فتح علي خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فتح علي خان
پېژندنه
نوم فتح علي خان
پلارنوم مولا بخش خان
قوم نورزي پښتانه
زېږنځای 1901 مېلادي کال جالندهر، برتانوي هند
مړينه 1964(1963-1962 اختلافي) کال پاکستان
اولاد نصرت فتح علي خان او فرخ فتح علي خان
موسيقي
د سندرو ډول قوالي
دنده سندرغاړی
لاسته راوړنه تمغه حسن جايزه د پاکستان د ولسمشر له خوا

فتح علي خان یو کلاسیک او قوالی سندرغاړی و، چې په 1940 او 1950 کلونو کې یې قوالي سندرې پيل کړې. فتح علي په ۱۹۰۱ کال کې د برتانوي هند په پنجاب ایالت جلندر کې زېږېدلی دی. فتح علي خان د پاکستان د مشهورو قوالانو او موسیقارانو نصرت فتح علي خان او فرخ فتح علي خان پلار و . د هغه کورنۍ له ۶۰۰ کلونو راهیسې د چشتیه صوفي نظم سره تړلې د قوالي دود لري. [۱] فتح علي خان د خپل پلار مولا بخش خان له خوا د کلاسیک موسیقۍ او قوالۍ روزنه ترلاسه کړه او د روزنې وروسته یې ځان د یو تکړه سندرغاړي او د موسیقۍ د وسایلو پوه په توګه ثابت کړ. هغه د هند د دودیزو وسایلو لکه سیتار ، سرود او ویچتراوینا ، او همدارنګه د موسيقۍ لوېدیځ وسایل لکه بیلا کارول زده کړل . فتح علي خان په پنجابي ، اردو ، عربي او فارسي ژبو په زرګونو سندرې ويلې دي، د هغه نیکه د نوروزیو د پښتنو له څانگې سره تړاو درلود چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې اوسېدل، چې وروسته د هند په ختیځ پنجاب، جالندھر ته وکوچېدل او هلته مېشت شول.

عزت[سمول]

  • تمغه حسن جايزه هغه ته په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان د ولسمشر له خوا ورکړل شوه

نور وګوره[سمول]

  • د پاکستاني قوالانو لیست

حوالې[سمول]

  1. http://www.britannica.com/art/qawwali, Article on قوالی on Encyclopaedia Britannica, Retrieved 3 جون 2016