نازي جرمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


نازي جرمني چې له ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۳ ز کال پورې په رسمي ډول د جرمن رایش او له ۱۹۴۳ تر ۱۹۴۵ ز کال پورې د ستر جرمن رایش په نوم پېژندل کېده، له ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ز کال پورې او کله چې اډولف هټلر او نازي ګوند د دې هېواد چارې په لاس کې واخیستلې او هلته یې ډیکتاتوري پیل کړه، د جرمني دولت و. د هټلر تر مشري لاندې، جرمني په چټکۍ سره په یوه توتالیترین دولت بدل شو، چېرې چې د ژوند ټولې چارې په کې د حکومت له خوا کنټرول کېدې. درېیم رایش یعنې درېیم قلمرو یا درېیمه سترواکي د نازیانو له دې ادعا سره تړلې چې ویل به یې نازي جرمني د پخوانۍ رومي سترواکۍ (۸۰۰ تر ۱۸۷۱ ز کال) او جرمني سترواکۍ (۱۸۷۱-۱۹۱۸ ز کال) ځایناستی ده. درېیمه سترواکۍ چې هټلر او نازیانو به ورته د زرو کلونو رایش یا سترواکي ویله، له ۱۲ کلونو وروسته کله چې متفقینو جرمني ته ماتې ورکړه د ۱۹۴۵ ز کال په مۍ میاشت کې نسکوره شوه و په دې سره په اروپا کې دویمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسېده.

د ۱۹۳۳ ز کال د جنوري په ۳۰مه، هټلر د وایمار جمهوریت د دولت د مشر، پاول اون هنډنبورګ له خوا د جرمني د چانسلر یا د حکومت د مشر په توګه وټاکل شو. نازي ګوند وروسته خپل ټول سیاسي مخالفین وځپل او ټول واک یې په لاسه کې واخیست. هنډنبورګ د ۱۹۳۴ کال د اګسټ په ۲مه مړ شو او په دې سره هټلر د چانسلر او ولسمشر د ټولو واکونو په یو کولو سره د جرمني ډیکتاتور شو. د ۱۹۳۴ کال د اګسټ په ۱۹مه د یوه ملي ریفرانډوم له مخې هټلر د جرمني فیرور (مشر) شو. په دې وخت کې ټول قدرت د هټلر په لاس کې و او د هغه خبرې تر ټولو ستر قانون و.  حکومت کوم همغږه شوی او همکار نهاد نه و، بلکې د هغو خلکو ډلګۍ وه چې د قدرت او د هټلر په خوښه به یې کارونه کول. د ستر خپګان په نیمايي کې، نازیانو اقتصادي ټیکاو رامنځته کړ او د زیاتو پوځي لګښتونو او ګډ اقتصاد په کارولو سره یې د خلکو  پراخې بېکارۍ ته د پاي ټکی کېښود. د کسري لګښتونو په کارولو سره، رژيم په پټه سره د بیا وسله وال کولو ستر پروګرام تر لاس لاندې ونیو او وارماخت (وسله وال ځواک) یې جوړ کړ او تر څنګ یې پراخې عام المنفعه پروژې بشپړ کړي، چې له هغې ډلې موټروي هم په کې شاملې وي. د اقتصادي ټیکاو په رامنځته کېدو سره رژيم په خلکو کې محبوبیت وموند.

