د ځوانۍ ساتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځوانۍ ساتنه کتاب یو له هغو کتابونو څخه دی چي د امت په ځوانانو کي یې غوره اوښتون راویستی دی .

په دې کتاب کي د ځوانانو مسئلې په سپړنیز ډول بیاني شوي دي .

د کتاب ځانګړتیاوي[سمول]

دا کتاب چي فضل الرحمن فیضون لیکلی ځانګړتیاوي یې په لاندي ډول دي :

۱. ( لُومړی خاصیت د دې کتاب دادی ) : چي دا کتاب پر اُوو برخو مُشتمل دی، لومړۍ برخه د بدنظرۍ، دویمه برخه دموټ وهني، دریمه برخه د زنا، څلورمه برخه د لواطت، پنځمه برخه د شرابو او داسي نورو نشییزه شیانو شپږمه برخه د حرامو خوړلو او آخري اوومه برخه د کتاب د تتمې په هکله ده چي د کتاب پاته خبري او مقصودي بیانونه پکښي حل شوي دي او د هري برخي په پای کي خپلي مُهمي سرټکې ( نتیجې ) بیان سوي دي کُومې چي د دې برخي پاته خبري او موضوعګاني پکښي راوړل سوي دي .

۲. ( دویم خاصیت د دې کتاب دادی ) : کوم ګران آیاتونه، یا حدیثونه، یا آثار او یا ویناوي پکښي راوړل سوي دي ؛ نو د هغو لپاره ښه په زړه پوري شرحې، فایدې او نُکتې بیاني سوي دي .

۳. ( دریم خاصیت د دې کتاب دادی ) : یو څوک چي هر څومره د هلک بازۍ شوق لري او شیرین بحثونه یې خوښ وي، یایې لواطت ته پټه اراده وي، یا د زنا شوق لري، یا موټ وهي، یا بد نظر کوي او د خپل بد نظر له امله دې عملو ته تیار سوی وي، یا یې په دې هکله نور کتابونه کتلي وي او له هغو څخه یې سمه شافي ګټه نه وي تر لاسه کړې، بیا دا کتاب پسي اُوګوري ؛ نو ډېر ژربه یې درملنه وشي او د مجازي عِشق اُور به یې سوړ شي لکه څرنګه چي په تجربه رسېدلې ده إنشاء الله تعالی .

۴. ( څلورم خاصیت د دې کتاب دادی ) : همدا ډول له نورو لُوطي عملونو، نشییزه شیانو او حرامو خوړلو څخه بې زړه واوړي، شوق بې ځني ختم شي اوتوبې ته به یې زړه چمتو شي او په اخلاص به خپل رب ته توبګار شي إنشاء الله تعالی .

۵. ( پنځم خاصیت د دې کتاب دادی ) : د کتاب په مُطالعه کولو کي به یې زړه خوشحاله وي او د آخري زمانې له ټولو فتنو څخه به لکه : غیبت، درواغ، بُهتان [یعني: پر یو چاتُور تړل ]، ښکنځا، بدنظرۍ او داسي له نورو ګناوو او فتنو څخه به په امن وي إنشاء الله تعالی .

۶. ( شپږم خاصیت د دې کتاب دادی ) : الله تبارک وتعالی به ځنی راضي وي، ځکه د دِیني کتاب مُطالعه کول عبادت دی اوپه عبادت باندي الله جل جلاله راضي کیږي ؛ هغه که هر عبادت وي : ګروهیز وي، یا ژبنیز وي، یا کړنیز وي او د دیني کتاب مُطالعه کول ګروهیز عبادت دی .

( اُووم خاصیت د دې کتاب دادی ) : که د دِین یوه خبره پکښي زده کړي لکه : آیت شریف، یا حدیث مُبارک، یا اثر او یا قول، یا داسي نوري د دِین خبري پکښي زده کړي که څه هم عمل په وکړي، یا یې نه په وکړي ؛ نو الله تعالی به د قیامت په ورځ باندي د سلو رکعاتو نفلي لمنځونو ثواب ورکړي، ځکه له ابو ذره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله € وفرمایل : « يَا أبَا ذرّ! لَأَنْ تَغدُوَ فَتَعلَّمَ آيةً مِنْ كِـتَابِ اللهِ خَيرٌ لَكَ مِنْ أنْ تُصَلِّيْ مِائَةَ رَكعَةٍ، وَلَأَنْ تَغدُوَ فَتَعَلَّمَ بَاباً مِنَ العِلْمِ عُمِلَ بِهِ أوْ لَم يُعْمَلُ خَيْرٌ لَكَ مِن أنْ تُصَلِّيْ ألْفَ رَكْعَةٍ ! » [۱] . یعني : اې ابي ذره ! که ته سهار ووځې او د کتاب الله (قُرآن شریف) یو آیت زده کړې ! نو دا به تا لره تر سلو رکعاتو کولو غوره وي او که د عِلم یو باب ( یعني: د دین یوه خبره ) زده کړې ! که عملي شي او که نه، خو تا لره به تر زرو رکعاتو کولو غوره وي .

۸. ( اتم خاصیت د دې کتاب دادی ) : په کتاب کي د آیاتونو، حدیثو، آثارو، قولونو او داسي نورو خبرو حوالې ټولې په حاشیو کي ذِکر شوي دي .

۹. ( نهم خاصیت د دې کتاب دادی ) : د اُوسنیو ځوانانو لپاره غوره لارښُووني او د شهوت قابو کولو لپاره رُوحاني نُسخې زیاتره پکښي ذِکر شوي دي .

۱۰. ( لسم خاصیت د دې کتاب دادی ) : په پای کي یې د ګټورو خبرو ضمیمه ده چي د اُوسنیو خلګو لپاره ډیري ګټورې او مُهمي دي .

۱۱. ( یوولسم خاصیت د دې کتاب دادی ) : تر ضمیمې وروسته له اُصولو اربعه ؤ، یعني : قُرآن، حدیثو، اجماع داُمت اوقِیاس څخه یوه خُوږه وصیت نامه هم ذِکر شوې ده چي تقریبًا د څلوېښتو غوره خبرو مجموعه ده .

۱۲. او آخري ( دوولسم خاصیت د دې کتاب دادی ) : تر وصیت نامې وروسته د کتاب تتمه ده چي د کتاب پاته خبري پکښي ټولي حل شوي دي او بیا وروسته ماخذونه ټوله په ترتیب سره ذکر دي .

سرچينې[سمول]

[1] . "حدیث ابن ماجه روایت کړی دی پخپل کتاب (السّنن) په المقدمه کي، حدیث شمېره (۲۰۷) ۱ ټوک،۴۲ او ۴۳ مخونه او مُنذري په الترغیب والترهیب کي نقل کړی دی ۱ ټوک،۵۴ مخ. او حدیث حسن دی . "

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)