هنري ډېوېډ تورو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنري ډېوېډ تورو
(American English: Henry David Thoreau د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هنري ډېوېډ تورو
هنري ډېوېډ تورو

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: David Henry Thoreau د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ جولای ۱۸۱۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 6 مې 1862 (45 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک شاعر [۱۳]
فیلسوف
ليکوال [۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه اخلاق
سياسي فلسفه
د مذهب فلسفه
پېښليک   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر رالف والډو ایمرسن
كلبيان
ارستو
هومر
چارلس ډاروین
توماس کارلایل
الكساندر هومبولدت   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک لوېديځه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هنري ډېوېډ تورو
هنري ډېوېډ تورو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۱۷]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هنري ډېوېډ تورو - Henry David Thoreau (۱۸۱۷م د جولای ۱۲مه – ۱۸۶۲م د مې ۶مه) یو امریکایی طبیعت‌پوه، مقاله لیکوال، شاعر او فیلسوف و. د یوه مخکښ ماوراء الطبیعه فلسفي (transcendentalist) په توګه، هغه د خپل کتاب والډن (Walden) – په ځنګله کې ژوند – له کبله خورا مشهور شوی، چې په طبیعي چاپېریال کې د ساده ژوند یو انځور وړاندې کوي؛ او همدا راز د خپلې یوې مقالې "مدني نافرمانۍ" له کبله مشهور دی (چې د "مدني حکومت پروړاندې مقاومت" تر عنوان لاندې خپره شوې) او د یوه ناعادلانه دولت د نافرمانۍ په اړه استدلال پکې شوی دی.[۱۸][۱۹]

د تورو کتابونه، مقالې، مجلې او شعري ټولګې تر ۲۰ ټوکه اوړي. د هغه له تلپاتې اثارو څخه د طبیعي تاریخ او فلسفې په اړه د هغه لیکنې دي، چې نوموړي پکې د ایکولوژي یا چاپېریال پوهنې او چاپېریالي تاریخ د مېتودونو او موندنو اټکل کړی او په اوسني وخت کې د چاپېریالېزم دوې مهمې سرچینې ګڼل کېږي. د هغه ادبي سټایل د طبیعت نږدې مشاهده، شخصي تجربه، کنایه‌امیز بیانات، سمبولیکې معناوې او تاریخي افسانې او روایات رانغاړي، او په ورته وخت کې شاعرانه حساسیت، فلسفي سخت‌دریځي او عملي توضیحاتو او جزئیاتو ته د پاملرنې ښودنه کوي. نوموړي همدا راز د دښمنو عناصرو، تاریخي بدلون، او طبیعي زوال پر وړاندې د ژوندي پاتې کېدو له مفکورې سره ژوره علاقه لرله. نوموړی د ژوند د ریښتینو او اړینو اړتیاوو د موندلو لپاره د اسراف او وهم پرېښودلو غوښتونکی و.[۲۰]

ډېوېډ تورو د تل لپاره د غلامۍ له منځه وړلو غوښتونکی و او داسې لیکچرونه یې وړاندې کول چې د تښتېدلو غلامانو پر قانون سختې نیوکې پکې کېدې. نوموړي د وینډیل فیلیپس لیکنې ستایلې او د غلامۍ د لغوه کولو پلوي جان براون دفاع یې کوله. د مدني نافرمانۍ په اړه د تورو فلسفې وروسته د لیو تولستوی، مهاتما ګاندي او مارټین لوتر کینګ جونیر په څېر مشهورو او مخکښو شخصیتونو پر سیاسي افکارو او کړو وړو ژورې اغېزې وکړې.[۲۱]

