منځپانگې ته ورتلل

پوښتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوښتنه د ژبې يوه مهمه برخه ده چې د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي. دا نه يوازې د خبرو اترو د اساسي برخو څخه ده، بلکې د انساني تعامل يوه مهمه وسيله هم ده. کله چې يو کس پوښتنه کوي، هغه د ځواب غوښتنه کوي، او دا ځواب ممکن ډیر ساده معلومات وي يا هم يو تفصيلي وضاحت.

پوښتنې او د هغوی جوړښت

[سمول]

پوښتنې په عمومي ډول سره د جملو د جوړښت له دوه بېلابېل ډولونه لري: بنده پوښتنه او خلاصه پوښتنه.

بنده پوښتنه

[سمول]

بنده پوښتنه یا هو/نه پوښتنه هغه پوښتنه ته ویل کیږي چې د جملې ټول مطلب پوښي او یوازې "هو" یا "نه" ځواب غواړي. بنده پوښتنه هیڅ ډول وضاحت یا اضافي معلومات نه غواړي، یوازې په هو او یا نه باندې ټول ځواب ورکول کیږي. مثال په ډول: "آیا ته فوټبال خوښوې؟". دا پوښتنه یوه بنده پوښتنه ده او هیڅ ډول وضاحت ته ضرورت نه لري، یواځې په هو او په نه باندې ځواب کیدای شي. د هو او نه سربېره بنده پوښتنه هر وخت په سوالیه نښې باندې ختمیږي.

خلاصه پوښتنه

[سمول]

خلاصه پوښتنه هغه ده چې د "هو" یا "نه" ځواب ته اړتیا نه لري، بلکې وضاحت غواړي. مثلاً، که څوک وپوښتي، "ته چیرته اوسیږې؟"، نو ځواب به "هو" یا "نه" نه وي، بلکې باید یو مشخص ځای وي، لکه "زه په کابل کې اوسیږم." همداراز، که څوک وپوښتي "څنګه دې دا کار وکړ؟"، نو ځواب باید د طریقې وضاحت ورکړي، لکه "ما دا کار په فلاني طریقې سره وکړ.".