويکيپېډيا د کارنانو تر منځ د ورانپوهاوي له مېنځه وړلو پخاطر د يوه قانون په توگه کارېږي. که چېرته څوک اعتراض کوي د تگلارې له مخې يې بايد حل وموندل شي. دا چې په پښتو ويکيپېډيا کې ښکاره تگلاره نه وه نو ډبل عثمان (عثمان منصور انصاري او عثمان خان) د بنديز مسله د ويکيميډيا بنسټ تر غوږونو ورسوله. اوس چې موږ د نوې پښتو تگلارې په هڅه پيل کوو، نو دا تگلاره به د نوو پازوالانو په گومارنه کې، د بنديزونو په پلي کولو کې، د مخونو په ړنگولو کې، د کينډيو په ړنگولو کې، د وېشنيزو په ړنگولو کې او د يوه کارن د مسؤليتونو په څرگندولو کې مرسته وکړي. دا نوې تگلاره به د ټولو هغو کارنانو لخوا چې په پښتو ژبه پوهېږي، د پښتو ژبې د پرمختگ هيله من وي او د پښتو ژبې هر اړخيز ارزښت په پام کې نيسي، نو د هغو لخوا تجويز کېږي او بيا به هر تجويز د يوې ځانگړې مادې په ډول د قانون برخه گرځي. د دې لپاره چې د باندنيو ويکي گانو پازوالان بې مسؤليته پر چا بنديز او د مسلې د تل څخه د نه خبرېدو پرته له پازوالانو څخه يې حقونه بېرته وا نه خلي نو د همداسې يوې تگلارې انگرېزي بڼه هم بايد جوړه او دلته يو ځای خپره شي.--Khangul (خبرې اترې) 20:29, 21 اپرېل 2015 (UTC) د پښتو ويکيپېډيا هيت ريسه[سمول]څوک بايد وټاکو؟[سمول]هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:
ملاتړ او دلايل[سمول]مخالفت او دلايل[سمول]بيوروکراټ[سمول]آيا د نورو بيوروکراټانو ضرورت شته؟[سمول]اوس هېڅ بېروکراټ نشته نو ځکه يې ضرورت هم شته! که بېرته پخوانی بيوروکراټ برحاله شي بده نه ده ځکه چې هغه ۱۰ کاله د پښتو ويکيپېډيا سره سابقه او تجربه لري او د مېډياويکي ساوتری يې نژدې بشپړ ژباړلی. --Khangul (خبرې اترې) 20:55, 21 اپرېل 2015 (UTC) د ټولو نه اول به خو دا ووايم چې زه پښتو بدل گړدود والا استعمالول اميد لرم تاسو به دلته زما په خبره پوها شئ ۔ مونږ ټولو ته ډېره ښه معلومه ده چې احمد نجيب صېب د پښتو ويکيپيډيا د ټولو نه سينئر او ښه کارن،پازوال او بيوروکراټ دي۔ هغه چې د پښتو ويکيپيډيا د پاره څه کړي دي هغه يقينا څوک نه شي هېرولي۔ خو اصل خبره دا ده چي محترم احمد نجيب صېب هم خپل يو پرسنل ژوند لري، د هغه په ژوند کې کيدي شي چي کله کله مصروفيات پېښ شي د کوم له وجې چې کيديشي هغه کله کله ويکيپيډيا ته وخت نشي ورکولي۔ بل دا چې پښتو ويکيپيډيا کې کارنان ورځ په ورځ زياتيږي همدا رنگي ويکيپيډيا کې کارونه زياتيږي ، نو مونږ خو دا نشو کولي چې د ټول کار وزن د محترم احمد نجيب صيب په سر کيږدو او هغه ته تکليف ورکړو۔ نو دا وخت دوېم بيوروکراټ ځکه جوړول پکار دي چې د محترم احمد نجيب سره مرسته وکړي۔ دا زما خپل سوچ دي ، نور کارنان دي هم خپل نظر پيش کړي، چي کومه نظريه باندي ټول کارنان متفق شول نو مونږ ته منظوره ده--✿عثمان✿ 00:08, 13 اپرېل 2015 (UTC) ولې؟[سمول]بيوروکراټ کولی شي چې د نورو کارنانو تر مېنځ د رهبرئ او پازوالۍ د وړتياو ليدو سره سم هغه کس پازوال وټاکي. او د پازوالۍ تر ټاکلو وروسته به د بيوروکراټ مرستيال او په نورو کارنانو نظر ساتي چې ورانکاري، بې بندوباره انځورونه او نور تاواني مقالې خپرې نه کړي. نو په همدې سبب د يو څخه د ډېرو پازوالانو اړتيا شته. --Khangul (خبرې اترې) 20:57, 21 اپرېل 2015 (UTC) څوک بايد وي؟[سمول]هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:
ملاتړ او دلايل[سمول]مخالفت او دلايل[سمول]د کوم معيار له مخې بايد وټاکل شي؟[سمول]د بيوروکراټ د ټاکلو لپاره بايد لانديني معيارونه په پام کې ونيول شي.
