جو بایډن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جو بایډن
(انګلیسي: Joe Biden د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د جو بایډن عکس
د جو بایډن عکس
د جو بایډن عکس

واک
د متحده ایالاتو ولسمشر[۱][۲][۳][۴][۵][۶] (46 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واک اخيستنه
۲۰ جنوري ۲۰۲۱ 
ډونلډ ټرمپ 
 
د امريکا د متحده ایالاتو ۴۶م ولسمشر
ډونالډ ټرمپ
 
د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Joseph Robinette Biden Jr. د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۰ نومبر ۱۹۴۲[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
استوګنځای سپينه ماڼۍ (۲۰ جنوري ۲۰۲۱–)[۱۳]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.83 متر[۱۴]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند[۱۴]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت کویډ–19[۱۴]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
مورنۍ ژبه انگليسي[۱۴]  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۱۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 9000000 امريکايي ډالر (۲۰۱۹)[۱۸]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جو بایډن
جو بایډن

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي)[۱۴]
د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي)[۱۴]
د تاييدولو سرچينه (هسپاني)[۱۴]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جوزف رابنيټ بايډن جونير (د ۱۹۴۲ز کال د نومبر په شلمه زېږېدلی) يو امريکايي سياستوال دی چې د متحده ايالاتو اوسنی او شپږ څلوېښتم ولسمشر دی. نوموړی د ديموکراتيک ګوند غړی دی، له ۲۰۰۹ز کال څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې يې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د مرستيال ولسمشر په توګه او له ۱۹۷۳ز څخه تر ۲۰۰۹ز کال پورې يې د متحده ايالاتو د سنا په مجلس کې د ډالوير د استازي په توګه دنده تر سره کړې.

بايډ د پنسیلوانیا په سکرانټون کې زېږېدلی او لوی شوی دی، په ۱۹۵۳ز کال کې کله چې هغه لس کلن و له خپلې کورنۍ سره د ډالوير نيوکاسيل ولسوالۍ ته وکوچېد. په ۱۹۶۸ز کال کې د سيراکيوز پوهنتون څخه په حقوقو کې د سند له تر لاسه کولو مخکې يې د ډالوير په پوهنتون کې زده کړې کړي دي. په ۱۹۷۰ز کال کې د نيوکاسيل ولسوالۍ شورا ته وټاکل شو، په ۱۹۷۲ز کال کې کله چې نهه ويشت کلن و له ډالوير څخه د متحده ايالاتو سنا مجلس ته وټاکل شو او په دې توګه د متحده ايالاتو په تاريخ کې شپږم تر ټولو کشر سناتور وګرځېد. بايډن د دولسو کلونو لپاره د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو د پلاوي مشر يا لوړ پوړی غړی و او د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په بهرنيو چارو کې اغېزناک کس و. هغه همدا راز له ۱۹۸۷ز څخه تر ۱۹۹۵ز کال پورې د سنا مجلس د قضايي پلاوي مشري وکړه، د نشه يې توکو د تګلارې، جرم د مخنيوي او مدني ازاديو مسائلو سره يې سروکار و؛ له تاوتريخوالي څخه د ډګو جرمونو د مخنيوي قانون او د قانون د عملي کېدو قانون او همداراز د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د قانون د تصويب لپاره يې د هڅو مشري کوله، د متحده ايالاتو د سترې محکمې د تاييد د اورېدو شپږو ناستو څآرنه يې وکړه، په دې ناستو کې د «رابرټ بورک» او «کلارنس توماس» لانجمنې ناستې هم شاملې وې. هغه په ۱۹۸۸ز او ۲۰۰۸ز کال کې د ډيموکراتيګ ګوند د نوماند په توګه د ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخسته؛ خو ناکام شو. بايډ د شپږو دورو لپاره د سنا مجلس ته وټاکل شو، هغه څلورم تر ټولو عمر خوړلی سناتور و، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸ز کال کې د ټاکنو په ګټلو سره د ولسمشر اوباما مرستيال شو، دوی نوماند جان ميککين او د هغه مرستيالې نوماندې ساراپالين ته ماتې ورکړه. په ۲۰۱۲ز کال کې اوباما او بايډن بيا انتخاب شول، دا ځل يې ميټ رومني او په سيالۍ کې د هغه ملګري پاول رايان ته ماتې ورکړه.

