زلمی هېوادمل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زلمی هېوادمل

زلمی هېواد مل د افغانستان يو ليکوال دی چې سياست کې هم لاسبری دی .دی په کال ۱۹۵۱م زېږدي کې ۱۶م د دسمبر د علي خېلو په کلي کې د لغمان ولایت په مرکز کې زېږېدلی . د ۲۰۰۱م زېږدي راهیسې د افغانستان جمهوري ریاست فرهنگي او پوځي سلاکارانو څخه يو زلمل هېواد مل و .او د دوست محمد دوست له شاګردانو څخه وه.

مخینه

زلمی هېوادمل د افغانستان د لغمان ولایت مرکز کې زېږېدلی دی .

زده کړې

زده کړې خپل پلرني ولایت لغمان څخه د تېرگړو سیمې کې پیل کړي بيا د روښان لېسې څخه کال ۱۹۶۸م زېږدي کې فارغ شوی . همدارنگه یې خپل د لسانس زده کړې د ژورنالیزم په پوهنځي کې د کابل له پ،هنتون څخه ترسره کړي بيا یې ماسټري د فارسي ژبې ادبياتو کې بشپړه کړې . د ۱۹۹۲م زېږدي راهیسې پېښور ته کډوال شو چې هلته یې د ختيځو ژبو په څانگه کې له پېښور پوهنتون څخه کال ۱۹۹۴م زېږدي کې ترسره کړي . د افغانستان د علومو اکاډمي لخوا د ختيځو او په ځنگړي توگه د پښتو ژبې په ادبياتو کې د تحقیق پخاطر د سرمحقق دجه ورپه برخه شوې .

دندې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسلکي غړی . د امريکا پر مټ جوړې شوې کابينې کې د پخواني هېوادمشر کرزي د امنیت چارو سلاکار ، د پولیسو روزلو په لړ کې لارښود او د کرزي د ویناؤ فرهنگي غړی .

لیکلي اثار

  1. ادبي تاریخ او د ادبي تاریخ منابع ۱۶ ټوکه ـ تر دوه سؤو زیاتې مقالې.
  2. د پښتو ادبياتو تاریخ (دوه ټوکه) چاپکال
  3. د پښتو نثر اته سوه کاله چاپکال 2011م.ز
  4. متن څېړنه ـ د پښتو او دري ژبو تر ۳۵پورې متنه په څو ټوکونو کې د پنځه سؤو څخه زیاتې څېړنیزې مقالې
  5. د علمي مقالو او سیمینارونو تدوین ـ د لیکوال ۳۰ ټولگې د خبرونو او رپوټونو لیکنې .
  6. فولکلور پوهنه ـ دوه ټوکه تر پنځو سؤو راز راز مقالې
  7. جغرافيا ـ درې ټوکه
  8. ترجمې ـ شپږ ټوکه چې د دېرشو شاوخوا مقالې پکې رانغاړل شوي
  9. د معاصرو اثارو تدوین ـ تر ۱۶ ټوکو پورې
  10. اخباري او نورې متفرقې مقالې ـ درېسوه پاڼو پورې


سرچينې