--✿عثمان✿ 00:08, 13 اپرېل 2015 (UTC) ملاتړ او دلايل[سمول]مخالفت او دلايل[سمول]بايد کومې لاسته راوړنې ولري؟[سمول]
پازوال[سمول]آيا د نورو پازوالانو ضرورت شته؟[سمول]هو د نوو پازوالانو ضرورت شته، خو تر دې کچې نه چې قصابان ډېر شي او غوا مرداره شي. څنگه چې پښتو ويکيپېډيا ورځ تر بلې د ډېرو کارنانو او ډېرو ورانکارانو او ډېرو ليکنو او بېځايه اعلانونو او بېځايه ليکنو سره مخامخېږي نو د يو شمېر پازوالانو شتون به هر وخت د ليکنو په څارلو، د ورانکارانو په منع کولو، د اعلانونو او چټي ليکنو په ړنگولو کې به گټور وي. خو د پازوالانو په ټاکنه کې بايد له ځيرتوب او دقت څخه کار واخيستل شي. --Khangul (خبرې اترې) 20:17, 22 اپرېل 2015 (UTC) ولې؟[سمول]ځکه چې د کارنانو او د ليکنو په ډېرېدلو سره يو کس او يا يو څو محدوده کسان نه شي کولی چې وخت په وخت د ليکنو په څارنو، د ورانکارانو په بنديز لگولو، د اعلانونو او چټي او بې مانا مېنځپانگې په ړنگولو کې اغېزمن کارونه تر سره کړي. نو په همدې خاطر د گڼ شمېر پازوالانو ضرورت او اړتيا شته. --Khangul (خبرې اترې) 20:19, 22 اپرېل 2015 (UTC) څوک بايد وي؟[سمول]هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:
نظر[سمول]که کوم څوک په خټه پښتون نه وی او د ټولو شرایطو لرونکی اوسی او ویکیپېډیا کې هم په هره برخه کې ښه ماهر وی، مثال زه چې ازبک یم، هغه کولای شی چی پازوال شی که نه، مننه؟؟! ملاتړ او دلايل[سمول]هو مونږ دهر هغه چا ملاټړ کوو چې پښتو ته په ريښتنې توګه کار وکړی مهمه نه ده چې دکوم قوم او کومې قبيلې ده مهمه داده چې په ريښتنې توګه عمل او کار وکړی مننه زه دهر هغه افغان او پښتون ملاتړ يم چې پښتو ژبې ته خدمت کوی! مخالفت او دلايل[سمول]د کوم معيار له مخې بايد وټاکل شي؟[سمول]د پازوالانو په ټاکلو کې لاندې معيارونه بايد په پام کې ونيول شي.
