محمد زرين انځور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له زرين انځور نه مخ گرځېدلی)
محمد زرين انځور

محمد زرين انځور (١٣٣٥ ل. هـ. کال = ١٩٥٦ ز. کال) (Mohammad Zarin Anzor) يو نامتو افغان ليكوال ، کيسه ليکونکی ، کره کتونکی ، څېړونکی او ژورناليست دی. هغه دم مهال په افغانستان کې د ملي راډيو ټلويزون ريس دی.

مخينه

زرين انځور د ننگرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ د گردي غوث په کلي کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې الحاج عبداللطيف گرديوال دی چې هغه ډېر وخت يې د افغانستان د پوهنې د ودې او پرمختگ په لار خدمتونه کړي دي. د هېواد په بېلابيلو سيمو او په تېره بيا په ختيځو ولايتونو کې يې د ښوونکي، پلټونکي او مفتش او په وروستيو کې د ننگرهار د پوهنې د مرستيال په توگه دندې تر سره کړې دي. زرين انځور له ١٩٩٥ ز.(١٩٧٤ ل.) کال راهيسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني د کولن په ښار کې اوسي.

زده کړې

زرين انځور خپلې لومړنۍ زده کړې د گردي غوث په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې دي. منځوۍ او دويمې زده کړې يې په ۱۳۵۲ ل. کال د ننگرهار ولايت د ايمل خان په لېسه کې پای ته رسولي ، بيا يې په ١٣٥٣ ل. کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې زده کړې پيل کړي چې په ١٣٥٦ ل. کال کې د ژورناليزم له څانگې خپل د ليسانس سند لاس ته راوړی. تر دې وروسته يې بيا په پېښور کې د کډوالۍ په کلونو کې د پېښور له پوهنتون نه د پښتو ژبې او ادبياتو په څانگه کې خپل د ماسټرۍ بريليک ترلاسه کړی.

دندې

نږدې لس کاله يې د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په اداره کې د ادبي خپرونو د چمتوکوونکي او ليکوال په توگه کار کړی دی. په ١٣٦٦ ل. کال کې د افغانستان د ليکوالو ټولنې د ادبي نقد او ادبي څېړنو د څانگې مشر وو. نوموړي په ١٣٦٨ ل. کال کې پېښور ته کډوال شو او د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنې د خپرنيز ارگان خپلواکۍ مجله يې څلور کاله وچلوله. هماغلته په پېښور کې يې د يو شمېر نورو افغان ليکوالو سره په گډه د افغانستان کلتوري ټولنه جوړه کړه چې د همدغې ټولنې د سپېدې ادبي او کلتوري مجلې په خپرولو کې يې فعاله ونډه درلوده همداراز د افغانستان د مقاومت د ادبياتو د ودې او پياوړتيا لپاره يې ادبي او پوهنيزې غونډې او سيمينارونه جوړ کړي. بيا کله چې هغه جرمني هېواد ته کډه وکړه نو په ١٩٩٨ ز. کال کې يې د يو شمير فعالو فرهنگيانو او فرهنگپالو سره په گډه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه بنسټ کېښود چې تر اوسه يې په لسگونو مهم اثار په پښتو ژبه خپاره کړي او يو زيات شمېر ملي او کلتوري غونډې او سيمينارونه يې رابللي دي.

ادبي ژوند

زرين انځور د ښوونځي له وختونو نه شاعري او ليکوالي پيل کړې، خو هغه آثار يې خپاره شوي نه دي. کله چې هغه کابل پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره راغی نو د خپلو زده کړو سره سره يې په افغاني رسنيو کې خپلې ليکنې او شعرونه خپرول. د هغه لومړنۍ ليکنې، شعرونه او لنډې کيسې په ١٣٥٤ ل. کال کې په ننگرهار مجله او بيا په زيري جريده، کابل، پکتيا، کندهار، پلوشه او نورو بيلابېلو خپرونو تر څنگ د افغانستان په راډيويي او ټلويزوني خپرونو کې هم خپاره شوي دي.

که څه هم چې د زرين انځور د ادبي کار او زيار لويه برخه پښتو کيسه ليکنې او د نوي پښتو ادب کره کتنې او څېړنې ته ځانگړې شوې، خو هغه په نورو ادبي او کلتوري برخو کې يې هم څېړنې او ليکنې کړي او يو شمېر کتابونه يې خپاره شوي دي.

چاپ شوي آثار

د زرين انځورپه گڼ شمېر ليکنې د افغانستان او د هغه هېواد نه د باندې په رسنيو کې خپرې شوې دي چې شمېر يې نه دی مالوم، خو د خپرو شويو کتابونو لړليک يې په لاندې ډول دی:

  1. دا سرونه، دا رسمونه - د لنډو کيسو لومړنۍ ټولگه - چاپکال ١٣٦٣ ل، کابل
  2. شاړې کوڅې - د لنډو کيسو دويمه ټولگه - چاپکال ١٣٦٧ ل، کابل
  3. تروږمۍ - د لنډو کيسو درېيمه ټولگه - چاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور
  4. زموږ د کلي پاڼې - د لنډو کيسو څلورمه ټولگه - چاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور
  5. دلته غرونه نه دي هسک - د لنډو کيسو پنځمه ټولگه - چاپکال ١٣٧٩ ل، پېښور
  6. د غزل په اننگو کې - د حمزه شينواري د غزلياتو څېړنه او غور چاڼ - چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل
  7. د شريف ديوان - د ننگرهار د ولسي شاعر د شعرونو جونگ - چاپکال ١٣٦٣ ل، کابل
  8. هجري د زنځيرونو شاعر - چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل
  9. اباسين کيسې کوي - د پښتونخوا د کيسه ليکنې غورچاڼ او څېړنه - چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل
  10. شعرونه او نقدونه - د معاصر پښتو شعر کره کتنه - چاپکال ١٣٦٥ ل، کابل
  11. د افغانستان د ژورناليزم مخکښان - چاپکال ١٣٦٥ ل، کابل
  12. د مهدي داستاني کليات (تدوين او سريزه) - چاپکال ١٣٦٧ ل، کابل
  13. يون - د حمزه شينواري د غزليزې ټولگې تدوين او سريزه - چاپکال ١٣٦٦ ل، کابل
  14. خپلواک غږونه (له ښاغلي زلمي هېوادمل سره په گډه) - انتخاب او سريزه - چاپکال ١٣٦٨ ل، کابل
  15. د پټې خزانې ميزان ريښتيا ميزان دی؟ - له محمد آصف صميم سره په گډه - چاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور
  16. د ثور په تراژيدۍ کې فرهنگ، ادبيات او آزادي - چاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور
  17. د صدر خوشال ژوند او اثار - چاپکال ١٩٩٦ ز. پېښور
  18. راروان دي تور بادونه - د لنډو کيسو ټولگه - چاپکال ۲۰۰۹ ز. پېښور

ناچاپ آثار

سرچينې

باندنۍ تړنې