د مرستيال ولسمشر په توګه د اتو کالو په اوږدو کې، بايډن د سنا مجلس په تجربو تکيه درلوده او ډېر ځله يې د کانګريس د جمهوري غوښتونکو سره د ادارې د استازي په توګه مذاکرات هم کړي دي، د دولت په استازيتوب يې د ۲۰۱۱ز کال د  بوديجې د سمبالښت قانون پر سر مذاکرات وکړل، کوم چې د پورونو د کړکېچ حل کړ، په ۲۰۱۲ز کال کې يې د امريکا د ماليه ورکوونکو د بښنې قانون پر سر مذاکرات تر سره کړل چې د ګړنګ پر غاړه نژدې پېښېدونکې مالي ستونزه يې حل کړه. هغه همدا راز په ۲۰۰۹ز کال کې د زېربنايي لګښتونو څارنه وکړه، تر څو له ستر اقتصادي رکود سره مبارزه وکړي. بايډن په بهرنيو تګلارو کې د ولسمشر نژدې سلاکار و او په ۲۰۱۱ز کال کې يې له عراق څخه د امريکايي سرتېرو د ايستلو په طرحه کې مخکښ نقش درلود. اوباما په ۲۰۱۷ز کال کې بايډن ته د وياړلې ولسمشرۍ د ازادۍ نښان ورکړ.

د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې بايډن او د هغه ملګرې کامالا هريس،  ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستيال مايک پنس ته ماتې ورکړه. بايډن تر ټولو زوړ ولسمشر دی، لومړی ولسمشر دی چې ښځينه مرستياله لري، له ډالوير څخه لومړی ولسمشر دی او له جان ايف کنيډي څخه وروسته دويم کاتوليک ولسمشر دی. د هغه د ولسمشرۍ لومړي فعاليتونه د ۲۰۲۱ز کال د امريکا د ژغورنې طرحې قانون په وړانديز، د هغې لپاره تبليغاتو او د دې قانون پر لاسليک متمرکزه وه، تر څو له متحده ايالاتو سره مرسته وکړي چې له کوويډ-۱۹ وبا او اقتصادي ځوړندتیا او تر څنګ يې له ځينو اجرائيوي لارښوونو څخه بېرته خپل ځای ته راشي. د بايډن لارښوونو د وبا مخنيوی وکړ او د ټرمپ د ادارې ډېرې تګلارې يې بېرته راوګرځولې، په دې تګلارو کې د اقليم د بدلون په اړه د پاريس له تړون سره بېرته يوځای کېدل او د کوچنيانو د راتګ لپاره د ځنډېدلو اجرأتو د نویو عريضو منل (DACA) شامل دي، که څه هم يو فدرالي قاضي دویمه موضوع بنده کړه. بايډن د ۲۰۲۱ز کال تر سپتمبر پورې له افغانستان نه د ټولو امريکايي سرتېرو د انخلاء پروسه بشپړه کړه؛ په دې موده کې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو واک په لاس کې واخيست، د تخليې د بڼې او د کمزوري طراحۍ د ادعاوو پر سر بايډن له نيوکو سره مخ شو. بايډن د غوره طرحې د بيا جوړولو وړانديز وکړ چې د دې طرحې اړخونه د دوه ګونديزو تر لاس لاندې پانګونې او دندو په قانون کې ځای پر ځای کړای شوي دي، همدا طرحه د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په مياشت کې د بايډن په لاسليک په قانون بدله شوه.

د ژوند لومړي کلونه (۱۹۴۲-۱۹۶۵)[سمول]

جوزف رابنيټ بايډن جونير د ۱۹۴۲ز کال د نومبر په شلمه نېټه د پنسیلوانیا د سکرانټون سنټ ماريا په روغتون کې زېږېدلی، د (فينيګان کورنۍ) کې چې د مور نوم يې کاترين يوجنيا «جين» بايډن او د پلار نوم يې جوزف رابينيټ بايډن سينیر و. هغه په خپله کاتوليکه کورنۍ کې ترټولو مشر اولاد و، د واليريا په نوم يوه خور او فرانسيس او جيمز په نوم دوه وروڼه يې لرل. جين ايرلنډي توکمه وه، مشر جوزف انګريزي، فرانسوي او ايرلنډي اصل درلود.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د بايډن پلار يو شتمن سړی و،خو د بايډن د زېږېدو پر مهال له مالي ستونزو سره مخ شو او د څو کلونو لپاره دا کورنۍ د بايډن له مورني نيا او نېکه سره و اوسېدل. په ۱۹۵۰ز کلونو کې سکرانټون له اقتصادي شاتګ سره مخ شو او د بايډن پلار ونه شول کولای يو ثابت کار پيدا کړي. د ۱۹۵۳ز کلونو په پيل کې کله چې بايډن لس کلن و، دا کورنۍ د ډالوير د کلايمونټ په يو اپارتمان کې اوسېده او وروسته يې له ميفيلډ سره نژدې يو بل کور ته کوچ وکړ. پلار يې وروسته د دوهم لاس موټرو يو بريالی خرڅوونکی شو او خپله کورنۍ يې د يوې منځنۍ کورنۍ په څېر پر مخ وړله.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د کلايمونټ په ارچيمير اکاډمۍ کې بايډن بيس بال لوبه کوله او په لېسه کې د فوټبال د لوبډلې پياوړی لوبغاړی او بال اخستونکی و. که څه هم يو کمزوری زده کوونکی و، هغه د ښوونځي په ټيټو او لوړو ټولګيو کې د خپل ټولګي مشر و. هغه په ۱۹۶۱ز کال کې فارغ التحصيل شو. په نيويارک کې د ډالوير په پوهنتون کې بايډن د لنډې مودې لپاره د فوټبال د نوي لوبغاړي په توګه لوبه وکړه او د يو استثنايي زده کوونکي په توګه يې په ۱۹۶۵ز کال کې د تاريخ او سياسي علومو په دوه څانګو او په انګليسي ژبه کې د يوې فرعي څانګې په توګه د ليسانس سند ترلاسه کړ.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

