منځپانگې ته ورتلل

مهاتما ګاندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له مهاتا ګاندي نه مخ گرځېدلی)
مهاتما
موهنداس گاندهي
[[language|]]: મોહનદાસ ગાંધી  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
په زاړه عمر کې د ګاندي د مخ یو انځور چی سپینی چشمی یی پر سترګو او د خندا په حال کی وو
په زاړه عمر کې د ګاندي د مخ یو انځور چی سپینی چشمی یی پر سترګو او د خندا په حال کی وو
په زاړه عمر کې د ګاندي د مخ یو انځور چی سپینی چشمی یی پر سترګو او د خندا په حال کی وو

د شخص معلومات
زېږون نوم [[language|]]: મોહનદાસ ગાંધી  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۲ اکتوبر ۱۸۶۹
مړینه 30 جنوري 1948 (79 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
نوي دهلي [۱۸]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم [۱۹]  ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
مقام نظر بندی د آغا خان ماڼۍ (۳۱ جولای ۱۹۴۲–۶ می ۱۹۴۴)[۶]  ويکيډاټا کې (P2632) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای لندن (۱۸۸۸–۱ جون ۱۸۹۱)[۲۰]

هند (۱ جون ۱۸۹۱–۱۸۹۳)[۲۰]

سوېلي افريقا (۱۸۹۳–۱۹۱۵)[۲۰]  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
هيواد غړيتوب  هندوستان
قد 164 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
مذهب هندويزم [۶]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند هند ملي کانګرېس [۲۰]  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
مور پوتلیباي گاندی
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۲۱][۲۲][۲۳][۱۴]،  خبريال [۲۰]،  فیلسوف [۲۴][۲۰]،  ليکوال [۲۵]،  خپلواکۍ جنګيالی   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه ګوجراتي ژبه [۶]  ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه(ي) هندي [۶]،  انګليسي ژبه [۶]،  ګوجراتي ژبه [۲][۶]،  اوډيا ژبه [۲۶]،  مراټي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه فلسفه ،  سوله غوښتنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر هنري ډېوېډ تورو ،  لېو نيكولايوويچ تولستوى ،  گوتاما بودا ،  جي کی چيسترتون ،  جان روسکين   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
مهاتما ګاندي
مهاتما ګاندي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

موهنداس کرمچند گاندهي چي وروسته د مهاتما گاندهي په نوم مشهوره شو، د هند له مهمو سياستوالو گڼل کېږي، چې د عدم تشدد د سياست پلوى و.

زوکړه

[سمول]

د ١٨٦٩ م مېلادي کال د اکتوبر په دويمه نېټه د هند د گجرات په ولايت کښي زېږېدلی. د گاندهي پلار کرمچند گاندهي د گجرات ولايت يو پانگه وال او سياستوال و. د گاندهي کورنۍ يوه مذهبي کورنۍ وه چي د هندو مذهب د ويشنو ډلي سره يه تړاو درلود. د گاندهي په پلرني کور کې د لاچارانو او مسکينانو سره ډېره مرسته کېدله. دبيلگي په توگه د گاندهي کورنۍ لا چاره ناروغان خپل کور ته بيول او هلته يه د هغوی درملنه او خدمت کول.

ماشوم گاندهي

مېرمن

[سمول]

د گاندهي مور او پلار هغه وخت گاندهي ته واده وروکړی چي د ده عمر ١٣ کاله و. د گاندهي مېرمنه کاستوربه نکانجي هم د واده پر وخت ١٣ کلنه وه.

مهاتما گاندهي او دهغه مېرمنه (١٩٠٢ م)

زدکړي او مسلک

[سمول]
مهاتما گاندهي

د ١٨٨٨ او ١٨٩١ مېلادي کلونو تر منځ گاندهي په لندن کښي د حقوقو لوړي زدکړي وکړې او په ١٨٩١ کښی بېرته و بمبی ته راستون شو. چيري چي ده د يوه وکيل په توگه کار کاوه. د ١٨٩٣ او ١٩١٥ مېلادي کلونو په مېنځ کښي گاندهي په سويلي افريکا کښي ژوند کاوه. په سويلي افريکا کښي گاندهي ته لاپسي څرگنده شوه چي انگرېزان د هنديانو سره تعاصبي او ناسم چلن کوي.

همدا و چي په سويلي افريکا کښي گاندهي د هنديانو د حقوقو لپاره مبارزه پېل کړه. گاندهي د ناټال انډين کانگرېس په نامه ي غورځنگ جوړ کړی . دغه غورځنگ په سويلي افريکا کښي د هنديانو سره د ناوړه او تعاصبي چلن په وړاندي مبارزه کوله.

سياست

[سمول]

په ١٩١٥ مېلادي کال گاندهي و هندوستان ته ستون شو چير ي چي د ده د خدماتو اود هندیانو د حقوقو د مبارزې لپاره د مهاتما ياني ستره ارواح نوم ورکړل شوی و. پداسي حال کښي چي گاندهي خپل ځان د دغه نوم وړ نه گڼی نو د د ژوند تر آخره يه د مهاتما نوم نه خوښاوه. په ١٩٢٠ مېلادي کال گاندهي د هند د گانگرېس گوند مشر شو . د گاندهي په مشرتابه کښي دغه گوند د هند د خپلواکۍ تر ټولو مهمه او د عامو هنديانو گوند وگرځېده. په ١٩٣٠ م مېلادي کال کښي گاندهي د هنديانو څخه د انگرېزانو پر ضد د صلح آمېزه اولسي نافرمانۍ غوښتنه وکړه. پدې ترڅ کښي د مالگي مشهوره مارش هم شمېرل کيږي. د مالگي مارش د انگرېزي مالگي د بازاري انحصار نه د خلاصون يو کوښښ و.

