Jump to content

جان راسکن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان روسکين
John Ruskin (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۸ فبروري ۱۸۱۹[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۲۰ جنوري ۱۹۰۰[۱][۲][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې ځای
Coniston (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ښخولو ځای
Coniston (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
دنده
  لړۍ...
عامه معلومات
عمومي معلومات
غړی د
جوړښت
د معماري سټایل

جان راسکن (8 فبروري 1819 – 20 جنوري 1900) يو انګريز ليکوال، فيلسوف، د هنر تاريخ پوه، د هنر کره کتونکی  (منتقد) او د ويکټوريايي پړاو ټولپوهاند و. نوموړي د ځمکپوهنې، معمارۍ، افسانې، اورينتولوژي (د مارغانو علمي مطالعه)، ادبياتو، تعليم، بوټپوهنې او سياسي اقتصاد په څېر په مختلفو موضوعاتو لیکل کړي.

راکسن د «Viollet le Duc» په اثارو کې ډېر ښکېل و، کوم چې هغه د «وليام مورس» په ګډون خپلو ډېرو زده کونکو ته تدريس کړل، په ځانګړي ډول د «Viollet le Duc» قاموس، کوم چې هغه د «مهندسۍ په اړه د هر ارزښت د يوازينی کتاب» په توګه بللی دی.[۱۱]

د «راسکن» د ليکلو سبک او ادبي بڼې په برابر ډول مختلفې وې. هغه مقالې او رسالې، شاعري او ادبيات، د سفر لارښودونه او لاسي کتابچې (اصولنامې)، ليکونه او ان د ښاپېريو داستانونه ليکلي دي. هغه همدا راز د غرګيو، بوټو، مرغيو، طبيعي منظرو، تعميراتي جوړښتونو او د تزيين تفصيلي طرحې او انځورونه هم جوړ کړي دي. هغه دقيق سبک چې د هنر په اړه د هغه ابتدايي ليکنو ته يې امتياز ورکړ، د وخت په تېرېدو سره يې سازده ژبې ته لاره ورکړه، کومه چې په ډېر اغېزناک ډول د هغه د افکارو د وړاندې کولو لپاره چمتو شوې وه. د هغه په ټولو ليکنو کې، نوموړي د طبيعیت، هنر او ټولنې تر منځ په اړيکو ټينګار کړی.

«راکسن» د نولسمې پېړۍ په وروستي نيمايي کې او تر لومړۍ نړیوالې جګړې پورې ډېر اغېزناک شخص و. د زوال د يو پرتليز پړاو څخه وروسته، له 1960ز لسيزې څخه د هغه د اثارو د ګڼو علمي مطالعو د خپرېدو سره د هغه شهرت پرله پسې ښه شو. نن ورځ، د چاپېېریال ساتنې، پايدارۍ او لاسي صنايعو په اړوند د هغه افکار او اندېښنې د متوقع لېوالتيا په توګه په پراخه کچه منل کېږي.

«راسکن» تر ټولو دمخه د «Modern Painters » (1843) د لومړي جلد په خپرېدو سره د پراخه توجه مرکز وګرځېد، کوم چې د «J. M. W. Turner » د اثر په دفاع کې يوه پراخه دفاعي لیکنه ده، په کومه کې چې هغه استدلال کړی چې د هنرمند بنسټيز کردار د "طبيعيت رېښتينولي" ده. له 1850ز لسيزې راهيسې، نوموړي له «Pre-Raphaelites» (دا د هنرمندانو يوه پټه ټولنه وه) څخه دفاع وکړه، څوک چې د هغه له افکارو څخه اغېزمن و. د هغه کار تر ډېره بريده په ټولنيزو او سياسي موضوعاتو تمرکز درلود. «Unto This Last » (1860-1862) [دا يوه مقاله وه] د هغه په تمرکز کې بدلون راوست. په 1869ز کال کې، «راسکن» په اکسفرډ پوهنتون کې د ښکلو هنرونو لومړی سليډ پروفيسر شو، چېرته چې هغه د انځورګرۍ راسکن ښوونځی جوړ کړ. په 1871ز کال کې يې "د لويې برتانيې مزدورانو او کارمندانو په نوم ليکونه" مياشتينۍ پيل کړه، کومه چې د «Fors Clavigera» (1871-1884) په عنوان خپرېده. د هغه د پېچلي او ژور شخصي کار په جريان کې، نوموړي د خپلې بېلګه ييزې ټولنې لپاره اساسي اصول جوړ کړل. د پايلې په توګه، هغه د «Guild of St George» په نوم د يو سازمان بنسټ کېښودل چې تر اوسه پورې شته.

