مطالعه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مطالعې(لوست) په وسیله انسان زده کړه کولای شي، مطالعه د ویلو، لیدلو، اوریدلو او لیکلو په واسطه کیدای شي. ځینې وګړي د کتاب په لوستلو سره مطالعه کوي او زده کړه حاصلوي، ځینې بیا په لیدلو، وریدلو او لیکلو پواسطه زده کړه حاصلوي. مطالعه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په لویانو او کوچنیانو خپل تاثیرات لري. د نړۍ ټولو عالمانو د کتاب او مطالعې پواسطه ځان او ټولنې ته خدمت وکړ او نومونه یې په نړۍ کې تلپاتې دي. د انسان یو جسمي قوت دی او بل فکري قوت او ذهني قوت دی، په جسماني کارونو او د سپورت پواسطه د انسان جسم جوړیږي او قوي کیږي، خو د مطالعې او ډېر کتاب لوستلو باندې د انسان فکر پیاوړی کېږي. د نړۍ د ټول عالمانو فکري قوت او پوهه ، نسبتا جسمي قوت ته زیاته وه. یعنې فکري ځواکمنتیا له جسمي ځواکمنتیا بهتره ده. د نوي ساینس پرمختګ او هره ورځ پرمختللې څېړنې دا څرګندوي، چې نړۍ د مطالعې پواسطه نوي نوي تحقیقات کوي. له لویانو سربیره په ماشومانو هم مطالعه، کتابونه او په کور کې کتابتون خپل مثبت تاثیرات لري.د ارواپوهنې عالمانو ثابته کړې ده، چې د والدینو کتاب لوستنه او مطالعه په ماشوم باندې په رحم کې خپلې اغیزې لري، د میندې ټول کړه وړه په ماشومانو باندې په رحم کې مثبت او منفي تاثیرات درلودلای شي. په کور کې کتابونه او يا شخصي کتابتون هم د ماشومانوپه روان او روح باندې خپل تاثیرات لري. استاد غضنفر وایي: که مور او پلار بيسواده وي، د مطالعې او کتاب سره مینه ونه لري، د خپلو اولادونو د اینده لپاره دې، خپلو ماشومانو ته کتابونه واخلي، تر څو چې د ماشومانو مطالعې او کتاب سره مینه پیدا شي. په هغه کور کې چې کتابونه وي، ماشومان یې نسبتا د هغه کور له ماشومانو ژر او څو کاله زیات مکتب او تحصیل کوي، چې کتابونه پکې نه وي. په یو ځای کې مې ولوسته، یو لیکوال او فرهنګي خپلې لور ته د واده سامان (جیز)په اخیستلو کې د نورو توکو سربیره کتابونه هم اخیستي وو.، چې زما په پوهه دا کارد ټولنې د وګړو لپاره لوی پیغام لري. کتاب د پوهې خزانه او د فکر کولو لپاره زمینه برابروي.

د کتاب تحفه د پوهې او فکر پیلامه ده. د کتاب هدیي ورکولو دود باید ژوندی شي، تر څو مو عام لوستي ولس سره د کتاب مینه پیدا شي.په افغانستان کې دود دی، چې په واده کې د واده خاوند ته تحفې وړل کیږي، که چیرې هر کس شاه ته د نورو ټولو شیانو پرځای کتابونه واخلي، نو د هر ډول تحفې نه یې ارزښت زیات دی او په اینده کې به په کور کې کوچنی کتابتون لري، چې دغه کتابونه د ده د کورنۍ نسل نسل ته ګټه رسوي. هغه کور چې ډېر کتابونه لري، د کورنۍ غړي یې پوه او تحصیل کوونکي وي او حتما به د پوهې او علم پر ګاڼه سمباله کورنۍ ټولنې ته وړاندې کوي. ځینې ځوانانو مو له سلاح سره عکسونه اخلي او په دې ویاړ کوي، چې ډول ډول وژونکي توکو سره انځورونه واخلي، دلیل د عکسونو اخیستلو یې دا دی، چې د داسې اشخاصو په کورونو کې سلاوې وي او هر وخت یې د خپلو مشرانو سره لیدلي وي.دوی فکر کوي، چې سلاح دځان سره ګرځول ښه کار دی، که همدا کورنۍ دکتاب، قلم او مطالعې سره مینه ولري او په کور کې یې موجود وي، نو هیڅکله به داسې انځورونه پیدا نه کړو چې د نفرت، کرکې او وژنې پیغام ولري. په مکتبونو، پوهنتونونو او نورو علمي ځایونو کې باید پوهه، تحصیل او مطالعه د مادیاتو د لاسته راوړلو په موخه نه وي، هر انسان باید پوهه د دې لپاره تر لاسه کړي چې فکر او نظر کې یې مثبت تغیرات راشي. استاد الفت وایي: (زما ارمان به هغه وخت پوره شي، چې دپوهې قیمت کم شي او هر څوک یې اخیستلای وشي.) د استاد د خبرې په تایید هر انسان باید پوهه تر لاسه کړي، دا مهم نه دی، چې هر یو دې په لوړ پوست کار وکړي او یا دې دنده ولري. پوهه، علم او مطالعه د انسان په فکر او عقل کې تغیرات راوړي، دغه ګټه یې له هر شي زیاته ده. یو عالم د کتاب په هکله وایي: هر انسان باید کتابتونه ولري او که داسې یو کس پیدا شي چې کتابونه نه لري، نو دوستي دې د داسې یو عالم سره وکړي چې ډېر کتابونه ولري او هر وخت په مطالعې بوخت وي.

