Jump to content

انځورکښنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انځور کښنې يوه بېلگه.

انځورګري( نقاشي) په جامده سطح (چې ماترېکس او یا هم تکیه ورته ویل کېږي) د رنګ، رنګدانو او نقاشي رنګ کارولو ته ویل کېږي. منځنی یې په عامه توګه له بورس څخه په کار اخیستو کارول کېږي او نور یې کېدای شي د چاقو، سفنج او یا هم هوايي برسونو په وسیله وکارول شي.[۱]

د نقاشۍ اصطلاح د هنر له مخې د هنرمند عمل او پایلې دواړه تشرېح کوي (د کار پایلې ته انځورګري ویل کېږي). د نقاشۍ په تکیه کې سطحې، لکه دېوال، کاغذ، بوم (د نقاشي ځانګړی ټوکر)، لرګی، شیشه، لاک، پاڼه، مس او ګاګره شاملېږي، په نقاشۍ کې ګڼ شمېر توکي، لکه: شګه، خټه، کاغذ، ګچ، د سروزو پاڼې او یا هم ټول نور شیان کارول کېږي.

نقاشي د تجسمي یا لیدونکو هنرونو تر ټولو مهم ډول دی چې د انځور کښنې، کمپوز جوړولو (طراحي) او حرکاتو (لکه په حرکي نقاشي کې)، داستاني (لکه په داستاني هنر کې) او مفهومي (لکه په مفهومي هنر کې) عناصر له ځان سره لري. نقاشي کېدلای شي د طبیعت څرګندونکې او یا نمایشي وي ( لکه د بې ځانه طبیعت نقاشي او منظره)، انځوریزه، مفهومي، سمبولیکه (لکه په سمبولي هنر کې)، احساسي (لکه په احساس بیانونکي هنر (Expressionism) کې) او سیاسي ماهیت لرونکې (لکه په آرتیوزم (Artivism کې ) وي.[۲]

د نقاشي د تاریخ یوه برخه په ختیځ او لویدیځ دواړو کې د مذهبي هنرونو تر اغېز لاندې ده. د دغه ډول نقاشیو په بېلګو کې له هغو هنري آثارو چې افسانوي څېرې یې په خټینولوښو (کردوړي ـ تیکر کې) پنځولې، د سیستین کلیسا په چت کې تر بابیبلي صحنو او د بودا د ژوندانه تر صحنو (یا ختیځې مذهبي سرچینې ته اړوند ټول انځورونه) ټول په کې شاملېږي.

تاریخچه

تر ټولو لرغونې پېژندل شوې نقاشۍ نږدې ۴۰ زره کاله مخینه لري چې د لویدیځې اروپا په کانتابراین سیمه او د اندونیزیا د سولاسي ټاپو د ماروس سیمې په غار (caves in the district of Maros) کې موندل شوې. وروسته له هغې په غار کې نقاشۍ د اندونیزیا د کالیمنټون (Kalimantan) په Lubang Jeriji Saléh غار کې وموندل شوې چې باور کېږي، له ۴۰۰۰۰ کاله څخه تر ۵۲۰۰۰ کالو پخوانۍ دي. په دې وروستیو کې، په ۲۰۲۱ ز کال کې، د اندونیزیا په ټاپو کې په یوه غار کې د خنځیر د نقاشۍ د موندل کېدو راپور ورکړل شوی دی چې له ۴۵۵۰۰ کالو ډېره مخینه لري. په ورته مهال د نقاشۍ پخواني شواهد د شمالي استرالیا په آرنهم سیمه کې د ډبرو په دوو سرپناه ګانو کې کشف شوي دي. په دغو ځایونو کې د کارولو شوو موادو په وروستۍ لایه کې د اوچر (سرې خاورې) کارول شوې ټوټې موندل شوې چې مخینه یې ۶۰۰۰۰ کاله اټکل کېږي.  لرغون پېژندنکو په تیږه کې د نقاشۍ یوه ټوټه موندلې چې د استرالیا په شمال لویدیځ کې د کمیبرلي سیمې د چونې ډبرو په یوه پناه ګاه کې ساتل کېده او له ۴۰۰۰۰ کلونو ډېره مخینه لري. په ټوله نړۍ کې په غارونو کې د نقاشۍ بېلګې شته – په اندونیزیا، فرانسې، هسپانیا، پرتګال، ایټالیا، چین، هند، اسټرالیا، مکسیک او نورو هېوادونو کې. په لویدیځ کلتور کې د غوړ رنګ او اوبو د رنګ نقاشي د ډول او موضوع له مخې بډایه او پېچلي دودونه لري. په ختیځ کې رنګ او رنګین رنګ په نقاشۍ کې د بډایه او پېچلو دودونو سره په برابره توګه په تاریخي بڼه د رسنۍ په انتخاب کې واک لرلی.[۳][۴][۵][۶]