جرمني له ۱۹۱۹ تر ۱۹۳۳ ز کلونو پورې د وایمار جمهوریت په نوم پېژندل کېده. دا داسې یو جمهوریت و چې نیمه ولسمشریزه نظام یې درلود. وایمار جمهوریت له بې شمېره ستونزو سره مخامخ و، له هغې ډلې ستر انفلاسیون، سیاسي افراط (د کېڼ اړخو او ښۍ اړخو ملیشو د زورزیاتي په ګډون)، د لومړۍ نړیوالې جګړې له فاتح هېوادونو سره جنجالې اړیکې او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو تر منځ د ایتلافي حکومت پر جوړولو یو لړ ناکامې هڅې. د جرمني اقتصاد ته کلکه ضربه د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ورسېده، په دې لړ کې یو څه د ۱۹۱۹ ز کال د ورسای د تړون له مخې د جګړې د تاوانونو د ورکړې له امله هم و. دولت د خپلو لګښتونو او د جګړې د پورونو د بېرته ورکړې لپاره پیسې چاپولې، خو دې کار سخت انفلاسیون رامنځته کړ او د دې لامل وګرځېد چې د مصرفي توکو بیې لوړې شي، اقتصادي ګډوډي رامنځته شي او خلک په خوراکي توکو پسې لالهانده وګرځي. کله چې حکومت د ۱۹۲۳ ز کال په جنوري کې د جګړې د تاوانونو د ورکړې اړوند پیسې بندې کړي، نو فرانسوي سرتیرو د جرمني صنعتي سیمې اشغال کړي کوم چې د روهر سیند په څنډه کې پرتې وي او دې کار پراخې مدني ناکرارۍ له ځانه سره ولرلي.

تاریخچه[سمول]

د نازي له خوا د واک اخیستل[سمول]

که څه هم نازیانو په ۱۹۳۲ ز کال کې د ریشټاګ په عمومي ټاکنو کې زیاتره رایې ګټلې وي، خو بیا هم اکثریت یې نه و ګټلی. له همدې امله، هټلر د جرمني د خلکو له ملي ګوند سره د لنډ مهال لپاره ایتلافي حکومت رامنځته کړ. خو د سیاسیونو، صنعتګرانو او سوداګریز قشر د فشار له مخې، ولسمشر پاول اون هنډنبورګ په ۱۹۳۳ ز کال د جنوري په ۳۰مه هټلر د جرمني د چانسلر په توګه وټاکه. همدې پېښې ته Machtergreifung (د واک اخیستل) هم وايي. [۱][۲]

د ۱۹۳۳ ز کال د فبروري په ۲۷مه، د ریشټاګ ودانۍ ته اور واچول شو. د دې پیښې له امله هالنډی کمونیست، مارینوس وان دیر لوبي مجرم وګڼل شو. هټلر اعلام وکړ چې د اور دا پېښه د یوه کمونیستي قیام نښه ده. د رایشټاګ د سوځولو فرمان چې د ۱۹۳۳ ز کال د فبروري په ۲۸مه وتپل شو، زیاتره مدني ازادي له هغې ډلې د خلکو را ټولیدنه او د رسنیو ازادي یې لغوه کړه. دې فرمان همداشان پولیسو ته اختیار ورکړ چې خلک د نامحدود وخت او پرته له کوم تور څخه بندیان کړي. دغه قانون له یوه تبلیغاتي کمپاین سره مل و چې له دې کار نه یې عمومي ملاتړ رامنځته کړ. د SA له خوا د کمونیستانو ځپل په ټول هېواد کې روان و او د جرمني د کمونیست ګوند ۴۰۰۰ کسان ونیول شول.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د جرمني نازي کېدل[سمول]

د هټلر کابینې د ریشټاګ د سوځوونې د فرمان له شرایطو او بیا وروسته د پیاوړي کولو د قانون په مټ وکولای شول چې د Gleichschaltung (همغږۍ) د بهیر له پیلولو کار واخلي، چې په دط سره د ژوند ټول اړخونه د ګوند تر کنټرول لاندې و. هغه ځینې ایالتونه چې د نازي له خوا د ټاکل شویو دولتونو یا د نازیانو تر مشرۍ لاندې ایتلافونو له خوا په کنټرول کې نه و، اړ شول چې د رایش د کمېسرانو له انتصاب سره هوکړه وکړي، تر څو ایالتونه د مرکزي دولت له تګلارو سره همغږي کړي. دغو کمېسرانو د سیمه ییزو دولتونو، ایالتي پارلمانونو، چارواکو او قاضیانو د انتصاب او عزل واک درلود. په دې سره جمرني په یوه بالفعل واحد دولت باندې بدل شو، چې ټول ایالتي دولتونه د نازیانو د مرکزي دولت تر کنټرول لاندې و. ایالتي پارلمانونه او رایشراټ (فډرال مشرانو جرګه) د ۱۹۳۴ ز کال په جنوري کې لغوه شول او ټول ایالتي اختیارات مرکزي دولت ته ولېږدول شول. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د قدرت پیاوړتیا[سمول]

