ويکيپېډيا:ړنګولو تګلار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا ړنګولو تګلار' له ويکيپېډيا څخه د ځينو مخونو، کينډيو، وېشنيزو، کارنمخونو او نورو مخونو د ړنګولو معيارونه راښيي چې د ويکيپېډيا له اصولو سره په ټکر کې وي، دا چې دا اصول څه دي، کومې ليکنې د ړنګېدو وړ دي، چې بايد ړنګې شي او څه ډول بايد ړنګې شي، په دې تګلار کې ښودل کيږي.

کله چې په ويکيپېډيا کې يو مخ ړنګيږي، نو د هغه مخ پېښليک هم د عامه ليد څخه ړنګيږي، له ورانکارۍ پرته چې ټول کارنان يې ړنګولی شي، د نورو مخونو ړنګول يوازې د پازوالانو واک کې وي، په همدې توګه د يوې ړنګې شوې ليکنې په کتو که پازوال يې لازمه وګڼي، هغه مخ بېرته خپرولی هم شي. په ويکيپېډيا کې د دې ټولو کړنو يو پېښليک د ړنگولو يادښت کې موجود وي.

د ړنګېدو حالتونه[سمول]

لاندې د ړنګولو ځينې حالتونه بيان شوي دي، خو البته يوازې دا حالتونه نه دي چې له مخې يې يوه ليکنه ړنګېدای شي(پام مو وي که په يوه ليکنه يا مخ کې د يوې برخې په ړنګولو سره ليکنه ګټوره کېدای شي، نو د ټولې ليکنې د ړنګولو څخه د هغې برخې ړنګول او مخ په خپل حال پرېښودل غوره دي).

  1. د مخ په موجوده موادو کې بايد لږ ترلږه د ويکيپېډيا:چټک ړنګېدو معيارونو څخه يو معيار موجود وي.
  2. د خپراوي له حقه سرغړونه يا داسې مواد شامل وي چې د ويکيپېډيا د ناخپلواکه منځپانګې معيارونو څخه سرغړونه کړې وي.
  3. ورانکاري او شخړه لېږدول،او هغه مخونه او ليکنې چې نورو ته پکې توهين او د موضوع د توهين او بې مانا منځپانګې لرونکې وي.
  4. خبرتياوې او د ناسمو منځپانګو خپرول.
  5. منځپانګې بېلابېلو ځايونو ته لېږدول (ترڅو چې اخږل او لېږدول مناسب نه وي).
  6. داسې ليکنې چې په شخصي څېړنې او تحقيق باندې متکي وي يا په هغې کې داسې خرافات بيان شوي وي چې د پوهنغونډ له شان سره مناسب نه وي (خو که ليکنې د ټولنې له مشهورو عرفونو څخه سرچينه اخيستي وي، يا له دودونو سره تړلې وي، نو ليکنه به ړنګه نه شي).
  7. په ليکنه کې باوري سرچينې نه وي او ليکوال کارن ته د يادولو په صورت کې هم هغه د باوري سرچينو په وړاندې کولو کې تصديق وړتيا کې ناکام پاتې شي.
  8. داسې ليکنې چې د بياکتنې معيارونو باندې برابرې نه اوسي.
  9. هغه ليکنې چې په هغې کې د ويکيپېډيا تګلارې د ژونديو ژوندليکونو معيارونو څخه سرغړونه شوې وي.
  10. بې ګټې کينډۍ
  11. پار زمرہ بند زمرہ جات (ژباړې ته يې اړتيا که پوهېږئ، سم يې کړئ)
  12. نه کارېدونکي او غير وړيا انځورونه چې د ويکيپېډيا تګلارې سره سم نه وي.
  13. نومځي ناسم کارول، ياڼې ليکنه، کينډۍ، منصوبه او کارن په يو نومځي کې داسې منځپانګې شاملوي چې د هغې نومځي سره هيڅ اړيکه نه لري او هيڅ اړخ ورسره نه لري.
  14. هر هغه منځپانګه چې د پوهنغونډ د شان سره مناسبه نه وي.


کينډۍ:پازوال لارښود