کولن
کولن د المان دولت د نوردراين ويسټ فيليا تر ټولو لوی ښار او نږدې د المان څلورم تر ټولو ګڼ نفوسه ښار دی چې د ښار په اړوندو سيمو کې يې نږدې يو اعشاريه يو ميليون او د کولن-بون په ښاري سيمو کې يې له درې اعشاريه يو ميليون څخه زيات وګړي ژوند کوي. کولن همدا راز د راين-روهر د ښاري سيمې برخه ده، کومه چې په اروپايي ټولنه کې د ناخالص کورني توليد له پلوره تر ټولو ستره ښاري سيمه ده. د دې ښار مرکزيت د راين په چپه غاړه (لويديځ) کې، او د راين سيند (ښکته راين) په څنډه، د شمالي راين –ويسټ فيليا ايالت د مرکز «ډسلډورف» څخه شا اوخوا پنځه دېرش کيلو متره (22 ميله) سويل ختيځ او د لوېديځ المان د پخوانۍ پلازمينې بون شمال لوېديځ ته پنځه ويشت کيلو متره (16 ميله) لېرې موقعيت لري.
د دې ښار د منځنيو پېړيو د کولن ستره کليسا (Kölner Dom) د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ وه 1880-1890، او اوسمهال د نړۍ په کچه درېیمه تر ټولو دنګه کليسا او په نړۍ کې تر ټولو دنګه ستره [مرکزي] کليسا ده. دا کليسا د درې پاچايانو د مزارونو لپاره جوړه شوې وه، او په نړيواله کچه منل شوې تاريخي نښان، په اروپا کې د زياتو ليدل کېدونکو او زيارتي سيمو څخه يوه شمېرل کېږي. د کولن دولسو رومي کليساوو د ښار منظر ته لا زياته بڼه ورکړې. کولن د «Eau de Cologne» [يو ډول عطر دي] له امله شهرت لري، کوم چې له 1709ز کال راهيسې په ښار کې توليدېږي؛ "له هماغه مهال دا يوه عامه اصطلاح ګرځېدلې ده".
د کولن بنسټ په لومړۍ زېږديزه پېړۍ کې د المان په «Ubii» سيمه کې د رومي «Colonia Agrippina» په بڼه اېښودل شوی او له همدې امله يې دا نوم خپل کړی. وروسته يې له نوم څخه د Agrippina برخه لېرې کړای شوه (خو په لاتيني لا هم شته)، او د Colonia برخه يې خپله د دې ښار خپلواک نوم شو، چې په اوسنۍ الماني ژبه کې يې د «Köln» بڼه خپله کړه. کولن د دې ښار د نوم فرانسوي بڼه ده، او په انګليسي ژبه کې هم معياري بڼه ګرځېدلې. کولن د رومي ايالت ښکته جرمانيا د پلازمېنې په توګه، او په 462ز کال کې د فرانکانو تر نيواک پورې په دې سیمه کې د رومي پوځونو مرکز و. په منځنيو پېړيو کې، د ختيځې او لوېديځې اروپا (د برابنټ روډ، وياريګا او پليکا په ګډون) تر منځ په يوه مهمه سوداګريزه لاره د خپل موقعيت له امله دې ښار وده وکړه. کولن د سپېڅلي رومي سترواکۍ يو خپلواک شاهي ښار، او د هانزي اتحاديې يو له سترو غړيو څخه و. دا ښار په منځنيو پېړيو او د رنسانس په زمانه کې يو له سترو اروپايي ښارونو څخه و.[۱]
له دويمې نړيوالې جګړې مخکې، دا ښار فرانسويانو (1794-1815) او برتانويانو (1918-1926) نيولی و، او په 1815ز کال کې له پيل راهيسې د پروشيا برخه وه. په دويمه نړيواله جګړه کې کولن د المان يو له هغو ښارونو و چې تر ډېرې بمبارې لاندې نيول شوی و. بمبارۍ د دې ښار نفوس تر دري نوي سلنه راکم کړ، او عمده دليل يې له ښاره د خلکو وتل و، همدا راز د زرګونه کاله پخواني دې ښار مرکز شا اوخوا اتيا سلنه ويجاړه شوه. له جګړې وروسته د بيا رغونې په پايله کې د ښار يو مخلوط جوړښت منځ ته راغی، او د ښار د دروازو، او کليساوو (له دوی څخه 31 يې روماني ډوله وې) په څېر مهم تاريخي ځايونه بېرته ورغول شول. دا ښار اوسمهال د دويمې نړيوالې جګړې څخه د مخکې شا اوخوا پنځه ويشت سلنه ودانيو څخه جوړ دی، او شا وخوا 9000 تاریخي ودانيو د درلودلو وياړ لري.[۲][۳][۴]