بايډن د خبرو پر مهال د ژبې بنديدو ستونزه درلودله چې د هغه شل کلنۍ کې زياته شوې وه. هغه وايي دا ستونزه يې د اينې په وړاندې د شعرونو په لوستلو سره راکمه کړې وه، خو ځينې څارونکي په دې باور دي چې د ۲۰۲۰ز کال د ديموکراتيک ګوند د ولسمشرۍ په مناظرو کې دې ستونزې د هغه فعاليت اغېزمن کړی و. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

ودونه، د حقوقو ښوونځی او لومړۍ دنده (۱۹۶۶-۱۹۷۲)[سمول]

د ۱۹۶۶ز کال د اګست مياشتې په اوه ويشتمه نېټه، بايډن له نيليا هانتر (۱۹۴۲-۱۹۷۲) سره واده وکړ، هغه د سايراکوز په پوهنتون کې محصله وه، سره له دې چې د هغې مور او پلار هيله درلوده چې هغه له يو رومي کاتوليک سره واده وکړي، خو په خپلو والدينو غالبه شوه؛ د واده مراسم د نيويارک د سکينيټليس په يوه کاتوليکه کليسا کې تر سره شول. دوی درې بچيان درلودل چې دا دي: جوزف ار. «بيو» بايډن درېيم (۱۹۶۹-۲۰۱۵)، رابرټ هنټر بايډن (په ۱۹۷۰ز کې زېږېدلی) او ناومي کرسټينا «امي » بايډن (۱۹۷۱-۱۹۷۲).[۵۱][۵۲][۵۳]

په ۱۹۶۸ز کال کې بايډن له سيراکيوز پوهنتون څخه په حقوقو کې دوکتورا تر لاسه کړه او په خپل ټولګي کې له ۸۵ څخه يې ۷۶ يمه درجه خپله کړه، وروسته له دې چې د يوې پېژندل شوې «تېروتنې» له امله په يو پړاو کې ناکام شو او دا له هغه وروسته چې په لومړي کال کې د يوې لېکنې لپاره د قانون د کتنې پر مهال يې له يوې مقالې څخه ادبي غلا کړې وه. هغه په ۱۹۶۹ز کال کې د ډالوير د وکيلانو ټولنه کې داخل شو.

تر هغه وخته چې د سنا مجلس لپاره يې په ټاکنو کې برخه نه وه اخستې بايډن د ويټنام د جګړې نه ملاتړ کړی و او نه يې مخالفت کړی و، خو کله چې نوماند شو بيا يې د جګړې په اړوند د نيکسن د کارونو مخالفت څرګند کړ. د ډالوير او سيراکيوز په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال، په داسې حال کې چې ډېر سرتيري د ويتنام جګړې ته استول شوي وو، د بايډن د سرتيري نوماندي پنځه ځلې وځنډول شوه. په ۱۹۶۸ز کال کې، ديوې بدني ازموينې پر بنسټ هغه ته په نظامي برخه کې په مشروط ډول يو ځل بيا طبي ځنډ ورکړل شوی و؛ په ۲۰۰۸ز کال کې، د بايډن يو وياند وويل «په ځوانۍ کې د سابندۍ» له امله هغه ځنډول شوی و.[۵۴][۵۵]

شخصي ژوند[سمول]

هغه يو انسان دی.

