تر فراغت وروسته يې د ښوونې او روزنې وزارت په اډانه (چوکات) کې دنده ترلاسه کړه، چې په خوشال خان خټک ښوونځي کې د ښوونکي په توگه وگومارل شو؛ پر ۱۳۳۳ ل ل کال پښتني تجارتي بانک ته تبديل شو او هلته د «وېسا» مجلې مسلکي غړی شو. د دغې مجلې، چې د پښتني بانک له خوا خپرېدله، په اداره کې يې نږدې پېنځه-شپږ کاله کار وکړ.
پر ۱۳۳۹ ل ل کال د پښتون غږ مجلې مرستيال او پر همدغه کال د راډيو د مراقبت د مرستيالۍ دنده هم ورکړ شوه او وروسته بيا د راډيو افغانستان د روزنې د ادارې د پښتو برخې چلوونکی وگومارل شو.
پر ۱۳۴۳ ل ل کال د راډيو افغانستان د تدقيق مدير او د هنر او ادبياتو د ادرې مرستيال وگومارل شو. څه موده يې د نوموړې راډيو د روزنې د ادارې د ټولنيزو خپرونو د مديريت دنده درلوده. په راډيو کې يې د پښتو ډرام او ډيالوک د مدير په توگه هم دنده سرته رسولې ده.
پر ۱۳۵۳ ل ل کال د راډيو افغانستان د انسجام مدير او د هنر او ادبياتو د ادارې مرستيال. پر ۱۳۵۸ لمريز لېږدي کال د پښتو او بلوڅو د خپرونې لوی مدير او له ۱۳۵۹ ل ل کاله راهيسې يې تر کورناستۍ (تقاعدۍ) پورې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې کار کاوه.
د نصرالله حافظ شعرونه د ۱۳۳۱ ل ل کاله راهيسې د هېواد په رسنيو کې په ډېره پيمانه خپاره شوي دي.
حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې د دغو لاندينيو خپرونو لپاره ليکنې کړې دي: سهارنۍ نزرانه، د حق پتنگان، د شومه دم انگازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، د ادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکريزو پاڼه، د تاووس بڼکه، د معرفت سمونه، د نيسان غږ او داسې نورې، چې د دغو ټولو خپرونو توکي د راډيو افغانستان په آرشيف کې خوندي دي.
نصر الله حافظ د راډيو افغانستان د پښتو ادبياتو په برخه کاله ۵۵ کاله کار کړی دی. له کومې ورځې چې نوموړی په راډيو افغانستان کې په دنده گومارل شوی، د پښتو تصنيفونه او يا هغه سندرې چې د ښځينه او نارينه سندرغاړو له خوا په سټډيو کې ثبتېدلې، د هغوی سمون حافظ صاحب کاوه.
همدارنگه شاعر ډېر نکلونه له پارسي پښتو ژبې ته اړولي دي. ښاغلی حافظ د گڼ شمېر مشاعرو وياندي او انانسري هم کړې ده؛ خپل او پردي نظمونه يې په خپل ښکلي غږ کې زمزمه کړي او دکلمه کړي دي.
دغه تکړه شاعر ډېرې فرهنگي او ادبي جايزې گټلې دي، چې يوه له هغو څخه هغه جايزه وه چې د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه وه چې پر ۱۹۸۲ زېږدي کال يې د شعرونو په برخه کې تر لاسه کړه.
د حافظ صاحب د «مينې ډيوه» په نامه یوه بل اثر پر ۱۳۳۱ لمريز کال د رحمان بابا ادبي جايزه وگټله. د (ننگ) په نامه د هغه يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ ل ل کال يې لومړۍ جايزه وگټله. د (بېدارۍ غږ) په نامه يې يو بل اثر دی، چې پر ۱۳۳۴ ل ل کال يې ادبي جايزه وگټله. د حافظ صاحب يو بل نښير (د شاعر مرگ) نومېږي؛ د هغه دغه نښير پر ۱۳۴۰ ل ل کال ادبي جايزه وگټله. (د سباوون نغمه) د دغه شاعر يو بل اثر دی، چې پر ۱۳۵۳ ل ل کال يې ادبي جايزه گټلې ده. له ۱۳۵۷ ل ل کاله راهيسې تر اويا کلنۍ پورې د حافظ صاحب ټولو شعري ټولگو ادبي جايزې گټلې دي.