کولن د راين لینډ يو ستر کلتوري مرکز دی؛ له دېرشو د زياتو موزيمونو او د هنري اثارو سلګونه تالارونو کوربه دی. د لوړو زده کړو ډېرې ادارې لري، چې د يادولو وړ يې د کولن پوهنتون، کوم چې د اروپا تر ټولو زړو او سترو پوهنتونونو څخه يو دی، د کولن تخنيکي پوهنتون، کوم چې د المان د تطبيقي علومو تر ټولو ستر پوهنتون دی؛ او د المان د سپورت پوهنتون کولن، دي. په دې ښار کې د «ماکس پلانک ساينس» درې ادارې شته، او د فضايي صنعت يو ستر څيړنيز مرکز لري، د المان فضايي مرکز او د اروپا تشيالي مرکز په همدې ښار کې موقعيت لري. د اروپا د تر ټولو ستر هوايي شرکت «لوفتانزا»، اساسي سوداګريز مرکزونه په کولن کې دي. دا ښار د پام وړ کيمياوي او د موټر جوړونې صنعتونه هم لري. د کولن بون هوايي ډګر يوه سیمه يیز دروازه ده، د «ډوسلډورف» هوايي ډګر، د دې سیمې مرکزي هوايي ډګر دی. د کولن د سوداګرۍ بازار [نندارتون] د يو شمېر سوداګريزو نندارتونونو کوربه توب کوي.[۵][۶][۷]
تاریخ
[سمول]رومي کولن
[سمول]د اوسني کولون په اساساتو کې لومړۍ ښاري ابادي د Oppidum Ubiorum وه، چې په اته دېرش مخزيږديز کې يې د Ubii له خوا بنسټ اېښودل شوی و، Ubii يوه «سيسريني» الماني قبيله وه. له ميلاد وروسته په پنځوسم کال کې، روميانو د راين سيند په څنډو د Colonia Claudia Ara Agrippinensium (کولن) بنسټ کېښود، او له ميلاد وروسته په پنځه اتيايم کال کې دا ښار د ښکته جرمانيا مرکزي ايالت شو. دا ښار د Augusta Ubiorum په نوم هم پېژندل کېدو. په اوسني کولن کې د روم د زمانو د پام وړ پاتې شونې موندل کېدای شي، په ځانګړي ډول د بېړيو د لنګر په ساحلي سيمو کې، چېرته چې د 2007ز کال په وروستيو کې 1900 کاله پخوانۍ رومي بېړۍ موندل شوې وه. له 260 څخه تر 271 پورې، کولن د «پوسټومس، موريس» او «وکټورينس» تر واکمنۍ لاندې د «ګال» سترواکۍ پلازمېنه وه. په 310 کې، د سترواک لومړي قسطنطين تر واکمنۍ لاندې، په کولن کې په «راين» سيند يو پول جوړ شوی و. رومي شاهي واليان په دې ښار کې اوسېدل او دا ښار د المان په شمال کې په رومي سترواکۍ کې تر ټولو مهمو سوداګريزو او توليدي مرکزونو څخه يو شو. کولن د څلورمې پېړۍ په «پوټنجر» نقشه کې هم شته.[۸][۹][۱۰][۱۱]
ماترونس، چې په 313 کې د پادري په توګه ټاکل شوی و، د کولن لومړی پېژندل شوی پادري و. دا ښار تر هغه وخته د رومي ايالت مرکز و، تر څو په 462ز کال کې «ريپوريني» فرانکانو ونيو. د رومي واکمنۍ پر مهال د ځمکې لاندې د کثافاتو لپاره د جوړو شويو اصلي ويالو يو څه برخې د ښار لاندې خوندي پاتې دي، چې د فاضلاب نوی سيستم په 1890ز کال کې پرانيستل شو.
