روډولف کارناپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روډولف کارناپ
(الماني: Rudolf Carnap د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ مې ۱۸۹۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 14 سپټمبر 1970 (79 کاله)[۱][۲][۱۲][۳][۱۳][۴][۵][۶][۷][۱۰][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای کالېفورنیا (–۱۴ سپټمبر ۱۹۷۰)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمن سترواکي[۱۵]
د امریکا متحده ایالات (۱۹۴۱–)[۱۶][۱۷][۱۸]
د وايمار جمهوريت
نازي جرمني  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف[۱۲][۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) اېسپرانتو
آلماني ژبه[۱۹]
انگليسي[۲۰][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
مېتافزیک
پوهنپوهنه
سولپوهنه
د ژبې فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کارل پوهنتون (۱۹۳۱–)
د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس (۱۹۵۴–)  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ګوتلوب فريج
آلبرټ آينشټاين
امانوېل کانت
اډمنډ هسل
لوډویګ ویټګنشټاین  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک منطقي مثبت اندي  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روډولف کارناپ (د ۱۸۹۱ کال د مې له ۱۸ – ۱۹۷۰ کال د سپټمبر تر ۱۴) د جرمني ژبې فیلسوف ؤ چې له ۱۹۳۵ کال وړاندې په اروپا کې او له هغه وروسته په متحده ایالاتو کې فعال ؤ. نوموړی د وین حلقې لوی غړی او د منطقی اثبات پالنې (logical positivism) مدافع ؤ.  نوموړی "د شلمې پېړۍ یو له لویو فیلسوفانو څخه" شمېرل کېږي.   [۲۱][۲۲]

ژوندلیک [سمول]

د کارناپ پلار له بې وزل پیته اوبدونکي څخه د پیتې جوړونې کارخونې خاوند ته وده کړې وه. مور یې له یوې علمي کورنۍ څخه وه؛ د دې پلار تعلیمي اصلاح کونکی ؤ او مشر ورور یې لرغونپوه ویلهلم ډورپفلډ ؤ. کارناپ په لس کلنۍ یونان ته په سفر کې د ویلهلم ډورپفلډ سره ملتیا وکړه. کارناپ په یوه ټینګه دیني پروټسټان کورنۍ کې لوی شو، خو وروسته ملحد شو.   [۲۳][۲۴][۲۵]

ده خپل رسمي تعلیم په ینا کې په بارمېن ښوونځۍ او کارولو - الکساندرینم ښوونځۍ کې پیل کړ. له ۱۹۱۰ کال څخه تر ۱۹۱۴ کال پورې د په جینا پوهنتون کې تحصیل وکړ او اراده یې درلوده چې په فزیک کې تېزس ولیکي. هغه د یوه کورس په جریان کې چې برونو باچ له خوا تدرس کېد، د ایمانویل کانټ خالص دلیل انتقاد (Critique of Pure Reason) کتاب په ځیر سره مطالعه کړ او یو له ډېرو کمو محصلینو څخه ؤ چې په ریاضي منطق کې یې د ګوتلوب فریګ په کورسونو کې برخه اخیسته.   [۲۶]

د پوهنتون په دوران کې د آلمان ځوانانو غورځنګ مجذوب شو.   [۲۷]

پداسې حال کې چې کارناپ د لومړۍ نړیوالې جګړې سره اخلاقي او سیاسي مخالفت درلود، خو مکلف ؤ چې د آلمان په اردو کې خدمت وکړي. کارناپ ته د درې کلن خدمت وروسته اجازه ورکړل شوه ترڅو په برلین پوهنتون کې چې البرټ انشټاین په کې تازه استاد ټاکل شوی ؤ، له ۱۹۱۷ – ۱۹۱۸ پورې د فزیک زده کړې وکړي. کارنپ وروسته ینا پوهنتون ته لاړ او هلته یې یو مقاله ولیکه چې د فضا او وخت د اکسیومي تیوری یې تعریف کوه. د فزیک څانګې وویل چې یاده مقاله زیاته فلسفه ده او د فلسفې څانګې څخه برونو باچ وویل چې خالص فزیک دی. کارناپ بیا په ۱۹۲۱ کال کې د باخ تر څارنې لاندې په زیاته ارتودوکس کانتي طریقه د فضا تیوري په اړه یو بله مقاله ولیکه او د Der Raum (فضا) سرلیک سره د کانټ سټوډین جورنال (۱۹۲۲) په ضمیموي موضوع کې خپره شوه.  