د SA مشري د لا زیات سیاسي او پوځي قدرت لرلو لپاره خپل فشار ته ادامه ورکړه. په ځواب کې یې هټلر د SS او ګشتاپو د SA د ټولې مشرۍ د تصفیې لپاره وکاراوه. هټلر د SA مشر، ایرنسټ روهم او د SA نور مشران د هټلر له ځینو سیاسي مخالفینو (لګه ګریګور سټراسر او پخوانی چانسلر کورټ فون شلیچر) ونیول او ویې وژل. د ۱۹۳۴ ز کال د جون له ۳۰مې د جولای تر ۲مې پورې تر ۲۰۰ پورې خلک په هغو پیښو کې چې د اوږدو چړو په شپه پېژندل کېدل، ووژل شول. [۱۶][۱۷][۱۸]

هنډنبورګ د ۱۹۳۴ز کال د اګسټ په ۲مه مړ شو. تر دې یوه ورځ وړاندې، کابینې د (رایش د تر ټولو لوړرتبه دولتي مقام اړوند قانون) تصویب کړی و، چې له مخې یې که چېرې هنډنبورګ مړ کېږي، نو د ولسمشرۍ دفتر به له منځه ځي او اختیارات به یې چانسلر (لومړي وزیر) سره مدغم کېږي. په دې سره هټلر هم د دولت او هم د حکومت مشر شو او په رسمي ډول مشر او لومړی وزیر ونومول شو، که څه هم د ولمسشرۍ څوکۍ له منځه ولاړه. اوس نو جرمني یو توتالیتره دولت لري او هټلر یې مشر دی. د دولت د مشر په توګه، هټلر د وسله والو ځواکونو سراعلی قومندان شو. په دې سره سرتیرو ته هم د وفاداری د لوړې یو نوی قانون رامنځته شو چې له مخې یې سرتیرې اړ و چې د سراعلی قومندان څوکۍ پر ځای په خپله هټلر ته د وفاداری لوړه پر ځای کړي. د همدې کال د اګسټ په ۱۹مه، د یوه ریفرانډوم له مخې ۹۰ سلنه رای ورکوونکو د لومړي وزیر له څوکۍ سره د ولسمشرۍ د څوک د ادغام په ګټه رایه ورکړه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Evans 2003، صص. 293, 302.
  2. Shirer 1960، صص. 183–184.
  3. Evans 2005، صص. 109, 637.
  4. Shirer 1960، ص. 199.
  5. Shirer 1960، ص. 201.
  6. Evans 2003، صص. 358–359.
  7. Evans 2003، ص. 354.
  8. Evans 2003، ص. 351.
  9. Evans 2003، ص. 336.
  10. Shirer 1960، ص. 196.
  11. Evans 2003، صص. 329–334.
  12. Evans 2005، ص. 109.
  13. Shirer 1960، ص. 200.
  14. Bracher 1970، صص. 281–87.
  15. McNab 2009، ص. 14.
  16. Kershaw 2008، صص. 309–314.
  17. Kershaw 2008، صص. 306–313.
  18. Evans 2005، صص. 31–34.
  19. Shirer 1960، ص. 230.
  20. Kershaw 2008، ص. 317.
  21. Shirer 1960، صص. 226–227.
  22. Evans 2005، ص. 44.
  23. Overy 2005، ص. 63.