د ژوند لومړي کلونه (1819-1846)[سمول]

نسب نامه[سمول]

«راسکن» د تره بچيانو يوازينی اولاد و. پلار يې «جان جيمز راسکن» (1785-1864) نومېدو، چې د شيري (يو ډول شراب دي) او شرابو واردونکی و، د Ruskin, Telford او Domecq بنسټګر شريکباڼی او بالفعل سوداګريز مدير و. «جان جیمز» د سکاټ لینډ په «ايډنبرا» کې زېږېدلی او ستر شوی و، مور يې «ګيلن لوسي» نومېده او پلار يې د «برټ فورډ شاير» اصلي اوسېدونکی و. د هغه مېرمنه «مارګريټ کاک» (1781-1871)، په «کروډن» کې د يوې شرابخانې د څښتن لور وه. کله چې هغه د «جان جيمز» د مور «کاترين» ملګرې شوه، نو د راسکن په کورنۍ کې شامله شوه.[۱۲][۱۳]

«جان جيمز» هيله درلوده چې قانون پوه شي، او په لندن کې د یو منشي په توګه په کار وګومارل شو. د هغه پلار «جان تاماس راکسن»، د يو دوکاندار په توګه ښودل شوی دی (خو په څرګند ډول هغه د لوړو هيلو لرونکی عمده پلورنکی سوداګر و)، خو يو ناکام سوداګر و. له افلاس څخه د کورنۍ د ژغورلو لپاره، «جان جيمز»، چې د خپل پلار په پرتله يې پوهه او برياليتوب بالکل په عکس و، ټول پورونه په غاړه واخيستل او وروستی پور يې په 1832ز کال کې خلاص کړ. په 1809ز کال کې د «جان جيمز» او «مارګريټ» تر منځ کوژده وشوه، خو د جان تاماس له خوا د دې يوځای کېدو سره د مخالفت او د هغه د پورونو د ستونزو له امله، د دې جوړې واده وځنډېد. بالاخره دوی له کوم ډول مراسمو پرته په 1818ز کال کې  واده وکړ. «جان جيمز» د 1846ز کال د مارچ په درېیمه نېټه ومړ، او د «کروډن» د «ايونجليکي» «شرلي» د سينټ جان د کليسا په غولي کې خښ شو.[۱۴][۱۵]

ماشومتوب او زده کړه[سمول]

«راسکن» د 1819ز کال د فبرورۍ په اتمه نېټه، د لندن د «برنسويک» څلور لاري، د «سينټ پينکراس» اورګاډي مرکز سويل ته په «54 هنټر» کوڅه کې زېږېدلی و (دا ځای په 1969ز کال کې ونړل شول). د هغه ماشومتوب د نوموړي د مور او پلار د متضادو اغېزو څخه جوړ شوی و، هغوی دواړو د ده لپاره لوړې هېلې درلودې. «جان جيمز راسکن» د خپل زوی رومانيت ته په وده ورکولو کې مرسته وکړه. دوی دواړو د «بايرن، شکسپير» او په ځانګړي ډول د «والټر سکاټ» له اثارو سره مينه درلوده. دوی په 1838ز کال کې په «ابټسفورډ» کې د «سکاټ» له کور څخه ليدنه وکړه، خو «راسکن» د دې کور د بڼې په ليدو سخت ناهيلی شوی و. «مارګريټ راسکن»، چې انجليکي عيسايۍ وه، د خپل مېړه څخه ډېره محتاطه او محدوده وه، خپل ځوان زوی ته يې له پيل څخه تر پايه پورې د بايبيل لوستل زده کړل، او بيا به يې له سره پيل کړ، تر څو ډېره برخه يې زده کړي. د هغې ژبې، انځورونو او تمثالونو د هغه په ليکنو ژور او تلپاتې اغېز پرېښود. وروسته هغه وليکل:[۱۶][۱۷][۱۸]

هغې له ما سره بديل ايتونه ولوستل، په لومړيو کې به يې زما د غږ هر لحن ته توجه کوله، او غلطۍ به يې سمولې، تر دې چې هغې زه په هر ايت، که زما د رسېدو وړ به و، په سم او خوارۍ سره وپوهولم. ــــــ Praeterita، XXXV، 40

له 1823ز کال راهيسې د «راسکن» ماشوموالی، په سويلي لندن کې د «کيمبر ويل» له کلي سره نږدې په 28 هرن هيل (په شا وخوا 1912 کې ويجاړ شو) کې تېر شوی و. هغه د خپل عمر يو څو ملګري درلودل، خو دا بې ملګرتيا او د لوبو له شيانو پرته تجربه نه وه، لکه چې هغه وروسته په خپل ژوند لیک Praeterita (1885-89) کې وويل.هغه په خپل کور کې له مور او پلار او خصوصي ښوونکي څخه زده کړه وکړه، چې «کانګريګيشنلي» (يو پروټسټانټ مسيحي خوځښت دی) مبلغ «ايډوارډ اينډريوز» هم پکې شامل و، د هغه لوڼو هرې يوې «مسز ايليزا اورمي» او «ايملي اګسټا پيټمور» ته دا امتياز ورکول شوی چې «راسکن» يې د Pre-Raphaelite Brotherhood (د انګلستان د لیکوالانو يوه ټولنه وه) سره بلد کړی و.[۱۹][۲۰][۲۱]