ملاتړ او دلايل[سمول]مخالفت او دلايل[سمول]د پازوالۍ لپاره بايد کومې لاسته راوړنې ولري؟[سمول]
کارن[سمول]د ويکيپېډيا د کارن مسوليت څه بايد وټاکل شي؟[سمول]
ملاتړ او دلايل[سمول]مخالفت او دلايل[سمول]د کارن سرغړونې څه دي؟[سمول]د کارنانو سرغړونې په لاندې توگه دي:
ملاتړ او دلايل[سمول]مخالفت او دلايل[سمول]
--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 04:34, 13 اپرېل 2015 (UTC) په کوم کارن بنديز بايد ولگېږي؟[سمول]هر هغه څوک چې سرغړونې کوي. خو بايد ورته تر ۳ وارو خبرداری ورکړل شي. --Khangul (خبرې اترې) 21:39, 22 اپرېل 2015 (UTC)
يو کارن څه بايد وکړي؟[سمول]هر هغه څه چې د کارن د مسؤليت په توگه بيان شوي او منل شوي. د دې تر څنگ بايد په خلکو کې د پښتو ويکيپېډيا د کارولو او هڅولو کوشش وکړي.--Khangul (خبرې اترې) 21:40, 22 اپرېل 2015 (UTC) د کارن مخ[سمول]کارن مخ ستاسې شخصي مخ[سمول]هو کارن مخ د هر چا شخصي مخ دی. په دې کې چې کارن څه غواړي ځای پر ځای کولی شي. خو دلته هم استثناگانې شته او هغه په لاندې ډول دي:
د کارن مخ د هر انسان خپل ځانگړي مخ دي، چې څوک يي څه رنگه هم غواړي هغه شان يي جوړولي شي--✿عثمان✿ 00:16, 13 اپرېل 2015 (UTC) څه په کې بايد خپاره شي؟[سمول]يو کارن کولی شي چې هر څنگه يې چې خوښه وي، هر رنگ يې چې خوښه وي خپل کارن مخ کې سمون او بدلون راولي. خو د پورته استثناگانو په پام کې لرلو سره. يو کارن د خپل ځان په اړه مالومات د خپل کارن مخ له لارې نورو سره شريکولی شي. يو کارن د خپل کارن مخ له لارې د خپلو فعاليتونو، د اړيکو لارو چارو د نورو باندنيو وېبځايونو تړنې او د خپلو بوختياو او مشغلو په اړه د نورو سره مالومات شريکولی شي. يو کارن د خپل د خوښې مطالب، لکه شعرونه، ټوکه ټکالې، او نور لنډ پزړه پوري او زړه راښکونکي مطالب او انځورونه د خپل کارن مخ له لارې خپرولی شي.--Khangul (خبرې اترې) 21:49, 22 اپرېل 2015 (UTC) د خبرو اترو مخ[سمول]د خبرو اترو مخ يا د جگړو او ناندريو مخ؟[سمول]د خبرو اترو مخ د بحثونو مخ دی. دلته هم تاوده بحثونه او ساړه بحثونه څوک کولی شي خو په عمومي ډول لاندې موضوعگانې پکې څېړل کېږي.
