فضل الرحمن فيضون
| بنده | |
|---|---|
| فضل الرحمن فيضون | |
| د شخص معلومات | |
| زېږون نوم | فضل، يا فضل الرحمن |
| پيدايښت | پښین، سېمزئی |
| استوګنځای | چمن |
| هيواد غړيتوب | پاکستان |
| لقب | أبو الفيضان |
| لقب | الفيضون، يا فيضون صاحب |
| مذهب | احناف |
| فرقه | اسلام - اهل السنت والجماعت |
| پلار | شیخ محمد لعل مكي |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | شهید علامه عبد الغني ټاون |
| تعلیمی اسناد | فقهي سند |
| کار/مسلک | ساينسپوه |
| د کړنې څانګه | څېړنه او لیکنه |
| سمول |
|
فضل الرحمن فیضون غَفَرَ اللهُ لَهُ وَسَلَّمَهُ د شیخ الحدیث حضرت مولانا محمد لعل مکي صاحب حَفَظَهُ اللهُ وَرَعَاهُ مشر زوی او د حاجي میراجان رَحِمَهُ اللهُ لمسی.
په ۱۴۰۹ س - ۱۳۶۷ س ل - 1989 ل کي د پاکستان کوټي ښار ته څېرمه پښین نومي سیمه کي په یو دینداره کورنۍ کي زېږېدلی دئ.
دی په اوسني مهال کي د اهل السنت والجماعت له نوموړو څېړونکو او لیکوالانو څخه دئ او په څېړنیزه توګه دی په افغانستان کي د خپل کتاب (د ځوانی ساتنه) په مټ اوڅار شو، کوم چي په پښتو ژبه کي دئ او ډېر ښه ساده روان نثر لري.
زده کړه او زیار
[سمول]کله چي طالبان پر خپل هیواد افغانستان نه وه واکمن شوي؛ تر دوو کالو شاوخوا وروسته له پاکستانه سعودي عربستان ته د مور او پلار په ملګرتیا په سفر ولاړ، هلته یې لس کاله شاوخوا تېر کړله، په پېنځه کلنۍ کي يې اووه حجونه (نفلي) د مور او پلار په مرسته ادا کړله، د طالبانو د پېنځو کالو تر واکمنتيا وروسته کابل ته راستون شو، یو کال شاوخوا وروسته بېرته پاکستان ته ولاړ، هلته یې په بېلابېلو ښوونځیو او پوهنتونونو کي خپلي رسمي زده کړي تر سره کړې، د وړې، غټي او فتوی تر دورو ویلو وروسته په خپلو لیکنو بوخت شو او تر اوسه په اجتماعي او علمي خدمتونو (چوپړونو) بوخت دئ چي د خدمتونو په لړ کي یې تر دې دمه [یاني: 2026 ل کاله] د چاپ شوو لیکنو شمېر فقط ۲۰ ته رسیږي.
(1) امداد الفتاوى پښتو (فقط د ۳ او ۴ ټوک د مسئلو تخریج) [درېیم چاپ].
(2) تعليم الإسلام (پښتو ژباړه، تخریج) [لومړی چاپ].
(3) تكملة الجواهر واللآلئ شرح مهمّات صحيح البخاري عربي [لومړی چاپ].
(4) جامع الأنوار پښتو شرح نور الأنوار (د حدیثو تخریج او د لغاتو حل) ۳ ټوکه [لومړی چاپ].
(5) جامع البیان پښتو شرح بديع الميزان [لومړی چاپ].
(6) خیر الأمالي پښتو شرح زنجاني [لومړی چاپ].
(7) د ځوانۍ ساتنه [درېیم چاپ].
(8) د دنیا مینه (دوه ځله چاپ شوې او اردو ته د "دنیا کی محبت" په نامه ژباړل شوې ده!).
(9) دُر او مرجان په سیرت کي د نبي آخر زمان (د نبوي سیرت په هکله ۱۰۰۰ سوالونه او ځوابونه) [لومړی چاپ].
(10) دُرر الجهاد عربي (په نړۍ کي لومړی هغه کتاب چي جهادي بحثونه د سوال او ځواب پر طرز پکي حل شوي دي) [لومړی چاپ].
(11) دُروس المفتي (عربي - پښتو) [لومړی چاپ].
(12) ستورې د سيرت په اسمان کي (د نبوي سیرت په هکله ۹۵۰ سوالونه او ځوابونه) [لومړی چاپ].
(13) غُنية المسلم (درسي پنج بنا) [لومړی چاپ].
(14) فتح الأماني پښتو شرح زنجاني [درېیم چاپ].
(15) فتح الفيضان پښتو شرح بديع الميزان [لومړی چاپ].
(16) قرآني علاجونه (قرآني نسخې او د قنوت نازله مکملي دعاګاني) [لومړی چاپ].
(17) مجربات دیربي (پښتو ژباړه) [څلورم چاپ].
(18) مجربات سنوسي (پښتو ژباړه) [دویم چاپ].
(19) منتخبې ملغلرې (پاشلې ویناوې، ژورې نکتې، علمي خبرې، ادبي ټوټې، ګټور مضمونونه او منتخب کلامونه) [لومړی چاپ].
(20) تیسیر المنطق (پښتو ژباړه) [لومړی چاپ].
نور تر دې ۱۴۴۷ هجري سپوږمیز - 2026 لمریز کاله خپل چاپ آثار نه لري[۱].
فقط والسلام[۲].
سرچينې
[سمول]- ↑ یادونه: کوم چي ده لیکوال فیضون غَفَرَ اللهُ لَهُ وَسَلَّمَهُ ته د (فتح النحو پښتو شرح هدایة النحو)، یا (حمایة النحو پښتو شرح هدایة النحو) په نامه منسوب دي؛ نو په دې دوو کي د کمپوز له مخي سهوه (خطا) راغلې ده، له دې کبله یې د دې صحي مقالې بنده فیضون په یادو آثارو کي یادونه نه ده شوې اه!
- ↑ د لیکوال شخصي او صحي یادداښت.