محمد یاسین فهیم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد یاسین فهیم یو نوموتی اسلامي داعي او ویاړلی مفتي دی چي په اوس وخت کي د افغانستان په اسلامي ټولنه کي له سترو مخکښانو څخه دی او له سترو علماوو څخه دی او فهیم صاحب د دیني بلني په خاطر چي له رسنیو څخه یې کړی، یا یې کوي اوڅار شوی دی .


محمد ياسين فهيم
د شخص معلومات
استوګنځای كابل
لقب فهيم، يا فهيم صاحب
مذهب اسلام، اهل السنت والجماعت
عملي ژوند
د کړنې څانګه فقه او بنسټونه، افتاء او بنسټونه
د پيژندنې لامل الله، د هغه دین او د هغه واستازي محمد صلی الله علیه وسلم ته صحیح بلنه

او دی د خپل وخت د شرکي کارونو او بدعتونو نړوونکی دی او په همدې سبب په افغانستان کي له ده سره بدعتي علماوو حسد کړی، مګر ده ته یې هيڅ زیان هم نه دی رسولی ؛ ځکه څوک چي د الله جل جلاله شي او د الله جل جلاله د دین خدمت کوي ؛ نو الله تعالی د هغه خپله مرسته او ساتنه کوي لکه څرنګه چي تاريخ په دې باندي ګواه دی [۱] .

د فهیم صاحب علمي ودې او ارزښتونه[سمول]

  • دی په اراکوزیا راډيو arakozia radio کي د یو داعي او مفتي په توګه ټاکل شوی چي یو ساعت د سهار لخوا او یو ساعت د ماښام لخوا بیانونه پکي کوي او هغه چا ته فتوا پکي ورکوي، کوم څوک چي له ده څخه د فتوا غوښتنه کوي .
  • د (ريښتني مومن)، (د خپلي ځوانۍ ساتنه وکړئ !) او داسي په نورو بېلابېلو نومونو د ده خپرونې خپرې شوې دي .
  • همدا ډول ځينو ولایتونو ته د دیني دعوت په توګه بلل شوی دی، لکه پکتیا، پکتیکا، کندهار او داسي نور او په پاکستان کي له چمن او داسي نور .
  • همدا ډول دار العلوم دیوبند ته بلنه ورته شوې او د هغه مدرسې د علماوو له طرفه و ده ته ځيني د اهل السنت والجماعت والا کتابونه د سوغات په توګه ورکول شوي دي .
  • همدا ډول د ولسمشر حامد کرزي په پاچاهي کي و ده ته د هغه له طرفه د سرو زرو یو قرآن شریف په سوغات ورکول شوی دی چي دا هم د ده په سترو ارزښتونو دلالت کوي .
  • همدا ډول په کابل کي د یو جامع جومات خطیب او مقرر ټاکل شوی دی [۲] .

او داسي نور علمي ارزښتونه .

د فهیم صاحب ځيني په زړه پوري ویناوي[سمول]

فهیم صاحب په خپل ژوند کي ځينې داسي ویناوي کړي چي د سرو زرو په لیک ارزي او په دې ارزي چي د اوسني پېر په مخکښانو او لویانو کي يې اقوال او زریني کرښي یوځای شي .