د فریګه کورس هغه د منطق او فلسفې په اړه د برټرانډ رسل آثارو تر اغېزې لاندې راوست، چې د هغه زده کړو ته یې د موخو احساس ورکړ. هغه په منطقي نوښتونو سره چې علومو سره مرسته کوي، له دودیزې فلسفې څخه د وړاندې کېدو هڅه ومنله. هغه رسل ته یو لیک ولیک، چې د کارناپ د ګټې لپاره یې د ریاضیاتو مبادي (Principia Mathematica) خپل کتاب څخه د لاسي اوږدو متنونو په کاپي کولو سره ځواب ورکړ، ځکه چې نه کارناپ او نه هم د هغه پوهنتون کولی شوی د دې عصري کار یوه کاپي برابره کړي. په ۱۹۲۴ او ۱۹۲۵ کلنو کې یې په هغو سیمینارونو کې ګډون وکړ چې د اډمونډ هوسرل، د پدیدې پېژندنې بنسټګر په مشرۍ پر مخ وړل کېدل او هغه د فزیک په اړه د منطقي اثبات پال لید له پلوه لیکنو ته دوام ورکړ.   [۲۸]

کارناپ کله چې د ۱۹۲۳ کال په کنفرانس کې له هانس رایشنباچ په نوم سره آشنا شو، یو مهربان کس یې وموند. رایشنباخ کارناپ د وین پوهنتون یوه استاد موریتز شلیک ته ور وپېژانده، هغه کارناپ ته په خپله څانګه کې د دندې وړاندیز وکړ او کارنپ په ۱۹۲۶ کې ومنله. له هغې وروسته کارناپ د ویني روڼ آندو له یوې نارسمي ډلې سره یو ځای شو چې د وین حلقې په نوم پېژندل کېده چې د تر ډېره حده د شلیک له لوري اداره کېده او هانس هان، فریدریش وایزمن، اوټو نیورات او هربرټ فیګل په کې شامل وو، د هان شاګرد کورت ګوډیل هم کله کله وتله. کله چې ویټګنشټاین وین ته لاړ، کارنپ به ورسره لیدل. هغه (د هان او نیورات سره) د حلقې د ۱۹۲۹ کال منشور ولیک او (د هانس رایشنباخ سره) یې د پوهه (Erkenntnis) په نوم فلسفې ژورنال پیل کړ.  

الفریډ تارسکي د ۱۹۳۰ کال په فبروري کې په وین کې وینا ورکړ او د ۱۹۳۰ کال په نومبر کې کارناپ وارسا ته لاړ. هغه په دې مودو کې د تارسکي د معني پېژندنې ماډل نظري میتود په هکله ډېر څه زده کړل. د وین حلقې یوه بل فیلسوف، روز رانډ، څرګنده کړه، "د کارناپ تصور د تارسکي په کار کې د راغلي اساس څخه پیل کېږي، خو د منطقي او غیر منطقي ثابتونو او د منطقي او واقعي حقیقت ترمنځ یې توپیر کړی .... په ورته وخت کې هغه د معاني او مصداق په مفاهېمو کار وکړ او دا دوه مفاهېم یې د معنی پېژندنې د یوې نوې طریقې بنسټ په توګه وټاکل.   [۲۹]

کارناپ په ۱۹۳۱ کال کې د آلمان په پراګ پوهنتون کې استاد وټاکل شو. دبلیو. وي. کواین په ۱۹۳۳ کال کې په پراګ کې د کارنیپ سره ولیدل او د وروستي کار په اړه یې یو اوږد بحث وکړ. په دې توګه د دوی عمري دوه اړخیز درناوی پیل شو، هغه درناوی چې د کارناپ له یو شمېر فلسفي پایلو سره د کواین له وروستي سخت اختلافونو څخه خوندي پر ځای پاتې شو.  