د عکاسۍ اختراع په نقاشۍ ډېر اغېز وکړ. په ۱۸۲۹ ز کال کې د عکاسۍ د لومړني انځور له تولید لسیزې وروسته، د عکاسۍ بهیر وده وکړه او په پراخه کچه د استفادې وړ وګرځېده، چې نقاشي یې د بېرته لیدونکې نړۍ د کره ثبت د څرګندولو له تاریخي موخې محرومه کړه. د ۱۹ مې پېړۍ په پای او د ۲۰ مې پېړۍ په پیل کې د هنري خوځښتونو لړۍ – په پام وړ ډول امپرېسیونیزم (Impressionism)، پوست امپرېسیونیزم (Post-Impressionism)، فوویزم (Fauvism)، ایکسپرېشنیزم (Expressionism)، کیوبېزم (Cubism) او دادیزم (Dadaism) – له نړۍ څخه د رنسانس لید وګواښاوه. د ختیځ او افریقا نقاشیو د سبک جوړوونې (stylization) اوږد تاریخ ته دوام ورکړ، خو په هغه وخت کې یې ورته بدلونونه رامنځته نه شو کړای.

په داسې حال کې چې نوي او معاصر هنر د لاسي صنایعو او مستند سازۍ په برخه کې د هغو د مفهوم له تاريخي ارزښت واټن موندلې، خو دغه چاره نه ده توانېدلې چې ډېری ژوندي نقاشان څه د هغوی د کار او یا هم د کار د یوې برخې په توګه د نقاشۍ له ترسره کولو په شا کړي. په ۲۱ مه پېړۍ کې د نقاشي پیاوړتیا او د هغو تنوع د نقاشۍ د له منځه تلو اړوند ټولې پخوانۍ خبرې ناسمې څرګندوي. په دغه عصر کې چې هرڅه د کثرت پلوي د نظریې له مخې څرګندېږي، خو د دغې دورې د انځورګري د سبک په اړه ټول منلی نظر نشته. هنرمندان لګیا دي، د ډول ډول سبکونو او ښکلا پېژندنې د طبیعت له مخې مهم هنري آثار تولیدوي  او هنري وړتیاوې یې عامو خلکو او بازار ته پاتې دي چې په اړه یې قضاوت وکړي.

د انځورګري عناصر

رنګ او د هغو کیفیت (ټون)

په نقاشۍ کې رنګ له رنګ، د هغو له تعامل او ارزښت نه جوړېږي، چې د یوې سطحې پرمخ د نقاشۍ جوهر بلل کېږي، لکه څنګه چې ریتم او د غږ زیر او بم والی د موسیقي جوهر جوړوي، رنګ په ډېره کچه موضوعي دی، خو د پام وړ رواني اغېزې لري، په ورته مهال له یوه کلتور څخه بل کلتور ته توپیر لري. په لویدیځ کې تور رنګ د ویر او غم په معنا دی، خو په ختیځ کې بیا سپین د هغه پر ځای دی. د ګویته، کاندنیسکي او نیوټن په ګډون یو شمېر نقاشانو، نظریه ورکوونکو، لیکوالانو او پوهانو د رنګ په اړه خپل نظریات لیکلي دي.[۷][۸][۹]

