ماد واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماد ( په یوناني کي: Mēdía ؛ په اکاډیان کې: Mādāya ) [۱] په اکباتانا (( لرغوني افغانستان )) کي یوه ستره واکمني وه چي له ميلاد څخه اووه پېړۍ بیا تر شپږو پیړۍ پوري یې شتون درلود او داسې انګیرل کیږي چې د افغانستان ترڅنګ یې پر اوسني ایران او شاوخوا سیمو باندي د پام وړ واک درلود. د آشوریانو له لوري د زګروس پرسیمه باندي د پرله پسې تاړاکونو له امله د ماد قومونه د یووالي پروسې ته داخل سوه. په 612 کال مخکي تر میلاد کي ماد دومره پیاوړي سول چي د بابلیانو سره یې په ګډه د آشور امپراتورۍ له منځه یووړه. معاصر تاریخ پوهان لږ تر لږه د اوومې پیړۍ مخکي تر میلاد په اړه د یو متحد ماد "بادشاهۍ" یا "دولت" د شتون په اړه شکمن دي. [۲]

د کلاسیکي تاریخپوهني له مخي، ماد د آشور له ړنګیدو وروسته د لرغوني نږدې ختیځ د یو لوی ځواک په توګه راڅرګند سو. د ماد واکمني د سلطنت سرحدونه په ختیځ او لویدیځ کي د ګاونډیو خلکو لکه پارسیانو او ارمنیانو د تسلط له لاري پراخ شوي. د ماد د خاورې پراختبا د لومړنۍ لرغوني افغان امپراتورۍ د رامینځته کیدو لامل سوه ، کوم چي د خپل لوړوالي په وخت کي یې له دوه ملیون مربع کیلومترو څخه ډیر واک درلود. یاده واکمنپ په اناتولیا کي د هیلس سیند له ختیځې څنډې څخه تر منځنۍ آسیا پوري غزیدلې وه. په یاده دوره کې، ماد امپراتوري د بابل ، لیډیا او مصر تر څنګ په لرغوني ختیځ کي یو له سترو قدرتونو څخه وه. په 550 مخکي تر میلاد کي د ماد پلازمینه ، ایکباتانا ، د پارس پاچا دوهم سائرس لخوا فتحه سوه ، چي همدغه د اچمینید امپراتورۍ دپیل نښه وه. [۳]

ځیني پوهان استدلال کوي چې ماد د مرکزي دولت پرځای د قومونو یو نرم کنفدراسیون رامینځته کړی وو.

  1. Dandamayev او Medvedskaya 2006.
  2. . 2010-01-08. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  3. Dandamaev 1989.