تورو ځینې وختونه د انارشیست په توګه هم پېژندل کېږي. په "مدني نافرمانۍ" مقاله کې، تورو لیکي: «زه د زړه له تله دا شعار منم، چې –"هغه حکومت غوره دی چې لږ حکومت کوي"؛ او زه غواړم ووینم چې په چټکۍ او سیستماتیک ډول همداسې وشي. او دا بالاخره دې ته رسېږي چې زه هم په دې باور یم، چې –"هغه حکومت غوره دی چې له سره حکومت نه کوي"؛ او کله چې خلک ورته چمتو شي، نو دا به هغه ډول حکومت وي چې دوی به یې ولري. ... زه له یوه سره د حکومت د له منځه تللو غوښتونکی نه یم، بلکې د یوه غوره حکومت غوښتنه کوم.»[۲۲][۲۳][۲۴]

ژوند[سمول]

لومړنی ژوند او زده‌کړې، ۱۸۱۷-۱۸۳۷م[سمول]

نوم یې هماغه د زیږون پر وخت هنري ډېوېډ تورو و، او د ماساچوسټ ایالت په کنکورډ ښارګوټي کې "د نیوانګلنډ په یوه متواضع کورنۍ" کې زیږېدلی. پلار یې جان تورو، یو پنسل جوړوونکی و، او مور یې سنتیا ډنبر نومېده. د هغه پلرنی نیکه د انګلستان له تاج‌ سره تړلي ټاپو جرسي کې زیږېدلی و. د هغه مورنی نیکه بیا آسا ډنبر و، چې د هاروارډ پوهنتون د محصلینو د ۱۷۶۶م کال "بټر بغاوت" نومی لاریون یې رهبري کړی و، کوم چې په امریکایي مستعمرو کې د محصلینو لومړی ثبت شوی لاریون و. ډېوېډ هنري په افتخاري توګه د هغه د تازه مړه شوي تره ډېوېډ تورو په نوم ونومول شو. کله چې له پوهنتون څخه فارغ شو، ځان به یې هنري ډېوېډ باله او هېڅکله یې هم د قانوني نوم بدلولو غوښتنه نه وه کړې. هغه دوه وروڼه لرل چې نومونه یې هیلین او جان جونیر وو او یوه یې کوچنۍ خور لرله چې نوم یې سوفیا تورو و. په دوی کې یوه یې هم واده نه دی کړی. هیلن (۱۸۱۲-۱۸۴۹) په ۳۶ کلنۍ کې د نري رنځ یا توبرکلوز له امله مړ شو. جان جونیر (۱۸۱۵-۱۸۴۲) په ۲۷ کلنۍ کې د تیتانوس له امله مړ شو. او هینري ډېوېډ (۱۸۱۷-۱۸۶۲) هم په ۴۴ کلنۍ کې د نري رنځ له امله مړ شو. سوفیا (۱۸۱۹-۱۸۷۶) بیا له هغه وروسته تر ۱۴ کلونو پورې ژوندۍ وه او بیا هغه هم د ۵۷ کلونو په عمر کې د نري رنځ له امله مړه شوه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ډېوېډ تورو د زیږون ‌ځای لاهم د کنکورډ په ویرجینیا سړک کې شته دی. دا کور "د تورو فارم ټرسټ" په نوم یوه غیر انتفاعي سازمان له لوري رغول شوی او اوس د عامو خلکو پر مخ پرانیستی دی. هغه د ۱۸۳۳م او ۱۸۳۷م کلونو ترمنځ په هاروارډ پوهنتون کې زده‌کړې وکړې. هغه د هاروارډ په هالیس هال ودانۍ کې ژوند کاوه او د بیان او بلاغت، کلاسیک، فلسفې، ریاضیاتو او ساینس په برخه کې یې کورسونه واخیستل. نوموړی د ۱۷۷۰ انسټیټیوټ (اوسني هستي پوډینګ کلب) غړی و. له افسانوي روایاتو سره سم، تورو د هاروارډ د ډیپلوم لپاره د پنځه ډالره فیس له ورکړې (چې په ۲۰۲۰م کې له شاوخوا ۱۳۰ ډالرو سره مساوي کېږي) انکار کړی و. اصلا د ماسټرۍ دغه سند، چې هغه یې اخیستل رد کړل، هېڅ اکاډمیک ارزښت نه درلود: هاروارډ پوهنتون دا هغو فارغانو ته وړاندې کړی و "چې تر فراغت وروسته له درې کاله ژوندي پاتې کېدو سره د دوی فزیکي وړتیا، د دوی سپما، عاید، یا هم میراث دا ثابته کړې وه چې پوهنتون ته دا پنځه ډالره ورکولی شي". نوموړي په یوه تبصره کې وویل: "پرېږدئ چې هر پسه خپل پوستکی وساتي"، چې هغه پکې د ډیپلوم لپاره د پسونو د پوستکي کارولو دود ته پکې اشاره کړې وه.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

