چنګيز خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چنګیز خان: "چنګیز خان په تاریخ کی یو وحشی او بی رحمه او خونړی مغولی سوبمن (فاتح) سردار او واکمن تیر شوی دی، تاریخونو د ده اصلی نوم تموچین راوړی دی، ویل کیږي چې نوموړی د اوسني مغلستان (منګولیا)د هیواد د ګوبی د صحرا (دښتې ) په هنتی نومي سیمه کې په (۱۱۶۰ زیږدیز) کال زیږیدلی، پلار یې (یسوګی )او نیکه یې (کبلی خان) نومیدل، په دیارلس کلنۍ کې یې پلار د تاتاریانو له خوا ووژل شو او د ده د قبیلې مشرانو دی د ده وروڼه خویندې او مور دښتو او صحراو ته تبعید کړل، ده وروسته د یوې قبیلې له سردار جاموخان سره دوستانه اړیکې ونیولې خو وروسته بیا د خپل پلار له یوه ملګري اونګ خان سره چې هغه هم د یوې قبیلې سردار ا مشر و ،د ده د دوستۍ مزي او اړیکې ټینګې شوې، هغه د چنګیزخان هر کلی وکړ خو بیا وروسته د دغې قبیلې د سردار اونګ خان او دد ه ترمنځ اختلافونه رامنځ ته شول او اونګ خان او زوی یې سرنګون او و وژل شول. په ۱۲۰۶ ز کال دده د قوم مشرانو تموچین د سترخان او مشر په توګه وټاکه او ستر روحاني (کوکوچو) ده ته د چنګیز خان لقب ورکړ چې سخت او پیاوړي ته ویل کیږي، چنګیز خان نهه دیرش کلن و چې د پاچاهي پرتخت کښیناست او لومړنی کار یې چې وکړ د نورو قبایلو ځواک او قدرت یې محدود کړ، ده یو پیاوړی پوځي جوړښت رامنځ ته کړ، ده خپل پوځ له لس زریزه پوځي ډلو نه جوړ کړ چې تومان به ورته ویل کیدل او بیا یی هر تومان په زرو پوځی ډلو وویشل چې هزاره به یی ورته ویل، ده یو داسی پیاوړی او منظم پوځ جوړ کړ چې ساری یې نه درلوده، چنګیز خان په ۱۲۱۸ ز کال خپل یرغلونه پیل کړل او د نړۍ د نیولو په فکر کې شو، ده پرچین روسیې افغانستان ایران او منځنی ختیځ بریدونه وکړل ، دی به چې هر ښار ته تلو نو د خلکو کورونه عبادت ځایونه مدرسې جوماتونه او کتابتونونه به یې ورانول او سوځول او پر انسانانو څه چې پر حیواناتو او سپیو او پیشوګانو یې هم رحم نه کاوه، د چنګیز په خونړیو بریدونو کې دمنځنۍ اسیا د سمرقند بخارا او مروې ښارونه چې د اسلامي ثقافت او کلتور یوه بېلګه وه د خاورو سره برابر او د دغو ځایو سم نیمایي خلک پکښې ووژل شول، ده د افغانستان د بلخ ښار چې ام البلاد (دښارونو مور) یې ورته ویل او هرات ښار تباه کړل، ده د ایران په نیشاپور او نورو ښارونو کې هم خونړی کارونه تر سره کړل او په بغداد کې عباسی خلافت د ده د لمسی هلاکوخان له خوا له منیځه لاړ، چنګیز خان ډیرې میرمنې درلودلې چې د خپلو دغو میرمنو نه یې ډیر اولادونه درلودل، خو په تاریخ کې د ده دغه لاندینی زامن ډیر مشهور دي، جوجی ،جغتای، او ګتای او تولی چنګیز ۲۵ کاله واکمنی وکړه او د دری اویا کلونو په عمر مړ شو، دده تر مړینی ورسته دده زوی اوکتای د چنګیز پر ځای واکمن شو".