حافظ صاحب د پښتو معاصر ادب يو داسې ځلانده ستوری دی، چې د پښتو ادب به د هغه هغه چوپړ چې پښتو ادب ته يې کړی، هېڅ هېر نه کړي او په کلونو کلونو به د خدمت په وياړ لمانځل کيږي.
حافظ صاحب خپلې لومړنۍ ازموينې په نظم کې کړې دي، چې هغه مهال پښتنو او بلوڅو ډېر توند حرکت کاوه او هره شپه به د پښتونستان په پروگرام کې د حافظ صاحب يو شعر خامخا خپرېده، چې د هغو ټولو نظمونو څخه يې د تاترې په نامه يوه ټولگه جوړه کړې چې د سرحداتو او قبايلو چارو وزارت له خوا ورته د چاپ پسول اغوستل شوی دی.
تر هغه پورې چې د ابوالمراد حمزه شينواري غزونې ټولگه کابل ته راورسېده، د هغه مهال ځوانانو، لکه امان الله سيلاب ساپی، محمد خان فضا، ممنون صاحب، خليل زی صاحب، استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار او يو شمېر نورو په غزل ويلو پيل وکړ. حافظ صاجب خپل ځان د ادب په دې ډگر کې هم وآزمويه، چې بريالی ترې ووت او د دغو هڅو په پايله کې يې پښتو ادب ته ډېرې غزليزې ټولگې ورډالۍ کړې.
هغه د ژوند په هر ډگر کې شعر ويلی دی. د بېلگې په ډول د ښوونکي په اړه د هغه لومړی شعر چې د ښوونکي د مقام د لوړتيا لپاره يې پر ۱۳۳۵ ل ل کال ليکلی وو. د مور په اړه يې هم ډېر شعرونه ويلي، چې دوو شعرونو يې د مور د ورځې لومړۍ درجه جايزه هم گټلې ده.
غزل خو خپله ژبه او افاده لري، مگر د ښه شاعر په غزل کې د هغه چاپېريال پيغام او د زړه راز هم نغښتی وي؛ لکه چې وايي:
زه رنځور له ډېره غمه د خوږ څړيکه نه شوه کمه
په کوڅه د لېونو کې د دوا خبرې کيږي
په دغه بيت کې خو شاعرانه تصوير شته، مگر آيا دا غزل په ژبه زموږ د اوسني ژوند يو ښه انځور دی. سربېره پر تغزل په دې مجموعه کې د غزل په فورم داسې پارچې هم شته چې ملي او ټولنيزه محتوا لري.
شاعر په يو ځای کې وايي:
زه د شراب، زه د کباب د خوړو وږی نه يم
ماته د مينې محبت خواږه جامونه را کړه
ما دوزخي ته چې د هجر په صراط تېرېږم
درنه قربان شم لږ د وصل صفتونه راکړه
حافظ صاحب شاعر دی، شعر ليکي اوغزل وايي، وعظ او نصيحت خو نه کوي، مگر د ټولنې کلتوري ارزښتونوته په شعر کې انعکاس ورکوي، د هنر کافره د زړه کعبې ته رابولي او د شوراگانو د هېواد دلروبا ته په غزل کې دوزخ، جنت او صراط يادوي.
دا پياوړی شاعر چې څنگه د شعر د فن او نزاکتونو ماهر دی، دغه ډول د ټولنې په هر اړخ او ملي ژوند په هر ه خوا ورته موضوعات رامخکې کيږي. د هغه انساني عاطفه او ملي مينه قدم په قدم او لحظه په لحظه را لړزيږي. نو ځکه هغه په شعر ويلو کې دريايي قوت او روان قلم لري. دغه وجهه ده، چې هغه ډېر اشعار ويلي ، چې هغه د هېواد د هر پېر په ادبي او هنري ډگر کې ځان څرگندوي. ډېر خپاره شوي هم دي، علمي او ادبي مقاماتو او د هېواد د ولس نازولی هم دی، په ملي او نړيوالو غونډو کې پېژندل شوي هم دي، جايزې او امتيازات يې هم تر لاسه کړي دي.