مړینه[سمول]

ډېوېډ تورو په ۱۸۳۵م کال کې د توبرکلوز یا نري رنځ پر ناروغۍ اخته شو او وروسته بیا وخت ناوخت ترې کړېده. په ۱۸۶۰ کې، د طوفاني باران پر مهال د ونو د کندو یا ډډونو د حلقو شمېرلو لپاره د شپې ناوخته ګرځېدو وروسته، پر برونشیت ناروغۍ اخته شو. د هغه روغتیا له ځینو لنډمهاله ښه‌والو سره سره مخ په ځوړ شوه، او بالاخره د ناروغۍ پر بستر پرېوت. هغه د خپلې ناروغۍ وژونکی ماهیت وپېژانده او د ژوند وروستي کلونه یې د خپلو ناچاپ اثارو، په ځانګړې توګه د مین ځنګلونه (The Maine Woods) او ګرځندویي (Excursions)، پر بیاکتنه او ایډیټ کولو کې تېر کړل او له خپروونکو یې غوښتنه وکړه چې د یوه اونۍ (A Week) او والډن (Walden) اثارو اېډېټ شوې نسخې چاپ کړي. نوموړي ځینې لیکونه او د مجلو سریزې ولیکلې تر دې چې خورا کمزوری شو او نور یې دوام نه شو ورکولی. د هغه ملګري د هغه د پیکه بڼې له کبله اندیښمن وو او د هغه د مړینې په آرامۍ منلو مړاوي کړي وو. کله چې د هغه ترور لویسا د هغه د ژوند په ​​​​وروستیو اوونیو کې له هغه څخه وپوښتل چې ایا له خدای (ج) سره یې سوله کړې کنه، تورو ځواب ورکړ: "زه نه پوهېدم چې موږ کله جګړه هم کړې ده."[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

وروستۍ کلمې یې، چې کله پوه شو مړینه یې رارسېدلې ده، «اوس ښې کښتۍ راځي» وې، ورپسې یې یوازې دوې کلمې وویلې "ګاوزه (moose)" او "هند". ډېوېډ تورو د ۱۸۶۲م کال د مې پر ۶مه د ۴۴ کلنۍ په عمر مړ شو. اموس برونسون الکوټ یې مراسم پلان کړل او د تورو له اثارو یې څو انتخابونه ولوستل، او چیننګ یوه مذهبي یا کلیسایي سندره ولوستله. ایمرسون په جنازه کې ویل شوې ستاینې ولیکلې. تورو د ډنبر کورنۍ په ځمکه کې ښخ کړای شو، خو د هغه پاتې شوني او د نږدې کورنۍ غړي یې بیا د ماساچویسټ ایالت په کنکورډ ښارګوټي کې د سلیپي هولو هدیرې ته ولېږدول شول.[۴۰][۴۱][۴۲]

نفوذ او اغېز یې[سمول]