گاندهي په ستياگراهي(صلحه غوښتونکي) جامو کښي

د ١٩٤٢ مېلادي کال د جون په دريمه نېټه گاندهي په ډاگه د برطانيې نه د هند دخپلواکۍ غوښتنه وکړه. همدا و چي انگرېزانو گاندهي زنداني کړ. خو د ناروغۍ له امله گاندهي د دو کالو بند وروسته بېرته خوشي کړل شو. په سويلي افريکا او همدا ډول په هند کښي گاندهي د انگرېزانو له خوا په څو څو ځله زنداني کړل شو. گاندهي خپل د ژوند مجموعا ٨ کاله په زندان کښی تېر کړل.

د ١٩٤٧ مېلادي کال د جون په ٣ يمي نېټي د برطانيې لوی وزير کلېمنټ اټلي د هند د خپلواک کولو او په دو برخو ياني هندوستان او پاکستان کښي د وېشلو اعلان وکړی. گاندهي د ستر هند د ويشلو مخالف و. خو کله چي د هند د تقسيم پر وخت کورني جگړې ته ورته حالت را منځ ته شو يوازي د گاندهي هلي ځلې وې چي دغه اخ وډب يه ډېر ژر قرار کړی.

مړينه

[سمول]

څو سخت دريځه ملتپال هنديان د مهاتما گاندهي د صلحي دپاليسۍ نه ناخوښه وه. د دغو سخت دريځو په آند بايد د خپلواکۍ لپاره او بيا وروسته د پاکستان سره د کشمير په مسله د واک او توپک نه کار اخيستل شوی وای. په دغو سخت دريځو کښي ناتو رام گودسه هم و. دغه کس پر مهاتما گاندهي باندي هغه وخت په دهلي کښي د توپنچې درې ډزي وکړي چي مهاتما گاندهي د بيانيې ورکول لپاره د خلکو د ډلي په مېنځ کښي روان و. درې واړه مردکي د گاندهي پر سينه ولگېدل او گاندهي خپل ژوند دلاسه ورکړی.

نور

[سمول]
دگاندهي مجسمه

د هند ستره وزيره ايندرا گاندهي او د هغې زوی چي هم د هند ستر وزير و په آر کښي د مهاتما گاندهي سره هيڅ خپلوي نه درلوده. ډېر خلک فکر کوي چي دغه د گاندهي د کورنۍ وه خو دغه خبره ناسمه ده.

اخذونه

[سمول]

باندني تړنې

[سمول]

ټولنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118639145  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11904030r — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6110pkc — subject named as: Mahatma Gandhi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/22952 — subject named as: Mohandas Karamchand Gandhi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/30535 — subject named as: Mahatma Gandhi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ ۶٫۴ Mahatma Gandhi Biography — خپرېدونېټه: ۲۲ جولای ۲۰۱۸ — خپور کړی: ژوندليک
  7. subject named as: Mohandas Karamchand Gandhi — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/5237e24523334846ac1e310fb935f6ee — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3053 — subject named as: Mahatma Gandhi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  9. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/gandhi-mohandas-karamchand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gandhi-mohandas-karamchand — subject named as: Mahatma Gandhi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=gandhimohan — subject named as: Mahatma Gandhi
  12. Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/3754 — subject named as: Mohandas Karamchand Gandhi
  13. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22640 — subject named as: Mahatma (Mohandas Karamčand) Gandhi — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/152624 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
  15. subject named as: Mahatma Gandhi — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000342 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. Notable Names Database: https://www.nndb.com/people/653/000065458/
  17. Notable Names Database: https://www.nndb.com/people/653/000065458/ — سرليک: Педагоги и психологи мира
  18. ‎Anne Frank House person ID: https://research.annefrank.org/en/personen/adfc7ef6-259a-414e-b2a8-8561a8c49307/ — خپرېدونېټه: ۱ اکتوبر ۲۰۲۵ — سرليک: Mahatma Gandhi — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  19. https://books.google.com/books?id=x-dsbNz7syQC&pg=PT12 — پاڼه: 12
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ Mahatma Gandhi Biography — خپرېدونېټه: ۲۲ جولای ۲۰۱۸
  21. پیوستون : 118639145  — خپرېدونېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  22. http://www.bbc.co.uk/pressoffice/pressreleases/stories/2005/03_march/31/arts.shtml
  23. Mahatma Gandhi biography — خپرېدونېټه: ۲۲ جولای ۲۰۱۸
  24. http://www.tandfonline.com/doi/full/10.1080/19472498.2013.863008
  25. BDRC Resource ID: https://library.bdrc.io/show/bdr:P3CN9065
  26. https://web.archive.org/web/20210304154940/http://epaper.prameyanews.com/viewmap/390902.jpg — خپرېدونېټه: ۴ مارچ ۲۰۲۱ — خونديځ اصل په ۴ مارچ ۲۰۲۱