په دې سربېره د ژبې کارول د رنګونو ترمنځ د توپیر کولو سره برابر دی. د بېلګې په توګه: د "سور" (سور رنګ) کلمه د رڼا د لیدلو د طیف له مخې د خالص سور رنګ په پراخه کچه توپیرونه پوښي. د رنګونو د توپیر لپاره کوم منظم راجستر نشته، لکه څه ډول چې د موسیقي د نوټونو لپاره ټاکل شوي فورمولونه، لکه: F او C♯ شتون لري. د یوه انځورګر لپاره، رنګ په اسانۍ سره په لومړنیو او ترکیبي رنګونو (لکه سور، آبي، شین، قهوه یي او نورو) نه وېشل کېږي.

انځورګر، په عملي توګه د رنګ له دانو سره سروکار لري، له همدې امله د یوه نقاش لپاره "آبي" کېدلای شي چې هر آبی رنګ وي: فتالوسیانین آبي (phthalocyanine blue)، پروسین آبي (Prussian blue)، انډیګو (indigo)، کوبالت آبي (Cobalt blue)، الترامرین آبي (ultramarine) او نور. د رنګونو اروایي او سمبولیکه معنا د نقاشي خبرې او معنا نه شي څرګندولی. رنګونه یوازې د نقاشۍ معنا پیاوړې او د هغو څخه  د تر لاسه شوو شرایطو ته وده ورکوي، له همدې امله د یوې نقاشۍ درک تر ډېره ذهني دی. له موسیقي سره یې ورته والی تر ډېره ښکاره دی – په موسیقي کې غږ (لکه د C نوټ) په نقاشۍ کې له "نور" سره ورته دی، "سیوري" له ډینامیکو سره او "رنګ ورکول" لکه په موسیقۍ کې چې ځانګړی تیمبر په یوه بې سندرې موزیک کې کارول کېږي. دغه عناصر په لازمي ډول (لکه په موسیقي کې) په خپله میلوډي نه جوړوي، بلکې پرهغو مختلف حالات ور زیاتولی شي.[۱۰]

د نقاشۍ نا دودیز عناصر

یو شمېر معاصر نقاشان بېلابېل توکي، لکه: فلز، پلاستیک، شګه، سمینټ، نی، پاڼې او لرګي په خپلو جوړښتونو کې کاروي. د دغو کارونو بېلګې، د جین ډوبپېټ (Jean Dubuffet) او آنسلېم کایفر (Anselm Kiefer) آثار دي. همدارنګه په مخ پر ودې ټولنه کې داسې هنرمندان هم شته چې له کمپیوټر څخه په استفادې د اډوب فوټوشاپ او کورل پینټر په څېر پروګرامونو څخه په کار اخیستو سره په ډیجیټل ډول په تکه چاپ کوي. دغه انځورونه کېدلای شي، د نقاشۍ په مخصوصه سنتي تکه هم چاپ شي.[۱۱]

ریتم

د پایټ مونډرین (Piet Mondrian) په څېر هنرمندانو لپاره، لکه څه ډول چې په موسیقۍ کې ریتم مهم دی، همدومره په انځورګري کې هم مهم دی.

سرچينې

  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  7. Johann Wolfgang von Goethe, Goethe's theory of colours, John Murray, London 1840
  8. Wassily Kandinsky Concerning The Spiritual in Art, [Translated By Michael T. H. Sadler, pdf.
  9. A letter to the Royal Society presenting A new theory of light and colours Isaac Newton, 1671 pdf
  10. Pigments at ColourLex
  11. Jean Metzinger, circa 1907, quoted by Georges Desvallières in La Grande Revue, vol. 124, 1907