د تورو سیاسي لیکنو د هغه د ژوند په وختونو کې ډېر لږ اغېز درلود، ځکه "د هغه هم‌دوره خلکو نوموړی د یوه تیوریسټ یا یوه راډیکال یا بنسټپال په توګه نه پېژانده"، بلکې هغه ته یې د یوه طبیعت‌‌پوه په سترګه کتل. د هغه هم‌دوره خلکو د "مدني نافرمانۍ" د مقالې په ګډون د هغه سیاسي مقالې یا خو رد کړې او یا یې هم له پامه وغورځولې. یوازېني دوه بشپړ کتابونه یې (د مقالو خلاف) چې د هغه په ​​​​ژوند کې خپاره شوي، "والډن" او "یوه اونۍ پر کنکورډ او میرمیک سیندونو" (۱۸۴۹م)، دواړه د طبیعت په اړه لیکل شوي، چې نوموړی پکې "د ګرځېدو راګرځېدو مینه‌وال" دی. د هغه د مړینې خبر هم د ۱۸۶۲م په یوه کالنۍ یا کلني کتاب کې د یوې جلا مقالې په توګه نه بلکې له نورو سره یوځای شو. له دې سره سره، د تورو لیکنو په ډېرو مشهورو شخصیتونو اغېزه وکړه. سیاسي رهبرانو او اصلاح غوښتونکو لکه مهانداس ګاندي، د متحده ایالاتو ولسمشر جان ایف کینیډي، د امریکا د مدني حقونو فعال مارتین لوتر کینګ جونیر، د متحده ایالاتو د سترې محکمې قاضي ویلیم او ډګلاس، او روسي لیکوال لیو تولستوی ټولو د ډېوېډ تورو د اثارو تر کلکې اغېزې لاندې راتګ په اړه ویلي دي، په ځانګړې توګه، د "مدني نافرمانۍ" مقاله، لکه څنګه چې "ښي اړخي تیوریست فرانک چودوروف د تحلیل په نوم خپلې میاشتنۍ نشریې یوه ځانګړې ګڼه یې د تورو ستاینې ته وقف کړې وه".[۴۳][۴۴][۴۵]

