د آشور واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د آشور واکمني په ۷ پېړۍ ق.م. کی

آشور(د آشور په ژبې کی: ، په آرمي ژبې کی: ܐܫܘܿܪ ) د پخوانۍ هېوادونو څخه وو چی د بین النهرین په سیمې کی پروت وو. مرکز یی د آشور ښار وو. دغه ښار د ۲۵۰۰ کال مخکې له میلاده جوړ شو. د پخوانی معلوماتو په اساس چی د انجیل څخه اخیستل شوی دی د اشور ښار د سام زوی آشور لخوا جوړ شو. په ۳ پېړۍ مخکې له میلاده د آشور سیمه د سومریانو لخوا ونیول شوه. کله چی سومر د سارگن اکدی ونیول شو نو هغه آشور هم لاس ته ورغلی. د ۲۰۰۰ عیسوی سینی مخکی په وخت کی د آشور هېواد د تجارتی مرکزونو څخه جوړ شو او د هغو د تجارتی مرکزونو آغېزه آناتولی ته ورسېدله. په ۱۹ پېړۍ عیسوی سینی مخکی کی شمشي أدد د آشور حکمران شو. شمشي أدد لوی پوځ جوړ کړ او پر سومر یی یرغل وکړ او تر څو جگړو وروسته پوځ یی د بین النهرین شمالی سیمه ونیو. د شمشي أدد تر وفات وروسته آشور د بابل پېيلى دولت شو. د بابل حکمرانانو خپل دولت ته د میتانی دولت نوم ورکړل او آشوریان مجبور شول چی د بابل حکمرانانو ته باج ورکړي. د ټیکولټی نوریټا د حکومت په وخت کی آشوریانو د بابل حکمرانانو او هېتیانو ته ماته کړله او آشور په نژدی ختیځ کی مهم واکمني شوه. د تیگلت‌پیلسر د حکومت په وخت کی (د ۱۱۱۴ ق.م. څخه تر ۱۰۷۶ ق.م. پورې) د آشور واکمني ډېره پراخه شوه. تیگلت‌پیلسر د ارمنستان او آرامیانو په خلاف ډېرې جگړې وکړې. د بابل پاچا نابوکانېسر تر وفات وروسته پوځ د بابل څو ښارونه ونیو. په ۹ پېړۍ ق.م. کی د بین النهرین سیمه او د فرات سیمه د آشور حکمرانان په لاس کی ولې. په دی وخت کی هم سوریې او فلشطین ونیول شول. په ۶۷۱ ق.م. کی د اشور پوځ مصر ته ورسېده او اشور په نژدې ختیځ کی تر ټولو قوی امپراطوری شو. په دی وخت کې د آرامی ژبه په نژدې ختیځ کی مهم ژبه شوه. د آشور بانی‌پال د حکومت په وخت کی د ډېرو جگرو په سبب آشور واکمنی زوال ته ورسېدله. په ۶۲۶ کال کی د بابل پاچایی پریک شوه . په ۶۱۴ کال ق.م. کی د ماد او بابل پوځونو د آشور پر واکمني یرغل کړل او د آشور واکمني یی ویجاړه کړه.


سرچینې