ويکيپېډيا:د کارن-نوم تگلاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کارن-نوم څه پکارېږي؟

کله چې غواړﺉ نوی کارن-نوم جوړول غواړﺉ، په هغه نوم غونډال ته ننوځﺉ. ددې کار لپاره اړینه برېښي چې یو کارن-نوم غوره کړﺉ. دا پاڼه به تاسې سره پدې اړه مرسته وکړﺉ.

ستاسې کارن-نوم له ټولو هغو بدلونو، سمونو او لیکنو سره اړیکه نیسي چې تاسې یې په پوهنغونډ کې ترسره کوﺉ.

دا شونتیا هم شته چې ستاسې د کارن-نوم هم ته هم بدلون وکړل شي، ددې لپاره د ویکیپیډیا:د کارن-نوم بدلول پام وکړﺉ.

د کارن-نوم غوراوی

په پوهنغونډ کې د لیکنو لپاره د کارن-نوم لپاره غوره نوم ستاسې اصلي یا پټ-نوم کېدای شي

مهرباني وکړﺉ داسې نوم غوره کړﺉ چې له موږ سره د پوهنغونډ په لیکلو کې مرسته وکړي. هغه پدې مانا چې داسې نوم غوره کړﺉ چې نه یواځې دا چې نوم وي چې تاسې یې په لیکلو کې اسانتیا محسوسه کړﺉ، بلکه داسې نوم وي چې نور گډونوال یې هم په لیدلو ارامي هس کړي. د یادولو وړ ده چې حساسیت راپاروونکي نومونه کولای شي ستاسې سیاسي لرلید اغیزمن کړي. ویکیپیډیا یوې نړیوالې سرچینې کتاب دی، نو کوښښ وکړﺉ د نورو کولتورونو، مذاهبو، او هېوادونو خلک راوپاروي یا یې زړه ازار کړي، څخه پرهېز وکړﺉ. ویکیپیډیا سپارښتنه کوي چې په لاندې د لاندې نومو له غوره کولو څخه پرهېز وکړﺉ:

  1. د سیاستپوهانو، نظامي اشخاصو او مذهبي اشخاصو یا پېښو نومونه.
  2. هر هغه نوم چې بالقوه زوروونکې وي، یا د عقیدوي قوانینو یا سیاسي نظریو خلاف وي.

د نورو نظریو ته اهمیت ورکړﺉ.

خلک باید پدې وتوانېږي چې تاسې یواځې ستاسې د لیکنو او گډونونډو څخه وپېژني. نه د هغو احساساتو له لامله چې د یو حساسیت راپاروونکي کارن-نوم یا پټ-نوم څخه چې په هغوي کې یې راپاروي. له دې نومونو څخه لریوالی تاسې پورې اړه لري. په یاد ولرﺉ چې تاسې د یوې ټولنې د غړي په توگه دلته کار کوﺉ. د ټولو هماغسې درناوی وکړﺉ، چې تاسې یې له هغوي څخه تمه لرﺉ.

دکارن-نوم ړنگول

هغه کارن-نوم چې په پوهنغونډ کې جوړ شوي د ړنگولو (ډیلېټ) وړ ندي. ځکه دا کار بل شخص ته دا شونتیا ورکوي چې په همدې نوم ځانته گڼون (اکونټ) جوړ کړي، او هغه شخص کولای شي د ټولو هغو لیکنو دعوه وکړي چې مخکیني شخص لیکلي دي. کولای شﺉ خپله د کارن او خبرو اترو مخ د لارښود ویکیپیډیا:د کارن مخونه د ړنگولو غوښتنه د لارښود سره سم وکړﺉ.