محمد حسن ولسمل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد حسن ولسمل
محمد حسن ولسمل

محمد حسن ولسمل (۱۳۱۶ لږېديز لمريز کال، د ننگرهار ولايت، د کامې ولسوالي - ۱۳۹۸ ل ل کال د زمري ۱۱، کابل) يو افغان جهادي خبريال او ليکوال وو.

مخينه

محمد حسن ولسمل د قاسم خان زوى وو چې په ١٣١٦ لمریز کال کې د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په گهيک کلي کې زېږېدلى وو. هغه په همدغه کلي کې لوی شو، خو د ښوونځي او زده کړو لپاره له کامې کابل ته ولاړ. په ١٣٣٣ لمریز کال کې د کابل له ابن سينا ښوونځي او په ١٣٣٥ لمریز کال کې د کابل د کرنې له لېسې څخه فارغ شو. ولسمل د ښوونځي تر پای ته رسولو وروسته پوهنتون او لوړو زده کړو ته مخه کړه. هغه په کابل پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې شامل او په ١٣٤٢ لمریز کال کې پای ته ورساوه.


دندې

له پوهنتونه تر فراغت وروسته د هر زده کړيال ارمان دا وي چې خپل هېواد او کورنۍ ته د خدمت جوگه شي. ولسمل هم له ولس سره مینه لرله او غوښتل یې خپلو خلکو ته د قلم او خپلې پوهې له لارې خدمت وکړي. هغه وو چې په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د کابل راډیو ته ولاړ او هلته د همدغې راډيو د نشراتو مدیر وگومارل شو. هلته یې مهم فعالیتونه تر سره کړل او لا ډېرې تجربې یې خپلې کړې. هغه یوازې په ژورنالیستیکه برخه کې ایسار نه شو، بلکې په حکومت کې یې نورې دندې هم لرلې. نوموړي د نورو دندو تر څنگ، په بغلان، زابل او تخار ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو د ولسوال په توگه هم دنده تر سره کړه.

ولسمل په ۱۳۴۹ لمریز کال کې له ښاغلي حبيب الله رفيع سره په گډه د افغان ملي جریدې په نامه اخبار خپروي. دوی چې کله د افغان ملي جریدې پر خپرولو لاس پورې کړ، نو حکومت هڅه کوله چې پر وړاندې یې گام اوچت وکړي. هغه مهال حکومت په پارلمان کې ځینو ژبنیو مسایلو ته لمن وهله. خو ولسمل د پښتو ژبې په دفاع او د وکیلانو د لارښوونې لپاره مطالب خپرول. د افغان ملي جریدې د یوې گڼې په خپرېدو حکومت بندیز ولگاوه، خو ولسمل څو گڼې په پټه له چاپخونې وایستلې. اخبار مصادره شو، خو څو شمېرې یې د پارلمان د غړو تر ګوتو ورسېدې. وکیلان یې په سبا ملاتړ وکړ او دفاع ترې وکړه. د پارلمان ۱۱۸ غړي مهالنۍ له ځان سره اخلي او د وخت شاه ظاهر شاه ته ورځي. د همدې اخبار په وسیله د هغه وخت لومړی وزیر استعفا ته اړوزي او مهالنۍ بيا خپل چاپ پيلوي.

د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال نوموړي ته حکومتي دنده ورکول کېږي، خو هغه وایي، دی پوه شو چې په حکومت کې خلکو ته ډېر خدمت نه شي کولی، نو اړ دی چې بېرته د لیک او قلم ډگر ته راوگرځي. ولسمل له دندې استعفا ورکوي او د هغه وخت نورو اخبارونو ته لیکنې کوي. تر هغه وروسته د وخت د حکومت او ځینو چارواکو په اړه لیکنې کوي.   