دمطالعې ګټې[سمول]

۱. مطالعه د روزه نيزو چارو او په ژوند کې د شته ستونزو د هواري لامل ګرځي.

۲. مطالعه ستاسې ماغزه فعالوي .

۳. مطالعه مو مقاومت ته هڅوي .

۴. مطالعه مو استدلال ، پوهې ، سپړنې ، درک او نوښت ته وده ورکوي.

۵. مطالعه د هيريدلو او د نورو دماغي ناروغيو مخنيوی کوي.

۶. مطالعه شخصي او ټولنيزو اړيکو ته قوت وربښي.

۷. مطالعه د استعدادونو ځلا او د ځان پيژندې سبب کيږي .

۸. مطالعه د خدای (ج) پيژندنې او ستاسې د معنويت زياتوالي سبب کيږي .

۹. مطالعه زموږ د ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي .

۱۰. مطالعه زموږ د ټولنې فرهنګ لوړه وي.

۱۱. مطالعه د بېلا بېلو فکرونو د رامنځ ته کيدو لامل کيږي .

۱۲. د مطالعه د ماغزو ښه ورزش دی .

۱۳. مطالعه ستاسو تحليل څو برابره ډيره وي.

۱۴. مطالعه کولای شي ، هغو موخو ته مو ورسوي ، چې په ژوند کې يې ورته د رسيدو هيله لرو .

۱۵. مطالعه د بېلا بېلو پرمختګونو او دينونو په اړوند پيژندګلوي را په برخه کوي.

۱۶. مطالعه او کتاب لوستل د ژوند کولو هنر رازده کوي .

۱۷. مطالعه له تاسو نه ښه ژبور ويناوال او خبريال جوړوي.

۱۸. مطالعه ستاسې په ژوند کې د تيروتنو کم والي سبب کيږي .

۱۹. مطالعه مو له فصاحت او بلاغت نه برخمنوي .

۲۰. مطالعه مو پر خپل ځان د ويسا کيدو سبب ګرځي او د روحي فشارونو مخنيوی مو کوي .

۲۱. مطالعه کولای شي ، په تاسو کې نوښت وړتيا رامنځ ته کړي.

۲۲. مطالعه تاسو ته ښه احساس در په برخه کوي .

۲۳. مطالعه ستاسو د خوښۍ سبب ګرځي.

۲۴. مطالعه تاسو ته ټينګښت دربښي .

۲۵. مطالعه د ستاسو فکري تمرکز ډيره وي .

۲۶. مطالعه ستاسو شخصيت ته وده ورکوي.

۲۷. مطالعه ستړيا او ناخوښی له منځه وړي.

۲۸. مطالعه غوره تفريح ده .

ګــــټوره مطالعه به څنګه کوو؟[سمول]

پر يو شي خبرېدلو او يا د کتاب په دقت سره وېلو ته مطالعه وايي.مطالعه د انګرېزي ژبې د study  کليمې سره برابره ده چې معنا يې د تحصيل او درس ويلو څخه ده.

لکه څرنګه چې پورته ووېل شول مطالعه صرف ويلو  ته نه وايي بلکه څه چې وېل کېږي بايد په دقت سره وويل شي او فکر ور باندې وشي چې څه وايو.