د يروشلم په محاصره کې د دويم معبد تر ويجاړېدو او له دې سره اړوند د يهوديانو بې ځايه کېدلو وروسته، په کولن کې د يهودي ټولنې شواهد شته. په 321 ميلادي کې، سترواک قسطنطين د رومي اتباعو د ټولو ازاديو سره د يهودي ټولنې ابادېدل تايید کړل. اټکل دا دی چې دا ابادي د ښار په ديوالونو کې د «ماسپفورټی» سره نږدې واقع وه. يهوديانو ته د قسطنطين فرمان په المان کې تر ټولو لرغونی مستند ثبوت دی.[۱۲][۱۳]
منځنۍ پېړۍ
[سمول]د منځنيو پېړيو په لومړيو کې کولن په فرانکي سترواکۍ کې د «استراسيا» برخه وه. «کيونيبرټ»، چې په 623ز کال کې د کولن پادري شو، د «ميرووينجينيايي» پاچا «لمړي ډاګوبرټ» يو مهم سلاکار و، او هغه د «لينډن پيپين» سره يوځای، د استراسيا د راتلونکي پاچا، د پاچا د زوی او وارث «درېيم سيګبرټ» د خصوصي ښوونکي په توګه خدمات وړاندې کړل. په 716ز کال کې، «چارلس مارټل» په لومړي ځل د يو پوځ مشري وکړه، او د خپل ژوند له يوازينۍ ماتې سره مخ شو، کله چې د «نيوسټريا» پاچا «دويم چيلپريک» په استراسيا بريد وکړ، او د کولن په جګړه کې يې دا ښار ونيو. چارلس د «ايفل» غرونو ته وتښتېد، خپل ملاتړي يې راټول کړل او په همدې کال کې يې د «امبليو» په جګړه کې «چلپريک» ته په ماتې ورکولو سره ښار بېرته ونيو. کولن د رومي پړاو څخه د پادري د ناستې مرکز و؛ په 795ز کال کې د «شارلمين» تر واکمنۍ لاندې پادري «هلډبورډ» ته ترفيع ورکړل شوه او د پادريانو مشر وټاکل شو. په 843ز کال کې، د «ورډن» په تړون کې، کولن د «لومړي لوتير» د «مډل فرانسيا» تر واک لاندې راغی – چې وروسته د «مډل فرانسيا» لنډمهالې پاچايۍ ته د «لوترنجيا» (ښکته لورين) نوم ورکړل شو.[۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ "From Ubii village to metropolis". City of Cologne. خوندي شوی له the original on 17 April 2012.
- ↑ "bomber command – mines laid – flight august – 1946 – 1571 – Flight Archive". خوندي شوی له the original on 4 July 2019.
- ↑ https://zensus2011.de/SharedDocs/Downloads/DE/Publikationen/Aufsaetze_Archiv/2015_12_NI_GWZ_endgueltig.pdf?__blob=publicationFile&v=4
- ↑ "Denkmalliste" [List of monuments]. Offene Daten Köln (in الماني). بياځلي په 28 December 2023.
- ↑ "Economy". KölnTourismus. خوندي شوی له the original on 1 August 2010. بياځلي په 18 April 2011.
- ↑ Pariona, Amber (25 April 2017). "The Largest Airlines in Europe". WorldAtlas. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 April 2021. بياځلي په 29 August 2019.
- ↑ "Lufthansa regains place as Europe's biggest airline from Ryanair". Reuters. 10 January 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 December 2020. بياځلي په 29 August 2019.
- ↑ "From Ubii village to metropolis". City of Cologne. خوندي شوی له the original on 17 April 2012.
- ↑ "Facts and figures". City of Cologne. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 May 2019. بياځلي په 3 May 2019.
- ↑ Smith, Benjamin E. (1895). "Augusta Ubiorum". The Century Cyclopedia of Names. Vol. 1 (2nd ed.). New York: Century Co. p. 96. OCLC 237135281.
- ↑ "C.Michael Hogan, Cologne Wharf, The Megalithic Portal, editor Andy Burnham, 2007". Megalithic.co.uk. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 September 2011. بياځلي په 24 July 2009.
- ↑ Werner Eck: Köln in römischer Zeit. Geschichte einer Stadt im Rahmen des Imperium Romanum. (= Geschichte der Stadt Köln in 13 Bänden, Bd. 1) Köln 2004, p. 325 ff. ISBN 3-7743-0357-6.
- ↑ "German Jewish culture through the ages – DW – 02/19/2021". dw.com (in انګليسي). بياځلي په 2 August 2023.
- ↑ "From Ubii village to metropolis". City of Cologne. خوندي شوی له the original on 17 April 2012.