محمد هاشم ميوندوال، حبیب الله رفیع، عبدالرحمن پژواک، گل پاچا الفت، سيد شمس الدين مجروح، عبدالروف بېنوا، محمد صديق روهي، استاد عبدالحی حبيبي او هغوی ته ورته اوڅار او وتلي کسان هغه لیکوالان ول، چې د ولسمل اخبار ته یې لیکنې کولې. ولسمل وايي، دغو کسانو یې اخبار ته باور ورکړی وو او خلکو هم ځکه لوست چې د باوري او د قلم خاوندانو لیکنې پکې چاپېدې.

په ۱۳۵۲ لمریز کال کې دا مهالنۍ د حکومت له لوري مصادره کېږي. پادشا او لومړي وزیر دواړو پر ولسمل فشار راوست چې خپل اخبار وتړي. تر دې وروسته کودتاه کېږي او د مهالنۍ چاپ درېږي.

وروسته چې کله پاکستان ته ځي، نو هلته هم اخبار چاپوي او هڅه کوي چې پیاوړي کسان ورسره لیکوالان وي او پیاوړي کسان ورسره همکاري ولري. هغه هلته افغان مجاهد اخبار چاپاوه، چې وروسته د پاکستان حکومت مصادره کړ. دا اخبار دوه کاله وچلېد. بیا یې مجاهد ولس چاپ کړ چې درې کاله خپور شو. خو بیا پاکستاني حکومت خپل خطر پکې ویني، نو اخبار بندوي، ولسمل بندي کوي او ده ته امر کوي چې په دوو ورځو کې له دغه هېواده ووځي. له دې ځایه د ملگرو ملتونو په مرسته ناروې هېواد ته ځي.

په ناروې کې هم ارام نه کېني. دی یوه خبري غونډه راغواړي، خبریالانو ته وايي، دی دلته د ځان خوندي کولو لپاره نه دی راغلی، بلکې غواړي هېواد یې د روسانو له یرغله خلاص کړي. هغه ټینگار کاوه چې مدني حرکتونه تر سره کوي او غواړي خپل هېواد د روسانو له یرغله خلاص کړي. نوموړي په ناروې کې د روسانو د سفارت په مخکې د مرگ تر ورځې پورې د اعتصاب ژمنه وکړه. هغه وکیل ونیو او پوره پنځوس ورځې یې د روسیې د سفارت مخ کې د ډوډۍ نه خوړو اعتصاب وکړ. تر دې چې دی کوما ته ځي او روغتیايي کارکوونکي یې له سیمې بیايي.

ولسمل ويل چې هغه یو وخت باوري وو چې امریکا به افغانستان ورانوي. هغه له ډېرو امریکایي چارواکو سره خبرې کړې وې او د دوی له خبرو ورته ښکاره شوې وه، چې امریکا له افغانستان سره رښتینې نه ده. هغه ويل، امریکا د افغانستان په گټه نه ده او د مړینې تر ورځې پر دې باور وو، چې امریکایان د افغانستان جوړېدل نه غواړي او دلته یې د یوې خونړۍ او خطرناکې جګړې زړي کرلي دي.

مړينه

محمد حسن ولسمل د ۱۳۹۸ ل کال د زمري مياشتې پر ۱۱ نېټه، د ادينې (جمعې) په ورځ په کابل کې د ٨٢ کالو په عمر مړ شو. د هغه جنازه د زمري پر ۱۲ د شنبې پر ورځ د ننگرهار په کامې ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- ظاهر شاه د قضاوت په تله کې، د افغان مجاهد اطلاعاتي مرکز، ۱۳۶۴ ل ل کال چاپ.

۲- مونږ په چا پسي نه ځو، (د فولکوري کيسو ټولگه)، د ۱۳۶۴ ل کال چاپ.

باندنۍ تړنې

اخځليک

۱- https://tatobaynews.com/archives/30696 Archived 2021-02-25 at the Wayback Machine.

۲-http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-ps-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-10&cl=CL5.25&d=HASH016bf6791503e699893a0efe&x=1

۳-https://www.pashtovoa.com/a/afghan-write-journalist-and-commentator-hassan-wolasmal-death-/5027591.html