مطالعه د انسان معلومات زياتوي او د هغه د خبرو کولو مهارت پياوړی کوي.مطالعه که د يوه خاص هدف د پاره وي مثلاُ د چاپېريال د ککړتيا پر موضوع او په همدې خاصې برخې کې ډېر معلومات تر لاسه شي يعنې ډېرکتابونه او د انټرنېټ پاڼې پسې واړول شي،ډېره موثره به وي؛نظر دې ته چې هر کتاب يا مجله په مخه درځي ويې وايې.د انسانانو ذهنونه يو شان نه دي،ځينې اشخاص ديوې موضوع په يو وار وېلو سره هغه کاملا حافظې ته سپاري خو اکثره خلک په يو وار لوستلو د موضوع هدف نشي درک کولی؛دوهم اودريم وار لوستلو ته ضرورت لري.خو که بعضي شراېط په نظر کې ونيول شي ممکن د دوهم او دريم وار لوستلو څخه مخنيوی و کړي.مثلاْ مطالعه د مطالعې په کوټې کې چې لهشور ماشوره خالي وي،کوټه ډېره زينتي نه وي،دمرغانو شپېلکی،دموسيقۍ نغمې ،ډېره تېزه رڼا،ډېره کمه رڼا او لمر ته مخامخ بايد مطالعه ونه شي همدارنګه د کوټې هوا دې معتدله شي.کله چې مطالعه کېږي ټول تمرکز بايد د مطالعې پر موضوع را غونډ وي.نه تمرکز او د مطالعې په منځ کې نور کارونه تر سره کول دمطالعې کېفيت کموي.کله چې يو کتاب وېل کېږي مثلاْ دولس فصله لري.په لومړي سر کې سريزه بايد په دقت سره ولوستل شي ځکه سريزه د ټول کتاب خلاصه جوړوي.وروسته د هر فصل په ويلو مطالعه کوونکی بايد همدا فصل د ځانه سره وشاربي يعني فکر ور باندي وکړي چې په دې فصل کې څه ول او دهڅه ور نه زده کړل.که يې هيڅ سر نه وي خلاص شوی د سره دي همدا فصل ولولي ځکه د کتاب له پېله که سړی موضوع درک نه کړيتر اخېره ګنګس پاته کېږي.وروسته دې دوهم فصل ولولي ، د ځانه سره دي تحليل کړي.همداسي د کتاب تر پايه.د خلاصولو نه وروسته دې ټول کتاب پخپل نظر و ارزوي او که نتيجه يې پر سپيني پاڼي و ليکي ممکن يو وخت نه يو وخت ورته په کار شي.ځيني خلک عادت لري چې په يو وار سره په تلوار يو کتاب يا يوه موضوع وايي او ايسته يې غورځوي دا بې اثره ويل دي ولې بيا هم د انسان سره د بيان په قوي کولو کې لږ مرسته کوي.بې اثره يا نا موثره مطالعه په ډېرو حالاتو کې منځ ته راځي لکه ځيني خلک هم مطالعه کوي هم يو بل کار مثلاْ د سر ښورول،د مطالعې پر وخت ژاولې ژول،د غوږ يا سر ګرول،ګوته په غاښو کې نيول،که پر چوکی ناست وي د يوې يا دواړو پښو ښورول،په خوبجن حالت کې مطالعه کول او نور حالتونه.ځيني علما په دې نظر دي چې مطالعه که په انتقادي حالت کې وکړلای شي موثريت به يې زيات وي.ځکه چې يو خو پر کتابونو دومره يقين کول چې مطلق صحيح دي،اشتبا ده.بل انسان چې په يو کار کې منفعل نه وي د هغه ذهن ښه کار کوي اوموضوع ښه درکوي.مطالعه که په ازادي هوا کې وي او د سهار د خواوي،بهتره ده.که غواړو چې مطالعه مو دوامداره و اوسي نو د سترګو او کتاب تر منځ زاويه بايد 90 درجې او فاصله 25 سانتي متره وي ځکه په دې حالت کې د سترګو عضلې تر فشار لاندې نه راځي او ماغزه د ستړيا احساس نه کوي.

د مطالعې پروسه مشخصاً په درو پښو ولاړه ده چې د مطالعې مثلث يې هم بللای شو. دغه درې ضلعې له «لوستونکي»، «محتوا» او «چاپېرياله» عبارت دي. دا خبره به نه هېروو چې هر څوک مطالعې ته اړ دی، ان هغه کس هم چې کتابونو يې د نوبل او بل بل جايزې اخيستې دي.

د مطالعې د مثلث پر هره برخه به جلا جلا وغږېږو؛

  • لوستونکیدمطالعې ګټې

شاګرد، محصل او بلکې هر لوستوال مطالعه د ذوق، مکلفيت او لارښود په غوښتنه يا مشوره کوي. کله کله ذوق اړتيا راښيي، مثلاً د يو کس مينه او ذوق له نويو فقهي بحثونو او معاصرو تعبيرونو سره دی، دی د ذوق په اساس خپل د اړتيا وړ مواد پېژني او پيدا کوي، بيا يې لولي.

مکلفيت يا را منځ ته شوې اړتيا هم هغه توکي دي چې موږ په مطالعه کې رهبري کوي او بلکې مجبوروي. اړتيا چې کله ذوقي شي، مطالعه چټکه پر مخ ځي، کله چې اړتيا تحميلي را منځ ته شي، مکلفيت ترې جوړېږي، د مکلفيت د احساس پر مهال مطالعه کېږي، خو په ذهن کې د ښې برقراري مساله يې لږ ټکنۍ وي. تحميلي اړتيا داسې وي لکه کله چې کوم استاد زموږ له ظرفيت او ذوقه صرف نظر کوي او اوږد سمينار يا کورنۍ دنده راکوي.