د هېواد نامتو مشر ليکوال او شاعر عبدالله بختانی خدمتگار پر حافظ صاحب يو څه ليکلي، چې دلته به يې د ځينو خبرو يادونه وکړو:
«نصرالله حافظ چې کله په ښه او بدو پوه شو، نو په شعر ويلو يې پيل وکړ. زما په ياد دي، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې زه په پښتو ټولنه کې د زېري مدير وم، موږ د استاد حمزه شينواري دا غزل شاعرۍ لپاره طرح کړی و:
فطرت کړ گل ته غږ چې له اغزو سره راځه
بلبل ته اشارت چې له نغمو سره راځه
ځوان حافظ په دې لړ کې خپل غزل راوړ او په زېري کې خپور شو. دا يې لومړی شعر وو، چې په اخبار کې خپور شو. له هغه دمه تر دې دمه زه او حافظ دواړه سپين ږيري شوي يو. زه يې د دوستۍ افتخار لرم، ډېر خوښ يم، چې اوس زما د شاعر اشنا غږ د شمشاد له څوکې خپور شوی دی، تاترې ته رسېدلی او د وطن دې خوږ ژبې بلبل، ستا د چم گلونه په غزلو کې ستايلي دي. حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د ولس شاعري او د پښتو د پخوانيو شاعرانو شعري عنعنې ته په ښه او درنه سترگه کتلي او په ښه ډول يې دوام ورکړی او غنا يې وربښلې ده.»
زموږ د پښتو ژبې يوه باغي او په پښتو او پښتنو مين شاعر اجمل خټک د نصرالله حافظ په اړه خپل نظر داسې څرگندوي:
«دی د لرې او برې پښتونخوا په شاعرانو کې د لوړ مقام څښتن دی، په دواړو لر او بر کې ډېر قدر او شهرت لري. د محبوبيت وړ په دې وجهه هم دی، چې دی ښکلی شعر تش د هنري ښکلا لپاره نه وايي او نه يې د خپلو شخصي جذباتو، وارداتو او احساساتو د اظهار لپاره ليکلی، بلکې د ټولنې تاريخ، د پښتونخوا د اولسونو د نن او پرون ارمان په داسې انداز کې بيانوي، چې سړی خوند او پند ترې اخلي او همدا ډول د مهابڼ شپونکی، د اېلبندونو کوچۍ، د پېښور يونيورسټۍ يو گلالی او د پوهنتون يوه ملالۍ ترې يو شانته خو، جوش، ولوله او غورزنگ اخلي.
زه په خپله د شاعرۍ د ټولو اړخونو د ژورې مطالعې يو طالب العلم يم او دا مې پر ځان لازم گڼلې ده، چې د پښتو د شعر او فن د بشري او ملي اړخ سره ډېر نږدې پېژندگلوي پيدا کړم.
په لړ کې زما ډېره دلچسپي د حافظ او د ده د شعر او فن سره ده، ځکه په دعوې سره ويلی شم، چې نه يوازې د ده شعر خوند او ژوند لري، بلکې د ده شخصيت هم د ده د شعر غوندې خوږ او اثر ناک دی.
نو ځکه دی په نورو زلمو کې ادبي او هنري صنعتونه را لړزوي او د نوي عصر زلمي شاعران ترې رنگ او ترنگ اخلي. په دې لحاظ دی يوازې خپله شاعر نه دی، بلکې د وطن په ښکلې لمن کې د شعر د بهار يوه داسې وږمه ده، چې ډېرې غوټۍ او غونچې پرې موسيږي او غوړيږي.»
د هېواد يو بل نامتو څېړونکو، ليکوال او شاعر بيا د حافظ صاحب په باب ليکي:
«د حافظ صاحب ډېره پاړکۍ واقعا شعرونه دي، هم وزن لري او هم آهنگ لري او هم شعري کيف او خوند. په ځانگړې ډول د ده په شعر کې د وزن خبره هېڅ مطرح نه ده، ځکه چې دی د شعر په چار کې د خوشحالي او رحماني سبک کلک ساتونکی دی او د رديف او قافيې ټينگ پابند دی. د حافظ صاحب په پاړکو کې غزل ځانگړې ښکلا او ځلا لري او د پښتو د غزل د سلسلې يوه پياوړې کړۍ ده.»