کارناپ د خپلو سوسیالیستي او سوله پاله عقایدو له لاسه په نازي جرمني کې له خطر سره مخ شو او په ۱۹۳۵ کال کې يې متحده ایالاتو ته کډه وکړه او په ۱۹۴۱ کال کې یې تابعیت ترلاسه کړ. په ضمن کې  شلیک په ۱۹۳۶ کال کې په ویانا کې ووژل شو. کارناپ له ۱۹۳۶ څخه تر ۱۹۵۲ پورې په شیکاګو پوهنتون کې د فلسفې استاد ؤ. کارناپ د ۱۹۳۰ کال لسیزې په وروستیو کې کارل ګوستاو همپل ته په فلسفه کې د مرستیال دنده وړاندیز کړه، هغه ومنله او د هغه یو له ډېرو مهمو فکري همکارانو څخه شو. تر یوه حده د کواین د مرستې له امله کارناپ د ۱۹۳۹ – ۱۹۴۱ کلونو په هاروارډ پوهنتون کې تیر کړل، په دې پوهنتون  د تارسکي سره بېرته یوځای شو. کارناپ (۱۹۶۳) وروسته په شیکاګو پوهنتون کې د خپل وخت په اړه یو خپګان څرګند کړ، په دې پوهنتون کې دی او چارلز ډبلیو. موریس د څانګې یوازینۍ غړي وو چې د ساینس او ​​​​منطق لومړیتوبونو ته ژمن وو. (د شیکاګو پوهنتون همکاران یې ریچارډ مک کیون، چارلز هارتشورن او مانلي تامپسون وو.) سره له دې په شیکاګو کې د کارناپ دوران ډېر ګټور او مثمر ؤ. هغه د معنی پېژندنې (کارناپ ۱۹۴۲، ۱۹۴۳، ۱۹۵۶) ماډل منطق او د احتمال او استقرايي منطق (کارناپ ۱۹۵۰، ۱۹۵۲) د فلسفي بنسټونو په اړه یې کتابونه ولیکل.   [۳۰]

کارناپ په پرنسټون (۱۹۵۲ - ۱۹۵۴) کې د پرمختللو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د دندې وروسته، په ۱۹۵۴ کال کې د UCLA فلسفې څانګې سره یو ځای شو او هانس رایشنباخ تېر کال مړ شوی ؤ. هغه مخکې د برکلي په کالیفورنیا پوهنتون کې د ورته دندې وړاندیز رد کړی ؤ، ځکه چې د دې دندې منلو لپاره اړتیا وه چې د وفادارۍ لوړه لاسلیک کړي، هغه عمل چې اصولاً ورسره مخالف ؤ. کله  چې په UCLA کې ؤ، د ساینسي پوهې، تحلیلي - مصنوعي توپیر او د اثبات اصل په هکله یې لیکلنې وکړې. د ترموډینامیک او همدارنګه د احتمال او د استقرايي منطق د بنسټونو په اړه د هغه لیکنې، د ده له مړینې وروسته د کارناپ (۱۹۷۱، ۱۹۷۷، ۱۹۸۰) سرلیک سره خپرې شوې.  

کارناپ په ۱۴ کلنۍ کې ځان ته اسپرانتو ژبه زده کړه او ور سره حساس پاتې شو (کارناپ ۱۹۳۳). وروسته يې په ۱۹۰۸ او ۱۹۲۲ کال کې د اسپرانتو نړیواله ِغونډه کې ګډون وکړ او د سفر پرمهال یې له یادې ژبې کار واخیست.  

کارناپ له الیزابیت شونډوبه سره د خپل لومړي واده په پایله کې د څلور ماشومان خاوند شو، چې په ۱۹۲۹ کال کې په طلاق سره پای ته ورسېد. هغه په ۱۹۳۳ کال کې له خپلې دوهمې مېرمن الیزابت اینا سټوګر سره واده وکړ. انا په ۱۹۶۴ کال کې ځان وژنه وکړه.   [۳۱]

فلسفي اثر [سمول]

لاندې د روډولف کارناپ د فلسفې د تکامل مهم موضوعات څېړو. دا څېړنه جامع نه ده، خو د کارناپ مهم آثار او په عصري پوهاوي او د منطق په فلسفه کې د هغه ونډې په لنډه ټوکه په ګوته کوي.  

در رام  [سمول]