‌ډېوېډ تورو پر ګڼو هنرمندانو او لیکوالانو هم اغېزه وکړه، چې اډوارډ ابي، ویلا کاتر، مارسیل پروسټ، ویلیم بټلر ییټس، سنکلیر لویس، ارنېست هېمېنگوې، اپټون سینکلیر، اي بي وایټ، لویس ممفورډ، فرانک لویډ رایټ، الیګزانډر پوسي، او ګوستاو سټیکلي پکې د یادولو وړ دي. تورو همدا راز پر ګڼو طبیعت‌پوهانو لکه جان بوروز، جان مویر، اي او ویلسن، اډوین وای ټیل، جوزف ووډ کرچ، بي ایف سکینر، ډېوېډ براور، او لورین ایسلي، چې د "اوونیزو خپروونکو" نشریې "د عصري تورو" په نامه یاد کړي، هم اغېزه وکړه.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118622293  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11926580k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Henry-David-Thoreau — subject named as: Henry David Thoreau — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68p5zq3 — subject named as: Henry David Thoreau — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1030 — subject named as: Henry David Thoreau — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Henry David Thoreau — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Thoreau,_Henry_David — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?224758 — subject named as: Henry David Thoreau — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/thoreau-henry-david — subject named as: Henry David Thoreau
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0065928.xml — subject named as: Henry David Thoreau — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=thoreauh — subject named as: Henry David Thoreau
  11. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/4014 — subject named as: Henry David Thoreau — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3197 — subject named as: Henry David Thoreau
  13. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/henry-david-thoreau — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  14. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11926580k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/24811363
  17. خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  18. "Henry David Thoreau | Biography & Works". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في March 16, 2019. د لاسرسي‌نېټه July 8, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Howe, Daniel Walker, What Hath God Wrought: The Transformation of America, 1815–1848. کينډۍ:ISBN, p. 623.
  20. Thoreau, Henry David. A Week on the Concord and Merrimack Rivers / Walden / The Maine Woods / Cape Cod. Library of America. کينډۍ:ISBN.
  21. Rosenwald, Lawrence. "The Theory, Practice and Influence of Thoreau's Civil Disobedience". William Cain, ed. (2006). A Historical Guide to Henry David Thoreau. Cambridge: Oxford University Press. Archived at Archive.is (archived October 14, 2013)
  22. Seligman, Edwin Robert Anderson; Johnson, Alvin Saunders, eds. (1937). Encyclopaedia of the Social Sciences, p. 12.
  23. Gross, David, ed. The Price of Freedom: Political Philosophy from Thoreau's Journals. p. 8. کينډۍ:ISBN. "The Thoreau of these journals distrusted doctrine, and, though it is accurate I think to call him an anarchist, he was by no means doctrinaire in this either."
  24. Thoreau, Henry David (1849). "Resistance to Civil Government" Archived June 5, 2011, at the Wayback Machine.. Retrieved October 2, 2020کينډۍ:Sndvia Sniggle.
  25. Nelson, Randy F. (1981). The Almanac of American Letters. Los Altos, California: William Kaufmann. p. 51. کينډۍ:ISBN.
  26. McElroy, Wendy (July 30, 2005) "Henry David Thoreau and 'Civil Disobedience'" Archived June 20, 2015, at the Wayback Machine.. LewRockwell.com.
  27. "RootsWeb's WorldConnect Project: Ancestors of Mary Ann Gillam and Stephen Old". مؤرشف من الأصل في October 16, 2008. د لاسرسي‌نېټه September 2, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. History of the Fraternity System Archived July 4, 2009, at the Wayback Machine..
  29. "First Student Protest in the United States". د اصلي آرشيف څخه پر December 15, 2019 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Henry David Thoreau Archived October 31, 2006, at the Wayback Machine., "Meet the Writers." Barnes & Noble.com
  31. Biography of Henry David Thoreau Archived August 6, 2019, at the Wayback Machine.. americanpoems.com
  32. "Thoreau Farm". thoreaufarm.org. مؤرشف من الأصل في October 30, 2019. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Organizations Thoreau Joined". Thoreau Society. د اصلي آرشيف څخه پر May 3, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 26, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Thoreau's Diploma". American Literature. Vol. 17, May 1945. pp. 174–75.
  35. Walter Harding (June 4, 1984). "Live Your Own Life". Geneseo Summer Compass. د اصلي آرشيف څخه پر January 29, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 21, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Richardson, Jr., Robert D. (1993). "Introduction". In Dean, Bradley P. (المحرر). Faith in a Seed: The First Publication of Thoreau's Last Manuscript. Washington, D.C.: Island Press. د کتاب پاڼې 17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. About Thoreau: Thoreau, the Man Archived June 20, 2016, at the Wayback Machine..
  38. Thoreau Chronology Archived June 20, 2017, at the Wayback Machine..
  39. Critchley, Simon (2009). The Book of Dead Philosophers. New York: Random House. د کتاب پاڼې 181. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780307472632. مؤرشف من الأصل في August 27, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 20, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "The Writer's Almanac". American Public Media. د اصلي آرشيف څخه پر July 8, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Packer, Barbara L. (2007). The Transcendentalists. Athens: University of Georgia Press. p. 272. کينډۍ:ISBN.
  42. Emerson, Ralph Waldo (August 1862). Thoreau. The Atlantic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. McElroy, Wendy (July 30, 2005) "Henry David Thoreau and 'Civil Disobedience'" Archived June 20, 2015, at the Wayback Machine.. LewRockwell.com.
  44. Appletons' annual cyclopaedia and register of important events of the year: 1862. New York: D. Appleton & Company. 1863. د کتاب پاڼې 666. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Rothbard, Murray. Confessions of a Right-Wing Liberal Archived June 18, 2015, at the Wayback Machine., Ramparts, VI, 4, June 15, 1968
  46. Maynard, W. Barksdale, Walden Pond: A History. Oxford University Press, 2005. p. 265
  47. Posey, Alexander. Lost Creeks: Collected Journals. (Edited by Matthew Wynn Sivils) University of Nebraska Press, 2009. p. 38
  48. Kifer, Ken Analysis and Notes on Walden: Henry Thoreau's Text with Adjacent Thoreauvian Commentary Archived March 18, 2006, at the Wayback Machine.
  49. Saunders, Barry. A Complex Fate: Gustav Stickley and the Craftsman Movement. Preservation Press, 1996. p. 4