د هېواد تکړه ليکوال او شاعر زرين انځور وايي: نصرالله حافظ د پښتو ژبې نومهالی (معاصر) شاعر دی. هغه يوازې داسې شاعر دی، چې تل يې په خپل شعر کې له خپلو خلکو سره خبرې کړې دي؛ تل يې غوښتي چې خپل شعري غږونه نورو ته ورسوي او د خپل اولس لپاره ترانې ووايي، شعرونه زمزمه کړي او نظمونه ورته اهداء کړي. خبره د شاعر ده د يوه داسې شاعر چې کلونه کلونه وړاندې يې له خپل شعر سره يو ځای ژوند کړی، شعر يې هم مينه ده او هم وينه. شعر يې ژوند دی او د داسې شاعر خبره ده، چې د کلونو له اوږدو پيچومو څخه د شعر په پلوشو کې راتېر شوی دی.
د همداسې شاعر خبره ده، هغه د پښتنو په نومهالي شعر کې د ډېرې زمانې شاعر دی. نن هم هغه له شعر سره ژوند کوي، ځکه چې شعر د هغه ژوند دی، ځکه چې که هغه شعر ونه وايي هغه به مړ وي، هغه به فنا وي، شاعر همداسې وي او د شاعر ژوند هم همداسې دی.»
حافظ صاحب دومره ډېر آثار لري، که ټولو ته د چاپ په گاڼه وپسولل شي، نو يو بشپړ کتابتون به ترې نه جوړ شي، حافظ صاحب د ژوند د هر ډگر په برخه کې شعرونه ويلي دي، چې په هره برخه کې ورنه ډېرې ښې ټولگې جوړېدای شي. اوس به د حافظ صاحب چاپي آثارو ته لږتم شو او ورسته به په خپل وار سره د ناچاپو آثارو کړکۍ ورپرانيزو:
حافظ صاحب په نظم او نثر کې ډېر ناچاپ آثار لري، چې ځينې به يې د ياد کړو:
د مينې ډيوه - د حافظ صاحب اثر دی، چې په ۱۳۳۱ لمريز کال کې يې د رحمن بابا ادبي جايزه اخيستې ده.
ترانې - دا د هغو سندرو ټولگه ده، چې په راډيو افغانستان کې د ښځينه او نارينه وو هنرمندانو له خوا ثبت شوې دي او اوس په آرشيف کې پرتې دي، کابو زر سندرې په دغه غونډ کې راغونډې شوې دي.
په جاپان کې اسلام - د حافظ صاحب يوه بله ژباړه ده، دا يې رشاد صاحب ته ورکړې وه، چې چاپ ته يې برابره کړي، خو د مرگ څپېړې وواهه او د استاد سره يې ژباړه پاتې شوه.
د لنډو کيسو ټولگه - دا د حافظ صاحب د کابو شلو لنډو کيسو ټولگه ده، ډېرې ښې او په زړه پورې کيسې يې ليکلې دي.
د ننگ په نامه - د حافظ صاحب يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې يې ادبي جايزه اخيستې ده.
مات وزرونه - دا د جبران خليل اثر دی، چې حافظ صاحب په نظم ژباړلی دی، چې ډېرې په زړه پورې مکالمې په کې شته دي.
د اسلام سياسي تاريخ - يو ډېر په زړه پورې کتاب دی، چې اوس يې په ژباړلو بوخت دی، تر اوسه يې څو بابونه ژباړلي دي.
د حضرت محمد (ص) د وړکتوب کيسې - په دې کتاب کې د حضرت محمد (ص) د وړکتوب ټولې کيسې راغلي دي، چې د مصر د مشهور ليکوال تيتيم جاوېد ليکلی دی، چې په دري ژبه باندې د علامه سلجوقي له خوا ژباړل شوی او پښتو ژباړه يې د حافظ صاحب له خوا شوې.
ويرنې او ستاينې - دا يې يو بل ناچاپ اثر دی، چې د ځينو پاخه شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو اوشاهانو په باب يې شعرونه ويلي دي او يايې د ځينو پېژندل شويو شخصيتونو، پوهانو، عالمانو، ليکوالانو او شاعرانو په علمي سيمينارونو کې گډون کړی ويلې يې دي.
