د امپراطوریو هدیره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امپراطوريو هديره په فاړسي (گورستان امپراتوری ها) په انګلسي ( Graveyard of Empires ) دا هغه اصطلاح ده چې دنيا وال يې د افغانستان لپاره کاروي معلومه نه ده چې لومړي ځل چا او کوم وخت ک دا اصطلاح کارولې ده، خو د تاریخ په اوږدو ځای ځای تر سترګو کيږي ددې اصطلاح یا مستعار نوم مخيزه څو پيړۍ وړاندې ځي، دا اصطلاح پر افغانستان د بهرنيو ځواکونو يرغل او بيا شرمناکې ماتې خوړلو څخه سرچينه اخلي لکه د ايراني شاهانو يرغل، د چنګيز خان يرغل، د لويې برتانيا ۳ ځله يرغل، د شوروي اتحاد يرغل، او ورستی ځل په مډرن زمانه کې د امريکا يرغل په افغانستان باندې خو دې ټولو دلته په افغانستان کې ماتې خوړلې او پاشل شوي دي.

انځور: يو برتانوي سرتېري له کابل څخه په زخمي حالت کې تښتي.[۱]

دا اصطلاح له هغې وروسته چې انګليسي يا د لوې برتانيا پوځونو ۳ ځلې په افغانستان کې ماتې وخوړه او په اخري ځل ماته کې يې ۱۶۵۰۰ سرتيري ووژل شول يوازې يو تن په تېښته هند ته بريالی شو چې په هغه دور کې هند دبرتانيا مستعمره و د تاریخ په کتابونو کې يې ځای جوړ کړ، کله د امپراطوريو هديره، کله نه ماتې خوړونکې خاوره، او کله هم د امپراطوريو پای، په نامه لقب ور کړل شو.

T-54-55s_outside_Kandahar_Airfield_in_Afghanistan

بیا کله چې شوروی پوځونو يا سرو لښکرو په ډېر غرور سره په افغانستان یرغل وکړ خو د ایمان د لښکرو په مقابل کې يې داسې ځپونکې ماتې وخوړه چې د شوروي اتحاد ستنې يې ولړزولې او ماتې يې کړې په همدې ماتې سره د شوروی امپرطوري نسکوره او درې وړې شوه او له مېنځه لاړه.

ورپسې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکا ناټو او غړو هېوادونو يې په افغانستان یرغل وکړ په دې وخت دافغانستان واکمن رهبر لوی ملا صاحب محمدعمر مجاهد رحمة الله علیه يوه مشهوره جمله چې امريکا زموږ سره د ماتې وعده وکړه او الله جل جلاله زموږ سره د بريا وعده وکړه وبه ګورو چې څوک ريښتني دي بلاخره له دوه لسيزو جنګ وروسته په ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۵مه امريکا ماته او افغانستان بريا تر لاسه کړه او د الله تعالی وعده ريښتنې شوه په ټولنيزو رسنيو کې هم دې خبرې زیاته انګازه ومونده.

کله چې ناټو امريکا او ملګری یی په افغانستان کې مات شول نو د امپراطوريو هديره اصطلاح د نړۍ ګوټ کوټ ته ورسېده ځکه چې کال ۲۰۲۱ دی هره خبره او خبر د نور په سرعت سره په ټوله نړی خپریږي نو د ا اصطلاح هم په دې بڼه د انټرنېټ، خواله رسنیو او ټولنيزو رسنيو له خوا د نړۍ د هر شخص تر غوږو ورسېده او دا يې بدرګه کړه، دې اصطلاح له هغې وروسته ډیر شهرت وموند کله چې د نړی مشهورو ورځپاڼو لکه ګارډين او مشهورو تلويزيونو لکه بی بی سی او امریکا غږ او نورو لخوا په خبرونو کې وويل شوه، همدارنګه مشهورو څېرو او اشخاصو لخوا لکه د امریکا جمهوررئیس جوبايډن د ناټو سرمنشي او د اروپایی ټولنې مشر هم دا اصطلاح د افغانستان لپاره په ځلونو تکرار کړه چې ويډيو ګانې یې يوټيوب او نورو انټرنېټي پاڼو کې شتون لري.

  1. (په 2021-08-19 باندې). Is Afghanistan really a 'graveyard of empires'?.