د افغانستان ازبکستان پوله
د افغانستان او ازبکستان پوله ۱۴۴ کیلومتر (۴۷۲٬۰۰۰ فوټه) اوږدوالی لري او له ترکمنستان سره د درې اړخیزي سرحدي نقطې څخه پیل بیا د امو سیند په اوږدو کي له تاجکستان سره تر درې اړخیزي نقطې پوري رسیږي. .[۱] دا د ازبکستان تر ټولو لنډه بهرنۍ پوله ده. په ازبکستان کي د ترمز ښار او د افغانستان حيرتان ښار یادي پولي ته تر ټولو نږدې د اوسېدونکو مرکزونه دي.
د افغانستان او ازبکستان تر منځ هره ورځ د سوداګرۍ لویه راکړه ورکړه ترسره کیږي. [۲][۳][۴] د افغانستان اتباع کولای سي ترڅو په ترمز کي تر لسو ورځو پوري د سفر له ویزې پرته پاته سي. "First Part of Joint Market Opens on Border with Uzbekistan". TOLOnews. 27 December 2022. بياځلي په 2022-12-27.</ref>
شالید
[سمول]دا پوله د پخواني شوروي اتحاد او افغان پولي جوړښت ګڼل کیږي چي په منځنۍ اسیا کي یې د ۱۹مې پیړۍ پر مهال د انګلیس-روسیې سیالي په ترڅ کي اوسنۍ بڼه خپله کړه. هغه سیالي د سترې لوبې په نامه یادیږي.
په ۱۸۷۳ کال کي برتانیې او روسیې د پولې په یوه کره بڼه باندي موافقه وکړه چي د امو سیند د ختیځ خواته د خواجه سالار له کلي څخه د زورکو تر جهیل پوري ساحه یې امتداد کي راغله. د پولې لويديځه برخه (يعني د اوسنۍ افغان-تركمن پولي زياته برخه) په وروسته کي د سرحدونو د كميسيون لخوا وټاکل سوه. [۵]
د پنجدې تر پیښي وروسته د انګلیس - روسیې د سرحدونو ګډ کمیسیون د ۱۸۸۵-۱۸۸۸ کلونو په اوږدو کي د نن ورځي افغان_ازبک پوله په نښه کړه.
د پولې ختیځه برخه (چي اوس د افغان-تاجک پولي یوه برخه ده) تر ۱۸۹۳-۹۵ پورې لاهم محدوده نه وه، څو چي د افغانستان امیر عبدالرحمن خان موافقه وکړه ترڅو د امو سیند شمال ته د ځمکو په اړه له هر ډول ادعا څخه تیر سي.
په ۱۹۲۱ کي د شوروي-افغانستان یو تړون لاسلیک سو چي له مخې یې روسیې موافقه وکړه ترڅو "افغانستان ته د تیرې پیړۍ په وروستیو کې سرحدي ولسوالۍ بیرته وسپاري، خو دې تړون عملي بڼه خپله نکړه، او بیرته په ۱۹۴۶ کي له منځه ولاړی.
په ۱۹۷۹ کي د شوروي د ۴۰ مې اردو سرتیرو په افغانستان باندې د شوروي یرغل د یوې برخي په توګه مزارشریف او کابل ته د رسېدو لپاره له ترمز څخه حرکت ترسره کړ. [۶] دوی وروسته پر دغه ځای د دوستۍ پل جوړ کړ چي په رسمي توګه په 1982 کي پرانستل سو، خو افغان مجاهدینو د جګړو پر مهال خپل هدف وګرځاوه، او ستراتیژیک اهمیت یې کمزوری سو. [۷] شوروي پوځ په ۱۹۸۹ کال کي له افغانستانه ووتی.
د دوستۍ پل له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو د یرغل له ویري د ازبکانو له خوا وتړل سو، څو چي په ۲۰۰۱ کال کې د دوی له سقوط وروسته د مرستي لپاره بېرته پرانیستل سو. [۸] د دوستۍ پل د ازبکستان او افغانستان تر منځ یوازینۍ ثابته لاره ده. کله چي د ۲۰۲۱ کال په نیمايي کي بلخ ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد، یو شمېر افغان پوځي پرسونل او ملکي وګړي له همدې پولي ازبکستان ته ولاړل. [۹] په ۲۰۲۲ کال کې د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز پرانیستل سو، چي افغان اتباعو ته اجازه ورکوي ترڅو تر ۱۰ ورځو پوري په ترمز کي د سفر له ویزې پرته پاته سي. [۱۰]
- ↑ CIA World Factbook - Afghanistan, 8 September 2018
- ↑ "500,000 metric tons of goods imported, exported via railroads". Pajhwok Afghan News. 24 November 2022. بياځلي په 2022-12-27.
- ↑ "ACCI: Transit Through Afghanistan Up 50%". TOLOnews. 19 October 2022. بياځلي په 2022-12-27.
- ↑ "Over 93K Tonnes of Imports, Exports Moved By Rail in a Week: Officials". TOLOnews. 10 October 2022. بياځلي په 2022-12-27.
- ↑ International Boundary Study No. 26 - Afghanistan-USSR Boundary
- ↑ . 17 February 2009.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ Hairatan and the Friendship Bridge
- ↑ . 9 December 2001.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . July 3, 2021.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 27 December 2022.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help)