  • له هغو سترو ویناوو څخه چي ده فرمايلي : اې ځوانانو ! د خپلو ځوانیو ساتنه وکړئ ؛ ځکه تر څو پوري چي تاسو د خپلو ځوانیو ساتنه کوئ ؛ نو تاسو به په خیر کي یاست . او دا راز رسول اکرم } فرمايي : چي د قیامت په ورځ به انسان تر هغې له ځمکي خپل قدم پورته نه کړي تر څو چي د څلورو پوښتنو ځواب ورنه کړي : (عَنْ عُمْرِهِ فِیْمَا أَفْنَاهُ ؟)، د عمر به یې پوښتنه کیږي چي خپل عمر يې په څه کي تېر کړئ ؟، (وَعَنْ شَبَابِهِ فِیْمَا أَبْلَاهُ ؟) او دا چي خپله ځواني يې په څه شی کي ځړه کړې ده ؟، (وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ اکْتَسَبَهُ، وفِیْمَا أَنْفَقَهُ ؟) او دا چي مال يې له کومه ځایه لاس ته راوړئ او په کوم ځای (څه) کي یې لګولئ ؟ او –  څلورم – (عَنْ عِلْمِهِ مَا ذَا عَمِلَ فِيْهِ ؟) [۳] دا چي په خپل علم يې څومره عمل کړی دئ ؟ .
  • نو راشئ مسلمانانو دې ستر حدیث ته ځېر شئ ! چي د خپلي ځوانۍ ساتنه وکړئ ! ځواني په دین کي مصرف کړئ ! د دين په خدمت کي یې مصرف کړئ ! په ځواني کي ځان د دين او اسلام خادمان وګرځوئ ! .
  • درنو ملګرو ! موږ ته الله تعالی دوه څيزونه راکړي چي تر څو موږ هغه خپل بللي وي ؛ نو هيڅ کله به موږ ګمراهان نه شو چي یو د الله کتاب دی او بل سنت رسول دی او دا معلومه خبره ده چي څوک په دې عمل کوي ؛ هغه به هيڅ کله ناکام نه شي .
  • راشئ اې ځوانانو ! راشئ اې مسلمانانو ! د خپلو ځوانیو ساتنه وکړئ ؛ ځکه ځوانۍ د الله تعالی امانت ده او بېشکه چي عزت د الله جل جلاله په دین کي دی .
  • حاسد ضرر نه رسوي مګر خپل ځان ته او افسوس پر هر هغه حاسد چي دی له موحدینو علماوو سره حسد کوي ؛ نو په دې سره خو دی خپل ځان ویلی کوي .
  • هر چا ته عالم مه وایاست، بلکي عالم هر هغه څوک دی چي پر حق وي او بېله حق څخه بله وینا نه کوي .
  • په دې خوا مه بدوه چي څوک پر تا بد ووایي، بلکي په دې خوا بده کړه چي په تا کي بد وي او ته یې له ځانه نه ایسته کوې .
  • او همدا ډول یې ویلي دي : که د الله عبادت نه شي کولای ؛ نو ګناه هم مه کوه ! [۴] .

د فهیم صاحب د ځينو بیانونو نومونه[سمول]

فهیم ځیني داسي خواږه بیانونه کړي دي چي په یوټيوب او فېسبوک خپل نومونه لري او هغه بیانونه په لاندي نومونو دي :

  • د مور او پلار احترام کول .
  • د مور او پلار حقوق .
  • د زړه سکون چیرته دئ ؟
  • د نورو مسئله .
  • ایا موسیقي د روح غذا ده .
  • جنت وپېژنئ ! .
  • جنت زموږ په کورونو کي .
  • د مومن اخلاق . همدا د فهیم یوه خپرونه ده .
  • ایا له زاني سره ملګرتیا روا ده ؟
  • جنتي صحابه .
  • له انحراف څخه د خلاصون لار .
  • زموږ اسلام به څرنګه وئ ؟
  • د روحي ناروغۍ علاج .
  • مسلماني خور ته نصیحت .

دا بیانونه ټوله په وډیوګانو کي خپاره شوي چي ټوله په همدغو نومونو په پښتو ژبه دي [۵] .

همدا ډول وګوره ![سمول]

ذاکر نایک .

عصمت الله برهان .

سرچینې[سمول]

  1. همدا صفت ما په ده کي خپله لیدلی دی . فیضون
  2. دا ارزښتوننه ټوله د سر په سترګو ثابت دي چي هېڅوک انکار نه شي ځني کولای .
  3. حدیث بیهقي په شعب الإیمان کي روایت کړی دی، حدیث شمېره (۱۶۴۸) او ترمذي په خپل السّنن کي روایت کړی دی، حدیث شمېره (۲۴۱۷) او صحیح دی لکه څرنګه چي علامه الباني ویلي .
  4. د ستر داعي فهیم صاحب دا زريني کرښي او په ملغلرو پېودلي ویناوي ټولي د ده له هغو خپرونو غوره شوي، په کومو کي چي هم ده د یوټيوب YouTube، فېسبوک Facebook او واټساپ Whatsapp له لاري بیانونه کړي دي .
  5. همدا ډول مفتي محمد یاسین فهیم صاحب لره د ټيليګرامTelegram ، فېسبوکFacebook  او واټسباپ whatsapp له لاري اسلامي نشریات شته .