دلته د مطالعې په وخت کې تمرکز لکه بې‌مهاره اس په خپله مخه را نه ځغلي، کله چې دا ستونزه را پېښېده، د ذوقي مطالعې قيزه دغه اس مهارولای شي. ذوقي مطالعه په مطالعه د اعتياد له‌پاره هم وړ لاره پېژندل شوې ده. مثلاً که د ادبياتو يا ژورناليزم محصل د پوهنتون له وچ چيپټره تر پزې راغلی وي، لاسونه دې هغو کتابونو ته ور وغځوي چې خوښ يې دي، خو د ازموينې وېرې تر بې‌کاره ورقو لاندې کړي دي. په دې ډول به ورو ورو تحميلي مطالعه هم راته عادي او مسلک ته به ژمنتيا پياوړې شي.

د مطالعې په پروسه کې لارښود کس هم زموږ ښه پالنه کولای شي، خو داسې نه چې ليدلوری د خپل لارښود په تقليد عيار کړو. داسې لارښود مه ټاکئ چې تفکري طرز مو په تقليدي طرز بدل کړي، د ښو کتابونو پوښتنه ترې وکړئ، خو د ده په نظر کتابونو ته ښه يا بد مه واياست، پخپله يې وګورئ.

محتوا

ما دا خبره بل ځای هم کړې چې په کتابتون کې ډېر احتياط کوئ، ځکه ځينو خلکو له ناپوهي کتابونه ليکلي دي، که پوهېدای قلم به يې پټ ګرځاوه. په پيل کې محصلان نه پوهېږي چې اړتيا څه ده او پوره تکميل يې په څه کې دی؟ له دوی د مطالعې لار و ګودر ورک وي، کله د مفتون غرق و پرق کتاب لولي، کله د محمد محق. دا سمه ده چې مطالعه بايد دايروي شکل ولري او متنوع وي، مګر داسې فکري نقطه مهمه ده چې ټوله دايره ترې را وچورلي، د مطالعې هسته د فرد تفکر دی.

د محتوا په انتخاب کې دقت د مطالعې ډېره اساسي لاره ده، تاسې به ليدلي وي چې ډېری کسان غرقه مطالعه کوي، خو بيا هم له دې لامبو پاک بدن نه راوځي. خبره دا ده چې دوی انګېري هر څه په يو وار لوستلو ارزي، حال دا چې ځينې کتابونه په بيا بيا لوستلو ارزي او ځينې نور يې يوازې په پېژندلو ارزي چې څوک يې و نه لولي.

ځينې کتابونه داسې وي چې ښه ده يوازې د اړتيا برخه يې ولوستل شي. ښه مطالعه هغه نه ده چې عادي کتابونه هم د تلاوت په شکل لولو، بلکې بايد د مطالعې د مېوې مغز وخوړل شي، نه پوټکي.

چاپېريال

فکر کوم د ارنسټ همينګوي «۱۸۹۹ ـ ۱۹۶۱ز» خبره ده، دی وايي چې کله به د مطالعې او ليکلو په کوټه کې و، دا به يې هېره وه چې څو شنبه ده. منظور دا دی چې مطالعه، ليکوالي او له قلم سره سر و کار د رياضت تمرکز غواړي.

په پوهنتون کې «زما په شمول» ډېری محصلان د درس په وخت کې په يوه لاس فيسبوک کاروي، په بل کې د کتاب‌لوستنې تمثيل کوي. دوی دغه کار د ځان د تېرايستنې په موخه  کوي.

له يوې خوا يې وجدان د مسووليت په ور احساسولو ځوروي، له بلې خوا يې د کنټرول مهارت بايللی وي، دلته نو زموږ د مطالعې چاپېريال ګډوډېږي او يوازې په دې احساس خوشاله يوو چې کتاب مو له کوټې راسره ايستلی دی او بس.

د چاپېريال باندني شرايط هم مهم دي، ښه مطالعه هلته کېږي چې يو خو فضا له صوتي ککړتيا خوندي وي، بل دا چې زموږ دروني احساس مطالعې ته جوړ وي. که زموږ مېلمه را روان وي او موږ مطالعه کوو، ۵۰ سلنه اخذ هم نه‌شو کولای. ښه ده چې د نن هيڅ کار سبا ته را نه پاتې نه‌شي، په دې ډول به مو شخصيت نه را نه بحراني کېږي او هدف ته په لار کې خنډونه به اسانه تر شا پرېږدو.