د سولې علم بردار - دا دهغو شعرونو ټولگه ده، چې حافظ صاحب د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفار خان د جد او جهد او په دغه لار کې د عملي گامونو د پورته کولو په باب يې ويلي دي او چې کله دغه سوله خوښوونکې شخصيت وفات شو، بيا يې څو شعرونه د هغه په ويرنه کې ويلي دي، چې شمېر يې شپېتو ته رسيږي.
پردېسه مينه - دا د حافظ صاحب يو يونليک دی، چې کله د حج په سفر تللی و او بيا بغداد ته يې سفر وکړ او له هغه وروسته بيا پخواني شوروي اتحاد ته په سفرونو تللی و، په نظم او نثر کې يو يونليک دی.
مرسته - دا د هغو شعرونو ټولگه ده، چې په کې يې د هېواد د خوارانو، غريبانو انځور اېستلی دی او د افغاني سرې مياشتې کړه وړه او انساني مرستو ته يې په کې اشاره کړې ده.
حبابه - دا د هغو کيسو ټولگه ده، چې د امويانو د کورنۍ د يوه خليفه يزيد بن عبدالمالک د مينې په باب په زړه پورې خبرې په کې راغلې دي حافظ صاحب دغه کيسې د طبري په تاريخ کې کتلې او بيا يې په پوره هنري بڼه په پښتو مثنوي کې ژباړلي دي.
کابل شهيد شو - دا دهغې شعري ټولگې نوم دی، چې دکورنيو جگړو په وخت کې يې د ورځنيو يادونې په نوم شعرونه ويلي دي او د هر شعر سره يې د شعر ويلو سبب هم ليکلی دی، چې د هر شعر سره يې نېټه ثبت کړې او ليکلې ده.
غيرتي ربۍ - دا يو منظوم فيچر دی، چې حافظ په نظم ليکلی دی او په کال ۱۳۴۴ لمريز کې په راډيو کې خپور شوی دی، چې د دغه فيچر راوي حافظ صاحب دی او لوبغاړي يې ف. فضلي، صايمه مقصودي، زېبا خادم او تورپېکۍ خادم دي.
هغه شپه چې لمن يې سپينه ده - دا د حضرت محمد (ص) د مبارک ميلاد کيسه ده، چې حافظ صاحب د يتيم جاويد له کتاب څخه راژباړلې ده، دا ليکنه به د هر مولود شريف په نېټه د حافظ صاحب په خپل غږ کې د راډيو له لارې خپرېدله.
شعري بغاوت - دا د هغو شعرونو ټولگه ده، چې په هېواد کې د څوارلس کلن مسلطه نظام په خلاف حافظ صاحب وخت په وخت شعرونه ويلي دي او خپل ملي اصالت يې د يو افغان شاعر په توگه څرگند کړي دي، چې شمېر يې سلو نظمونو ته رسيږي.
منظوم ليکونه - دا د حافظ صاحب او دوستانو ترمنځ په تېره بيا د حافظ صاحب او پلار ترمنځ يې چې شعري طبعه يې درلوده منظوم ليکونه دي.
د پښتو ژبې سره د زړه خواله - دا د هغو شعرونو غونډ ده، چې د بېلابېلو شاعرانو له خوا د پښتو ژبې اړوند او د پښتو ژبې سره غږيدلي دي شعرونه دي، چې حافظ صاحب راټول کړي دي او شمېر يې سلو ته رسيږي.
سپرلنۍ ټولگه - دا د حافظ صاحب د هغو شعرونو ټولگه ده، چې د پسرلي په اړه يې شعرونه په کې خوندي کړي دي.
د نړۍ د نامتو ليکوالانو کيسې - دا کيسې حافظ صاحب ژباړلي دي او ډېرې ښې کيسې يې په کې راغونډې کړي او ژباړلي دي.
پت پالنه - د پښتو ژبې په باب د ليکوالانو او شاعرانو يادونه ده.
پرهرونه - د غزلو مجموعه، د مينې ډيوه دا او دې ته ورته په سلگونه نورې مقالې، ليکنې او نورې ټوټې يېد هېواد په رسنيو کې چاپ شوي دي او ډېرۍ يې لا د حافظ صاحب سره په کور کې په پاڼو کې زړې شوې.