يو جنجال څنگه حل کړو؟[سمول]
څوک بايد منځگړی وي؟[سمول]عموماً پازوالان بايد منځگړتوب وکړي، خو بيا هم هر هغه څوک چې غواړي منځگړتوب وکړي بايد بې پرې او ناپېيلی قضاوت وکړای شي.--Khangul (خبرې اترې) 15:59, 27 اپرېل 2015 (UTC) بې طرفي او ناپېيلتوب څنگه وساتو؟[سمول]بې طرفي او ناپېيلتوب داسې ساتل کېږي:
پازوالان، بيوروکراټان څنگه په بحث کې شريک کړو؟[سمول]د پښتو ليکنۍ بڼه[سمول]پښتو ژبه او ورسره ننگونې؟[سمول]آيا د گړدود يا لهجې له مخې ليکنې سمې دي؟[سمول]د سيميه ييزو لهجو او ګړدودونو له مخې د پښتو ژبې ليکل به يو غير منطقي او ناسمه کار وي، ځکه په دې سره به پښتو ژبه په څو او حتی په بې شمېره ګړدودونو بدله شي، او پايله به يې دا وي چې يو منظم، کره او سم ليکدود به د پښتو ژبې لپاره ونه لرو، چې دا کار به د پښتو ژبې د غوړېدو او پرمختګ مخه ډب کړي. د ژبې په ليکلو او ويلو کې به يو ډول بې نظمي رامنځته شي چې له مخې به يې راتلونکی نسل د يو لړ خنډونو سره مخ شي، چې هم به په ليکلو او هم به په ويلو کې دوه زړی وي، ځکه دوی به د ښه او بد، سم او ناسم ترمنځ په ليکنيز او وينيز تګلار کې توپير ونه شي کړای. پښتو ژبه کوم معيار لري که نه؟[سمول]که څه هم تر اوسه پښتو ژبې لپاره د ليکلو او ويلو کوم داسې معيار وجود نه لري، چې لر او بر ټول پښتانه پرې اتفاق وکړي او په ليکلو او ويلو کې يې وکاروي، خو بيا هم تر ډېره په دې برخه کې وخت ناوخت هڅې شوي او د يوه کره پښتو ليکلار او ليکدود د رامنځته کولو لپاره بېلابېلې ناستې او غونډې شوي دي، خو يوه يې هم په دې نه ده توانېدلې چې يو ټولمنلی ليکلار او ليکدود رامنځته کړي، نو د دې لپاره چې يو کره، سم او په معيار برابر ليکلار او ليکدود رامنځته شي، نو اړينه ده چې ځينې ټکي په پام کې ونيول شي: ۱ - يو رنګه ابيڅۍ ( الفبا ) کارول نه د اوس په شکل چې په بره پښتونخوا ( افغانستان ) ڼ او په کوزه پښتونخوا کې نړ وليکل شي. ۲ - يو رنګه پښوويز يا ګرامري سمون رامنځته کول: د يو ټولمنلي پښتو ګرامر د رامنځته کولو لپاره لازمه ده چې لاندې ټکي په پام کې ونيسو: ۱- د وويونکو ډېروالی: که چېرته دوه ويووکي يا دوه جملې په دوه بېلابېلو ځايونو کې په بېلابېلو ګړدونو د پښتنو ترمنځ موجودې وي، نو په دې صورت کې دې کوښښ وشي چې هغه ګړدود د ليکدود په بڼه وليکل شي چې ډېر ويوونکي لري، لکه د ځمکې او مزکې ترمنځ يا د شته او سته ترمنځ که څه هم سته پخوانی لرغونتوب لري، خو د ويوونکو د ډېرښت له کبله بايد شته معيار وګڼل شي، ځکه ويوکي دواړه پښتو دي، خو که چېرته د لږکيو ويوونکو ويووکي معيار وګڼو، نو ډېرکيو ته به له دې ويووکو سره ځان بلدلول ګران شي او ډېر وخت به په برکې ونيسي. ۲- توپير او نه التباس: په دې مانا چې هغه ويوکي دې ارزښتمن او معياري وګڼل شي چې له نورو ويوکو سره مشابه نه وي، لکه د شول او سول ترمنځ شول ته ارزښت ورکول ځکه که سول معياري وګڼو د سوځل سره يې ټکر راځي چې د وينا پرمهال به يې خلکو ته توپير کول ګران شي. ۳- باقاعده ګي: په دې مانا چې د ويوکو ترمنځ بايد داسې ځېلونو ته ارزښت ورکړل شي چې استثناءات يې کم وي. ۴- سپما او لنډوالی: کوښښ وشي چې ويوکي او جملې په لنډه توګه وويل شي، ترڅو د ګونګوالي او ابهام مخه ونيول شي کومه خبره چې په يوه جمله کې اداء کېدای شي، دوو ته ونه غځول