نړیوالې څېړنې (کتاب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا کتاب په پښتو ژبه دی چي د تاریخ له څپرکو څخه تر ټولو ویاړلی او ټولنیز کتاب ګڼل کیږي .

{{{سرليک}}}
تقیقات.png
ليکوال {{{ليکوال}}}
ژبه پښتو
خپرندوی {{{خپرندوی}}}
د خپرېدو نېټه

په دې کتاب کي فیضون صاحب سل نړیوالې څېړنې رايوځای کړي دي چي هره څېړنه د یوې بشپړي رغاندي مقالې، یا بسته رسالې حیثیت لري .

او دا کتاب په ۲۰۱۷ عیسوي کال کي لیکل شوی دی چي فیضون صاحب پوره په یو کال لیکلی دی .

او د کتاب ټولي څېړني پر هغو شیانو شوي چي هر شی په سلو شیانو کي د دې مستحق دی چي څېړنه باید ورباندي وشي او خبري اتري ورباندي وشي [۱] .

د کتاب د موضوعاتو ترتیب[سمول]

د کتاب موضوعات، یا څېړني د زمانې په اعتبار د الله جل جلاله پر ذات پيل شوي او پای یې پر جنت شوی دی، یعني لومړۍ څېړنه پکي د الله تبارک وتعالی د ذات په هکله ده چي د ټولو شیانو پيدا کوونکی او پالونکی دی، بیا د ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله ده چي د ټولو پېغمبرانو سردار دی، بیا د قرآن شریف په هکله چي د ټولو کتابونو سر او پیاوړی دی، یعني داسي درجه په درجه چي تر څو انسانان په آخري دار کي استوګن کوي [۲] .

د کتاب لیکلو لامل (سبب)[سمول]

فیضون صاحب د کتاب په لومړیو کي دې ته اشاره کړې چي دا کتاب (نړیوالې څېړنې) ما د دې لپاره ولیک چي زما په ژوند کي ما هيڅ داسي یو کتاب ونه موند چي پر غټو شیانو څېړنه پکي ښه په وضاحت شوې وي ؛ نو دې خبري زه دې ته وهڅولم چي پر نړیوالو شیانو مي خپله څېړنه وکړه ! [۳] .

د کتاب ارزښت[سمول]

دا کتاب هر وګړي ته ګټه کوي که له هره اړخه وي ؛ بس لږ، یا ډېره ګټه ورته کوي، لکه څرنګه چي له مطالعې وروسته یې درک لګیږي .

او هغه که مسلمان وي، یا کافر ؛ نارینه وي، که ښځينه ؛ لوی وي، یا وړوکی او داسي له هري ډلي چي وي ؛ ځکه ټولنیز او نړیوال موضوعات ټوله پکي حل شوي دي .

لوی متعال څښتن جل جلاله دي د ښاغلي لیکوال دا هلي ځلي د دې خوار کړېدلي اولس د ګړو لپاره په خپل سپېڅلي درشل کي قبولي وګرځوي، آمين [۴] .

  1. فضل الرحمن فیضون .
  2. نړیوالې څېړنې ۷۴ مخ، مخطوط .
  3. نړیوالې څېړنې ۷۸ مخ .
  4. د لیکوال فیضون صاحب له ویناوو څخه .