له 1834 څخه تر 1835ز کال پورې، نوموړي د پرمختګپال انجليکي تماس ډيل (1797-1870) تر ادارې لاندې په «پيکم» ښوونځي کې زده کړه وکړه. «راسکن» په 1836ز کال کې د لندن په کينګز کالج کې د «ډيل» درس واورېد، چېرته چې «ډيل» د انګليسي لومړی پروفيسر و. راسکن په کينګز کالج کې داخله واخيسته او خپلې زده کړې يې بشپړې کړې، چېرته چې هغه د «ډيل» تر سرپرستۍ لاندې د اکسفرډ لپاره چمتوالی ونيو.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سفر[سمول]

راسکن له هغو ډېرو او ممتازو سفرونو څخه ډېر اغېزمن و، چې هغه په خپل ماشومتوب کې ورڅخه برخمن و. دې سفرونو د هغه د ذوق په جوړولو کې مرسته وکړه او د هغه زده کړې يې زياتې کړې. نوموړی به کله کله د خپل پلار سره د سوداګريزو مراجعينو سره د هغه په کليوالو کورونو کې د ليدنو لپاره تلو، کوم څه چې هغه د انګلستان له منظرو، معمارۍ او انځورګرۍ سره بلد کړ. د کورنۍ په سفرونو کې هغه د «ليک ډسټرکټ» (د هغه لومړی اوږد نظم د Iteriad په عنوان، په 1830ز کال کې د هغه د يو سفر روايت و)، او د سکاټلینډ په «پرت» کې د خپلو خپلوانو کره ولاړ. په شا اوخوا 1825ز کال کې، دې کورنۍ فرانسې او بلجيم ته سفر وکړ. په لويه وچه کې د دوی سفرونه په خپله دايره کې ډېر هيله بښونکي شول: په 1833ز کال کې، دوی سټراسبرګ، شيفهاوسن، ميلان، جينيوا او ټورن ته ولاړل، دا هغه ځايونه و چې راسکن به بيا بيا ورتلو. نوموړي له «الفا» سره د ژوند په اوږدو کې مينه پیدا کړه، او په 1835ز کال کې يې په لومړي ځل له «وينس» څخه لیدنه وکړه، کوم چې د ښارونو جنت و، او د هغه د وروستيو کارونو د ډېرې برخې لپاره يې موضوع او د سمبوليزم هنري سبک پیدا کړه (سمبوليزم هغه هنري سبک دی چې مفهوم په نښو افاده کوي). [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "John Ruskin". RKDartists (په نېدرلنډي ). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  3. Stated in: Benezit Dictionary of Artists. Benezit ID: B00158143. Subject named as: John Ruskin. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۶. Publisher: Oxford University Press.
  4. "John Ruskin". SIKART. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  6. CONOR.SI ID: 5576547. Stated in: CONOR.SI.
  7. Stated in: Library of the World's Best Literature. د خپرولو نیټه: ۱۸۹۷.
  8. Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۴ جون ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ "The Fine Art Archive". لاسرسي‌نېټه ۱ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  10. Reference URL: https://www.guildofstgeorge.org.uk/about/former-masters-of-the-guild. Retrieved: ۲۰ نومبر ۲۰۲۱.
  11. Barker, James (1992). An appraisal of Viollet le Duc (په انګليسي ). London: The Journal of the Decorative Arts Society. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. کينډۍ:Cite ODNB
  13. Helen Gill Viljoen, Ruskin's Scottish Heritage: A Prelude (University of Illinois Press, 1956) کينډۍ:Page needed.
  14. کينډۍ:Cite ODNB
  15. Helen Gill Viljoen, Ruskin's Scottish Heritage (University of Illinois Press, 1956) کينډۍ:Page needed
  16. ODNB (2004) "Childhood and education"
  17. [۱] [مړه لينکونه]
  18. Lemon, Rebecca, et al., eds. The Blackwell Companion to the Bible in English Literature. Vol. 36. John Wiley & Sons, 2010. p. 523
  19. J. S. Dearden, John Ruskin's Camberwell (Brentham Press for Guild of St George, 1990) کينډۍ:Page needed.
  20. "Edward Andrews (1787–1841) | ERM". erm.selu.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Andrews Family | ERM". erm.selu.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "UCL Bloomsbury Project". Ucl.ac.uk. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "King's College London – John Keats". Kcl.ac.uk. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "John Ruskin Biography >> Classic Stories". Pookpress.co.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. ODNB (2004) "Childhood and education"
  26. John Ruskin, Iteriad, or Three Weeks Among the Lakes, ed. James S. Dearden (Frank Graham, 1969) کينډۍ:Page needed
  27. Robert Hewison, Ruskin and Venice: The Paradise of Cities (Yale University Press, 2009) کينډۍ:Page needed
  28. Cook and Wedderburn، 1.453n2.