د ويکيپېډيا خبرې اترې:د پښتو ويکيپېډيا تگلاره

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتو ويکي پيډيا کې د ليکنو خپرولو لپاره عامه پوهاوی په کار دی[سمول]

هڅه او کوښښ دې وشي هغه ملګري چې پښتو ويکي پيډيا کې د ليکنو د خپرولو سره بشپړ اشنا وي او د يوټيوب چينلوونه ولري، نو لاندې موضوعات دې د ويډيو په بڼه چمتو او خپاره کړي، ترڅو نوي اشخاص د هغوی د ويډيوګانو نه د پښتو ويکي پيډيا سره يوځای او په اسانۍ سره په ويکي پيډيا خپل مالومات له ټولو سره شريک کړي. په ويکي پيډيا کې څنګه يو نوی کارن( اکونټ )جوړ کړو؟ په ويکي پيډيا کې ليکنه څنګه خپره کړو؟ په ويکي پيډيا کې ژباړه څنګه وکړو؟ په ويکي پيډيا د نورو ليکنې څنګه سمې کړو؟ د ويکي پيډيا ليکنو کې زياتوالی څنګه راولو؟ د ويکي پيډيا ليکنې څنګه وغځوو؟ په ويکي پيډيا کې د لیکنو سرليکونه څنګه وليکو؟ په ويکي پيډيا کې د ليکنو سرچينې ( ماخذونه ) څنګه وليکو؟ په ويکي پيډيا کې انځورونه څنګه ضميمه کړو؟ په ويکي پيډيا کې مالوماتي جدولونه څنګه جوړ کړو؟ څه ډول کولای شو يو داسې ليکنه وکړو چې سم له واره په ويکي پيډيا خپره شي ؟ په ويکي پيډيا کې خپره شوې ليکنه څنګه سملاسي په ګوګل سرچ کې په سر کې راشي؟ .... شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۱۴:۱۹, ۲۸ جون ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)