له ۱۹۱۹ کال څخه تر ۱۹۲۱ کال پورې، کارناپ د (Der Raum): Ein Beitrag zur Wissenschaftslehre (فضا: د ساینس تیوري په اړه یوه لیکنه، ۱۹۲۲) په نوم د ډوکتورا په تېزس باندې کار وکړ. کارناپ د هندسې د فلسفی اساساتو په هکله په دې تېزس کې هڅه وکړه چې په فزیک کې د فضا او وخت تیورۍ لپاره منطقي بنسټ برابر کړي. له خالص ریاضياتو، طبیعي علومو او فلسفې سره د کارناپ د لېوالتیا په پام کې نیولو سره، د هغه تېزس د مختلفو رشتو لکه هندسې، فزیک او فلسفې ترمنځ د پل جوړولو لپاره یوه هڅه ګڼل کېدی شي. د کارناپ فکر کاوه چې په زیات شمېر مواردو کې په دې رشتو کې ورته مفکورې، خو په بشپړ ډول د جلا معناګانو سره، کارل کېږي. د کارناپ د تېزس اصلي موخه دا وه چې وښيي، د فضا په اړه د نظریو ترمنځ تضاد یوازې له دې وجهې موجود دی، چې فیلسوفان، ریاضي پوهان او ساینس پوهان د بېلابېلو شیانو په اړه د خبرو په وخت د ورته "فضا" کلمه کاوري. له همدې امله کارناپ مشخصاً استدلال وکړ چې د فضا درې جلا مفکورې شته دي. "رسمي" فضا د ریاضیاتو په مفهوم کې فضا ده: فضا د اړیکو یو انتراعي سیسټم دی. "شهودی" فضا د شهود له ځانګړې محتوا څخه جوړ شوی دی چې د انفرادي تجربو څخه خپلواک وه. "فزیکي" فضا د فضا واقعي حقایقو څخه چې په تجربه کې وړاندې کېږي، جوړ شوی ده. پایله دا ده چې د "فضا" دا درې ډولونه د پوهې په دریو جلا ډولونو او په دې ټوګه د څېړنو په دریو جلا ډولونو باندې دلالت کوي. په زړه پورې خبره دا ده چې په دې تېزس کې د کارناپ د فلسفې اصلي موضوعات ښکاره کېږي، تر ټولو مهمه دا مفکوره چې زیاتره فلسفي تضادونه د ژبې د ناسمې کارونې او د وینا د رسمي او مادي طریقو د جلا کولو په اهمیت باندې د تینګار له امله څرګندېږي.   [۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118519158  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12174058b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pg1vw7 — subject named as: Rudolf Carnap — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/carnap-rudolf — subject named as: Rudolf Carnap — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0015183.xml — subject named as: Rudolf Carnap — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2761 — subject named as: Rudolf Carnap — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14553 — subject named as: Rudolf Carnap — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=10828 — subject named as: Rudolf Carnap — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. https://cs.isabart.org/person/138595 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000009234 — subject named as: Rudolf Carnap — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/754/000113415/
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ http://www.brainyquote.com/quotes/authors/r/rudolf_carnap.html
  13. NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/rudolf-carnap — subject named as: Rudolf Carnap — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  14. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/EBchecked/topic/96234/Rudolf-Carnap — سرليک: Encyclopædia Britannica
  15. http://www.amazon.com/Rudolf-Carnap/e/B001HCU3KC
  16. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/10350339309384418
  17. http://www.infoplease.com/encyclopedia/people/carnap-rudolf.html
  18. JSTOR article ID: https://www.jstor.org/stable/2693704
  19. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/25362275
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12174058b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. "Carnap". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  22. California Digital Library
  23. Quine, W.V. and Rudolf Carnap (1990). Dear Carnap, Dear Van: The Quine-Carnap Correspondence and Related Work. Berkeley, CA: University of California Press. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520068476. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Biography – UW Departments Web Server
  25. "Carnap had a modest but deeply religious family background, which might explain why, although he later became an atheist, he maintained a respectful and tolerant attitude in matters of faith throughout his life." Buldt, Bernd: "Carnap, Paul Rudolf", Complete Dictionary of Scientific Biography Vol. 20 p. 43. Detroit: Charles Scribner's Sons, 2008.
  26. Mormann 2000, p. 14.
  27. کينډۍ:SEP
  28. Smith, D. W., and Thomasson, Amie L. (eds.), 2005, Phenomenology and Philosophy of Mind. Oxford and New York: Oxford University Press, p. 8 n. 18.
  29. Rand, Rose. "Reading Notes and Summaries on Works by Rudolph Carnap, 1932 and Undated" (PDF). Rose Rand Papers. Special Collections Department, University of Pittsburgh. د لاسرسي‌نېټه May 16, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Frost-Arnold, Greg (2013). Carnap, Tarski, and Quine at Harvard: Conversations on Logic, Mathematics, and Science. Chicago: Open Court. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780812698374. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Quine, W.V. and Rudolf Carnap (1990). Dear Carnap, Dear Van: The Quine-Carnap Correspondence and Related Work. Berkeley, CA: University of California Press. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520068476. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Christian Damböck (ed.), Influences on the Aufbau, Springer, p. 55.