شي. ۵- اساني او رواني: کوښښ وشي چې په معياري پښتو کې ليکل او ويل په داسې توګه وشي چې لوستونکی او اورېدونکی يې په لوستلو او اورېدلو کې زړه تنګی نه شي او نه هم ورته خبرې ګونګې پاتې شي. ۶- خوږ غږي: کوښښ وشي هغه ويوکي وکارول شي چ اسانه، ساده، ټولپوهه او په غږ کې خواږه وي لکه د نتل او رټل له منځه رټل ټاکل چې خلک پرې په اسانۍ هم پوهيږي او په ويلو او اورېدلو کې هم په خلکو ښه لګيږي. ۷- لرغونوالی: لرغونوالي ته د ويووکو په منځ کې هغه وخت ارزښت ورکول چې د دواړو ويوکو ترمنځ د ويونکو د ډېروالي او لږوالي مسئله نه وي پرته، که چېرته د ويونکو ډېروالي خبره وي، نو بيا هغه ويوکي ته ارزښت ورکول کيږي چې ويونکي يې ډېر وي. گرامر او د ژبې ساده والی په پام کې ونيسو که نه؟[سمول]ګرامري او د ژبې ساده واله په پښتو ليکنه کې په پام کې نيول پکار دي، ځکه که چېرته ګرامري او د ژبې ساده والی په پام کې ونه نيسو، نو ژبه به د مغلقيت او افراطيت پرلوري ولاړه شي، په دې مانا چې لوستل او پرې پوهېدل به ستونزمن شي پښتو سمون تر کومه حده؟[سمول]پښتو سمون بايد تر هغه بريده وانه وړي، چې پښتانه يې تر لوستلو وروسته په پوهېدلو کې له ستونزو سره مخ شي، په دې مانا ترهغې دې سمون راوستل شي چې خلکو ته يې لوست اسانه، روان، ساده او عام فهمه شي. کوښښ دې وشي داسې ويوکي او داسې جملې وکارول شي چې ټولمنلې وي او ټول پرې په اسانه سره پوه شي او ددې ترڅنګ کره پښتو هم وي. پښتو سوچه توب تر کومه حده؟[سمول]پښتو سوچه توب تر دې بريده سم دی چې د پښتو کلتوري او ادبي بډايتوب له منځه يونه سي، په دې مانا چې له پښتو دې د نورو ژبو هغه ويوکي وويستل شي چې په پښتو کې ټولمنلي، ساده، روان او عام فهمه ورته ويوکي ورته موجود اوسي لکه د معنی يا معنا چې عربي لفظ دی پرځای د مانا ويوکی کارول چې د پښتو ژبې د منلو له ويوکي څخه سرچينه اخلي او مانا يې هم داده چې دا راسره ومنه د پښتو او پښتنو ارزښتونه په پام کې ونيسو که نه؟[سمول]ژبه دې له کلتوري ځنځيرونو بېله او خپلواکه شي، کوښښ دې وشي چې يوازې او يوازې د پښتو ژبې ارزښتونه په پام کې ونيول شي ځکه که چېرته د پښتنو ارزښتونه هم ورسره په پام کې ونيسو، نو دا کار به د پښتو ژبې د خپرېدو او غوړېدو مخه ونيسي او يوازې د موجوده پښتنو پورې به منحصره شي او هغه خلک چې د ټولنې د دوديزو ارزښتنو نه باغي دي، هغوی به پښتو ژبې ته هم شاه کړي. د ليکلو معيار[سمول]آيا د ويکيپېډيا ليکنې او په نورو مقالو کې کوم فرق شته؟[سمول]څه بايد په پام کې ونيول شي؟[سمول]په ليکنو کې بې پرېوالی او ناپېيلتوب تر کومه حده؟[سمول]د ليکنو د ژغورلو معيار[سمول]کومې ليکنې بايد وژغورل شي؟[سمول]د ژغورلو څخه دمخه څه بايد په پام کې ونيول شي؟[سمول]د يو مخ د ژغورلو غوښتنه څنگه وکړو؟[سمول]د ليکنو د ړنگولو اصول[سمول]د چا ليکنې بايد ړنگې شي؟[سمول]هر هغه کارن چې په خپلې يوې ليکنې کې په لاندې سرغړونو لاس پوري کړي بايد ليکل شوې يې ړنگه شي:
د ړنگولو دمخه خبرول ضرور دي که نه؟[سمول]د کينډۍ جوړولو اصول[سمول]
څوک بايد کينډۍ جوړې کړي؟[سمول]
هغه کارن چې له نورو ژبو سره بلدتيا ولري، ترڅو د کينډۍ جوړولو پرمهال له نورو ژبو نه ګټه پورته کړي او په پښتو ژبه کې د کينډۍ جوړولو پرمهال پښتو کينډۍ د نورو ژبو د کينډۍ له منځپانګې سره ورته او همغږې وي.
