ويکيپېډيا:لاسلیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
يوازې په پښتو ويکيپېډيا کې نه بلکې په هره ويکيپېډيا کې لاسليک ترسره کول ډېر مهم رول لري، ځکه چي هغه شخص چي تاسو ورسره خبرې کوئ بايد تاسو وپېژني. لاسليک يوازې د خبرو اترو په مخ کي ترسره کولای شئ، بل ځای لاسليک کول د ويکيپېډيا د نظام خلاف کار دی.
دوتنه:د يو کارن خبرې اترې.png
د کارن د خبرو آترو د مخ بڼه
د ليکنې د خبرو آترو بڼه

لاسليک په کمپيوټر کې

د کمپيوټر د لاسليک لپاره لاندې انځور او پيغام وګورئ:

د لاسليک ځای پورته دی او «سور رنګه» کرښه پرې راګرځېدلې ده، هلته کلېک کړئ، لاسليک خپله لاندې راځي او وروسته لاندې په شين رنګ کې د بدلونونه خپرول بټن ووهئ

باید له ډېر احتياطه کار واخلي.

لاسليک په موبایل کې

که چېرې تاسو موبایل کاروئ نو بيا د لاسليک لپاره دغه ۴ ليکې د خبرواترو آترو تر پيغام وروسته هلته ورګډې کړئ :

~~~~