  1. https://www.nbcnews.com/politics/2020-election/live-blog/2020-11-07-trump-biden-election-results-n1246882 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  2. https://cartwright.house.gov/presidential-inauguration-ticket-request — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  3. https://www.risch.senate.gov/public/index.cfm/2021-inauguration — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  4. https://www.thune.senate.gov/public/index.cfm/inauguration-2021 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  5. https://apnews.com/article/joe-biden-wins-white-house-ap-fd58df73aa677acb74fce2a69adb71f9 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۰
  6. "This Is Democracy's Day": Joe Biden Sworn In as 46th President of the United States — د نشر نېټه: ۲۰ جنوري ۲۰۲۱ — خپرونکی: Common Dreams NewsCenter — د خپرولو نیټه: ۲۰ جنوري ۲۰۲۰
  7. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0081182/ — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵
  8. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Joe-Biden — subject named as: Joe Biden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  9. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6mp58st — subject named as: Joe Biden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/biden-joseph-robinette — subject named as: Joseph Robinette Biden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=bidenj — subject named as: Joe Biden
  12. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023818 — subject named as: Joseph R. Biden jr. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. https://www.whitehouse.gov/administration/president-biden
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ ۱۴٫۴ ۱۴٫۵ https://www.gala.fr/stars_et_gotha/joe_biden
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb144622987 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0266379 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  17. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0266379 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  18. https://www.forbes.com/sites/michelatindera/2019/08/28/joe-bidens-net-worth-how-the-2020-presidential-candidate-built-a-9-million-fortune/#1ad6b999104d
  19. کينډۍ:CongBio
  20. Witcover (2010), p. 5.
  21. (په January 9, 2010 باندې). Vice President Biden's mother, Jean, dies at 92. WITN-TV
  22. (په September 3, 2002 باندې). Joseph Biden Sr., 86, father of the senator. The Baltimore Sun.
  23. Witcover (2010), p. 9.
  24. (په July 2, 2012 باندې). Joe Biden's Irish Roots. HuffPost.
  25. (په November 9, 2008 باندې). Number two Biden has a history over Irish debate. The Belfast Telegraph.
  26. Witcover (2010), p. 8.
  27. (په April–May 2013 باندې). Joey From Scranton—VP Biden's Irish Roots. Irish America.
  28. (په January 8, 2021 باندې). Joe Biden's family tree: how tragedy shaped the US president-elect. The Telegraph.
  29. Biden, Joe (2008). Promises to Keep: On Life and Politics. Random House. د کتاب پاڼي 16–17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-7621-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Witcover (2010), pp. 7-8.
  31. (په October 23, 2008 باندې). Father's Tough Life an Inspiration for Biden. The New York Times.
  32. (په August 27, 2008 باندې). Biden's Scranton childhood left lasting impression. Fox News
  33. (په May 21, 2019 باندې). Joe Biden, who left Scranton at 10, 'deserted' Pennsylvania. The Washington Post.
  34. Ebert, Jennifer (January 20, 2021). "Joe Biden's houses". Homes and Gardens. د لاسرسي‌نېټه September 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په June 24, 2019 باندې). How Joe Biden went from 'Stutterhead' to senior class president.
  36. Almanac of American Politics 2008, p. 364.
  37. Witcover (2010), pp. 27, 32.
  38. (په September 28, 2008 باندې). Biden was the stuttering kid who wanted the ball. The News Journal.
  39. Witcover (2010), pp. 40-41.
  40. Taylor (1990), p. 99.
  41. Biden, Promises to Keep, pp. 27, 32–33.
  42. Montanaro, Domenico. "Fact Check: Biden's Too Tall Football Tale". firstread.nbcnews.com. NBC News. د اصلي آرشيف څخه پر December 21, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په September 18, 1987 باندې). Biden Admits Plagiarism in School But Says It Was Not 'Malevolent'. The New York Times.
  44. (په August 23, 2008 باندې). A timeline of U.S. Sen. Joe Biden's life and career. San Francisco Chronicle.
  45. Taylor (1990), p. 98.
  46. Biden, Jr., Joseph R. (July 9, 2009). "Letter to National Stuttering Association chairman" (PDF). National Stuttering Association. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 28, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 9, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Hendrickson, John (January–February 2020). "What Joe Biden Can't Bring Himself to Say". The Atlantic. مؤرشف من الأصل في November 21, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 24, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په March 11, 2020 باندې). Is Biden's Stutter Being Mistaken for "Cognitive Decline"?. Nieman Reports. Nieman Foundation for Journalism
  49. (په December 20, 2019 باندې). Sarah Huckabee Sanders Apologizes To Joe Biden After Mocking Debate Response on Stuttering. Time.
  50. Hook, Janet (September 16, 2019). "Joe Biden's childhood struggle with a stutter: How he overcame it and how it shaped him". Los Angeles Times. مؤرشف من الأصل في September 16, 2019. د لاسرسي‌نېټه July 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. (په August 23, 2008 باندې). A timeline of U.S. Sen. Joe Biden's life and career. San Francisco Chronicle.
  52. Biden, Promises to Keep, pp. 32, 36–37.
  53. (په August 23, 2008 باندې). A timeline of U.S. Sen. Joe Biden's life and career. San Francisco Chronicle.
  54. (په September 16, 2020 باندې). Fact check: Biden, like Trump, received multiple draft deferments from Vietnam. USA Today.
  55. Witcover (2010), pp. 50, 75.