سره له دې هم که تاسو د کينډۍ جوړولو سره نابلد ياست، مهرباني وکړئ، مه يې جوړوئ او مه په کينډيو کې سمون کوئ. آيا کينډۍ تر ليکنو مهمې دي؟[سمول]کينډۍ او ليکنې سره تړلې خبره ده، خو کينډۍ په دې مهمې دي چې د يوې موضوع اړوند ليکنې ټولې پکې راټولېدلی شي، لوستونکو ته دا اسانتيا ورکوي، چې په اسانۍ سره د خپلې څېړنې او خوښې وړ ليکنې په يو ځای کې سره ومومي او په همدې ډول د ليکنې په سينګار او غني کولو کې هم تر ډېره حده کينډۍ مهم رول لري، نو کينډۍ مهمې دي، بايد په هره ليکنه کې اړوند کينډۍ وټومل شي. د کينډۍ ړنگولو اصول[سمول]
څوک بايد کينډۍ ړنگې کړي؟[سمول]
په کومو شرطونو بايد کينډۍ ړنگې شي؟[سمول]د تانبو جوړولو اصول[سمول]څوک تانبې جوړولی شي؟[سمول]کوم ډول تانبو ته اړتيا شته؟[سمول]د وېشنيزو جوړولو اصول[سمول]وېشنيزې څنگه جوړېږي؟[سمول]د وېشنيزو په جوړولو کې څه په پام کې ونيسو؟[سمول]د وېشنيزو د ړنگولو اصول[سمول]کومې وېشنيزې بايد ړنگې شي؟[سمول]د ړنگولو دمخه څوک خبر کړو که نه؟[سمول]د دوتنو د خپرولو حقونه[سمول]د خوندي رښتو دوتنې خپرې کړو که نه؟[سمول]د دوتنو د سرچينو مالومات خپاره کړو که نه؟[سمول]څوک دوتنې پورته کولی شي؟[سمول]د دوتنو د ړنگولو اصول[سمول]څوک دوتنې ړنگولی شي؟[سمول]د ړنگولو لپاره څوک خبر شي که نه؟[سمول]
که د نامانوسه تش په نامه پښتو اصطلاحاتو!؟ ورگډولو هڅه کې یې لیکنې گډوډولې، نو دداسې کس اخطار ورکول په کار دي، که له خپل عمله لاس نه اخلي، نو د لنډمهال لپاره بلاکول، خو باید د بلاک کولو پر وخت یې دا عوامل په خبرې اترې پاڼه کې ولیکل شي چې نور هم پرې خبر شي، ترڅو هغوي هم پرې پام وساتي او که یې اړتیا لیدله نو تلواله بندیز پرې ولگوي. --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 04:26, 13 اپرېل 2015 (UTC) د بندېز لگولو اصول[سمول]څوک بندېز لگولي او لري کولي شي؟[سمول]
|